د بيزوګانو نړۍ – د هند د خلکو کيسه

د هند يوې کليوالې سيمې ته يو سوداګر راغى او اعلان يې وکړ چې د هرې بېزو( شادي) د پېرلو په بدل کې لس ډالر ورکوي. 

غريبو کليوالو ددې خبر په اورېدو خوښي څرګنده کړه، کاروبار يې پرېښود، پر شاوخوا ځمکو او ځنګلونو ور مات شول، هره ورځ يې بيزوګانې نيولې او پر راغلي سوداګر يې په نغذو پيسو پلورلې. د څو ورځو په تېرو د بيزګانو شمېر کم شو.
سوداګر بيا وړانديز وکړ چې د بيزو بيه شل ډالرو ته لوړه کړه، بيا همغه کار پيل شو او خلکو د بيزو ګانو د موندلو لپاره هڅې پيل کړې . د څو اوونيو په تېرېدو چې بيزوګانې ختمې شوې، نو ټولو کليوالو بېرته کروندو ته مخه کړه او په خپلو پخوانيو کارونو لګيا شول.


سوداګر يو ځل بيا د بيزو بيه ٢٥ ډالرو ته لوړه کړه، خو د بيزوګانو شمېره دومره کمه شوې وه چې ډېرې په سختۍ موندلې کېدې. سوداګر دا ځل اعلان کړ چې هره بيزو د ٥٠ ډالرو په بدل کې اخلي، خو د يوه بېړني کار لپاره ښار ته ستنېږي او د ٥٠ ډالرو په بدل کې د بيزوګانو د پېرلو کار به يې تر هغو شاګرد کوي.


د سوداګر په نشتون کې دهغه شاګرد کليوالو ته وويل: دا په قفس کې بندي بيزوګانې ګورئ! زه هره يوه په تاسې د ٣٥ ډالرو په بدل کې پلورم، کله چې زما بادار راشي نو تاسې يې ورباندې د ٥٠ ډالرو په بدل کې وپلورئ.


کليوال چې د ډالرو نشه اخيستې وو، پيسې يې سره راټولې کړې، د فقس ټولې بيزوګانې يې له يوې مخې وپېرلې. شاګرد ډالر واخيستل، خو له هغې ورځې وروسته نه سوداګر را معلوم شو او نه يې شاګرد. بس کليوال وو او بيروزګانې چې بېرته يې خپلې نړۍ ته په خوښۍ منډې وهلې.

د ګل رحمن رحماني ژباړه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...