البرت انشتاین څوک و؟ / ژباړن : محب الله آرمل

تاسې به د البرت انشتاین له نوم سره آشنا ياست او د ده په اړه به مو يو څه ضرور اورېدلي، يا لوستي وي. انشتاین هغه کس و چې د نسبت تيوري يې وړاندې کړه. اکثره پوهان يې د بې جوړې نابغه په نوم يادوي. د انشتاین اکثره فکرونه، نظرونه او څېړنې د علم او جدي پرمختګ لامل شوې. د علم په برخه کې د ده لاسته راوړنې د نړۍ په سطحه مهمې دي.

انشتاین په ۱۸۷۹ زيږديز کال د جرمني د ورتمبرگ ښار په يوه يهودي کورنۍ کې دنيا ته راغی، پلار يې هرمان يو پلورونکی و او مور يې پائولين کوخ نومېده، انشتاین تر ۱۹۵۵ پورې ژوند وکړ، ده د فزيک په برخه کې زده کړې وکړې، په ۱۹۲۱ م کال يې د فزيک په برخه کې د نوبل جايزه هم تر لاسه کړه.

خو راځئ له يوبلې زاويې د انشتاین ژوند ته ورننوزو. دی څنګه سړی و؟ له نور سره په اړيکو او مامخ ليدنو کتنو کې يې څه ډول رويه کوله ؟ آيا پوهيږئ چې انشتاین له يوه غټ سره نړۍ ته راغی! داسې چې مور يې فکر کاوه زوی يې ناقص دی ؟

انشتاین چاغ ځان او غټ سر درلود

کله چې البرت پائولين انشتاین ( Pauline Einstein ) ياد البرت انشتاین مور دی دنيا ته راوړ ويې ليدل چې د زوی سر يې تر عادي حالت زيات لوی دی، دې له ځان سره وويل زيات چاغ دی، زيات چاغ دی… مور يې فکر وکړ چې زوی معيوب پيدا شوی، د انشتاین کورنۍ دې عجيب او غريب وضيعت ته اندېښمنه شوه خو ډاکټرانو تسليت ورکړ.

د البرت انشتاین لومړنی پېژندل شوی تصوير .

انشتاین په ماشومتوب کې

انشتاین په ماشومتوب کې

انشتاین په ماشومتوب د خبرو کولو له ستونزې سره مخ و

انشتاین په ماشومتوب کې په زحمت خبرې کولې او د خبرو په پروخت به زيات آرام و. ده به لومړی کېدونکې خبره ښه تلله او دهغې له صحت به چې ډاډه شو بيا به يې کوله.

د ګزارشونو په استناد انشتاین تر ۹ کلنۍ پورې همداسې بندې خبرې کولې او کورنۍ يې دې ستونزې ته اندېښمنه وه، دوی ويل چې ګواکي زوی يې ورسته پاتې دی .

د otto neugebauer په نوم تاريخ ليکوال وايي : انشتاین چې يو وخت په سختۍ خبرې کولې او تل به چوپ وو يوه شپه خپل سکوت مات کړ او ويې ويل : دا سوپ څومره ګرم دی .

له دې وروسته يې د کورنۍ تسليت وشو او له ده يې وپوښتل چې تر اوسه ولې چوپ و ؟ انشتاین ځواب ورکړ ځکه چې تر اوسه هر څه په خپل عادي ډول و.

Thomas sowell ټوماس سوېل په خپل يوه کتاب کې دې ټکي ته اشاره کړې او وايي دغه راز نور نابغه ګان هم په ماشومتوب کې د خبرو له ستونزو سره مخ وو او دغه وضعيت ته يې د ( سندرم انشتاین syndrome eistein ) نوم ورکړی .

انشتاین له يوې قطب نما الهام واخست

انشتاین په ۵ کلنۍ کې د ناروغۍ په بستر پروت و ، چې پلار يې يوه ساده قطب نما ورکړه او دغه قطب نما لامل شوه چې دی له پوهې سره مينه پيدا کړي .

د انشتاین مشور تصوير چې په ۱۹۵۱ زيږديز کال آرتور ساس اخستی .

د انشتاین مشهور تصوير چې په ۱۹۵۱  کال آرتور ساس اخستی

د انشتاین توجه دې ته شوه چې ولې دی هرې خواته تاويږي را تاويږي خو قطب نما يوازې يوې خواته ثابته د حرکت په حال کې ده، فکر يې وکړه چې يوه قوه شته چې د قطب نما د حرکت سبب کيږي، دغه پېښه د ده په ژوند کې زياته تکرار شوې ده .

انشتاین په لومړي ځل پوهنتون ته کامياب نه شو

دی په کال ۱۸۹۵ کې د سوئيس فدرال پولي تکنيک eth پو هنتون يا ( eidgenossischi technische hochschul) ته بريالی نشو که څه هم ده د رياضي اړوند سوالونه حل کړل خو په ځينې نور مضامينو لکه ( تاريخ، ژبه ، جغرافيه او نورو ) کې يې مزه نه وه او ناکام پاتې شو، نو اړ شو چې له پوهنتون مخکې د (trade school ) ووايي او بيا وروسته په eth کې ومنل شو .

انشتاین له خپلې لومړۍ ښځې سره يو حيرانونکی تړون لاسليک کړ

انشتاین له خپل لومړۍ ښځې ميلوا دوه زامن درلودل چې يو (هنس البرت) و او بل (دوارد )، نووړي چې کله شهرت خپل کړ او د نړۍ بېلابېلو ملکونو ته يې سفرونه وکړل نو بدولون پکې راغی او له لومړۍ ښځې سره يې مصافه ونيوه، په دې توګه د انشنټين د مېرمنو تر منځ ستونزې پيدا شوې، ده پدې ستونزو له يوڅه غور وروسته له خپلې لومړۍ ښځې سره يو جالب تړون لاسليک کړ ، د دغه تړون ځينې مادې په لاندې توګه وې :

۱ ـ جامې مې بايد هر وخت آماده او پاکې وي.

۲ ـ درې وخته ډوډۍ په منظم ډول بايد په خپله کوټه کې وخورم .

۳ ـ د خوب او اوسېدو کوټې مې بايد د تل لپاره پاکې او منظمې وي يوازې د کار مېز مې زه په خپله منظم کوم.

۴ ـ زما اړيکې بايد له پامه ورغورځوې ځکه چې زما اړيکې ټولې په اجتماعي دلايلو ولاړې ندي .

۵ ـ کله چې وغواړم نورې خبرې مه کوه ته بايد چوپ شې …

ميلوا دا شرايط ومنل، او دغه تړون د انشتاین او دې ترمنځ لاسليک شو .

انشتاین له خپل مشر زوی سره هم ښه اړيکي نلرل

وروسته له هغه چې انشتاین خپل مشر زوی له ځانه لرې کړ، زوی يې هنس البرت دا آوازه خپره کړه چې انشتاین د ده له مور ميلوا سره ښه نه کوي، د دوی مخالفت هغه وخت لا سخت شو چې زوی يې غوښتل له frieda knecht سره واده وکړي خو انشتاین نه غوښتل .

په ۱۹۲۷ کال هنس البرت په يوداسې ښځه زړه بايلود چې له ده زياته مشره وه او د انشتاین په انده جذابه او ښکلې نه وه، انشتاین په دې رېښته خوښ نه و او فکر يې کاوه چې دې ښځې د ده د زوی د لاسته راوړلو لپاره څه پلان جوړ کړی، خو انشتاین د خپل زوی مخنيوی ونشو کړای او هنس له همدې ښځې سره واده وکړ ، مګر انشتاین بيا هم ورته ويل چې بايد له دغې ښځې اولاد ونلري .

له واده وروسته هنس البرت د امريکا متحده ايالاتو ته کډه شو او هلته د هايدروليک هندسې اوستاد شو ، خو پدې نوي هېواد کې هم پلار او زوی له يوبل سره جوړ نه وو ، کله چې انشتاین مړ شو د هنس البرت لپاره يې ډېر کم ميراث پرې اېښی و .

د انشتاین دويم واده

Anishtainانشتاین له خپلې دويمې ښځې السا elsa سره چې د عمه لور يې هم وه .

انشتاین چې کله له مېلوا جدا شو ډېر ژر يې د خپلې عمه له لور السا لوونتال ( elsa loeenthal ) سره واده وکړ، لبته له السا سره تر واده کولو مخکې يې له ايلس چې ۱۸ کلنه وه د واده غوښتنه وکړه .

السا د انشتاین په اړه په هغه څه پوهېده چې مېلوا نه پوهېده په همدې آساس السا تر مېلوا د انشتاین ښه مراقبت هم وکړ او انشتاین يې په پوره ډول درک کولی شو .

د انشتاین ماغزو ته يو کتنه

د انشتاین مغز د ده له مرګ وروسته په ( ۱۹۵۵) کال را وايستل شو [البته د ده د کورني له خوښې پرته] دا کار د توماس استولز هاروي ( Thomas stolz Harvey) لخوا چې د پرينستون روغتون پتالوژېست و تر سره شو، هاروي د انشتاین جمجمه په يوه ښېښيې لوښي کې کېښوده، او ۴۵ کاله ساتنه ترې وشوه ، خو دا چې د انشتاین له ماغزو هاروي ښه ساتنه ونکړه له روغتون ويستل شو مګر څه موده وروسته يې بيا د کار جواز وموند او د هنس البرت په همکارۍ يې د انشتاین د ماغزو څېړنه پيل کړه، هاروي داځل د انشتاین له مغز ځينې سلايډونه تهيه کړل او هغه يې د نړی پوهانو ته واستول.

په يوه بله څېړنه کې چې د سندرا ويتلسون ( Sandra witeson ) لخوا په ( mc master ) پوهنتون کې شوې په ډاکه کړې وه، چې د انشتاین په مغز کې د شيار سيلويان په نوم پاکټونه ډېر ليدل کيږي، د ويلتسون په اند دغه خاصه اناتومي ددې لامل شوې چې د انشتاین مغزي نيرونونه له يو بل سره د يو ځای کېدو قابليت ګړندی او ټينګ کړي.

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...