ښاپیرۍ/ لیکوال:اکبر راحل

له ماشومتوبه په کیسو او نکلونو کې د ښاپیریو په اړه اورو چې ښاپیرۍ ښکلې، میناناکې، وفادارې، وزردارې او له ګناهونو پاکې وي. دغه تصور راته وایي چې ښاپیرۍ دومره پاکې او ښکلې دي چې حتی له انسان سره نه پرتله کیږي او باید واټونه لرې د قاف په نوم غره کې واوسي، خو نه مو تر اوسه ښاپیرۍ ولیدې نه قاف او نه هم ددې خبرو نه اوریدلو ته زړه ښه کوو.

مخکې تر دې چې په ښاپیریو باندې وغږیږو ښه به وي چې د ښاپیریو د استوګنځایونو په اړه خبرې وکړو ، استاد اسدالله غضنفر وایي ((ښاپیرۍ چې ښکلي دي د نکلونو اتلان یې د وصال ارزومن دي، اروپا چې د سمندرونو سیمه ده ښاپیرۍ یې په بحرونو کې اوسي او مونږ چې په وچه کې یو او غرنیو وطنونو کې دیره یو د نکلونو ښاپیرۍ مو معمولآ د کوه قاف اوسیدونکي دي))

د قاف غره په اړه د ټولو رایه یوه ده هغه دا چې د ښاپیریو د اوسیدو اصلي ټاټوبی دی او دیوان چې وحشي،ښکرور او ظالم راته ښکاري د ښاپیریو د وصلت تږي دي.

یو روایت دادی چې قاف ته هر څوک نه شي رسیدلای او څوک چې ورغلي دي بیرته ترې نه دي راغلي او همغه ځای کې پاتې شوي دي.

د ښاپیریو له برکته قاف غر راته ښکلی په ونو پوښلی او د ابشارونو او مرغانو په شور کې راته د جنت ټوټه ښکاري، استاد غضنفر وایي ((قاف غر د زبرجدو دی،زبرجد او زمرد دواړه زرغون رنګ لري، له پخواني تصور سره سم د قاف غره شاوخوا اوبه ولاړې دي او اسمان چې په اصل کې د عاجو غوندې سپین دی، د همدې غره د رنګ انعکاس له کبله شین ښکاري))

استاد غضنفر وړاندې وایي (( قاف ډیر دنګ دی، دومره دنګ چې دده او د اسمان تر منځ یوازې د بنیادم د قد په اندازه فاصله ده))

ښاپیرۍ او د قاف غر تر دې مهاله د انساني تخیل محصول دي او له سترګو پناه دي ، خو زمونږ فلکلور دومره قوت ورکړی که په اړه یې څوک راته وغږیږي په شتون يې باوري کیږو.

دلته هم د ښاپیریو اصلي کور کوه قاف ښودل شوی شاعر وایي:

ستا د حسن به څه وایو، که کوه قاف ته چیرته لاړې

دا مې واوره درسره به ښاپیري کورته راځي

ښاپیرۍ چې د نړۍ په ادبیاتو کې مهم رول لري ښکلې او نازکې دي، تر ډیره یې له معشوقو سره تشبیه کوو خو هیڅکله دا نه وایو چې تر معشوقې دې ښکلې وي او په خوبونو کې یې هم کله کله ننداره کولای شو خوشحال خان خټک ارشاد کا:

ښاپیریه مخ په خوب کې راښکاره کړ

لیونتوب مې ورسره مونده سودا هم

چې په هسې مخ مې کسي برابر شول

زه به نور په بل مخ نه کړم سترګې وا هم

د ښاپیریو په اړه بل تصور دادی چې په جګو جګو غرونو، ځنګلونو او لویو دښتونو کې اوسیږي تر څو د انسان له نظره خوندي وي.

وړاندې مو د استاد غضنفر له خولې وویل اروپا چې د سمندرونو سیمه ده ښاپیرۍ یې په بحرونو کې اوسیږي.د ښاپیریو د قبیلو په اړه خیال داسې دی چې په دوو ډلو ویشل شوې چې یوه یې د قاف په غره کې او بله هغه یې (جل پري) دي چې په سمندرونو کې استوګن دي. په مقاله کې وړاندې راغلي چې د بحرونو ښاپیرۍ ته (جل پري) ویل کیږي، جل د سانسکریتي ژبې لغت دی چې د اوبه په معنی راځي او پري په فارسي کې بي حده ښکلي ته وایي چې مقصد ترې د اوبه ښاپیرۍ یا په اوبه کې اوسیدونکي ښکلی مخلوق دی.

حضرت کماالیدن الدامیري(۸۰۸-۷۴۲ هجري) پخپل کتاب (حیات الحیوان) کې د سمندري انسانانو په اړه لیکي:دا هم مونږ انسانانو ته ورته مخلوق دی، توپیر یوازې دادی چې سمندري انسانان شاته لکۍ لري خو مونږ یې نه لرو.

شیخ قزویني رحمته الله علیه په عجایب المخلوقات کې وایي ( د بادشاه مقدر په وخت کې سمندري انسان یو ځل له اوبه راوتلی و).

ځیني خلک پدې اند دي چې پخوا د بعضو بادشاهانو په وختونو کې سمندري انسانان له اوبه راوتلي دي، د یوه بادشاه په اړه ویل کیږي چې د سمندري مخلوقاتو د حال احوال معلومولو لپاره یې د یوې ښځې واده له یو سمندري انسان سره وکړ، کله چې له دې ښځې یو زوی وزیږید یو وخت له ماشوم نه بادشاه پوښتنه وکړه چې ستا پلار څه وایي ؟

ماشوم وویل: زما پلار وایي د ټولو مخلوقاتو لکۍ شاته وي خو زه وینم چې د ځینو په مخونو کې وي چې زما په خیال مطلب ترې ږیره ده.

دا شاید څوک ونه مني چې یو سمندري ژوی دې کټ مټ انسان ته ورته وي خو داسې ژوي شته چې بڼه یې تر ډیره انسان ته ورته ده او په لږ تفاوت یې سمندري ژوی بولو.

حضرت لیث بن سعد رضی الله تعالی عنه نه د بحري انسانانو په اړه پوښتنه وشوه هغه وویل د سمندري انسانانو غوښه حرامه ده.

ابن ابي الشعت ویلي(( د روم په سمندرونو کې ځیني ماهیان ښځو ته ورته بڼه لري، دغه ماهیان اوږده ویښتان او د انسان په څیر غنم رنګه دي، ددغو ماهیانو تیونه او مخصوص اندامونه غټ دي))

الشعت وایي دغه ماهیان د انسانانو په څیر خاندي او خبرې کوي خو په خبرو یې څوک نه پوهیږي، کب نیوونکي کله کله دا ماهیان ښکار کوي او له لواطت وروسته یې بیرته په اوبه کې خوشي کوي)).

رویاني ویلي کله چې د کب نیوونکو لخوا ورته ښځو ته ورته ماهیان راوړل کیدل نو ده یې له لواطت څخه قسم کړی و.

قزویني رحمته الله علیه په عجایب المخلوقات کې ویلي یو سړی همداسې یو کب ښکار کړ او د وخت د بادشاه دربار ته یې یووړ، درباریان له ډیرو هڅو سره سره د ماهي په ژبه ونه پوهیدل چې څه وایي بالاخره همدغه کب نیوونکی کس له ماهي سره واده وکړ او کله یې چې زوی ترې وزیږید نو ماشوم د دواړو یعني مور او پلار په ژبه پوهیده.

خو الدامیري، ابن ابي الشعت او قزویني رحمته الله علیه ددغه مخلوق د ښکلا په اړه څه نه دي ویلي چې آیا دوی رښتیا زمونږ د خیالي ښاپیریو په څیر ښکلي دي، خو مطلب ترې دا اخیستلای شو چې شاید همدغو مخلوقاتو ته اروپایان ښاپیرۍ ووایي.

خو زه نه پوهیږم چې دا خبرې به څومره رښتیا او یا دروغ وي پدې اړه نورو څیړنو ته هم اړتیا ده خو د استاد غضنفر خبره چې ټول د ښاپیریو د وصال ارزومن یو.

۲۸ / ۹ / ۱۳۹۴

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...