ارمان/ لیکواله: نعیمه غني

یوه بې وزله اوخواره ښځه وه چې د ښار په یوه څنډه کې یې له خپلو یو درجن ماشومانو سره یوازې ژوند کاوه.

د هغې خواري او بې وزلي څه وه چې ماشومان یې هم د خدای په لاره برابر نه وو، که به یو روغ شو بل به ناروغ و، که به یو کور ته راغي هغه بل به په کور کې نه و، که په کور کې به یې د خوښۍ کومه ورځ یا شیبه لکه اختر یا جمعه راغلل غم به لا د مخه په کور کې په تمه ورته ناسته وو.

یا به یې د یوې لور جامې نه وې یا یې د بلې. یا به یې یو زوی له ډوډۍ مرور ناست و یا به یې بل زوی له دریم سره جنګ کړي و. که به یوه لور د دسترخوان ته رانیږدې شوه بلې به ځای نه ورکاوه، که به یوه زوی اوبه غوښتې بل به ګیلاس نه ورکاوه، یوې به ویل ماته ډير خواړه بل به ویل ماته لږ ورسیدل، که په کور کې به لږ سره کرار شول بیا به په کوڅه کې چا د یوه ګریوان ور څيرې کړی وو.

ښځې خوارې دومره خوراۍ او غمونه لیدلي وو چې په له روحي پلوه ډیره کمزورې شوې وه او دا یې په خپل زړه کې له ځان سره منلې وه چې د دې په قسمت کې خوښي نه ده لیکل شوې او نه به هیڅ کله په خوشالۍ د دسترخوان څنډې ته له خپلو بچو سره کښېني. هغې به ارمان کاوه چې زما اولادونه به کله د یوه چت لاندې په خوښۍ سره راټول شي او دا یې د ژوند تر ټولو لوی ارمان و.

هغې به تل په خپلو دعاوو کې هغوی ته د هدایت دعا کوله او له لوی خدای جل جلاله څخه به یې هغوی ته د سمې لارې د ښودلو غوښتنه کوله.

خو یوه ورخ ناڅاپه!

هو همداسې ناڅاپه د هغې ارمان پوره شو……

د خوارې ښځې پام شو چې بچیان یې ډير سرګردانه یو له بله تاویږي، د دې په ځای چې له یو بل سره ونښلي په یوه کوټه کې راټول شول. ښځې د شکرانې د منلو نیت وکړ چې که خدای کړي وي بچي یې سره په سمه کیښېني او یوه ورځ په یوه ځای په خوښۍ سره تیره کړي.

د دې مور دعاوې رښتیا هم قبولې شوې وې د کونډې بچیان ټول د خپل زاړه تلویزیون شاوخوا ټول سره راټول شوي وو. دې هم حیران حیران کتل چې دا څه چل دی.

بچو یې نه له یو بل سره جګړه کوله نه یې یو بل ته بد رد ویل یوازې ټولو د تلویزیون وړې ښيښې ته په ځير ځیر کتل.

مور یې هم په مینه له نورو ورځو بیل او خوندور خواړه پاخه کړل او دسترخوان یې د اختر د ورځې په څير لوی خور کړ بچیان یې په دسترخوان راټول شول ټولو بیا هم تلویزیون ته کتل نه چا په ډوډۍ جنګ کاوه نه هم چا له نورو ډير څه غوښتل. څو شیبې وروسته په کور کې د خوښۍ او خوشالۍ نارې پیل شوې. مور خوارکۍ که څه هم نه پوهیده چې څه چل دی خو په دې خوشاله وه چې بچیان یې خوشاله دي. دې د بچیانو د شور او زوږ په مینځ کې خپلې یوې لور ته غوږ ورنیږدې کړ او ترې ویې پوښتل لورې څه چل دی؟

لور یې په لوړ غږ ورته وویل: مورې مبارک موږ لوبه وګټله.

مور یې اوس هم نه پوهیده چې څه شوي خو لاسونه یې د دعا لپاره پورته کړل او دعا یې وکړه.

خدایه! هر څوک چې زما دې ورانې جونګړې ته خوښي راکوي او زما خواره واره بچیان د یوه ارمان لپاره په یوه غولي راټولوي ته هغوی ته د تل لپاره خوښي او بریا ورپه برخه کړې.

امین!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...