د کوچنیانو له پاره نوې چاپیدونکې مجله

«اکو بکو»

نوې هیلې په ترپکو

د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

پوهندوی آصف بهاند

۲۴مه برخه

په پام کې ده چې د افغانستان په کندهار ولایت کې د «اکو بکو» په نامه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره یوه نوې مجله چاپ او خپره شي. دا د ډیرې خوشالۍ خبره ده چې د هرې ورځې په تیریدو سره زموږ په ټولنه کې د ماشومانو او کوچنیانو ادبیاتو ته په پاملرنې سره، د نوي نسل د روزلو په لور نوي او مثبت ګامونه اخستل کیږي. که دا مجله د چاپ په ګاڼه سمبال شي، دا به په دې لار کې یو بل بریالی ګام وي، په تیره بیا چې هر کور ته او د هر ماشوم لاس ته ورسول شي او د ماشوانو، ماشومې سترګې ورسره داسې مصروفې شي چې یو خوا به خپل ادب او علم سره آشنا کیږي او له بلې خوا به له مجلې او لوست سره د مصروفیت په وجه له ډیرو ناوړو او منفي څیزونه څخه را وګرځول شي.

د کوچنیانو ادبیاتو د منابعو او آدرسونو د پیژندلو په لړ کې، دا دی په دې مقاله کې د «اکو بکو» په نامه، د ماشومانو او کوچنیانو له پاره نوې خپریدونکې مجله باندې خبرې کوم. تر اوسه پورې څومره مالومات چې زه د دې نوې چاپیدونکې خپرونې په باب لرم، هغه له تاسو ښاغلو لوستونکو سره شریکوم، کله چې دا مجله له نوو موادو سره چاپ او زما تر نظر تیره شوه، بیا به نوې خبرې او تبصرې ور باندې ولرو.

د «اکو بکو» د چاپیدو خبرتیا او زیری مې د لومړي ځل له پاره په فیسبوک کې، د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په نهمه نیټه تر سترګو شو، په دې شرحه:

«اکو بکو

د ماشومانو مياشتنۍ مجله

پېژندنه:

  • اکو بکو د ماشومانو مجله ده چې هره مياشت له کندهاره خپرېږي، خو موږ هڅه کوو مجله د هېواد تر ټولو ولايتونو ورسوو.
  • په مجله کې به بېلابېلې ليکنې، لنډې کيسې، شعرونه، کيسۍ، ديني او معلوماتي مطالب، انځورونه، کارټونونه او نور… خپرېږي.

ځانګړتياوې:

  • اکو بکو مجله د ماشومانو استعدادونه روزي او د هغوى پوهه زياتوي.
  • اکو بکو مجله ماشومانو ته د غوره ژوند لارې چارې ښيي او د اخلاقو روزنه يې کوي.
  • اکو بکو مجله به ماشومان او تنکي ځوانان په دې باوري کړي چې راتلونکى د دوى دى او کولاى شي ان نړۍ بدله کړي.

اغېزې او ګټې:

  • د ماشومانو، والدينو او ښوونکو تر منځ به د اړيکو يو نوى فصل پرانيستل شي.
  • ماشومان به په زړه راکښونکې توګه د مطالعې فرهنګ خپل کړي.
  • ماشومان به پر خپلو وړتياوو او پوهې باور پيدا کړي.
  • ماشومان به له خپلو اسلامي او افغاني ارزښتونو سره اشنا شي او هغو ته به درناوى ولري.
  • ماشومان به په ټولنه کې د ښه مشرتابه وړتياوې تر لاسه کړي.
  • ماشومان به د نوي عصر د غوښتنو په رڼا کې د نړۍ له نورو ماشومانو سره سيالان شي.

پاملرنه:

  • اکو بکو مجله د خلکو ده او د هغوى په مالي ملاتړ خپرېږي.
  • خلک کولاى شي د مجلې په رانيولو، ګډون ونډې/اشتراک او اعلاناتو د “اکو بکو” او په ټوله کې د خپلو ماشومانو ملا وتړي.
  • که غواړو اکو بکو مجله له ځنډ پرته د ماشومانو او د هغوى تر کورنيو ورسوو، نو زموږ لاسنيوى وکړئ.

وړانديزونه:

مجله د ماشومانو لپاره ده؛ راځئ په ګډه د اکو بکو مجلې له لارې د خپلو ماشومانو د ذهنيتونو او افکارو په روښانه کولو کې ونډه واخلو.

د ماشومانو لپاره خپلې ليکنې، ژباړې، کيسې، شعرونه او نور معلوماتي مطالب راولېږئ او دغه راز د مجلې د کيفيت د لا ښه والي په موخه خپل نظريات او وړانديزونه د اکو بکو مجلې له ادارې سره په دې پتو شريک کړئ:

اړيکې:

مسوول مدير: 0700869495

akobako@hindara.org

د اعلاناتو مسوول: 0700555652

ads.akobako@hindara.org

د وېش مسوول: 0700666040

پته: کندهار ښار، عينو مېنه، دويمه فواره.»

ما د خپلو لیکنو او موادو د خوندي کولو د پروګرام له مخې دا پاسنی مالومات په هماغه وخت کې خوندي کړ او د کوچنیانو د ادبیاتو په ځانګړې برخې کې مې کیښود. اوس چې بیا د دې مجلې د چاپ کیسه را توده شوه، نو مې هماغه مالومات را واخست او دلته مې د کوچنیانو د ادبیاتو د درنو لوستونکو او مینه والو له پاره کبښود.

د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په شپږمه نیټه مې چې د فیسبوک د بڼ ور پرانست، سمدلاسه مې د ښاغلي صالح محمد صالح پر دې نوي پوست باندې سترګې ولګیدې:

«فروتن: اکو- بکو مجله د ماشوم ادبياتو تشه ډکولاى شي

16.10.1394

په پام کې ده په کندهار کې د ماشومانو لپاره ځانګړې مجله (اکو- بکو) په څو ورځو کې چاپ شي.

د دې مجلې مسوولين وايي هڅه کوي دا مجله د کندهار د شا و خوا ولايتونو تر څنګ نورو سيمو ته هم ورسوي.

تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ماشومانو لپاره ځينې مجلې پيل شوي، خو زيات دوام يې نه دى کړى؟

صالح محمد صالح د اکو- بکو مجلې له موسس غوث الدين فروتن سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلى: دا مجله به څه خپروي؟

ګران دوست صالح محمد صالح د «اکوبکو» مجلې له مسوول چلونکي، ښاغلي غوث الدین فروتن سره یوه لنډه غږیزه مصاحبه کړې ده چې ټوله دوې دقیقې او اته پنځوس ثانیې ده. ما انتریو واوریده او په لیکلې بڼه مې هم ثبت کړه. دلته ټوله انتریو د مجلې د ښې پیژندنې له پاره کټ مټ په لیکلې بڼه وړاندې کوم:

«پوښتنه: دا مجله به څه خپروي؟

ځواب: په دې مجله کې به بیلابیلې لیکنې، شعرونه، دیني او مالوماتي مطالب، انځورونه، کارتونونه، د ماشومانو له خوا جوړ شوي بیلابیل انځورونه، د دوی لیکنې او مطالب خپریږي.

پوښتنه: تر دې مخکې هم د ماشومانو له پاره مختصې مجلې وې او یا په نورو مجلو کې د ماشومانو له پاره ځانګړې برخې وې، څه فکر کوئ چې اوس هم اړتیا احساسیږي د ماشومانو له پاره د یوې خاصې مجلې؟

ځواب: بیلکُل، که موږ وګورو، متاسفانه په دې برخه کې ډیر کم کار کیږي، یعنې موږ ویلی شو چې د ماشوم د ادبیاتو له پاره کوم کار چې اوس کیږي، دا د نشت برابر دی. نو دا یوه لویه تشه وه په دې برخه کې. او څرنګه چې موږ خپله یو ښوونځی چلوو په کندهار کې، نو موږ ته دا را مالومیږي چې باید کار وشي، ځکه دلته هغه رقم سهولتونه چې ماشوم باید خپلې زدکړې تر سره کړي، مطالعه وکړي او د دوی د پوهې په زیاتولو او د استعدادونو په روزلو کې مرسته ور سره وکړي، داسې یو څه نه شته؛ نو موږ هیله من یو چې دا مجله تر ډیره دغه تشه ډکه کړي او دوی ته به د مطالعې زمینه برابره کړي، دوی به نوي مالومات تر لاسه کړي، د دوی استعدادونه به وروزي او د دوی پوهه به زیاته کړي.

پوښتنه: ولې فکر کوئ چې د ماشومانو ادبیاتو ته او یا هم د ماشومانو له پاره د خاصو مجلو چاپیدو ته لیکوالو په تیر وخت کې هم توجو نه ده کړې او اوس هم کله نا کله ګیله کیږي چې اوسني لیکوال هم دغه اړخ ته توجو نه کوي، تاسو یې علت څه ګڼئ؟

ځواب: فکر کوم تر دې نه مخکې هم په دې برخه کې هر څه شوي دي او د ماشومانو له پاره بیلابیلې مجلې چاپ شوې دي، خو متآسفانه د یو څو ګڼو له چاپیدو وروسته بیرته بندې شوې دي، خو دا ځلې موږ دوه درې میاشتې له لیکوالانو سره او له هغو ټولنو سره چې د ماشوم د ادبیاتو له پاره کار کوي، له هغو سره مو مشورې کړې دي، د مطالبو په برخه کې اِنشآلله موږ ډاډه یو او د هغو لیکوالانو مرسته به را سره وي چې د ماشومانو له پاره لیکل کوي.

پوښتنه: خو زیاتې مجلې د اقتصادي ستونزو له کبله بندې شوې دي په افغانستان کې، تاسو یې دغه اړخ ته توجو کړې ده یا دغه مسآله مو په پام کې نیولې ده؟

ځواب: بِلکُل، لکه څنګه چې ما مخکې هم و ویل چې موږ په کندهار کې یو ښوونځی چلوو چې هغه دوه څانګې لري، له ماشومانو سره په تماس کې یو، نو فکر کوم که چیرې دا مجله دغه رقم په معیاري ډول موږ تر خلکو پورې ورسولای شو او څه رقم مو چې پلان ور ته جوړ کړی دی، تر ولایتونو پورې، په ځانګړي ډول تر هغو سیمو پورې چې هلته ښوونځي شته، ماشومان مکتبونو ته ځي، خو د مطالعې له پاره خاص څه نه لري، که چیرې موږ د دې مجلې په رسولو باندې و توانیږو هغو سیمو ته، اِنشا الله مشکل به نه وي، خلک به حاضر وي چې په دې مجله باندې پیسې ورکړي او په دغه ډول به مجله چاپ شي او دوام به پیدا کړي.

پوښتنه: مجله به چیرې چاپیږي او کومو ولایتونو ته به یې تاسو رسوئ؟

ځواب: مجله به په کندهار کې چاپیږي او موږ کوشش کوو چې د کندهار شاو خوا ولایتونو تر څنګ، کابل ته، ننګرهار، مزار شریف، هرات، دې ټولو ولایتونو ته و رسوو، ځکه مجله په دواړو ژبو، پښتو او دري خپریږي او د دواړو ژبو مطالب او لیکنې به وي.»

د «اکو بکو» په باب تر اوسه پورې زما مالومات همدومره و، اوس به سترګې په لاره اوسو چې کله مجله چاپ او تر لوستونکو پورې رسیږي، کله چې مې مجله تر لاسه کړه او محتویات مې یې له نظره تیر کړل، بیا به نوې خبرې، نوې تبصرې پرې وکړو او د خپرونې د لا ښګڼې له پاره به یې نوي وړاندیزونو هم ور ولیږو.

د ۲۴ مې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...