د تروریزم او تاوتریخوالي په اړه ماشومانو ته څه وویل شي؟

خلیل کمال –

نن سبا تاوتریخوالی او دې پورې اړوند خبرونه زموږ په ټولنه کې دومره عام شوي دي، چې که تاسو تلویزون روښانه کړی نو سم له لاسه به د افغانستان، سوریې، عراق، فلسطین او یا کوم بل هېواد په اړه د تاوتریخوالي او خشونت له خبرونو سره مخ شی. ماشومان هم ستاسو په خوا کې ناست دي او دا هر څه ګوري او پوښتنې ورته پیدا کېږي که تاسو دا پوښتنې ورته ځواب نه کړی او بابیزه یې وګڼی او پر وړاندې يې بي تفاوته پاتې شی ماشوم چې هر څنګه وي د خپل پلټونکي حس په لرلو سره د هغې د ځواب موندلو لټه کوي او کېدای شي دا پوښتنې ستاسو د توقع خلاف یو بل څوک داسې ځواب کړي چې ماشومان مو دا ډول خشونت عادي خبره وګڼي او بلاخره د هغه په کړو وړو او اخلاقو هم ناوړه اغیز وکړي. اوس پوښتنه داده چې د خشونت ډکه دغسې دنیا دوی ته څنګه توضیح کوی.؟ دا تاوتریخوالی پر هغوی څه تاثیرات لرلی شي؟ او ستاسو څه له لاسه کېږي چې په ذهني لحاظ ماشوم له دغو خبرو لري وساتی یا یې داسې پوه کړی چې د هغه راتلونکی شخصیت ورنه اغیزمن نشي.

د پریمانه خوښیو او خوشالیو تر څنګ دا هم یو واقعیت دی چې نړۍ همیشه له خشونته ډکه پاتې شوې ده، جګړه، وژنې او ترور زموږ د افغانانو ورځنۍ کېسه ده، خو په دې وروستیو کلونو کې د تلویزون، انټرنټ او نورو وسایلو زیاتوالی ددې لامل شوی دی چې زموږ ماشومان په ډېرې اسانۍ د خشونت ډک خبرونه واوري او وې ګوري. زموږ ډېری کورنۍ په دې نه پوهیږي چې دغه ډول خبرونه یې د ماشومانو په روان او ذهن څومره بدې اغیزې کولای شي، حتا داسې کورنۍ شته چې په ډېر شوق او جذبه د ماشومانو په مخ کې ددغه ډول تاوتریخوالو په اړه کېسې کوي او ماشومان ورته غوږ وي.

2په دې ورځو کې چې د داعش، طالبانو او نورو تروریستي ډلو له خوا د خشونت داسې ویډیو ګانې، انځورونه او خبرونه خپریږي چې حتا لویان یې د لیدلو او اوریدلو توان نه لري نو ماشومان خو طبیعي خبره ده چې په لیدو یې له ډېرې ویرې او وحشت سره مخ کېږي، له همدې امله نن سبا په نړۍ کې د اروا پوهانو ترمنځ یو تود بحث روان دی او ټول په دې نظر دي چې دا ډول خبرونه د ماشوم راتلونکی ژوند او کرکتر باندې بد تاثیر کوي نو د هغې د مخنیوي په لارو چارو بحثونه کوي چې په دې لړ کې کورنیو ته ځیني سپارښتنې کوي چې ددغه شان خبرونو په اړه ماشومانو سره په کومه ژبه خبرې وشي او هغوی په کومه بڼه د خشونت له بدو عواقبو لري وساتل شي. په دې اړه یو څو سپارښتنو ته ستاسو پام را اړوم.

لومړۍ، تر ټولو غوره لار بي خبري ده. څومره مو چې وس رسي خپل ماشومان له خشونته د ډکو تصویرونو او فلمونو لري وساتی. ځکه د ماشوم ذهن زموږ په څیر نه دی، هغوی د خیال او واقعیت ترمنځ فرق په اسانۍ نشي کولای. که تاسو غواړی چې ماشومان مو د شپې له خوا ونه ډار شي او په آرامه بې له کومې ویرې خوب ولري نو بیا والدینو ته په کار دي چې یو څه په مسوولیت چلند وکړي. کله چې ماشوم ستاسو په خوا کې ناست وي، ښه داده چې تلویزیون کې خبري او هغه چینلونه ونه ګوری چې د خشونت ډک خبرونه خپروي. همدارنګه هڅه کوی چې د ورځې له مخې چې تاسو د تاوتریخوالي ډک کوم خبرونه اوریدلي دي او تاسو یې خفه کړي یاست کور کې یې په اړه مه غږیږئ، تاسو ښايي فکر وکړی چې ماشوم مو متوجه نه دی او خپلې لوبې کوي، خو ماشومان لکه مقناطس داسې خاصیت لري له لرې نه خبرې جذبوي، نو هیله ده چې د طالبانو، داعشیانو او نورو تروریستي ډلو په اړه خبرونه د خپلو ماشومانو په مخ کې مه ګوری.

دویم، که ماشوم مو په تلویزون کې د خشونت کوم تصویر ته ځیر وي په لومړي ګام کې ځان آرامه ونیسی، بې له دې چې د تصویر یا فلم د محتوا په اړه څه خبره وکړی، په قراره ووایئ چې « راځی دا تلویزون مړ کړو او خپلې خبرې وکړو» بیا د موضوع نه جلا په کوم بل شي وغږیږئ. د ورزش یا کوم بل شي په اړه ورسره خبرې وکړئ. هیڅکله په ورخطايی تلویزون مه مړ کوی او هغه ته مه وایی چې دا تصویرونه دې نه ګوري. تاسو که هر څومره موضوع جدي ونیسی ماشوم سره یې د لیدو تلوسه زیاتېږي.

درېیم، که تاسو د خپل ماشوم په کړو وړو کې د خشونت کومه نښه ګورئ، هڅه مه کوی چې د هغه د لوبو مخه ونیسی، هڅه وکړی په آرامو دماغو د لوبې لوری بدل کړئ. که ماشوم کوم کورکی جوړ کړی دی او بیا غواړي هغه وران کړي او په خولې باندې د بم او انفجار اواز را وباسي، نو هغه ته ووایی چې دا وران کورګی بیرته جوړ کړي، څنګه باید د ورانولو مخه ونیسی، تاسو ورته ویلی شی چې خپله نانځکه دې د هغې پیره داره کړي چې دا څوک وران نه کړي، تاسو یو کم عمره ماشوم د امنیت په مفهوم نشی پوهولی، خو په دغه بڼه یې له واقعیت سره تړلی شی. پلاستیکي ټوپکې او د لوبو جنګي سامان ورته مه رانیسی او د هغې په ځای بل په زړه پوری شی ورته رانیسی.

څلورم، هغه څه اوریدلي دي؟ یو څه لوی ماشوم نه تاسو دا پوښتنه کولی شی چې ورته ووایی څه دې اوریدلي دي؟ دا پوښتنه تاسو له هغو زلمکیو نه چې له خواله رسنیو ګټه اخلي کولای شی، ځکه هغه د تروریزم مربوط خبرونه لیدلي او اوریدلي دي، که د کورنۍ په منځ کې د تاوتریخوالي په اړه کوم بحث کېږي، همدا ښه فرصت دی چې هغه سره خبرې وکړی ورته ووایی « ښوونځي کې مو خلک د داعش په اړه څه وايي» او که خپله یې خبره پیل کړه پریږدی چې څه یې اوریدلي دي تاسو ته یې کیسه وکړي. که کیسه یې نه کوله فشار مه پرې راوړی، خو که بیا یې هم د خشونت د کومې پېښې په اړه کیسه کوله، لکه په ننګرهار کې د حاجي ظاهر د ځواکونو له خوا د سرونو د پرې کولو کیسه، نو دلته تاسو د هغه په خبرو کې درې شیانو ته پام وکړئ.

ویره او ډار، کره او ناکره اطلاعات او هغه سوالونه چې په ذهن کې ورته پیدا شوي دي.

اوس راځو دې ته که ډار شوی وي، د خپلو ماشومانو په څیره کې ډار او ویره وینی هڅه وکړی چې دا ډار ډېر طبیعي او محدود کړی، مثلا ورته ووایی چې « ډېر وحشتناک خبر و، موږ ټول له دې خبرې نه وډار شولو» هیڅکله مه ورته وایی چې « دا څه د ډار خبره ده، مه ډاریږه» حتا که داسې ځای کې اوسی چې هیڅ ویره په کې نه وي بیا هم له ویرې انکار مه کوی، ځکه هغه واقعا ډار شوی دی او د هغه له ویرې ځان خبر کړی.

که چیرته کومه بده پېښه شوي وي، تاسو هڅه وکړی چې په دغه پېښه کې د ځینو افرادو مثبتو کړنو ته اشاره وکړی، لکه پولیس، ملي اردو، رضاکاران او بین المللي سازمانونو ته اشاره وکړی، چې لا هم انسانیت ژوندی دی او متضررو خلکو سره مرسته کوي، مثلا هغه کسانو ته اشاره وکړی چې ټپیانو ته وینه ورکوي، ستاسو ماشوم باید له دې ټولو بدو خبرونو تر څنګ بیا هم په انسانیت باور ولري.

د ماشوم د ویرې د کمولو لپاره فاصلې باندې ټینګار وکړی، ماشوم چې له کوم شي ډار شوی دی ورته ووایی چیرته چې ته ژوند کوي د پېښې له ځایه ډير لري دی. که فاصله هر څومره لري وي، خو تلویزون اوس دا پېښه ستاسو د کور خونې ته راوړې ده، ماشوم نه پوهیږي چې کندهار او ننګرهار څومره لري ځایونه دي، یا هم سوریه او لیبیا چیرته دي، تاسو کولای شي چې ورته ووایی دا ډېر لري ځای کې پېښه شوې ده.

پنځم، ممکناتو او احتمالاتو باندې ټینګار وکړی، زلمکیان تر یوه حده په انتزاعي او ذهني مفاهیمو پوهیږي، د ممکناتو او احتمالاتو په اړه درک لرلی شي. کیدای شي تروریستي عملیات په هغه ځای کې شوي وي چې تاسو په کې ژوند کوی، ورته ووایی چې دداسې پېښو امکان ډېر کم دی، که خبرونو کې اوری چې وژل شوي کسان ستاسو د ښار اوسیدونکي دي، ماشوم پوه کړی چې دا یوه نادره پېښه ده او هسې رسنیو غټه کړي ده.

شپږم، ماشومانو ته مو ووایی چې اکثریت انسانان ښه خلک دي، اکثریت خلک خشونت ردوي، ددې ټکي یادول ستاسو دماشوم ویره کموي. خشونت پلوه خلک د نړۍ ډېر کمه سلنه جوړوي. د نړۍ اکثریت خلک سوله خوښي دي او انسان سره مینه لري. که ماشوم فکر کوي چې اکثریت خلک خطرناک او بد دي دا غلط برداشت یې باید اصلاح شي.

که ماشوم درنه پوښتنه وکړي چې زموږ ښار رښتیا هم ډېر خطرناک دی، کیدای شي دلته هم بده پېښه وشي، تاسو ورته رډ ځواب مه ورکوی چې ووایی نه دا ځای خطرناک نه دی، هغه ته ووایی چې زرګونه پولیس او اردو شپه ورځ هڅه کوي زموږ د ښار او وطن امنیت ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...