کتاب او ماشومان ژباړه: احسان الله عابد

لومړۍ برخه –

په کم عمر کې کوچنيان څه ډول کتاب زده کولای شي، څه ډول يې ويلای او ليکلای شي؟

یوه ارجنټایني لیکوال ويلي دي:

“د انسان د ټولو اخترعاتو يواځينۍ وسيله د کتاب لوستل، ليکل، زده کول او د هغه سره ملګرتيا کول دي. زښت راز د کتاب په لوستلو او ذهني پياوړتيا کي دئ.

کتاب يوه داسي کړکۍ ده چې تاسې په خپل چاپېريال کې په موازي توګه روان ساتي، د خيالي پرواز کوچنيان د دې سبب شوي دي چې يوازي خيالي داستانونه تر خپلي ولکې لاندې راولي او زده کوي يې، له کوچني او کتاب تر منځ فاصله بايد راکمه شي، ځکه چې مطالعه کوچنی ځيرک او چالاک اموخته کوي”

کوچنيان له کتاب ويلو سره عادت کول د کوچني ژبه غني کوي او د اخلاقي خبرو اترو سره يې اشنا کوي. کوچنيان که د مطالعې سره عادت وي، د ژبي پر غني کېدو سربېره يې د ويلو او ليکلو له پلوه درست وي، همدا ليکل او او لوستل يې د ژوند په طلايي دوره کې د اهميت وړ ګرځي.

ي بايد د کتاب او کوچني ترمنځ وي، د داستاني کتابونو څخه نيولې تر درسي کتابونو پورې بايد تړاو ولري او ورته وويل شي.

دا چې ټول کتابونه د مطالعې وړ نه دي، نو ډېره مهمه ده چې مناسب کتابونه د ځای، سن او مرحلې پر اساس د کوچني له مفکورې سره يو ډول وي، او کوچنی يې په ښه ډول يادولای شي، بايد غوره شي.

له کتاب سره د کوچنيانو له پاره پنځه مهم ټکي:

  • کتاب بايد تصويري بڼه ولري، ترڅو په پرلپسې توګه د کم عمره کوچني سر پرې خلاص شي.
  • کوچنيان د کتاب ويلو ته مه مجبوره کوئ، بلکې داسې زمينه ورته برابره کړئ ترڅو هغوی په خپله کتاب ته اړ شي.
  • کوچنيان بايد د کتابخانې سره اشنا کړئ، څو هغه له خپل فکر سره سم کتاب ولټوي.
  • کوچنيانو ته اجازه ورکړئ چي په خپله خوښه کتاب انتخاب کړي او ويې لولي.
  • مشران بايد د کوچنيانو په ژبه داسې کتابونه ولټوي چې هغوی يې ليکلای، ويلای او زده کولای شي.

نور بيا….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...