د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

پوهندوی آصف بهاند

د ماشوم عاطفي وده او د کوچنیانو ادبیات

درویشتمه برخه

د قلموالو دنده ده چې د کوچنیانو ادبیانو له لارې په ماشوم او کوچني

کې د عاطفې د رامنځ ته کولو او روزلو مسآلې ته جدي پاملرنه وکړي.

په یوه ټولنه کې چې یو نه، بلکې څو نسلونه یې د جګړې په دایره کې زیږیدلي وي، له جګړې سره لوي شوي وي او له جګړې ور پاتې ستونزو سره ټول عمر لاس و ګریوان وي، په داسې ټولنه او داسې خلکو کې ادبیات، او بیا د کوچنیانو ادبیات ډیر دروند او لوی مسولیت لري.

په جنګي سیمو کې د ماشومانو زیږیدل، لویدل او ژوند کول، او د جګړې نه د را زیږیدلي سترس په دایره کې ژوند کول، د هغوی عاطفي ودې ته تاوان رسوي، داسې ستونزې ور ته پیښوي چې یا به ډیرې اوږدې درملنې ته اړ وي او یا به له کنتروله په وتلې بڼه د هغوی بیرته رغیدل نا ممکنه وي. له بده مرغه زموږ څو نسلونه په پر له پسې ډول د همدې جګړه ایز چاپیر یال په دایره کې زیږیدلي، لوی شوي او د همدې سترس سره یې یو ځای ژوند کړی دي، همدا دلیل دی چې د دوی ژوند له بیلابیلو داسې ستونزو ډک دی چې له مخې یې لرې کول یا ډیر ګران دي او یا بیخي نا ممکن دي، نودلته دی چې د ادبیاتو رول او وظیفه، په تیره د کوچنیانو د ادبیاتو رول له پیل نه تر پایه پورې ډیره درنه او له مسولیت نه ډکه وي.

له ماشومتوب نه باید د ماشوم ادبیات داسې د هغوی له پاره ولیکل شي چې عاطفه په کې وزیږوي، عاطفې ته وده ورکړي او له عاطفي ودې سره یې مرسته وکړي، څو ماشوم له عاطفې سره یو ځای لوی شي. کله چې ماشوم پرته له مینې او عاطفې لویږي، خامخا به یې راتلونکی ژوند له تاو تریخوالي سره یو ځای وي او کله چې د ټولنې اکثریت ماشومان پرته له عاطفې، له تاوتریخوالي سره لویږي، خامخا ټولنه ورنه متاثره کیږي، داسې متاثره چې نن سبا زموږ ټولنه متاثره شوي ده او «آبۍ، ټوله بۍ» ور نه جوړه ده.

د اوږدو جګړو په پایله کې زموږ د خلکو ذهنونه د جګړې له غږ، د جګړې له نوم، دجګړې او باروتو او سلاح له بوی نه داسې مالامال شوي دي چې د بل څه په باب د فکر کولو مجال یې ور نه اخیستی دی. عاطفه یا په کې ډیره ضعیفه ده او یا بیخي وژل شوې ده، د همدې له پاره ماشوم په خوب کې او آن په وُرني کې وژني. قاتل سره، ټولنې او په ټولنه کې منفي حاکمو قوانینو او دودونو ظلم او نا روا کړې ده چې له ده نه یې قاتل او منفي شخصیت جوړ کړی دی، دغه قاتل د همدې ناروا جګړې په دایره کې زیږیدلی، د جګړې له غږ او وحشت سره لوی شوی او ذهن و ضمیر یې له وحشت نه داسې ډک دی چې د عاطفې په نامه هیڅ شی نه پیژني او سل زر نورې رواني هغه ستونزې ور سره ملګرې دي چې د جګړې د سونامي زیږنده دي.

په ټول کې د ادبیاتو او په ځانګړي ډول د کوچنیانو د ادبیاتو دنده ده چې له پیل نه په ماشوم کې د خبرو، رنګونو او تورو له لارې، د عاطفي برخورد له لارې، عاطفه وزیږوي، په کې وې روزي او پرنږدي چې د ماشوم عاطفي وده له خنډ سره مخ شي.

په جنګي سیمو کې خامخا د ماشوم عاطفي وده تر منفي اغیز لاندې وي او زموږ د وطن ماشومان او کوچنیان دا څلویښت کاله کیږي چې په جنګي چاپیریال کې زیږي، لویږي او د همداسې ستونزو باران ورباندې اوري او هیڅوک هم نه شته چې دا باران ودروي.

د قلموالو دنده ده چې د کوچنیانو ادبیانو له لارې په ماشوم او کوچني کې د عاطفې د رامنځ ته کولو او روزلو مسآلې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتو د ماشوم د ملاتړ ادارې يونيسف نوې احصایې له مخې سږ کال په جنګي سیمو کې شپاړس میلیونه ماشومان زیږیدلي دي او زه ډاډه یم چې ډیره سلنه به یې د افغانستان په نامه یوه هیواد کې وې. په افغانستان کې د پلازمېنې په ګډون، هیڅ سیمه خوندي او پرته له جګړې نه شته. د یونیسف په دې ګزارش کې ټولې هغه نا خوالې چې یادې شوې دي، په افغان ماشومانو عملاً تطبیقیږي او له هغه نه هم لا زیات. زیات په دې چې په ټولنه کې پرته له جګړې، نورې محلي او دودیزې ستونزي هم شته چې له دې ستونزو سره په ملګرتیا کې، د افغان ماشوم د هر اړخیزې بر بادۍ له پاره زمینه برابرولای شي. لکه بیوزلي، ښوونې روزنې ته نه لاسرسی، دماشومانو او کوچنیانو څخه هر اړخیزه سواستفاده (جنسي تیری، جسمي کارونه ، جګړو او ځانمرګي ته تشویقول) حتی د ماشومتوب له ډیرو ابتدايي حقوقو نه محرومیت او … دا ټولې ستونزې د دې سبب شوي او کیږي چې له یو ماشوم له زدکړو لرې او له هغه نه یو منفي شخصیت جوړ کړي.

زه فکر کوم چې په لومړي سر کې د میندو پلرونو او بیا د ښوونکو(که وي) او بیا د هغو قلمووالو او فرهنګیانو چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره څه لیکي او څه تخلیقوي، وظیفه ډیره درنه او د پام وړ ده چې په خپلو برخورد، لیکنو او تخلیقاتو کې د ماشوم او کوچني هر اړخیزې رونې ته پام وساتي.

دا ډیره مهمه ده چې د ماشومانو میندي او پلرونه د سواد او پوهې خاوندان وي. که یو ماشوم له با سواده او تحصیل کړې مور نه پیدا کیږي، د هغه پالنې او ښوونې روزنې ته ښه پاملرنه کیږي، د مړینې او ضایع کیدو کچه په کې لږه وي.

دا خبره داسې مانا لري چې د میندو د زدکړو کچه په نیغه د ماشوم د ضایع کیدو یا پاتې کیدو، ښه یا خراب صحت، زدکړو او ښه یا بد راتلونکې سره مستقیمه اړیکه لري. که زموږ په ټولنه کې د یوه تیر نسل زدکړو ته جدي پاملرنه شوې وای، اوس به دا روانه غمیزه یا هیڅ نه وای او یا به په ډیره لږه اندازه موجوده وای. د دې خبرو اصلي موخه دا ده چې که موږ د اوسني نسل صحت، سواد او د زدکړو څومره والي او څرنګوالي ته پام وکړو، را روان نسل به مو له ډیرو بد مرغیو خلاص کړی وي او که یې د دې دودیز نا سم فورمول (روزي خدای ور رسوي، وزن یې مځکه اخلي) په چوکاټ کې په اټکلي ډول پریږدو، نو هره کورنۍ به ټولنې ته څوبیسواده، نا پوه، بیکار، غیر تولیدي او د اوږو بار غړي وړاندې کړې وي چې پایلې سره یې همدا اوس زموږ ټولنه لاس ګریوان ده.

د ماشومانو په باب د ملګرو ماتونو په ډیر تازه راپور کې داسې راغلي دي:

«له ماشومانو د ملګرو ملتو د ملاتړ اداره يونيسف وايي سږ کال په جنګي سيمو کې له ۱۶ ميليون زيات ماشومان زېږېدلي دي.

دغه اداره وايي د تېر کال په پرتله په دغو سيمو کې ۱۲۵ زره ډېر ماشومان نړۍ ته راغلي دي.

يونيسف خبرداری ورکړی چې پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې د دغو ماشومانو د مړينې خطر زيات دی.

د ملګرو ملتو دا اداره وايي هغه ماشومان چې ژوندي پاتي کېږي په جنګي سيمو کې به ځورونکی او له کړاوونو ډک ژوند ولري.

يونيسف زیاتوي دغه ماشومان به په ژوند کې د رواني فشار له امله د ډېر وخت لپاره د فکري ودې له ستونزې سره مخامخ وي.

له ماشومانو د ملاتړ دغې ادارې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د ماشومانو د ساتنې لپاره دې ډېر کار وکړي او د دوی پالنه دې خپل لومړيتوب وبولي.

يونيسف وايي دغه ډول وضعيت کولای شي ماشومان له ژونده نهيلي کړي»

http://www.bbc.com/pashto/world/2015/12/151217_as_unicef_children_war_zone

په افغانستان کې د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل د روزلو مسالې ته، هغسې چې ښايي پاملرنه نه ده شوې، نه د کورنیو له خوا، نه د دولت له لوري او نه هم د نړیوالې ټولنې له خوا، خو په میډیا کې کله نا کله د موضوع په ارزښت پوه خلکو له لوري د نوي نسل دروزلو په باب نظریات وړاندې شوې دي ستونزې په نښه شوي او د حل له پاره یې وړاندیزونه هم شوي دي.

د ساري په توګه به یې د یوې بیلګې یادونه وکړم:

یو ځلې مې د ګران دوست ښاغلي غفور لیوال په یاد داشتونو کې یو لنډ څه تر سترګو شول د نوي نسل د روزلو مهم والي ته په کې پام شوی و:

«دختیزې اروپا یو ښار مې کوت، چې د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال اتیا په سلو کې وران شوی و، زما کولتوري لارښود راته وویل :

چې ښار مو بیا رغاوه، نو له ښوونځیو مو پیل وکړ، ژوندي پاتې شوي خلک پر دې ګروهه وو، چې ددوی لپاره ژوند پای ته رسېدلی دی، خو ددوی هېواد، نوم، هویت، راتلونکی او معنویت به د دوی ماشومان ساتي او ژغوري.

همداسې وشول، اوس دا هېواد پوره ودان او پرمختللی و، ګڼو داسې متخصصینو یې په سرکار کې کار کاوه، چې تر نړیوالې جګړې وروسته په لومړنیو رغول شویو ښوونځیو کې یې زده کړې کړې وې.

موږ تر نړیوالې جګړې سختې او اوږدې جګړې ځپلی یو، هره ورځ وینې، ولږه او د جګړې دوام، ځکه هر ځل مو چې د ساه کاږلو شیبه موندلې؛ ښوونځي، پوهنځي، ښوونکي او زده کوونکي ته مو پام نه دی کړی، زموږ کړکېچ ځکه پای نه لري.

ولږه، وزګاري، جګړه او ناخوالې وزغمئ، خو خپل ماشومان وپوهوئ، ویې روزئ، چې بیا دوی ستاسو هېواد، نوم، هویت او معنویت در وژغوري، جګړې پای ته ورسوي او لمسي مو له ژور جهالته یو پر بل وسله ونه چلوي.»

https://www.facebook.com/abdulghafoor.liwal?fref=nf

دغه نا مقدسه جګړه چې دا څو لسیزې په بیلابیلو نومونو زموږ په وطن او خلکو تپل شوې ده او د بدمرغۍ پور به یې دا نسل او څو نور نسلونه هم ادا نه شي کړای، د همدغې جګړې په اړو دوړ کې داسې وختونه هم راغلي او تیر شوي چې نه یوازې د نوي نسل روزلو، ښونکي، ښوونځي او زده کونکي ته پام نه دی شوي، بلکې د ښوونځي ورانول سوځول، په بمونو باندې د زده کونکو الوزول او د ښوونکو حلالول په یوه منل شوي دود باندې بدل شوي وو او د ثواب د ګټولو یو لار ګڼل کیده.

ماشوم او نوي نسل ته نه پاملرنه او له هغوی سره هر اړخیزه جفا داسې منفي پایلې لري، چې اوس یې زموږ ټولنه، هیواد او خلک په اور کې سوځي. ماشوم ته د نه پام نتیجه ده چې په نړۍ کې هر منفي لست چې خپریږي، افغانستان په کې یا لومړی ځای لري او یا دویم:
ــ د نړۍ تر ټولو په اداري فساد ککړ هیواد،
ــ د نړۍ تر ټولو بده حکومتولي،

ــ د مخدراتو په تولید او قاچاق کې لومړی او قهرمان،

ــ افغانستان د آسیا تر ټولو وروسته پاتې هیواد،

ــ او …  

دا داسې نه ده چې څوک یا کوم هیواد عمداً دا کار کوي او د افغانستان نوم په بدو لستونو کې لومړی یا دویم لیکي، د دې اصلي دلیل په افغانستان کې د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل روزلو ته نه پام، د ټولنې د منفي دودیزو قوانینو په سیوري کې ژوند کول او له ځان نه د خیالي شیانو قهرمان جوړول، هغه شیان چې بود او نبود یې موږ ته، زموږ ټولنې ته، زموږ خلکو ته او زموږ وږي نس ته هیڅ هم په لاس نه ورکوي. لکه: پنځه زره کلن تاریخ، افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، موږ شوروي تجزیه کړ، موږ د برلین دیوال ونړاوه او …

له بده مرغه تر نن پورې هم زموږ د ټولنې ډیره سلنه خلک د همدې مفتو خبرو په خامو تارونو سره تړل شوي، د خپلو بچو او نوي نسل روزلو او زدکړو ته پام نه کوي چې د هیواد نوم مو د هر خراب، بد او منفي لست په سر کې لیکلی وي.

سره له دې چې په دې ورستیو کلونو کې د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل د روزلو له پاره نظري او یو څه هم عملي کارونه پیل شوي دي، خو زه فکر کوم چې د موضوع د مهم والي په پرتله دا هم په نشت حساب دي. دولت د خیر پر غونډۍ له ستونزو نه د راشنې شوې ونې سیوري ته ناست دی، دا یو څه سلنه هڅې چې کیږي دا هم د اشخاصو او افرادو په شخصي مصرف او هڅو تر سره کیږي.

څه د پاسه دوه کاله مخکې مې د «نوی نسل، مطالعه ستونزې او نوې هیلې»

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_nawy_nasel_motala.pdf

     تر سر لیک لاندې د یوې مقالې په ترڅ کې د نوي نسل د روزلو په موخه د نورو خبرو تر څنګ لیکلي وو چې د نوي نسل روزلو ته د پام مسآله نه زړیږي او نه باید له پامه و غورځول شي. څو توري یې داد دي:  

دغه بحث نه زوړدی اونه هم زړیږي.د ژوند د هرې پاڼې له بدلیدو سره بدلیږي او نوی کیږي؛ځکه زه نه وایم چې د دغوخبرو په پای کې، بلکې وایم چې داوسني بحث او د اوسنیوخبرو د ښه پای له پاره به د لا هڅونې په خاطر د کنفوسیوس دا نه زړیدونکې خبره را واخلم:

«که یوکلن ثمرغواړئ غنم وکرئ،

که د دوه کلن ثمرهیله لرئ،ونه کینوئ،

که موسل کلن ثمرپه کار وي، خلک وروزئ

 

د درویشتمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...