که ماشومان او لویان لږ اوبه وڅښي، څه کېږي؟

اوبه د لویانو او کوچیناینو لپاره یو شان مهمې دي. د اوبو څښاک پر دې سربېره چې له تندې سره تړاو لري، تر یوه حده له عادت سره هم ارتباط لري. له همدې کبله ځیني لږ او ځیني ډېرې اوبه څښي.

  • که چېرې په کافي اندازه اوبه و نه څښئ، عصبي او غوسه‌ناکې به شئ او په ډېرو نورو ستونزو به هم اخته شئ.
  • د اوبو نه څښل مو خفه او ستړې کوي، وینه مو له اندازې ډېره کلکوي او همدارنګه په بدن کې مو ځینې فعالیتونه کار پرېږدي.
  • خوله به مو تل وچه وي. که چېرې مو خوله سریښ او نښتی حالت ولري، پوه شئ چې اوبو ته اړتیا لرئ. اوبه څښل کولای شي ستاسې د خولې اوبلن غدوات تحریک کړي او خوله به مو تازه وي.
  • وجود هم اوبو ته ډېره اړتیا لري، ځکه بدن د مضره موادو د دفع کولو په خاطر دغه اوبه د خولو په شکل له وجوده باسي. که اوبه و نه څښئ، خولې هم نه کوئ او اضافي مضره مواد مو په وجود کې پاتې کېږي چې دا کار مو روغتیا ته تاوان رسوي.
  • که اوبه و نه څښئ، تل به د تندې احساس کوئ. څومره چې اوبو ته اړتیا لرئ، هغومره اوبه وڅښئ.
  • که چېرې اوبه و نه څښئ، سترګې به مو وچې وي. په داسې حالت کې ستاسې د سترګو مجرا وچېږي چې سترګې مو پړسېږي یا هم سرې کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...