ماشوم مې خبره نه مني/ اناهیتا روهي

په مکتب کې ځینې داسې ماشومان راسره دي چې زموږ په اصطلاح په نري غږ نه پوهېږي. تر موږ زیات د دوی میندې له دوی سره ستونزې لري. د دې میندو سره مې د بحث لپاره ځيني ټکي له خپلې تجربې او ځينې مې د مور او ماشوم له مجلې څخه یادداښت کړي.

کېدای شي ځینو کسانو ته ګټور تمام شي. د ماشومانو په اړه اورو چې وايي فلانی ماشوم ډېرسپین سترګی دی. یا یې میندې شکایت کوي چې ماشوم مې خبرې ته غوږ نه ږدي او سپین سترګي کوي.

ریښتیا هم ډېره دردناکه وي کله چې اولاد ته غږ وکړې او هغوی داسې وښیي چې ما خو هېڅ نه دي اورېدلي. ته بیا بیا غږ ورته کوه او دوی دې د غږ په وړاندې بې تفاوته لکه په غوږو چې درانه وي. داسې وخت کې نو پر اعصابو کنترول ګران شي. له یوې خوا د مور غږ لوړېږي او له بلې خوا د ماشوم بې تفاوتي زیاتېږي. د داسې حالت پایله جوته ده چې په څه ختمېږي. راځئ چې د ماشومانو دې حالت ته له یوې بلې زاویې وګورو.

د دې پر ځای چې غوسه شو، هڅه وکړو چې په خپلو اعصابو او احساساتو کنترول زده کړو. لومړی دا په ځان ومنو چې ماشوم مې نور په ما پورې ځان تړلی نه ګڼي. دی خپلواکه شوی او اوس یې په ځان کې د دې وړتیا موندلې ده چې ځینې پرېکړې په خپله وکړي.

نو ځکه مې خبره نه مني او دا د خبرو نه منلو ته د سپین سترګۍ د نوم پر ځای د ودې د یوې دورې نوم ورکړو. داسې یوه دوره چې راتلل یې د هر ماشوم په ژوند کې حتمي دي او دا پړاو د مور او ماشوم د دواړو لپاره امتحاني دوره وبولو. ماشوم په دې دوره کې ځان ته غوښتنې لري. خوښه او نا خوښه یې زموږ له ذوق سره توپیر کوي.

دوی په دې نه پوهېږي چې زه باید ولې په هره خبره کې د مور هو یا نه ومنم او هره خبره یې تعقیب کړم. ځکه چې دوی له یوې بلې زاویې هر څه ته ګوري. نو څرګنده ده چې خبرې تودېږي. د خبرو اهنګ بدلېږي. په الفاظو کې تندي راځي او ډېر ځله په لاس پورته کولو ختميږي. په داسې حال کې چې ډېری ماشومان اصلا په دې نه پوهېږي چې مور مې ولې غوسه ده؟ دا حالت د مور لپاره ستونزمن دی. خو تر موره زیات د ماشوم لپاره ځکه چې ماشومان په دې پړاو کې دوه عادتونه همزمان زده کوي.

یو دا چې په خپل وجود کې خپلواکي روزي او بل دا چې مور ته غوږ ونیسي. دلته د مور دنده ده چې حوصله وکړي او ماشوم له تندو او تېزو الفاظو څخه لرې وساتي. یو څو ټکي دي چې منل او عملي کول یې له موږ سره مرسته کولای شي.

ـ هڅه وکړئ چې ماشوم درک کړئ. که څوک له موږ سره په تنده لهجه خبرې وکړي او په امرانه انداز ووايي چې دا کار همدا اوس پرېږده او دا کار چې زه درته ښیم دا وکړه نو موږ به هم غوسه شو. ماشوم ته د کار د ترسره کولو لپاره وخت ورکوئ او دلیل یې هم ورته روښانه کوئ. مثلآ ماشوم په لوبو لګیا دی. تاسو ورته وایاست چې لږ وروسته ډوډۍ تیارېږي تر هغه دې د لوبو شیان خوندي کړه چې بیا ډوډۍ سړېږي.

ـ که چېرې غوسه وای نو هڅه وکړئ چې ژوره ساه وباسئ او په ارامۍ له ماشوم سره وغږېږئ. دا مه هېروئ چې ماشوم ستاسو عادتونه کاپي کوي. که تاسو ته په لوړ اواز غږېدا عیب نه ښکاري نو ماشوم ته ولې غوسه کېږئ چې غږ دې ټیټ کړه. ـ ماشوم مو وهڅوئ. د کار ستاینه یې وکړئ. په تېره بیا هغه مهال چې له تاسو سره یې مرسته کړې وي. ستاینه او هڅول ماشوم په رواني لحاظ هم په ځان متکي کوي.

د ستاینو او هڅولو نتیجه له ښکنځلو او غوسې څخه ډېره اغېزناکه ثابته شوې ده. ـ له ماشوم سره د دوی د پوهې سره سم خبرې وکړئ. له درې شیانو څخه زیات کارونه په یو وار مه ورته یادوئ. ځکه د ماشوم ذهن یې د یاد ساتلو توان نه لري. ماشوم ته مو کار واضح ښیئ چې څه وکړي.

داسې مه ورته وایاست چې کوټه دې ټوله کړه. په کوټه کې یو شی نه وي چې ماشوم یې ټول کړي. که مو مطلب د لوبو له سامانه وي، نو غوره دا ده چې ورته ووایاست د لوبو څیزونه دې ټول خوندي کړه. ـ دې ته مو پام شوی چې ماشوم مو د خوښې لوبو او نورو بوختیاو ته څومره وخت ورکوي؟

تاسو ورسره څومره همکاري کړې او څومره لېوالتیا مو ښودلې ده؟ ـ کله چې مو ماشوم خبره رد کوي، هڅه وکړئ چې دلیل یې ومومی. کېدای شي دی به په خپلو لوبو کې دومره ژور تللی وي چې ستاسو شتون او غږ به یې اصلا نه وي حس کړی. کېدای شي ذهن به یې دومره ستړی وي چې د بل کار د ترسره کولو او حتی ستاسو د غږ د اورېدو توان او حوصله به نه لري. دا هم ممکنه ده چې د اورېدو ستونزه ولري. ـ کله مو خپلو خبرو ته پام شوی چې څو وارې مو د خپل ماشوم غوښتنه رد کړي.

یا مو څو وارې د یو کار د ترسره کولو منع کړی او نه مو ورته ویلي دي؟ که داسې وي نو هڅه وکړئ چې د نه لپاره معادلې کلمې په داسې انداز په جملو کې وکاروئ چې ماشوم ته قانع کوونکي وي. ـ ماشوم ورځ تر بلې خپلواکه کېږي. غواړي خپلې پرېکړې په خپله وکړي.

دوی نوي تجربې کوي. دا زده کوي چې ځینې کارونه په زړه پورې وي او ځینې یې نه. دا ستاسو دنده ده چې دا ضمینه ورته مساعده کړئ چې ځینې پرېکړې دی وکړي او ځینې تاسو.

ـ که مو کله ماشوم خبره نه مني نو تاسو مه خپه کېږئ. ماشوم د ودې یوې نوې دورې ته ورننوځي. په دې دوره کې دوی په ځان بسیا کېدنه زده کوي. لېکن بیا هم په ډېرو شیانو کې تاسو ته درځي او له تاسو پوښتنه کوي. ډېر کله د ماشومانو دا حالت اوږده موده وخت نیسي. نو غوره دا ده چې د خبرو د نه منلو له وجهې مو په مهربانۍ کې کمی رانشي.

ـ یو بل شي ته هم باید توجه وکړو کله چې د مور او ماشوم تر منځ خبرې کښته او پورته کېږي، نو باید خبرې مو ارامه لېکن قاطع وي. ماشوم باید د مور خبره جدي ونیسي نه بابیزه. ـ کومه پرېکړه مو چې له ماشوم سره کړې ده په هغې باندې قاطع عمل کوئ. له خپلې خبرې مه اوړئ.

دا مو ماشوم ته د دې ضمینه مساعده وي چې چل او ول درسره وکړي. مثلا که د کوم ناوړه عمل لپاره ورته وایاست چې تر دوو ورځو لپاره په دې موټرک د لوبو اجازه نه لرې. نو باید دا خبره عملي کړی چې پرېکړه مو ثابته پاتې شي.

لېکن دا مه کوئ چې ماشوم مو یو ښه کار کوي او تاسو یې پر ځای ورته وایاست چې دا کار دې ښه و اوس نو ورشه او موټرک دې بېرته راواخله. ښه کار په خپل ځای باید وستایل شي. لېکن مثبت او منفي کار باید له یو بل سره تړاو ونه لري چې د پرېکړې اهمیت مو راکم کړي. ـ کله چې ماشوم په لوبو بوخت وي، ډېرې غوښتنې مه ترې کوئ. دا تمه مه کوئ چې ستاسو هره وړه او لویه خبره باید ځای پر ځای ومني ځکه چې تاسو ویلي دي.

1 comment

  1. Sultan sarferaz Reply

    سلام ډيره مننه ډېر ګټور او په زړه پوري معلومات وه ، زه د درې ماشومانو پلار يم او د ښونکي په هيث دنده لرم ډېر کتابونه مي د ماشومد روزني په اړه لوستي ستاو معلومات ډېر دقيق و. د ټولو څخه ښه او ګټوره خبره داوه چي دا معلومات په پښتو ژبه ول، ځكه زمونږ د پښتانه د ماشومانو په پالنه او روزنه کې تر نور ډيرې ستونزي لرې
    په درناوي
    سلطان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...