وړوکی کلاوس او لوی کلاوس/ ژباړن: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستیان اندرسن

(Lille Claus og stor Claus)

دریمه برخه

واړه کلاوس له ځان سره و ویل:«څه بد او خطرناکه سړی دی، غوښتل یې ما و وژني، که نیا مړه نه وای، هغه به ده وژلې وای.»

د هغې ورځې په سبا، سهار وختي، واړه کلاوس د خپلې نیا د یکشنبې د ورځې نوې او ښې جامې خپلې نیا ته ور واغوستې، بیا یې د ګاونډي آس وغوښت، ګاډۍ یې ور پسې وتړله او خپله مړه نیا یې د ګاډۍ په شاتني سیټ کې، په ناستې داسې وتړله چې د ګاډۍ د حرکت په وخت کې له ګاډۍ نه و نه لویږي، بیا یې د ځنګله په لوري حرکت وکړ. څنګه چې له لمر خاته سره سم یوې مسافر خانې ته ورسید، نو له ځان سره یې و ویل:«ښه به وي چې همدلته ودریږم او څه شی وخورم.»

دلته ښه لویه مسافر خانه وه او خاوند یې هم ښه شتمن او مهربانه سړی و، خو داسې تند خویه انسان و، لکه په وینه او ځان کې یې چې د مرچو او تنباکو تُندي ګډه وي. د مسافر خانې خاوند واړه کلاوس ته و ویل:«سهار په خیر، په دې شنه سهار کې مو څه ښه کالي اغوستي دي.»

واړه کلاوس په ځواب کې ور ته و ویل:«زه مې له زړې نیا سره د ښار خوا ته ځم، هغه په ګاډۍ کې ناسته ده، ومې نه شوای کړای چې هغه دلته د ننه راولم، کولای شې چې د لږې سلنې یو ګیلاس شراب ور ته ور وړې، خو لږ لوړ غږ پرې وکړه چې د هغې غوږونه درانده دي.»

د مسافر خانې څښتن و ویل:«هو، کولای شم.»

د مسافر خانې څښتن یو غټ ګیلاس مشروب واچول او مړې نیا ته یې ور وړل او له درناوي سره یې په لوړ غږ و ویل:«مهرباني وکړئ، دا ستاسو د زوی له خوا یو ګیلاس مشروب.»

خو مړه ښځه غلې ناسته وه او هیڅ یې هم و نه ویل. د مسافر خانې څښتن بیا و ویل:«تاسو نه اورئ؟ مهرباني وکړئ، مشروب ستاسو د زوی له خوا!»

هغه څو کولای شول په لوړ غږ یې بیا هماغه توري ور ته تکرار کړل، خو زړه ښځه کراره ناسته وه او مخامخ یې سترګې ګنډلې وې. په پای کې د مسافر خانې د څښتن حوصله خلاصه شوه او د شرابو ګیلاس یې مخ ته ور وشینده. بیچاره ښځه چې له پزې نه یې د شرابو څاڅکي لاندې څڅیدل، شا خوا ته ولویده، دا ځکه چې واړه کلاوس هغه ټینګه نه وه تړلې.

واړه کلاوس د مسافر خانې له وره نه پرې چیغه کړه:«څه دې وکړل؟ ولې دې زما نیا و وژله؟»

له دروازې نه یې را خیز کړل او د مسافر خانې د څښتن یخن یې ټینګ ونیو او ور ته وې ویل:«د تندي ټپ ته یې و ګوره!»

د مسافر خانې څښتن نارې کړې:« اوه! دا څه بد مرغي ده.»

لاسونه یې سره ومروړل او واړه کلاوس ته یې و ویل:«دا ټول زما د بد چلن او تند خوی په خاطر وشول! ګرانه وړوکیه کلاوسه! زه به تا ته یوه ډکه پیمانه سکې درکړم او نیا به دې لکه خپله نیا په درناوي سره خښه کړم، خو ته د دې پیښې په باب پټه خوله ونیسه، که ته څه و وايې، خلک به له ما سره ډیر بد چلن وکړي او له ما نه به بیزاره شي، دا موضوع ما ته ډیره مهمه ده.»

په دې ډول وړوکي کلاوس یوه بله پیمانه سکې هم تر لاسه کړې او د مسافر خانې څښتن هماغسې چې ویلي وو، نیا داسې ور ته خښه کړه، لکه خپله نیا یې چې وي.

وړوکی کلاوس کور ته له رسیدو سره سم، یو هلک د لوی کلاوس کور ته ور ولیږه چې د هغه د پیسو پیمانه په امانت ورنه راوړي.

لوی کلاوس څنګه چې د وړوکي کلاوس زوی ولید، چیغې یې کړې:«څه شی دي؟ هغه خو ما نه ده وژلې! زه باید خپله وګورم چې څه پیښ دي او د پیسو پیمانه په لاس د واړه کلاوس کور ته ورغی.»

کله یې چې هلته دومره ډیرې پیسې ولیدې، له حیرانتیا نه یې سترګې بوټې را و وتې او وې پوښتل:«دا دومره پیسې دې له کومه کړې؟»

دا زما خپلې نه دي، دا زما د نیا دي چې تا و وژله، ما هم د هغې مړی په یوه ډکه پیمانه پیسو باندې خرڅ کړ.»

لوی کلاوس و ویل:«تا ښې پیسې تر لاسه کړې دي!»

په بیړې سره د کور پر لور وخوځید، کور کې یې تبر را واخیست او په بیړه یې خپله زړه نیا و وژله، بیا یې د هغې خوارکوټې مړی په ګاډۍ کې کیښود او د ښار پر لوري وخوځید. کله چې ښار ته ورسید، په بیړه یې د درملتون د کارونکي د اوسیدلو ځای پیدا کړ او ورته وې ویل چې غواړي یو مړی په پیسو واخلي.

دارو پلورونکي پوښتنه ځینې وکړه:«مړی څوک دی او له کوم ځای نه دې پیدا کړ؟»

لوی کلاوس ور ته و ویل:«دا زما نیا ده! ما هغه د دې له پاره و وژله چې مړی یې په یوه پیمانه پیسو خرڅ کړم.»

دارو پلورونکي و ویل:«خدای دې موږ وساتي! ته پوهیږې چې څه وايې، که دې بیا دغسې و ویل، ځان به برباد کړې.»

بیا یې ور ته وویل چې انسان وژنه هغه لوی جُرم دی چې د ډیرو نا ولو انسانانو په لاس تر سره کیدای شي او جزا یې هم ډیره سخته ده. لوی کلاوس سخت وډار شو، له درملتون نه یې په یوه منډه ځان خپلې ګاډۍ ته ورساوه او آسونه يې چار نال د کور په لوري وخوځول. هیڅ چا څه ور ته و نه ویل، پرې یې ښوده چې په خپله مخه ولاړ شي، ځکه ټولو فکر کاوه چې دی لیونی شوی دی.

لوی کلاوس چې له ښار نه د کور پر لوري روان و، له ځان سره یې ویل:«ته یې باید ځواب و وایې، ته باید تاوان ورکړې وړوکیه کلاوسه.»

کله چې خپل کور ته ورسید، همدا خبرې یې بیا تکرار کړې او یو لویه بوجۍ یې له ځان سره واخیسته او د واړه کلاوس په لوري ورغی. کله چې یې سترګې ور باندې ولګیدې، ور ته وې ویل:«تا بیا په ما ریشخند و واهه، لومړی مې آسونه او بیا مې خپله نیا و وژله، دا ټول ستا له لاسه، دا ستا ګناه ده. نور نه شې کولای پر ما ریشخند و وهې!» بیا یې وړوکی کلاوس را ونیو او په بوجۍ کې یې واچاوه، بوجۍ یې په اوږه کړه او په لوړ غږ یې ور ته و ویل:«دا دی ځم چې په رود کې دې واچوم چې ‌ډوب شې!»

له کور نه تر روده پورې اوږده لاره وه، د لارې په اوږدو کې بوجۍ ور باندې درنده شوه. رود ته د تللو لار د کلیسا له اړخه تیره شوې وه، لوی کلاوس د کلیسا د ځانګړي ساز غږ او د خلکو آواز چې ساز سره یې سندرې ویلې، واورید. له ځان سره یې و ویل مخکې له دې چې وړاندې ولاړ شم، ښه به وي چې په ډاډه زړه یو دوه مذهبي سندرې واورم، ټول خلک په کلیسا کې دي، هسې هم وړوکی کلاوس له بوجۍ څخه وتلی نه شي. نو یې بوجۍ د کلیسا د دروازې په څنګ کې کیښوده او خپله کلیسا ته ننوت.

واړه کلاوس د ننه په بوجۍ کې له یو آه سره و ویل:«آخ زه خوارکوټی! آخ زه خوارکوټی!» هر څومره یې چې ځان وښوراوه را وښوراوه، وې نه شو کړای چې د بوجۍ تړلې خوله خلاصه کړي. په همدې شیبه کې له هغه ځای نه یو سپین ږیری پاده وان لکړه په لاس له خپلې پادې سره تیریده.‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ یوه غوا د واړه کلاوس په بوجۍ ولګیده او بوجۍ په بل مخ شوه.

واړه کلاوس نارې کړې:« آخ زه خوارکوټی! زه خو ډیر ځوان یم، مګر باید جنت ته ولاړ شم.»

زاړه پاده وان و ویل:«ما بیچاره و ګوره، زه یو بوډا سړی یم، خو نه شم کولای چې جنت ته ولاړ شم.»

واړه کلاوس نارې کړې:«بوجۍ خلاصه کړه او زما پر ځای بوجۍ ته را ننوزه، بیا نو مخامخ جنت ته ځې!»

پاده وان و ویل:«دا خو سمه خبره ده، زه هم همداسې غواړم.»

هغه د بوجۍ خوله خلاصه کړه، وړوکی کلاوس په بیړه را و وت، پاده وان بوجۍ ته د ور ننوتو په وخت کې و ویل:«زما پادې ته دې پام وي.» واړه کلاوس هو و ویل او د بوجۍ خوله یې کلکه وتړله، باده یې مخ کې واچوله او وخوځید.

شیبه وروسته لوی کلاوس له کلیسا را ووت، نو یې بوجۍ پر اوږه کړه. که ګوري چې بوجۍ له پخوا نه سپکه ده، هک حیران شو. څنګه چې زوړ پاده وان د واړه کلاوس په نیمايي وزن درلود، نو له ځان سره یې و ویل:«اوس د دې بوجۍ وړل څومره آسانه دي، د یوې مذهبي سندرې اوریدلو مې روحیه څومره پیاوړې کړه.»

لوی کلاوس نیغ د سیند په لوري ورغی. رود ژور او ښه لوی و. بوجۍ یې له زاړه پاده وان سره اوبو ته و غورځوله، هغه فکر کاوه چې وړوکی کلاوس په بوجۍ کې دی او په اوبو کې ډوبیږي، نو ور پسې یې نارې کړې:«ته نور په ما ریشخند نه شې وهلی!»

ایسته کور ته روان شو. کور ته روان و چې په څلور لارې کې یې وړوکی کلاوس له پادې سره ولید، په حیرانتیا سره یې چغې کړې:«څه، څه شی! ته مې نه یې ډوب کړی؟»

واړه کلاوس ور ته و ویل:«ولې نه، تا لږ شیبه مخکې دریاب ته و غورځولم.»

لوی کلاوس وپوښتیده:«بیا نو دا لویه پاده تا له کومه کړه؟»

واړه کلاوس ور ته و ویل:«زه به ټوله کیسه در ته وکړم. دا د سیند پاده ده، لومړی خو زه باید له تا نه مننه وکړم چې زه دې ډوب کړم، ګوره اوس زه لوړ شوم، زما وضعه څومره ښه ده، سم شته من شوم. کله دې چې له پله نه لاندې غورځولم، زه سخت ډار شوی وم. کله چې سړو اوبو ته ولویدم، باد مې په غوږ کې شکیلي غږول، زه د سیند لاندنۍ برخې ته ورسیدم، خو ژوبل نه شوم، ځکه چې په تر ټولو پستو او ښکلو وښو ور ولویدلم. بیا نو د بوجۍ خوله د سمندر یوې تر ټولو ښکلې ښاپیرۍ خلاصه کړه. د هغې ټولې جامې سپینې وې، خو پر سر یې یو شین تاج ایښی و. هغې زما لاس په لاس کې نیولی و او پوښتنه یې را نه وکړه:٬٬ ته وړوکی کلاوس نه یې؟،، کله چې ما د هو په دود سر وښوراوه، را ته وې ویل:٬٬ دلته د غواوو یوه پاده ده، چې ستا خپله ده او یو میل پاس، د واټ پر سر، یوه بله لویه همداسې پاده چې ما درکړه، هم ستا په انتظار ده.،،

زه فکر کوم، څوک چې تر اوبو لاندې ژوند کوي، ویالې او سیندونه داسې دي لکه واټونه چې د تګ را تګ په خاطر له هغو نه استفاده کوي. هغوی له خپلو کورونو نه لرې، تر سمندرونو لاندې، ویالې او سیندونه تعقیبوي، تر څو داسې ځای ته ورسیږي چې ډیر ژور نه وي. تر اوبو لاندې په ژورو ځایونو کې ښایسته ګلان او ډیر تازه واښه شنه کیږي. کله چې دې پر سر د پاسه ماهیان تیریږي را تیریږي، سړی یې داسې انګیري لکه چې په آسمان کې مرغان الوزي، خلک یې ډیر مهربانه او څاروي یې ښه آباد او چاق دي.»

لوی کلاوس پوښتنه ځینې وکړه:«نو بیا د څه له پاره بیرته د مځکې مخ ته راغلې؟ که زه ستا پر ځای وای، داسې ښکلی ځای به مې نه و پرې ایښی.»

واړه کلاوس ور ته و ویل:«ښه! زه چې یم ډیر هوښیار یم. ما تا ته و ویل چې د سمندر ښاپیرۍ ما ته و ویل چې پاس د لارې په اړخ کې د غواوو بله پاده ما ته ولاړه ده. د لارې له اړخ نه مقصد د دریاب څنګ ته ځای و او زه هیله لرم چې هغه پاده و ګورم. ته پوهیږې چې دریاب څنګه سره تاویږي را تاویږي او چټک روان وي، په داسې حال کې چې لار د مځکې پر مخ سمه نیغه وي. د همدې له پاره ما فکر وکړ چې که د دریاب پر ځای پر مځکې باندې له واټ نه استفاده وکړم، ژر به ورسیږم او یو څه لار به مې هم لنډه کړې وي.»

لوی کلاوس ور ته و ویل:«ته یو نیکمرغه سړی یې، څه فکر کوې: که زه دریاب ته وغورځول شم، ما ته به هم کومه پاده راکړل شي؟»

واړه کلاوس ور ته و ویل:«بلې، زه خو وایم چې و، خو څنګه چې ته ډیر دروند یې، زه دې نه شم جګولای، که ته کومه بوجۍ پیدا کړې او خپله ور ننوزې، نو زه به دې بیا په خوشالتیا سره اوبو ته ور وغورځوم.»

لوی کلاوس و ویل:«تا نه مننه کوم، خو که لاندې مې کومه پاده تر لاسه نه شوه، کله چې بیرته راغلم داسې به دې وډبوم چې په خیال کې دې هم نه وي ګرځیدلي.»

کله چې دواړه د رود پر خوا روان وو، واړه کلاوس ور ته و ویل: اوه، نه! داسې خطر ناکه مه اوسه!»

کله چې ابو ته نږدې شول، څارویو له تندې نه د اوبو پر خوا منډې کړې. واړه کلاوس و ویل:«ګوره څنګه هڅه کوي سیند ته ځانونه ورسوي، هغوی غواړي تر اوبو لاندې بیا خپل کور ته ولاړ شي.»

لوی کلاوس نارې کړې:«هغوی څه کوې، ما سره مرسته وکړه، که نه همدا اوس به دې وډبوم!»

یوه لویه بوجۍ، چې د یوه غوايي پر شا پرته وه، را وايې خیسته، د پله سر ته ورغی او بیا یې و ویل:«یوه لویه تیږه راوړه او له ما سره یې په بوجۍ کې کیږده چې ښه په اوبو کې ښکته ولاړ شم.»

واړه کلاوس ور ته و ویل:«د هغه په باب فکر مه کوه!»

واړه کلاوس یوه غټه تیږه پیدا کړه او په بوجۍ کې یې له لوی کلاوس سره کیښوده او څومره یې چې کولای شول د بوجۍ خوله یې کلکه وتړله او بیا یې بوجۍ د پله له سره دریاب ته وِر وغورځوله.

لوی کلاوس دریاب ته ور ولوید او نیغ د اوبو ښکتنۍ برخې ته ولاړ.

واړه کلاوس و ویل:«ډاریږم چې هغه به خپله پاده پیدا نه شي کړای!»

او بیا خپل هست او بود سره د کور پر لوري وخوځید.

پای

منبع:

H.C.Andersen Eventyr,1,fra s.23_48,Odnsa,Denmark,1994.

——————————–

د لیکوال نورې لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...