په خبرو کې کې د ماشومانو د ستونزې علت؟ ډاکتر زغم

د ودې ځنډېدل

که چېرې ماشوم په ټاکلي وخت کې د ودې پړاوونه ونه وهي ويل کېږې چې وده يې ځنډېدلې ده. وده ممکن په يو يا څو ډګرونو کې وځنډېږي. حرکي مهارتونه، ارتباطي او ژبني مهارتونه، پر ځان د بسيا کېدنې مهارتونه او اجتماعي مهارتونه د ودې بېلابېل ډګرونه دي.

حرکي مهارتونه دوه ډوله دي: د لویو غړو حرکي مهارتونه لکه کېناستل، خاپوړې کول، په پښو کېدل. او د کوچنیو عضلاتو حرکتونه لکه په ګوتو باندې د شیانو پورته کول.

ارتباطي او ژبني مهارتونه: دا د پوهېدلو او پوهولو مهارتونه دي. یعنې ماشوم د ودې په بهیر کې لومړی د نورو پر خبرو د ځان پوهول زده کوي او بیا د خپلو فکرونو د څرګندولو لپاره خبرې کول، اشارې او اکټونه زده کوي. ماشوم کرار کرار پوهېږي چې د مور یا پلار تریو تندی د غوسې مانا لري او دی له یوه کاره منع کوي.

پر ځان بسيا کېدل هغه مهارتونه دي چې ماشوم خپل کالي پخپله واغوندي، خوراک پخپله وکړي، تشناب ته پخپله لاړ شي او داسې نور.

اجتماعي مهارتونه:

ماشوم کرار کرار له نورو سره د رابطې د ټينګولو وړتیا مومي، دا زده کوي چې څنګه د بل سترګو ته وګوري، ورته وخاندي، لاس ورته وخوځوي او ورسره لوبې وکړي.

دا باید په یاد ولرو چې ټول ماشومان یو خېل نه دي. یو ماشوم ممکن تر نورو همزولو ژر خاپوړې وکړي، ژر په پښو شي، خو په ژبه کې به پڅ وي او ممکن بل همزولی يې په حرکي مهارتونو کې سست وي، خو د وخته يې ((مم))، ((بۍ))، ((مور)) او داسې نورې اسانې کلمې زده کړي وي. مهمه دا ده چې ماشوم په ټولو برخو کې پرمختګ وکړي او وده يې جوته وي. که په یوه برخه کې چټکه وده وکړي او په بله کې نسبتاً ورو، پروا نه کوي.

اکثره ماشومان معمولاً په درېیمه او څلورمه مياشت کې لږ لږ ځان څکوي چې مثلاً خپله شرنګونه واخلي، په نهمه میاشت کې اکثر ماشومان په دې شرط درېدلی شي چې پر یوه شي باندې لاس تکیه کړي، په همدې عمر کې ماشوم د شیانو پر دوام خبرېږي، که فرضاً نانځکه يې له مخې ایسته کړې او د بالښت تر شا يې پټه کړې، نو دا پوهېږي چې نانځکه شته (البته تر دې کم عمره ماشوم ګومان کوي هغه شی چې دی يې وینې شته او چې دی یې نه شي لیدی هغه نشته)

د ودې ځنډېدل ممکن طبي علتونه ولري لکه تر وخت د مخه زېږېدل، ځینې ارثي (جینیټک) ستونزې، شدیدې ناروغۍ او فزیکي زیانونه.

د ژبنۍ ودې ځنډېدل ممکن په دې علت رامنځته شي چې ماشوم د اورېدلو ستونزه ولري یا په ستوني، حنجره، پزه یا خوله کې کوم تکلیف ولري. کله کله د عصبي سیسټم ناروغۍ هم د ژبني مهارتونو په وده کې ځنډ راولي.

د ژبې په زده کړه کې معمولاً دغه پړاوونه لیدل کېږي:

۱۲-۱۸ میاشتینی عمر:

په یو کلنۍ کې اکثر ماشومان پینځه مانا دارې کلمې استعمالوي. بیا چې د ۱۴ میاشتو شي د کلمو شمېر یې اوو ته رسېږي. البته دا رښتيانۍ کلمې نه وي بلکې داسې غږونه وي چې یوازې ماشوم او د شا وخوا کسان يې پرې پوهېږي مثلاً ډوډۍ ته ((مم))، خوږ ته ((بۍ)) تشناب ته ((تتۍ)) وايي. په دې عمر کې معمولاً ماشومان له خبرو سره ځینې حرکتونه هم کوي چې خپل مطلب بیان کړي مثلاً کله چې غواړې په غېږ کې يې ونیسې لاسونه پورته نيسي، که غواړي چې د باندې یې وباسې د وره خوا ته لاس غځوي، د ((مم)) له ویلو سره ممکن لاس خولې ته یوسې.

په ۱۶ میاشت کې ماشومان ځینې ناغږن (consonant) غږونه زده کوي لکه ((د، ت، ن، و)) البته ممکن دغه توري په کلماتو کې استعمال نه کړي خو له ځان سره به یې تکراروي.

۱۹-۲۴ میاشتینی عمر: په دې عمر کې ممکن ماشوم شاوخوا د ۲۰۰ کلمو پر معنا وپوهېږي خو پخپله به ۵۰-۷۵ کلمې په منظمه توګه استعمالوي. په دې کې به اکثر کلمې د هغو شیانو نومونه وي چې ماشوم یې په خپل شاوخوا کې ويني لکه پیاله، ناوکۍ، کاشوغه او داسې نور. په دې منګ کې ماشومان معمولاً په ورځ کې لس نوې کلمې زده کولی شي او لنډې جملې هم ويلی شي لکه ((ما واخله))، ((اوبه راکه)). ماشوم چې د دوو کلونو شي د دريو کلمو جملې ویلی شي او ځینو ګرامري نزاکتونو ته یې پام کېږي مثلاً د ((زه)) او ((ما)) پر توپير پوهېږي.

۲۵-۳۰ میاشتنی عمر: ماشوم چې د دوو او درېو کلونو تر منځ وي د دې تر څنګ چې د کلماتو شمېر یې ۳۰۰ ته پورته کېږي او شاوخوا پر ۹۰۰ کلمو پوهېږي، د خپل غږ د ټون (tone) په تنظیمولو هم بریالی کېږي. په اول سر کې ماشوم نه پوهېږي چې خپل غږ څومره اوچت کړي، ممکن د عادي غږېدا پر ځای چیغې ووهي یا که پوښتنه ځنې وکړې ممکن د پسېدلو په بڼه ځواب درکړي خو وروسته پوهېږي چې خپل غږ څنګه برابر کړي. ماشوم باید په دې عمر کې ستاسو ساده پوښتنو ته ځواب وویل شي خو که د ځواب پر ځای هر ځل ستا پوښتنه تکراروي کېدای شي د اوټیزم (autism) په ناروغۍ اخته وي او بايد ډاکتر ته يې بوځې. اوټيزم داسې ناروغي ده چې ماشوم په ځان کې ډوب وي، د نورو په باب فکر نه شي کولی، که دی وږی وي ګومان کوي ټول وږي دي، که دی خوشاله وي ګومان کوي ټول خلک خوښ دي.

۳۱-۳۶ میاشتنی عمر: ماشوم چې د درېو کالو شو، کولی شي منظمه محاوره وکړي، د خپل اواز ټون برابر کړي او پوهېږي چې له هر چا سره د هغه د عمر او موقف سره سم خبرې وکړي. مثلاً ممکن خپل همزولي ته ووايي: ((زه مم خورم)) خو لوی سړي ته ممکن همدا خبره داسې وکړي: ((زه ډوډۍ خورم)). اوس نو بايد د کورنۍ له غړو پرته نور خلک هم د ماشوم پر خبرو وپوهېږي او دی باید د نورو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

په ژبنۍ وده کې د کورنۍ رول:

موږ او تاسې چې په لويينه کې غواړو بله ژبه زده کړو نو څومره راته ګرانه وي؟ ماشوم د ژبې د زده کړې اوچت استعداد لري، خو د لویانو مرسته دغه چاره ورته سوکه کوي. کورنۍ باید ماشومانو ته د محاورې ښه محیط برابر کړي. هغه کارونه چې کورنۍ يې باید وکړي دا دي:

خبرې کول: څېړنو ښودلې ده چې هغه ماشومان چې مور و پلار ورسره په کوچنيوالي کې ډېر غږېدلي دي، تر نورو ماشومانو لوړه IQ يا ذهني قوت لري او د لغاتو ذخیره يې هم لویه وي. مور و پلار باید ماشوم ته شيان وښيي او نومونه يې ياد کړي. مثلاً خپلې يا د ماشوم پزې ته ګوته ونيسي او ووايي ((پزه))، دوی چې هر کار کوي ماشوم ته ووايي. مثلاً کله چې چای څښي نو ودې وايي: ((زه چای څښم)) له ماشوم څخه باید پوښتنې وکړي: ((توپ دې چېرته دی؟))، ((پزه دې کومه ده؟))، ((بابا چېرته لاړ؟)) ماشوم ته د سندرو ویل هم خورا ګټور دي.

د کتابونو لوستل: ماشومانو ته د کیسو لوستل دا ګټه لري چې نوې کلمې ورزده کوي، د جمله بندۍ پر چل يې پوهوي او د کیسو پر بهیر يې خبروي چې کیسې څنګه مخته ځي. د کیسو د لوستلو پر وخت باید له ماشومه پوښتنې هم وکړئ مثلاً ځنې وپوښتئ چې: ((په دې کیسه کې موږک څنګه له پیشو نه ځان خلاص کړ؟)) که د کیسو کتابونه درسره نه وي کولی شئ پخپله کیسې جوړې کړې. مثلاً که په جنترۍ کې یو عکس وینئ، د هماغه عکس په باب يو څو خبرې د کیسې په بڼه وکړي یا د ماشوم د لوبکيو په اړه له ځانه کیسه جوړه کړئ مثلاً: ((دغه موټر د يو شهزاده و. شهزاده به ورسره لوبې کولې، موټر ورباندې ډېر ګران و، ښه یې ساته. هغه چې لوی شو، مکتب ته لاړ، سبقونه به يې ويل، د رسم په کتابچه کې به یې هره ورځ د خپل موټر رسمونه کښل. بيا نور هم لوی شو، درسونه یې زیات شول. دی پوه شو چې نور نو له موټر سره لوبې نه شي کولی نو موټر يې تا ته راولېږه، ځکه چې ته هم کوچنی شهزاده يې.))

د ماشوم خبرو ته غوږ نیول: که د ماشوم خبرو ته غوږ ونیسئ او په غور سره يې واورئ، هغه به لا ډېرې خبرې وکړي او په دې توګه به یې ژبني مهارتونه ښه شي. دا کار بله ګټه هم لري، په ماشوم کې پر ځان باندې باور زیاتوي، دی ستا مينه محسوسوي او له اروايي پلوه سم روزل کېږي.

څنګه پوه شو چې ماشوم مو په ژبه کې ستونزه لري؟

۱۲-۱۸ میاشتنی ماشوم:

که په یوه کلنۍ کې ماشوم ونه غونځېږي يا په ۱۵ میاشتنۍ کې یوه کلمه هم نه وايي، یا یې پر خبرو نه پوهېږئ، نو پوه شئ چې د مکالمې ستونزه لري.

۱۹-۲۴ میاشتنی ماشوم:

که په دې عمر کې ماشوم په ندرت سره د خبرو هڅه کوي، په کلمو کې ناغږن توري نه وايي مثلاً د ((شیدې)) پر ځای وايي ((ییې))، که یوازې یوه یوه کلمه وايي او د کلمو ترکیب نه استعمالوي او کله چې ته يې پر خبرو نه پوهېږې، دی پرې د بې وسۍ احساس نه کوي، نو هغه نارمل نه دی.

۲۵-۳۶ میاشتنی ماشوم:

که ماشوم لا هم ناغږن توري نه شي ویلی، که د هغو شیانو نومونه نه شي یادولی چې هره ورځ یې ویني، که د دوو او درېیو کلمو ترکیبونه نه شي استعمالولی، او که په درې کلنۍ کې نور خلک د هغه پر خبرو نه پوهېږي، نو د ودې ستونزه به لري.

په یادو حالتونو کې باید ماشوم ډاکتر ته ورولئ.

د خبرې کولو ځينې عام پرابلمونه:

ناسم تلفظ: اکثر ماشومان د دوه کلنۍ په عمر کې د تلفظ ستونزه لري مثلاً د ((ف)) او ((ش)) غږونه سره بدلوي، د ((فرید)) پر ځای ((شرید)) وايي. یا ((س)) او ((ش)) سره بدلوي لکه ((شر)) د ((سر)) پر ځای. دغه ماشومان دوه څنګ پر څنګ ناغږن توري نه شي ادا کولی مثلاً د ((چای څښم)) پر ځای وايي ((چای ښم)) دغه ناسم تلفظونه ان تر ۷ کلنۍ پورې معمول دي خو باید وار په وار سره اصلاح شي او په درې کلنۍ کې باید د هغه خبرې د پوهېدا وړ وي.

نا روان غږېدل: په دوه کلنۍ کې ماشوم نه شي کولی چې روانې خبرې وکړي، هغه د خپلې مفکورې د بیان لپاره مبارزه کوي چې يوه جمله پیدا کړي او ويې وايي. دا معمول پرابلم دی او هر کله چې ته يې پر خبرې پوه نه شې هغه بې وسه ښکاري. همدغه احساس هغه اړ باسي چې لا ډېره هڅه وکړي او ژبه زده کړي.

تړتړیتوب: تړتړیتوب د ماشومانو لپاره نارمل دی، اکثر ماشومان دغه دوره تېروي. په حقیقت کې دوی تړتړي نه وي بلکې د کلمې لومړۍ څپه يا ټوله کلمه تکراروي. دا هغه وخت وي چې ماشوم د خپلو مفکورو په بیان کې چټکه وده کوي (د دوه کلنۍ عمر) په دې وخت کې د ماشوم ماغزه د بیان لپاره ډېر څه لري خو کلمې ورته کمې وي. کله کله ماشوم دومره هیجاني، خپه یا ستړی وي چې د خپلې مفکورې د بیان لپاره په اسانۍ سره کلمې نه شي موندلی. که چېرې د ماشوم تړتړیتوب لا پسې خرابېږي او د خبرو پر مهال خپلې ژامې ټینګوي یا خوله کږوي، نو هغه ډاکتر ته بوځئ.

apraxia: د خبرو لپاره حنجره، ستونی، پزه، ژبه، شونډې او د مخ عضلات فعالیت کوي. ژبه پخپله هم عضله ده. دغه ټول غړي د مرکزي اعصابو (ماغزو) له لوري کنټرولېږي. که چېرې ماغزه هغه عضلاتو ته سمه قومانده ورنه کړي چې د غږونو په تلفظ کې مرسته کوي نو سړی هماغه غږونه نه شي ادا کولی. هغه ماشومان چې apraxia لري واول یا غږن توري یو د بل پر ځای استعمالوي، مشکل غږونه پرېږدي او پر ځای يې اسانه غږونه کاروي.

دغه پرابلمونه څنګه سره حل کړو؟

ناسم تلفظ: ماشوم هماغه څه وایي چې اوري يې. که ماشوم ناسم تلفظ لري، تاسې ورسره ډېر وغږېږئ، کله چې یوه کلمه ناسمه ادا کوي، تاسې يې بیا بیا سمه بڼه ورته ووايئ. البته ډېر ټینګار په کار نه دی، ماشوم باید ونه رټئ.

روانې خبرې: که ماشوم نه شي کولی خپله مفکوره په سمه روانه توګه څرګنده کړي تاسې هماغه خبرې ورته په روانه بڼه وکړئ، هغه به ستاسو په پېښې روانې خبرې زده کړي. مثلاً که ماشوم خپل بوټونه غواړي او وايي: ((مورې، ته بوټونه، زما بوټونه)) تاسې ورته ووایئ: ((مورې، زما بوټونه راکه)) همدا جمله بیا ورته تکرار کړئ. ممکن ماشوم هم بېرته همدغه جمله ووايي او که ويې نه ویله نو بل ځل به یې سمه وايي.

تړتړیتوب: په نرم او ارام اواز سره ماشوم سره خبرې وکړئ، د هغه خبره په نرمۍ سره ورغبرګه کړئ. سترګو ته يې وګورې، وموسېږې او په مهربانۍ سره یې غلطۍ وراصلاح کړئ البته پرته له دې چې ورته ووايئ: ((ته غلط وایې)) یوازې د هغه د خبرو سمه بڼه ورته تکرار کړئ.

apraxia : له دې ماشومانو سره ډېرې خبرې کول ګټور دي. هغه سندرې او شعرونه چې کلمې او غږونه په کې ډېر تکرارېږي، ماشوم ته ووايئ. له خبرو سره اشارې کول هم ماشوم سره مرسته کوي چې خپلې مفکورې سمې څرګندې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...