د ګوتې ځبېښل ماشوم ته تاوان لري؟ / ډاکتر محب زغم

اکثره ماشومان تر درې یا څلور کلنۍ پورې پخپله دا کار پرېږدي، ځینې یې تر شپږ کلنۍ پورې ګوته ځبېښي او یو نیم تر ځوانۍ پورې دا عادت ساتي. تر شپږ کلنۍ پورې د ګوتې ځبېښل ډېر د اندېښنې وړ نه دي خو وروسته باید ورته اندېښنه وکړو ځکه چې په دې عمر کې دایمي غاښونه راووځي. البته دا هم مهمه ده چې ماشوم ګوته په نرمۍ او په کراره ځبېښي که نه په شدت سره. د ګوتې ټینګ ټینګ ځبېښل ډېر تاوان کوي.

د ګوتې ځبېښل دغه تاوانونه لرلی شي:

  • غاښونه کږوي، تالو خرابوي او د خولې شکل ممکن خراب کړي.
  • میکروبونه خولې او د خولې له لارې معدې او وینې ته لېږدوي، خصوصاً زموږ په ټولنه کې چې نظافت ته پوره توجه نه کېږي نو دا خطر لا زیات وي. که ماشوم ګوته وځبېښي ممکن ژر ژر اسهال شي او په ستوني یې درد شي.
  • څومره چې ماشوم د ډېرې مودې لپاره ګوته وځبېښي هماغومره په سختۍ سره یې پرېښودلی شي ځکه چې دا ورته لکه عمل ګرځي.

څه وکړو چې ماشوم ګوته ونه ځبېښي؟

پورته مو وویل چې معمولاً څلور حالتونه ماشوم دې ته مجبوروي چې ګوته وځبېښي. که له دې حالتونو څخه مخنیوی وکړو نو تر ډېره حده به ماشوم له دې بد عادته ژغورلی شو. دا به هم په یاد ساتئ چې د ګوتې ځبېښل ماشوم ته د خوندیتوب او آرامۍ احساس ورکوي نو که غواړئ چې دا کار ونه کړي بدیل یې ورته پیدا کړئ مثلاً که ماشوم د تلویزیون د کتلو په وخت ګوته ځبېښي نو یو توپ په لاس کې ورکړئ چې لاسونه یې ورسره بوخت شي. واړه ماشومان چې وږي شي ګوته ځبېښي، ورزده یې کړئ چې د لوږې په وخت درنه خواړه وغواړي. دا مهمه ده چې ماشوم کله او ولې ګوته ځبېښي.

 د معمولو څلورو حالتونو چاره داسې کولی شو:

  • کله چې ماشوم وزګار یا یوازې پاتې شي نو تاسې ورسره لوبه وکړي یا داسې یوه لوبه ورته پیدا کړئ چې دی پوره بوخت وساتي. مثلاً د جنجال لوبه چې له وړو ټوټو څخه مختلف شکلونه او شیان جوړېږي.
  • د ماشوم په مخ کې له یو بل سره لانجه مه کوئ. نن سبا په ځینو تلویزیونونو کې ترکي سریالونه خپرېږي، ما همدغه شی ځنې زده کړ. په دې سریالونو کې لویان چې څومره هم خواشیني، په غوسه یا خپه وي له ماشومانو سره په مینه چلند کوي. دوی د ماشومانو په مخ کې له چا سره بحث نه کوي. ترکیه پرمختللی ملک دی، وګړي یې پوهېږي چې له ماشوم سره باید څرنګه چلند وکړي او دا باید موږ هم ځنې زده کړو. که یو ماشوم ګناه کړی وي نو د نورو په مخ کې یې مه رټئ. که ماشوم خپه یا په غوسه دی، پرېږدئ چې وژاړي او خپله غوسه سړه کړي. هغه ته وخت ورکړئ چې خپل زړه درته تش کړي او خبرې وکړي.
  • ماشومانو ته د ویدېدلو وخت منظم کړی، هره شپه یې په هماغه ټاکلي وخت څملوئ. د ویدولو لپاره ورته کیسه ووایئ. غوره خو دا ده چې څو پورې خوب نه وي وړی، د هغوی په څنګ کې پاتې شئ.
  • د خوندیتوب احساس ورته ورکړئ: ماشوم وپوهوئ چې هر نوی شی بد نه دی بلکې ډېر نوي شیان ښه شیان دي. که یې ګناه کړې وي نو داسې ورسره چلند وکړئ چې په ډاډه زړه تاسو ته درشي او ونه وېرېږي.

ځینې کسان د ماشومانو په ګوتو باندې مرچ یا نور ترخه شیان وهي یا یې لاسونه په دسمال باندې تړي چې ګوتې ونه ځبېښي. دا کارونه نا سم دي. که ماشوم د دې کار په خاطر ورټې نو ممکن له بده هم بدتر شي. ځینې میندې پلرونه وايي که ماشوم ته د ګوتې د نه ځبېښلو سندره جوړه او ورزده یې کړې نو دا به هم ګټه وکړي، مثلاً: ګوته نه ځبېښمه زه، لوبو ته ورځمه زه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...