د ماشومانو لپاره پینځه مناسبې جملې/ ژباړه : نعیمي غني

۱- ته په خپله پریکړه وکړه: دوه ماشومان په یوه کوټه کې لوبې کوي. د هغوی شور ماشور تاسو ډیر په عذاب کړي یاست،او د باندې له کوټې یې چیغې راوځي نو په داسې حال کې تر ټولو ښه خبره دا ده چې ماشومانو ته مو ووایئ( ماشومانو تاسو خپله پریکړه وکړئ چې په آرامی سره به لوبې کوئ، یا به له کوټې نه د باندې راوځئ) که وروسته له پینځو دقیقو د هغوی چیغې په کرار نه شوې نو ورشئ او ورته ووایئ: سمه ده تاسو خپله پریکړه وکړه چې له کوټې نه بیرون راوځئ. دا ساده جمله تاسو له یوه منفي نقش نه لرې ساتي ځکه ماشومان فکر کوي چې دا د دوی خپله پریکړه وه چې دوی یې له لوبو نه راوګرځول. او ماشوم خپل ځان د خپل عمل مسئول احساسوي.

۲- ته په ما ګران یې خو ستا دا کار مې نه خوښیږي: که غواړی چې ماشوم ته کوم لفظ ورزده کړئ نو ښه او بد کار هغوی ته مشخص کړئ! هغه ته ووایئ: چې موږ ښه او بد کارونه لرو، نه ښه اوبد ماشوم. د قوانینو له وضع کولو څخه موخه د مناسب رفتار زده کړه ده نه د ماشوم رټل. په پاس جمله کې که څه هم تاسو د ماشوم په غلط کار باندې اعتراض کوئ خو خپله مینه له هغه نه سپموئ.

۳- زه ستا احساس درک کوم: کله چې ماشوم په غوسه دی داسې خبرې کوي چې د نورو پام خپلو احساساتو ته ورواړوي د بیلګه په ډول وایي (ته مې بد ایسې) یا (ته ډير بده یې) خو یوازې پاسنې یا دې ته ورته بله مناسبه جمله کولی شي د ماشوم ټول ذهن ډک کړي. تاسو کولی شی په داسې خبرو کولو سره دا زمینه برابره کړئ تر څو هغه هم یوه مناسبه جمله په خوله راوړي. او د بد احساس په زغملو کې له هغه سره مرسته کوئ.

۴- له تانه غواړم چې له ماسره مرسته وکړې: که مو ماشوم داسې کار کوي چې ستاسو د ځوریدلو سبب ګرځي. هغه ته ووایئ چې تاسو ستونزه لرئ. د بیلګې په توګه هغه ته ووایئ:( د تلویزون جګ غږ زما سر په درد کوي) او له هغه نه غوښتنه وکړئ چې د دې ستونزې په حل کې درسره مرسته وکړي. دلته ماشوم ځان ستاسو خواخوږی ښيي د لویوالي او مسوولیت احساس کوي او دا خپله دنده ګني چې داسې کار ونه کړي چې تاسو ته ستونزه پیدا کړي. که ستاسو خوشحالی ته لږ هم اهمیت ورکوي نو خپل بد رفتار پریږدي.

۵- عدالت دا دی چې هر څوک چې هر څه ته ضرورت لري هغه ورته واخستل شي: بیلابیل خلک بیلابیل خواص او غوښتنې لري ډير وخت ماشومان خپلو میندو او پلرونو ته وایي( ته عدالت نه مراعت کوې. یا زه دومره نه یم درباندې ګران لکه خور یا ورور مې) دا خبرې هغه وخت کیږي چې ماشوم یو داسې څه غواړي چې د هغه بل خور یا ورور ته اخیستل شوي وي. په داسې وخت کې لازمه ده چې خپل ماشوم ته وروښیو چې (عدالت دا دی چې هر څوک چې هر څه ته ضرورت لري باید هغه شی ورته واخیستل شي. که ته ګرم جاکت ته اړتیا لرې نو خور دې بوټانو ته اړتیا لري، او هر چا ته به یې له اړتیا سره سم څه اخیستل کیږي او همدا عدالت او انصاف دی، که خبره داسې نه وي، آیا کله چې دې خور د غوږ د خوږو لپاره دوا خوري نو ته هم ورسره یو ځای دوا وخورې؟).

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...