له ماشوم سره مینه، خو څومره؟ / اناهیتا روهي

له ځینوسپین سرو ښځو مې دا خبره اوریدلې وه، چې ویل به یې « څومره چې په اولادو زړه خورئ، هماغومره به ورته ځوریږئ. که یې ازاد پرېږدی نو خدای به یې ډېر ښه ستر کړي.» ځینو خو به یې دا پوښتنه هم پسې وکړه، چې د چرګې چرګوړي په کوټنۍ کې بند ښه لویږي که بهر په ډیران کې ازاد؟

دا خبره سمه ده، چې ماشوم ډېر څه له چاپېریاله زده کوي. خو د مور او پلار روزنه تر چاپېریاله هم ډېره مهمه ده. موږ ډېر عادتونه په ماشوم ورتپو او ورته وایو چې دا عادت دې له کومه زده کړی؟ خو که د ماشوم په عادتونو غور وکړو، د هر عادت زده کړه د مور اوپلار له روزنې او د دوی له عادتونو څخه منشا اخلي.

دلته به د ځینو میندو او پلرونو په هغه عادتونو خبرې وکړو، چې پایلې یې په ماشومانو کې، د ښوونځي د شاملیدو پر وخت رابرسېره کېږي. د ماشومانو ارواپوهان دا ډول میندې او پلرونه په درېیو برخو ویشي.

یو هغه میندې او پلرونه دي، چې د اولاد لوییدو ته یې بېړه وي. دوی د ماشومانو پل اخیستل، خبرې کول، وړکتون ته تګ، ښوونځي ته شاملیدل او ان تر لوړو زده کړو پورې یې تلوسه وي، چې اوس به څه وخت دا مرحله رارسیږي او څه وخت به ختمیږي. دا ډول کورنۍ په دې اند دي، چې ژر ځان له مسوولیته خلاص کړي. او ژر په دې وتوانیږي، چې اولاد یې په خپلو پښو ودریږي. دا چې دوی تر ډېره بریده مسوولیت په ماشومانو وراچولی وي نو ماشومان یې هم د دوی له تمې سره سم په ځان متکي او باوري رالویږي. ښوونځي ته له تګ سره سم د ښوونځي په چاپېریال کې تطابق کوي. او ځانونه هوسا ګني.

ځینې بیا هغه میندې او پلرونه دي، چې کله یې ماشوم تګ پیل کړي، نو دوی ته داسې یو احساس پیدا شي، چې اولاد مې را لوییږي، له ما به ورو ورو لرې کېږي او زما مرستې ته به اړتیا نه لري. دوی ته ځان یوازې ښکاري. نو د دې لپاره چې اولاد له ځانه چاپېره وساتي، له اولاد سره تل د یو وړوکي ماشوم په څېر چلند کوي. اولاد ته دا احساس نه ورکوي، چې ګني هغه رالوی شوی دی. لیکن دغه ډول میندې او پلرونه دې ته پام نه کوي، چې له کوره بهر نړۍ بل ډول ده. ماشوم باید په ځان باوري او متکي رالوی شي. هغه مهال چې دوی د لومړي ځل لپاره وړکتون او یا هم د ښوونځي انګړ ته ننوځي نو د ویرې او ډار احساس ورسره وي. ځینې خو یې حتی په مور او پلار ورنښتي وي او ژاړي. د دا ډول ماشومانو زړه، په ټولګي کې هم په اسانه نه لګېږي. او د درس زده کول خو ورته یوه لویه غمیزه ښکاري.

بل هغه میندې او پلرونه دي، چې نه غواړي د خپل اولاد په اړه یوه خبره هم له چا سره شریکه کړي. دوی هر څه له ځان سره ساتي. اولاد تر ډېره بریده د خپل نظر لاندې نیسي. له دوی سره دا ویره وي، چې ګني اولاد یې څوک ترې نیسي. او یا یې هم ترې پټوي. کله چې د دوی ماشومان ښوونځي ته ځي، نو د ماشوم په پرتله ویره او اضطراب په دوی کې ډېر وي، دوی ګومان کوي، چې ښوونځی او ښوونکی د دوی ماشومان له دوی څخه اخلي. د دې ډول کورنیو ماشومان ډېر بې زړه، ډارن او ډېر وخت په ذهني لحاظ لالهانده وي.

مور و پلار

مور و پلار

که د دا ډول عادتونو په اړه فکر وکړو، نو ټول احساسات عادي او انساني دي. هره مور او هر پلار له خپل اولاد سره مینه لري. لیکن که دا مینه له خپل عادي حالت څخه واوړي نو خامخا به ستونزې راولاړې کړي. دا خبره به هم ومنو، چې مور، پلار او اولاد پر یو او بل حق لري. مګر د یو او بل ملکیت نه ګڼل کېږي. په تېره بیا ماشومان چې د پېدایښت له اولې ورځې څخه یو بیل انسان وي. یو داسې انسان، چې ځان ته کرکټر او د ژوند په هره برخه کې ځانګړي حقوق لري. د ماشوم لوییدل او د هغوی هره نوې زده کړه د مور او پلار د ویاړ او خوشحالۍ سبب کېږي. لیکن دا خوشحالي باید ددې باعث ونه ګرځي، چې ماشوم دې ته مجبور کړي، چې ځان ورته د یو چا پر ځای د یو(شي) په څېر ښکاره شي.

هغه میندې او پلرونه چې له خپل اولاد سره تل د ماشوم په څېر چلند کوي، د هغوی یو عادت دا وي، چې د لوبو پر وخت ډېری د لوبو سامان له ماشومانو څخه اخلي. له دوی سره دا ویره وي، چې ګني اولاد مې په دې بازیچه ځان غوڅ نه کړي. په داسې حال کې چې لوبې د ماشوم حق دی. له بلې خوا ماشوم د لوبو پر وخت دا زده کوي، چې د لوبو له سامان سره څه ډول چلند وکړي.

ماشوم د لوبوپه اوږدو کې د راتلونکي لپاره چمتو کېږي. مور او پلار نه شي کولای، چې په ښوونځي کې د ماشوم لپاره په خپله خوښه ښوونکی، ټولګیوال او یا هم ټولګی وټاکي. دا به د میندو او پلرونو تېروتنه وي که چېرې ماشومان په خپله قبضه کې وساتي. دا د ماشوم حق دی، چې له خپل طبیعي کرکټر سره سم وده وکړي.

که چېرې یو ماشوم په هغه شان چې لازمه ده ازاد پريښودل شي، نو د ژوند لومړني شپږ کاله يې په ذهني لحاظ دې ته چمتو کوي، چې پرته له مور او پلار څخه په ټولګي کې کیني او د ښوونکي خبرو ته غوږ ونیسي. ښوونځی هم د هغې بازیچې په شان دی، چې کېدای شي ماشوم پې خوږ شي. لیکن بهتره به دا وي، چې تر خوږیدو د مخه یې له هغه سره د لوبو په چل بلد کړو.

ښوونځي کې هم بېلابېل زده کوونکي او ښوونکي وي. د دوی کرکټر هم د کورنۍ له غړو سره متفاوته وي. که میندې اوپلرونه خپل اولادونه په ځان پورې کلک ونیسي، نو ایا دوی به هره ورځ د اولادونو ښوونځي بدلوي؟ او یا به یې د بازیچې په څېر له لاسه ترې رانیسي، چې پې خوږ نشي؟

که چېرې موږ ماشوم ازاد پرېږدو نو دا په دې معنی نه ده، چې ګني موږ خپل اولاد سره مینه نه کوو او یا دا چې دوی به له موږ څخه مخ واړوي. بلکې دا دې لپاره چې دوی په خپل ځان باور پیدا کړي. په چاپیریال کې د ځان لپاره ځای ومومي او وکړای شي، چې پرته د بل له مرستې د خپلو ستونزو لپاره د حل لار ومومي او په ټولنه کې ځان په خپلو پښو ودروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...