ایا ماشوم مو خواشینی دی؟/ ژباړن: حمیدالله حمیدي

له بده مرغه ډېری کسان داسې فکر کوي، چې یوازې لویان خوشیني کېږي او ماشومان هېڅکله هم له دې ډول پېښو سره نه مخ کېږي، خو څېړنو ښودلې ده، چې ۲ سلنه ماشومان هم خواشیني وي او په دې ستونزه اخته دي. خواشیني په ماشومانو کې بېلا بېل لاملونه لري، لکه په مخدره موادو د پلار او مور روږدي کېدل، له موره او پلاره لرې کېدل او یا هم په کور کې د نوي ماشوم زېږدل او یا هم ډیر ماشومان ښوونځي ته له تلو سره چندان مینه نه لري او غواړي تل په کور کې پاتې شي، ځکه دوی ډیر په خپل مور او پلار پورې تړلي وي او هېڅکله هم نه غواړي له خپل مور او پلار څخه لرې پاتې شي، دې ته ورته ډیر نور څه هم شته چې کولای شي ماشومان خواشیني کړي .

ډېری ماشومان له خپل ځانه داسې کړنې نه ښایي، چې موږ وتوانیږو هغه څه، چې دوی یې خواشیني کړي دي په اسانۍ سره وپېژنو، همدا لامل دی، چې مور او پلار په دې نه پوهېږي، چې له خپلو ماشومانو سره څه ډول چلند وکړي، تر څو له خواشینۍ را وګرځي، کله کله د دې لپاره، چې خفګان یې لرې کړي داسې څه تر سره کوي، چې وضعیت لا خراب کړي. په دې لیکنه کې در سره ځینې هغه لارې چارې شریکوو، چې څه ډول کولای شئ له خپلو خواشینو ماشومانو سره مرسته وکړئ او روحي حالت یې خپل اصلی هغه ته راولئ.

لومړی ټکی: د خپلو ماشومانو احساساتو ته پوره پاملرنه وکړئ

ډیری مور او پلار په دې باور دي، چې د دوی دنده یوازې دونیا ته د اولادونو راوړل دي او له هغه وروسته ورته ورځني اړین توکي برابرول! نو همدا لامل دی، چې ډیر یې د خپلو ماشومان له له احساسه بې خبره دي؛ دوی په دې نه پوهېږي، چې موشومان یې څه غواړي، له څه شي سره زیاته مینه لري او له څه شي زړه توري دي. که مو وغوښتل، چې ماشومان خپلې خوښې ته خوشي کړئ نو پوه شئ، چې سمه لاره مو نه ده غوره کړې.

دویم ټکی: د خپګان په وخت کې باید ځانګړی چلند وکړئ:

که موږ له خپلو ماشومانوسره د هغوی د اضطراب او خفګان په وخت کې د مور او پلار په څېر چلند وکړو، کېدای شي دا کړنه مو د دې سبب شي، چې اوضاع نوره هم خرابه شي او د دوی دغه خفګان دوه چنده شي.

درېیم ټکی: د ماشومانو لاسته رواړنې مو جدي ونیسئ:

کله مو، چې ماشوم کوم کار تر سره کوي، هغه که هر څمره کوچني او بې مانا وي باید ورته احترام وکړي او اهمیت ورکړئ. ماشومان اړتیا لر، چې خبرو ته یې غوږ کېږدو، کېدای شي د دوی خبرې موږ ته بې مانا وي خو د ماشومانو لپاره یې خپلې خبرې یوه رنګینه دنیا ده.

څلورم ټکی: ماشوم مو مه تنبه کوئ

د ماشومانو د خفګان یو ستر لامل تنبه کول دی، چې ډير وخت میندې او پلرونه دغه کړنه تر سره کوي، په یاد ولرئ، چې ماشومان ډیر حساسه او زیانمنه کېدونکې روحیه لري. دا خبره سمه نه ده، چې ډېری خلک یې کوي، ماشومان هېڅ کله هم بې له تنبه څخه خپلې لارې ته نه راځي؛ خو تنبه هم بیا په خپل مناسب ځای کې او مناسبه اندازه.

پنځم ټکی: له ماشومانو سره باید نرم چلند وکړئ

خواشیني ماشومان ډیره کله بېلا بېلې کړنې له ځانه ښکاره کوي، چې هغه هېڅ کله هم د وړاند وېینې وړ نه وي او هر وخت ورته بدلون ورکوي. کله د سردرد او کله د نس د درد په پلمه ښوونځي ته له تلو څخه انکار کوي. له همدې کبله اروا پوهان د دې ډول ماشومانو مو او پلار ته لار ښوونه کوي، چې مور او پلار باید د ماشومانو له رفتار سره یو شان چلند ونه کړي، ځکه په دې ډول کړنو سره ماشومان بیا خپل مور او پلار د خپلو کړونو تر کنټرول لاندې را ولي.

شپږم ټکی: مخ بېلګې ( الګو ) ته باید پام وکړئ

که مو ماشومان له څپله ځانه داسې کړنې ښودلې، چې مخکې له دې یې دا ډول څه نه تر سره کول، نو ډېر زر یې په عواملو پسې وګرځئ تر څو پوه شئ، چې څه شئ د دې پاعث شوي، چې ماشومانو مو دغه ډول رفتار اختیار کړی دی؟. ډیر کله ماشومان له خپله شا او خوا څخه مخ بېلګې اخلي؛ له همدې کبله باید پوره پام وکړو ما شومان مو ډیر چیرته او له چا سره ګرځي او لوبې کوي.

اووم ټکی: له خپلو ماشومانو سره مو خبرې وکړئ

له بده مرغه اوس په ډیری کورنیو کې د د والېدینو او اولادونو په ځانګړي ډول له ماشومانو سره خبرې اترې کمې شوې دي. په یاد ولرئ، چې له ماشومانو سره خبرې کول تاسو په دې پوهوي، چې ماشومان مو کومې ستونزئ لري او تاسو کولای شې په اسانۍ سره پوه شي او مخکې له دې، چې ستونزیې زیاتې شي ورته د حل لارې پیدا کړئ. ماشومان هم لکه د لویانو په څېر غواړي له خپلو والېدینو وسره خبرې وکړي. ماشومان تل غواړي، چې مور او پلار یې هغوی درک کړي. له ماشومانو سره خبرې کول دوی ته دا توانایي ورکوي، چې پوره ډاډ حاصل کړي مور او پلار یې تل له دوی سره دي او هېڅ کله به یې هم یوازې پرې نږدي، دا کړنه بیا د دې سبب ګرځي، چې ماشومان د خوندیتوب احساس وکړي او هېڅکله نه خپه کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...