وړوکی کلاوس او لوی کلاوس/ ژباړن: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستیان اندرسن

(Lille Claus og stor Claus)

دویمه برخه

بزګر پوښتنه وکړه:«ته فکر کوې چې دا به شیطان باندې جادو وکړای شي؟ اوس چې زه ښه یم، بده نه را باندې لګي چې و وینم چې شیطان څه ډول څیره لري.»

واړه کلاوس و ویل:«ولې نه، کوډګر ته چې زه هر څه و وایم، هغه را ته کوي، همداسې نه ده؟»

او بیا یې خپله پښه پر توبرې باندې کیښکودله چې غږ وکړي، بیا یې بزګر ته مخ ور واړاوه او په خندا یې ور ته و ویل:«وا دې نه وریدل چې هوکې یې و ویلې؟ خو شیطان داسې ځیږه او بده څیره لري چې په لیدلو نه ارزي.»

بزګر و ویل:«زه نه ډاریږم.»

او بیا یې پو ښتنه وکړه:«هغه به څنګه ډارونکي او څومره وحشتناکه وي؟»

واړه کلاوس و ویل:«هغه د کلیسا کارکونکي یا د کشیش مرستیال ته ورته دی!»

بزګر را تاو شو:«اوف … دا خو له هغه څه هم بد دی چې ما یې فکر کاوه. باید په زغرده و وایم چې د کلیسا د کارکونکي یا د کشیش د مرستیال څیره نه شم لیدلای. خو اوس چې پوهیږم چې یوازې شیطان ته ګورم، کیدای شي لیدل یې وزغمم. اوس یې د لیدلو زړورتیا لرم، خو پرې نه ږدې چې را نږدې شي.»

وړوکي کلاوس و ویل:«زه به خپل کوډ ګر و پوښتم.»

واړه کلاوس بیا خپله پښه پر توبرې باندې کیښکودله او بیا یې خپل سر داسې کوږ کړ لکه د چا خبرې ته چې غوږ نیسي.

بزګر پوښتنه وکړه:«هغه څه وايي؟»

وړوکي کلاوس په ځواب کې ور ته و ویل:«هغه وايي چې که موږ د کوټې په څنډه کې د ایښي صندوق سر خلاص کړو، نو شیطان به د دوو پښو پر سر ناست په کې وګورو، خو باید د صندوق سر ډیر خلاص کړای نه شي چې شیطان و نه تښتي.»

بزګر د صنوق په لوري ورغی، خپلې میرمنې او کلاوس ته یې و ویل:«کله چې زه صندوق خلاصوم، د هغه په ټینګولو کې له ما سره مرسته وکړئ.»

د کشیش مرستیال له ډاره ریږدیده. بزګر څنګه چې د صندوق سر لږ بیرته کړ او سترګې یې پر ده ولګیدې، جګ والوت، چیغه یې کړه او د صندوق سر یې بیرته کیښود او وې ویل:«آه، هغه مې ولید، هغه بیخي زموږ د کلیسا د کشیش مرستیال غوندې دی، عجیبه ډارونکې څیره لري!»

د داسې یو څه له لیدلو نه وروسته سړی باید شراب وڅښي. واړه کلاوس او بزګر د شپې تر نا وخته پورې جامونه پر سر اړول او په پای کې بزګر و ویل:«ته باید دا کوډګر پر ما خرڅ کړې، په بدل کې یې چې هر څه غواړې، و وایه، هوکې زه به همدا اوس تا ته یوه ډکه پیمانه پیسې درکړم.»

واړه کلاوس و ویل:«نه، زه داسې نه شم کولای. ته خپله اټکل وکړه چې زه له دې کوډګر نه څومره استفاده کولای شم.»

بزګر ټینګار وکړ:«خو زه د زړه له کومې هغه غواړم.»

او دومره ټینګار یې وکړ چې په پای کې کلاوس د ورکړې رضایت وښود.

واړه کلاوس و ویل:«زه دا نه شم هیرولای چې تا ما ته د شپې تیرولو له پاره ځای راکړ، ته کولای شې چې دا کوډګر د یو پیمانه پیسو په بدل کې واخلې، خو باید پیمانه تر خولې پورې له پیسو ډکه وي.»

بزګر ور غبرګه کړه:«حتماً به پیمانه تر خولې پورې ډکه کړم، خو دا صنوق به ته له ځان سره وړې، زه نه غواړم چې نور دا صندوق یو ساعت هم په خپل کور کې و ساتم، څوک څه پوهیږي، اوس به هم شیطان په کې ناست وي.»

وړوکي کلاوس توبره، چې د آس وچ پوستکی په کې و، بزګر ته ورکړه او په بدل کې یې نه یوازې یوه ډکه پیمانه پیسې واخیستې، ور سره یې یو صنوق او یوه لاسي کراچۍ هم تر لاسه کړل او د خدای په امانۍ په ویلو سره، په خپله مخه ولاړ.

د ځنګله په خوا کې ژور رود روان و. دا رود دومره توند روان و چې چا نه شوای کولای چې په مخالف لوري په کې په لمبلو سره حرکت وکړي، خو له رود نه باید تیر شوی وای او د تیریدو له پاره د رود پر سر یو پُل جوړ کړای شوی و. کله چې وړوکی کلاوس د پله منځوۍ برخې ته ورسید، په داسې لوړ غږ ــ چې د صندوق په منځ کې د کشیش پټ شوي مرستیال اوریده ــ له ځان سره و ویل:«د دې بیکاره صندوق د وړلو ګټه به څه وي؟ داسې دروند دی لکه له تیږو چې ډک وي، ډیر یې ستړی کړم، پوهیږم چې څه ور باندې وکړم، صندوق به سیند به وغورځوم، که اوبو تر کور پورې را ته ورساوه، ډیر به ښه شي او کنه، هیڅ مهمه نه ده.»

بیا یې صندوق ته لاس کړ او داسې یې ټکان ورکړ چې ته وا له لاسي کراچۍ نه یې اخلي او اوبو ته یې غورځوي. د کلیسا کار کونکي د صندوق له منځ نه چغه کړه:« نه، ودریږه! پرې مې ږده چې د باندې را و وزم! هیله کوم، پرېمیـږده چې د باندې را و وزم!»

واړه کلاوس په یوې چغې سره داسې وښوده چې دی ډار شوی دی او وې ویل:«اوه دا څه دي، د صندوق په منځ کې خو شیطان دی، ښه به دا وي چې اوبو ته یې وغورځوم چې ډوب شي.»

د کلیسا کار کونکي په لوړ آواز غږ وکړ:«نه! نه! که مې پریږدې چې د باندې را و وزم، زه به تا ته یوه ډکه پیمانه پیسې درکړم!»

واړه کلاوس و ویل:«دا سمه خبره ده!» او د صندوق ور یې پرانست. د کشیش مرستیال له صندوق نه را ووت او صندوق یې سیند ته ور وغورځاوه او دواړه د کلیسا د کار کونکي د کور پر خوا رهي شول او په خپل کور کې یې کلاوس ته د پیسو ډکه پیمانه ور کړه. اوس وړوکی کلاوس له یو کراچۍ پیسو سره د خپل کور پرخوا روان و.

واړه کلاوس راوړې پیسې د خپل کور په غولي و غوړولې او وې ویل:«د آس په بدل کې ښې پیسې په لاس راغلې!» او بیا یې پسې و ویل:«څومره ډیرې دي، که لوی کلاوس پوه شي چې زه د خپل آس له درکه څومره شتمن شوی یم، سودا به يي شي، زه نه ور ته وایم، پریږده چې خپله پوه شي.»

څو شیبې وروسته یې یو هلک د لوی کلاوس کور ته ور ولیږه او هیله یې ور نه وکړه چې که کولای شي خپله د غلو دانو د پیمانه کولو لوښی امانت ورکړي. لوی کلاوس له ځان سره و ویل:«حیران یم، دا پیمانه د څه له پاره غواړي!» او د دې له پاره چې د ده د کار په راز باندې پوه شي، د پیمانې په لاندنۍ برخې باندې یې لږ قیر وسولاوه. دې کار هوښیارتیا غوښته او کله یې چې پیمانه بیرته راوړه، په لاندنۍ برخې پورې یې د سبینو زرو دوې سکې نښتې وې.

لوی کلاوس چیغه کړه:«څه،یعنې څه!» او په ډیره بیړه یې د واړه کلاوس د کور پر لوري منډې کړې. کله یې چې وړوکی کلاوس د خپلو سکو په منځ کې ولید، په لا لوړ غږ یې نارې کړې:«دا ټولې پیسې دې له کوم خای نه تر لاسه کړې؟»

ــ «اوه، د آس له څرمنې، پرون ماښام مې هغه خرڅ کړ.»

ــ «په ریښتیا ښې پیسې دې اخیستې دي،»

لوی کلاوس دا و ویل او په بیړه د خپل کور په لوري رهي شو. تبر یې را واخست او خپل څلور واړه آسان یې و وژل، بیا یې هغه له پوسته کړل او د آسانو له پوستکو سره د ښار په لوري رهي شو.

لوی کلاوس ښار په ښار وګرځید او په کوڅو کې یې نارې وهلې: د خرڅلاو له پاره څرمن، څرمن د خرڅلاو له پاره! څوک غواړي څرمن واخلي؟»

ټول موچیان او د څرمنو کاروباریان له خپلو دکانونو نه د باندې را و وتل چې د څرمنو د بیې پوښتنه وکړي. هغه ور ته و ویل:«د هرې څرمنې بیه یوه ډکه پیمانه سکې.»

ټولو په یوه غږ سره نارې کړې:«ته لیونی یې! ته فکر کوې چې موږ پیسې په پیمانې شمیرو؟»

خو لوی کلاوس نارې وهلې:«څرمن د خرڅلاو له پاره، د خرڅلاو له پاره څرمن!» که چا به د بیې پوښتنه کوله، ده به بیا په ځواب کې ویل:«یوه ډکه پیمانه سکې.»

موچیانو او د څرمنو کاروباریانو نارې کړې:«دی غواړي چې په موږ ریشخند و وهي.»

ډیر خلک ور نه را تاو شول، موچیانو او د څرمنو کاروباریانو خپلې تسمې او نور چرمي شیان پسې را واخستل او د لوی کلاوس په وهلو یې پیل وکړ: وهه چې نه وهې! د څرمنو یو کار و باري نارې وهلې:«اوس به داسې څرمن در وښیو چې خوند در کړي!»

ټولو نارې وهلې:«له ښاره و وزه!»

د لوی کلاوس له پاره تر ټولو ښه لار دا وه چې په بیړه له ښار نه و وزي. هغه په ټول ژوند کې داسې نه و وهل شوی.

کله چې لوی کلاوس بیرته کورته ورسید، له ځان سره یې و ویل:«زه به له واړه کلاوس سره ګورم، د همدې له پاره به یې و وژنم.»

کله چې لوی کلاوس په ښار کې و، بده پیښه وشوه، د واړه کلاوس نیا مړه شوه. سره له دې چې د واړه کلاوس نیا یوه عصبي، نا مهربانه او خطرناکه ښخه وه، خودی ډیر ور باندې خپه شو او داسې یې و انګیرله چې که نیا په خپله توده بستره کې کیږدي، بیرته به را ژوندۍ شي. ځکه یې پریښوده چې ټوله شپه هغه د کلاوس په بستره کې پاتې شي او له دې کار سره خپله کلاوس اړ و چې پر چوکۍ د پاسه ویده شي.

دا لومړی ځل نه و چې وړوکی کلاوس اړ کیده چې پر چوکۍ د پاسه ویده شي، خو له دې سره یې هم خوب و نه شو کړای. دی ویښ و چې لوی کلاوس کوټې ته را ننوت او د پښو په څوکه ورو ورو د ده د کټ خوا ته ورغی. لوی کلاوس فکر کاوه چې وړوکی کلاس پر خيل ځای ویده دی. لوی کلاوس په خپل ټول زور سره تبر د واړه کلاوس د نیا پر تندي باندې ور حواله کړ او ور سره جوخت یې و ویل:«نو ګوره، نور ته نه شې کولای چې داسې ریشخند و وهې!» او ایسته خپل کور ته ولاړ.

د دویمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...