د هر څه ښه والی د هغه خپل دی

کيسه

ژباړه: عبدالله عابد

يو خورا ظالم او متکبر پاچا پر يوه خورا لویه سيمه حکومت کاوه، یوه ورځ يې وغوښتل چې له خپلې ماڼۍ بهر شي او د خپل د واکمنۍ ليرې سیمو دښتو او غرونو باندې وګرځي.

د پاچا د وتلو تابیا ونيول شوه، د لښکر څه برخه د پاچا له وتلو مخکې وخوځيده تر څو لارې وڅاري، لښکر يوې ليرې سيمې ته ورسید ګوري چې د لارې څنډه کې یو سړی په دروند خوب ويده ده نو سم دستي يې پرې آواز وکړ او خواره کی يې ورټه چې له دې ځایه ځان ګوښه کړي چې اوس پاچا له دې لارې تیريږي، سړي ورته سر وخوځوه او لښکر په درز کې مخ په وړاندې خپله لار ونيوله…

دغه سړی چې په ظاهره خوار وه خو په اصل کې خورا یو پوه انسان وه، کار يې دا وه چې له غرونو او سمو به يې ډول ډول ګیاوې راټولې او له هغه څخه به يې ډول ډول دارو درمل جوړول او د خلکو دردونه به يې دوا کول. نو ځکه خورا ستړی شوی وه او د لارې څنډه کې يې اړه ولې وه.

د پاچا د لښکر د لمړۍ جوپې تيريدو سره سړي بیرته خپل سر تاو کړ او څملاست، شيبې وروسته پاچا مخکې او لښکر ورپسې راورسیده، ګوري چې د لارې څنډې ته سړی پروت ده او بیغمه خپل خوب کوي نو له خپل آس څخه راکوز او له غوسې سور شو چې ده ته لاس په نامه دريدو پر ځای ولې ويده ده؟ نو خوارکي سړي ته يې کلکه لغطه ورکړه، سړي چې سترګې خلاصې کړې ګوري چې پاچا له خپل تاج او لښکر سره يې سر ته ولاړ دی، پاچا خبر لمړۍ کړه او ورته وايي ته ما نه پيژنې؟!

سړی په سړه سينه ځواب کې وايي هو ومې پيژندې “خَر” يې! پاچا له غوسې لا سور او شين شو، بیايې پوښتنه وکړه ته زما دا تاج او او لښکر نه وينې چې زه څوک يم؟!

سړي بیا ځواب ورکړ: هو ګورم يې ستا د تاج ښه والی او ارزښت خپله د تاج ده او ستا د لښکر ښه والی او بدوالی هم خپله د لښکر ده خو هغه څه چې ما په تا خپل کې وليدل هغه ستا لغطه وه چې ستا وه نو ځکه مې درته وويل چې “خَر” يې!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...