وړوکی کلاوس او لوی کلاوس/ ژباړن: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستیان اندرسن

(Lille Claus og stor Claus)

لومړۍ برخه

و، نه و، دوه نارینه ګان وو چې دواړو سره ورته نومونه درلودل. دواړو په یوه ښار کې ژوند کاوه او دواړه کلاوس نومیدل. یوه څلور آسان درلودل او بل دا یو آس. د دې له پاره چې د دوی توپیر سره شوی وي، د یو آس خاوند ته يې وړوکی کلاوس او د څلورو آسانو خاوند ته یې لوی کلاوس ویل. اوس به یې و ګورو چې څنګه دا پیښ شوي وو، ځکه دا یوه ریښتینې کیسه ده.

واړه کلاوس باید ټوله اونۍ له خپل یوه آس سره د لوی کلاوس له پاره د هغه مځکه کولبه کړې وای، خو لوی کلاوس بیا یوازې یوه ورځ، هغه هم په یکشنبې باندې له خپلو څلور واړو آسانوسره د واړه کلاوس مرستې ته ورغلی وای.

یوه ورځ واړه کلاوس په خپل زړه کې داسې تیره کړه چې کاشکې ټول آسان د ده وای. ده په خیالونو کې هر څه خپل کړي وو. خپله قمچینه یې په هوا کې شړقوله او پر پنځو واړو آسانو یې حکمونه کول.

یوه ورځ چې لمر ښایسته ځلیده، د کلیسا ټول زنګونه کړنګیدل، خلکو جشني ښکلې جامې په تن کړې وې، د مذهبي دُعا ګانو کتابونونه یې تر تخرګو لاندې نیولي وو او د کشیش د موعظو د اوریدو له پاره د کلیسا پر لوري روان وو؛ وړوکی کلاوس یې ولید چې پنځو آسونو سره قمچینه په لاس کولبه کوي او په ډیرې خوښۍ سره په لوړ آواز چغې وهي او وایې:«هه، زما ټولو آسونو!»

په دې وخت کې لوی کلاوس ورته و ویل:«ته نه شې کولای داسې و وايي، ځکه چې یوازې یو آس ستا دی»

وړوکي کلاوس د لوی کلاوس په خبره غوږ و نه ګراوه، لکه چې هیڅ اوریدلې یې هم نه وي. بیا یې چې کلیسا ته تلونکي خلک له څنګه تیریدل، په لوړ غږ سره یې نارې کړې:«هه، زما ټولو آسونو!»

2لوی کلاوس بیرته ور غبرګه کړه:«زه تا نه غوښتنه کوم چې غلی شه، که دې یو ځلې بیا داسې و ویل، د آس تندي به دې داسې سوټی و وهم چې ځای پر ځای مړ شي.»

وړوکي کلاوس ور ته و ویل:«زه به نور داسې و نه وایم!»؛ خو کله چې بیا یوې ډلې خلکو په لاره کې د تیریدو په وخت کې ده ته د درناوي په دود لاسونه و ښورول او سهار په خیر یې ور ته و ویل، ده داسې و انګیرله، کله چې زه په پنځو آسونو کولبه کوم، نو ډیر مهم څوک به یم؛ نو هغه په ځان غره او ویاړمن شو او پرته له دې چې په خپلو کړو پوه شي، له خندا سره یو ځای یې له قمچینې نه شړق ویست او په چغې سره یې و ویل:« هه، زما ټولو آسونو!»

لوی کلاوس په قهر ورته و ویل:« زه به ستا د آس غم وخورم!»

له دې سره سم یې سوټی را واخست او د وړوکي کلاوس آس ته یې پرتندي باندې داسې کلک ګوزار ورکړ چې آس ځای پر ځای ولوید او مړ شو،

وړوکي کلاوس نارې کړې:«آخ، نور لکه چې له آس نه خلاص شوم!»

وړوکی کلاوس پر ډاګ کیناست او ژړا یې پیل کړه. وروسته یې بیا آس له پوسته کړ، څرمن یې باد ته د وچیدو په خاطر وځړوله، کله چې څرمن ښه وچه شوه، بیا یې په یوه خلطه کې واچوله، خلطه يې پیشا کړه او ښار ته و خوځید، څو څرمن خرڅه کړي.

د وړوکي کلاوس اوږد مزل په مخکې و، دی باید د لوی او تیاره ځنګله له منځ نه تیر شوی وای. هوا زښته ډیره خرابه او ډارونکې شوه. بده لا دا چې ده، لاره هم ورکه کړه او مخکې له دې چې ځان سمې لارې ته سیخ کړې، لمر هم پریوت، نور نو دومره نا وخته شوې وه، چې نه ښار ته تلای شو او نه هم کلي ته بیرته ګرځیدلی شو.

د لارې اړخ ته یو لوی شخصي کور موقعیت درلود. د کور کړکیو ته له بهر نه نیول شوي لرګین سایوانونه تړلي وو او د سایوانونو د لرګیو له چولو(سوري) نه رڼا ښکاریده. وړوکي کلاوس په زړه کې غوټه کړه چې دلته به د شپې تیرولو اجازه تر لاسه کړي. په همدې هیله وړاندې ورغی او ور یې وټکاوه. د بزګر میرمن ور پرانست. چې څنګه یې د هغه غوښتنه واوریده، ورته وې ویل چې په خپله مخه ولاړ شي. ځکه چې میړه یې په کور کې نه شته او د میړه د نه شتون په صورت کې دا نه شي کولای یوه پردي ناپیژاندي کس ته په کور کې ځای ورکړي.

وړوکي کلاوس و ویل:«خی زه باید د باندې څملم.» او د بزګر میرمنې ور وتاړه.

وړوکي کلاوس شاو خوا وکتل. کور ته نږدې، یوې جونګړې غوندې، د وچو وښو یوه لویه درمند ته ورته «کووټه» ایښې وه. د وچو وښو او کور ترمنځ یو سرپناه غوندې ځای جوړ شوی و چې آوار بام یې درلود. وړوکي کلاس د کوډلې بام ته کتل او له ځان سره یې ویل:«دا خو سمه بستره ده، زه به پرې د پاسه اوږد وغځیږم، ځکه یې و ویل: ګمان نه کوم چې مرغان به مې په عذاب کړي.»

د کور د بام پرسر د لګ لګو ځاله وه.

وړوکی کلاوس د کوډلې بام ته ور جګ شو چې ځان ځای پر ځای کړي. آړخ په اړخ کیده چې ځان آرامه کړي. چیرې چې دی اوږد غځیلدلی و، څنګه چې د کور لمر ګرځونکې کړکۍ خلاصې وې، له هغه ځای نه یې د کور د میلمستون(سالون) منځ لیدلای شو.

هلته لوی میز جوړ کړای شوی و. د میز پر سر د خوراک او څښاک له پاره رنګارنګ نعمتونه ایښودل شوي وو. له شرابو او کبابو سره یو ځای یو غټ لوښی(دیش) کبان هم ایښودل شوي وو. نور هیڅ څوک نه و، د میز یوې څنډې ته د بزګر میرمن او د میز بلې څنډې ته د کلیسا کار کونکی یا د کشیش مرستیال ناست و. کله چې د بزګر میرمن د کلیسا د کار کونکي جام له شرابو ډکاوه، نو هغه هم ماهیان په مزې سره ځکه خوړل چې ماهیان یې ډیر خوښیدل.

کله چې واړه کلاوس د خوړلو او څکلو دا منظره ولیدله، نو په زړه کې یې داسې وګرځیدل:«کاشکې زه هم بلل شوی وای!» خپل سر یې د کړکۍ لوري ته ور نږدې کړ، خدایه پر میز څومره ښکلی کیک ایښی و، داسې کیک مې په هیڅ ځای کې نه و لیدلی، دا خو یوه لویه میلمستیا وه.

لږ وروسته یې یو غږ واورید چې څوک په منډه را روان دی، مخ یې ور واړاوه، که ګوري چې پخپله بزګر و چې کور ته را روان و.

بزګر ښه سړی و، خو یوه عجیبه ناروغي یې درلوده، هغه دا مرض درلود چې د کلیسا د کار کونکي یا د کشیش د مرستیال د څیرې د لیدلو توان یې نه درلود، د هغه په تش لیدلو به یې قهر را پاریده. د همدې دلیل له مخې د کلیسا کار کونکی یا د کشیش مرستیال په داسې ورځ د بزګر د میرمنې لیدلو ته راغلی و چې پوهیده بزګر په کور کې نه شته. د بزګر میرمنې هم د خپل میلمه له پاره تر ټولو خوندور خواړه پاخه کړې وو.

کله چې د بزګر میرمن او د هغه میلمه پوه شول چې بزګر کور ته را روان دی، دوی دواړه ښه وارخطا شول. د بزګر میرمن د کلیسا کار کونکي ته و ویل چې ځان ټیټ کړي او د کوټې په اړخ کې په ایښی لوی صندوق کې ځان پټ کړي. سړي هم ومنله، ځکه هغه پوهیده چې بزګر یې د لیدلو زغم نه لري. ښځې ډیر ژر ټول خواړه او شراب په داش کې پټ کړل او که یې د میز پر سر پرې ایښي وای، خامخا یې میړه پو ښتنه ځینې کوله چې دا دومره خواړه او شراب د چا له پاره.

وړوکي کلاوس چې په داش کې د خوړو پټیدل ولیدل، زګیروی یې وکړ(وۍ …) بزګر د هغه د زګیروي غږ واورید، نو پوښتنه یې وکړه:«پاس څوک دي؟»

کله یې چې وړوکی کلاوس د بام پر سر ولید، ورته وې ویل چې را ښکته شي او ورنه یې وپوښتل:«هلته پاس څه کوې، دننه کور ته راشه.»

واړه کلاوس کیسه ورته تیره کړه چې ده څنګه په ځنګله کې لار غلطه کړې وه او له بزګر نه یې هیله وکړه چې په کور کې د شپې د تیرولو اجازه ورکړي. بزګر ور ته و ویل:«هوکې، ته کولای شې دلته شپه تیره کړې، ډیر ښه راغلې، خو پریږده چې لومړی یو څه وخوروو.»

د بزګر میرمنې په ډیر درناوي سره هغوی ته سلام وکړ، د ډوډۍ میز یې جوړ کړ او یوه غټه کاسه شوراوا یې مخ کې ور ته کیښوده. څنګه چې بزګر وږی و، ښه په اشتها یې خوراک کاوه، خو د وړوکي کلاوس ټول فکر د کبابو، کبانو او کیک خوا ته غځیدلی و چې په داش کې پټ کړای شوي وو.

تر میز لاندې د واړه کلاوس له پښو سره هغه توبره ایښې وه چې ده له کور نه د خپل آس پوستکې په کې راوړی و او د خرڅلاو له پاره له ځان سره ښار ته ووړ. د ده شوروا نه خوښیده، نو خپله پښه یې پر توبره کیښوده، پوستکي نه غږ جګ شو. بزګر میز لاندې وکتل او وې ویل: «دا څه شی دي؟» واړه کلاوس خپلې توبرې ته مخ واړاوه او د غلي کیدو یې ور ته و ویل:« هِس، هشش … »؛ خو بیا یې هم په هماغې شیبې کې پر توبرې باندې پښه کیښوده او د وچ پوستکي غږ له پخوا نه نور هم لوړ شو. بزګر بیا پوښتنه ځینې وکړه: «ته په خپله توبره کې څه شی لرې؟»

واړه کلاوس ور ته و ویل:«دا یو کوډګر دی، ما ته وايي چې شوروا څه کوئ، ما تاسې ته په خپل جادو سره کباب، کبان او کیک برابر کړی دی!»

بزګر په حیرانتیا سره و ویل:«څه دې و وې!» او د داش خوا نه یې ور منډې کړې. د داش ور یې پرانست، په داش کې يې ښځې مزه داره خواړه پټ کړي وو. بزګر په رښتیا ومنله چې دا خواړه جادوګر دوی ته برابر کړي دي. د بزګر میرمن پرته له دې چې څه و وايي، په پټه خوله یې خواړه د میز پر سر کیښودل.

واړه کلاوس څو مړۍ وکړې او بیا یې پښه پر خپلې توبرې باندې ور کیښوده چې د وچ پوستکی غږ جګ شي. بزګر بیا په ډیرې مینې سره پوښتنه وکړه:«بیا کوډګر څه وايي؟»

واړه کلاوس و ویل:«هغه وايي چې ما تاسو ته درې بوتله شراب هم برابر کړي دي، چې د داش په یوه څنډه کې ایښي دي.»

د بزګر خوارکوټې میرمنې چې شراب پټ کړي وو، اړ وتله چې پټ کړي بوتلونه را واخلي او دوی ته یې کیږدي. واړه کلاوس او بزګرهم یو د بل د روغتیا په هیله جامونه جګ کړل او ډیر ژر خوشاله او نشه شول. په همدې وخت کې بزګر د واړه کلاوس د توبرې په فکر کې شو چې څومره ښه ده چې سړی یو جادوګر ولري!

د لومړۍ برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...