له ماشومه عاطفي غلا/ لیکوال : یونس تنویر

موږ تل دا کوښښ کړی دی چې ماشومانو ته له تحقیر څخه وروسته لاره وښیو. داهڅه مو هیڅ نه ده کړې چې د دوی له دې برخورده مخکې لارښوونه ورته وکړو.

کله چې انسان د بشر پالنې په احساس پوه شي، د تکامل پړاو ته رسیږي. په دې پړاو کې تجربې پرمختګ کوي. او بیا د خپلو کړنو له ادراکه زمینه برابروي. مګر دا ښه لاره نه ده. له ماشومتوبه چې د علم په تکامل کې کوم عناصر شاملېږي هغه بیا په تجربو هم نشي راتلای، ځکه چې د پوهې له تعریفه دا څرګندیدای شي (( د تجربو تکرارولو ته علم وايي )) او تجربې د عقل یا دفکر په واسطه منځ ته راځي.

جبران خلیل جبران وايي (( پوهنه د عقل ژوند دی او په تدریجي ډول خپل خاوند د علمي تجربو څخه عقلي نظریو ته او له هغه ځایه معنوي احساس ته او په پای کې خدای «ج» ته رسوي )) (۱) په پورتنۍ تیوري کې دعلم اصل په معنوي احساس باندې بنا شوی دی او معنوي احساس لطیف او شاعرانه درک وي. کله چې له انسان څخه وپوښتل شي چې د لمر سترګې ته دې د اوړي په سره، غرمه کې یوه دقیقه لیدلي دي، که نه؟ که د سالم تفکر انسان وي، درته وايي به چي نه. او که د حکمت څخه خبر وي، هغه به په ځواب کې درته ووايي: چې سترګې مې تل ورته محتاطې وي دا پوهنه ده.

د جبران صیب په پورتنۍ تیوري کې د علمي تجربو څخه عقلي نظریو ته او له هغه ځایه معنوي احساس ته او په پای کې خدای (ج) ته رسوي، نو دا خبره د شاعرانه، ذکاوت تر تاثیر لاندې کوي. شاعرانه تاثر دعملي تجروبو او عقلي نظریو نه لوړ ښودل شوی دی.او لوړ ځکه دی چې شاعري معنوي احساس لري. او تصوف ،عرفان دی او عرفان: خدای پیژندلو ته وایي. تصوف دشعر له مخې په ټولنه کې مقبول شو.

د معنوي احساس سالمه مبارزه او په خپله مبارزه عقیدت او په عقیدت ولاړ ایمان دی او د ایمان ساتنه حق او حق د الله تعالی نوم دی. او دا پوهه ده چې انسان له معنوي ارزښتونو خبروي او په خپل احساس يې ولاړ ساتي، نو د انسان تجربې د علم له زده کړې او علم په شاعرانه ذکاوت لاسته راځي.

په افغاني ټولنه کې د ماشوم په وړاندې دهر رنګه جبر،ظلم او قید په وړاندې بغاوت نه دی شوی.مګردماشوم دافسانوي لمانځونکو احساس دماشوم دحق نه بالاتر د ماشوم دانساني ژوند د ازادۍ،ترقۍ ،ذهنیت او خوشالۍ احساس لري او کنه؟ ما ته خويې تر ټولو ستره خوشالي دا ده: چې ماشوم ته شعر نه ښودل له ماشومه عاطفي غلا ده. په دې ټولنه کې د ماشوم د تکړه توب معیار، پیسې ګټل،خواري او مزدوري کول، غلا،قتل،جنګ، نشیي کیدل،بد اخلاقي… کول دي.

که چېرته ماشوم له وړکتوبه د سالم ذوق په روزنه کې په شاعرانه رازونو وپوهوو د تفکر هغه سلسلې ته به ورسېږي چې د ژوند د ملاېمت څانګه ده . ماشوم ته شعر نه ښودل له ماشومه عاطفي غلا ده . کله چې یو ماشوم په ټولګي یا په سرلین کې شعر وايي، نو دی! فکر کوي چې دا ښوونځي ته د راتګ له امله دومره خلکو لاسونه راته ووهل … دغه کار ماشوم ښوونځي ته په مینه راماتوي او خپلې زده کړې په تدریجي ډول سرته رسوي.

جبران صیب بیا د شعر په باره کې وايي : (( فکر تل د شعر د لارې خنډ دی. شعر هغه حکمت دی چې په زړه کوډې کوي. حکمت هغه شعر دی چې د فکر نغمې ته ترنم بخښي )) (۲) دا خبره د ماشوم په حق کې ځکه ضروري بولم چې د شاعرانه ذ کاوت پېرزوېنه له تحقیر څخه مخکې ښه ده.

آخذونه

۱ـ جبران خلیل جبران غوره وېناوې : بهیج دوکتور عبدالحمید د باران په ژبه دانش خپرندویه ټولنه پېښور ۱۳۸۵ ل.
۲- جبران خلیل جبران غوره وېناوي : بهیج دوکتور عبدالحمید د باران په ژبه دانش خپرندویه ټولنه پېښور ۱۳۸۵ ل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...