مینه څنګه ړنده شوه(کیسه) ژباړن: اسد ساحل

وايي چې په پخوا زمانو کې هغه مهال چې د ځمکې پر سر بشري استوګنه نه وه ، ښيګڼه او بدي به داوړه سره يوځای اوسيدل يو مهال دوی دواړه ډير ستړي شول ، دوی دخپلې ستړيا د لرې کولو په موخه پريکړه وکړه چې يو داسې لوبه به رامنځ ته کوي ، چې د دوی ستړيا ختمه کړي..

دواړه غاړې په دې سره سلا شول او د پټ پټوني لوبه يې رامنځ ته کړه ، ليونتوب غږ کړ چې لوبه زه پيلوم او لومړی زه خپلې سترګې تړم خو تاسې به زما د سترګو تړلو وروسته ځانونه پټوئ او زه به بيا تاسې يو په بل پسې پيدا کوم ليونتوب ونې ته ډډه ووهله او خپلې سترګې يې پټې کړې يو دوه درې ….

ښيګڼو او بديو د ځانونو په پټولو پيل وکړ ، نرمښت د سپوږمۍ دپاسه ځانته د پټيدو ځای غوره کړ ، خيانت ځان د چټليو په يوه باطله دانۍ کې پټ کړ. شله توب د وريځو په منځ کې ځان ورساوه ، شوق تر ځمکې لاندې د ځان لپاره ځای خوښ کړ، درواغو په لوړ غږ وويل چې د تيږو لاندې پټيږي ، خو د بحر تل ته يې ځان ورساوه ، ليونتوب شمير ته دوام ورکاوه نهه اويا ، اتيا ، يو اتيا … تر دې مهال نو هر چا که ښه و او که بد وو ، ځانونه يې پټ کړي وو ، مينې دخپل عادت سره سم بيا هم تصميم نه شو نيولی نو ځکه خو نه پوهيده چې چيرته ځان پټ کړي، موږ او تاسې پوهيږو چې همدا اوس هم مينه که څومره وغواړي ځان پټ کړي نو نه شي کولای دا کار وکړي. ليونتوب خپل شمير ته دوام ورکاوه او دادی اوس نو اوه نوي او اته نوي ته خبره ورسيده… کله چې ليونتوب تر سلو خپل شمير تکميل کړ خو مينې همدغه مهال په ورخطايي سره د ګل منځ ته ټوپ کړ او ځان يې د ګل په منځ کې پټ کړ، ليونتوب سترګې پرانستې او غږونه يې پيل کړل دا دی درغلم ، دا دی درغلم .

تر ټولو لومړی يې چې څوک پيدا کړ هغه تمبلي وه ، ځګه تمبلۍ د پټيدو پر مهال پر ځان دومره خواري نه وه کړې له دې وروسته نرمښت د سپوږمۍ دپاسه پيدا شو ، درواغ هم د بحيرې له منځه په مات زړه راووت درواغو په شوق هم غږ وکړ چې د ځمکې د تله دې راووځي ، خو بالاخره ليونتوب ټول پيدا کړل يواځي مينه وه چې همداسې پټه پاتې وه تر دې چې د پيدا کيدو هيله يي ختمه شوه ، خو په دې وخت کې حسد ( کينه) د ليونتوب په غوږ کې وويلې چې مينه د ګل په منځ کې پټه شوې ده ليونتوب هم پر ځان پوه نه شو او يو داسې لرګی يې چې نيزې ته ورته و د ګل د بوټي په تنه ور وټونبلو ، څو له دې لارې مينه راوباسي ، خو ډير وخت نه و تير شوی چې دمينې د ژړا غږ د ټولو زړونه و دردول .

 مينه راښکاره شوه خو په سترګو يې لاسونه ايښي او د لاسونو يې وينې څاڅي ، ليونتوب په ډيرې پښيمانتيا سره غږ کړ خدايه ! دا مې څه وکړل خدايه زه څه وکړم چې خپله تيروتنه جبران کړم مينې غږ پرې وکړ اوس هيڅ نه کيږي که ته خپلې سترګې هم ړندې کړې ماته يې کومه ګټه نه رسيږي خو ته يو کار وکړه چې له نن څخه وروسته به ليونتوب مينې ته لار ښايي يعنې دمينې لارښود به ليونتوب وي. اوس که موږ متوجه شو نو تل مينه ليونتوب رهبري کوي

1 comment

  1. عصمت Reply

    ډيره جالبه وه او ډيره په زړه پورى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...