ماشوم ته کیسه لیکل/ اجمل پسرلی Featured

د ماشومانو کیسې په پرمختللیو هیوادو کې نن سبا هغه څوک لیکي چې له مخکنیو لیکوالو څه زده کوي، خو موږ چې په دې ډګر کې لیکوال نه لرو څه به کوو؟

د انګلیسي ژبې د ماشومانو د کیسو اوسنی پیژندل شوی لیکوال (مایکل روسین) چې نژدې یو نیم سل اثره یې چاپ شوې دي په یوه مقاله کې چې په ګارډین ورځپاڼه کې خپره شوې ده داسې سپارښتنه کوي « که چیرته غواړئ چې د ماشومانو لپاره کتاب ولیکئ نو باید وپوهیږئ چې نن سبا څه خپریږي او کوچنیانو ته کومې کیسې لوستل کیږي….موږ باید کتابپلورنځیو ته ورشو، کتابتونونو ته سر ورښکاره کړو، وړکتونونو ته ولاړ شو، په ښوونځیو کې زده کوونکو ته ځير شو او وګورو چې ماشومان څه شی لولي» ۱

د روسین د دغو وړاندیزونو لویه برخه په افغانستان کې د یوه افغان لیکوال لپاره د تطبیق وړ نه ده، ځکه چې موږ د ماشومانو لپاره چاپ شوې معیاري کیسې نه لرو. نو څرنګه د یو افغان ماشوم لپاره ښه کیسه ولیکو؟

افغان کیسه لیکوال کولی شي چې د ماشوم د کیسې لیکلو لپاره په خپل کور کې هڅې وکړي. مثلا که په کور کې یو هلک چرګان لري او په ده دا چرګان ډیر ګران وي له هغه پوښتنه وشي، یوه چرګه دې خور ته ورکوې؟ تر دې پوښتنې وروسته د هلک غبرګون ته توجه پکار ده:

رنګ یې څرنګه بدلیږي

خبره په کومو کلماتو ردوي

په ټیټ غږ ځواب راکوي که په لوړ غږ

کرکټر د ماشوم د کیسې روح دی نو پکار ده چې مخکې تر مخکې هغه معلوم کړو او بیا قلم راواخلو او کیسه ولیکو خو په لویدیځ کې کره کتونکي د ماشومانو د کیسو تر لیکلو مخکې له لیکواله غواړي چې لس ګامه واخلئ:

  • د ماشوم عمر ته پام وکړئ چې د کوم عمر لپاره ماشوم ته کیسه لیکئ. کره کتونکي ماشومان په څلورو مرحلو ویشي:

له دریو تر پنځو کلونو

له شپږو تر اتو کلونو

له اتو تر دولسو کلونو

له دولسو تر پنځلسو

۲- ماشومان هغه کرکټر خوښوي چې د ده همزولی نه وي نو د مرکزي کرکټر عمر پکار دی چې تر لوستونکي زیات وي.

۳- که له څارویو او مرغانو د کیسې کرکتر جوړوئ مثلا یوه چرګه رااخلئ نو پښې یې د انسان کړئ، غږ یې د انسان کړئ او د خلکو جامې ورواغونځئ.

۴- تر لس کلونو ښکته عمر ته پلاټ داسې ترتیب کړئ چې: مقدمه، ستونزه، حل او نتیجه ولري.

۵- په کیسه کې تشریح لږه کوئ څو کیسه مخته ولاړه شي او ماشوم تشریحاتو ته د عادت له مخې ډیره توجه نه کوي.

۶- په کیسه کې پکار دي چې ماشوم ته ښه پیغام ولرو

۷- تر وسه وسه پکار ده چې د ماشوم کیسه اوږده ونه لیکو. البته دا برخه د څلورمې مرحلې د ماشومانو لپاره له پلاټ سره ارتباط لري

۸- تر لسو ټیټ عمر ماشومانو ته جملې ډیرې ساده کړئ، هغه جملې چې کامه غواړي، شرطیه وي، معترضه ولري، هغه مه کاروئ. کره کتونکي همداراز ټینګار کوي چې ماشومانو ته تر مجهولو جملو معلومې ښې دي نو تر وسه وسه باید جملې مجهولې نه وي.

۹- پکار ده چې د ماشومانو په کیسو کې له ساده کلماتو کار واخیستل شي، خو داسې هڅه پکار نه ده چې د نویو کلماتو یا د لږ لوړې سطحې له کلماتو یو مخ ډډه وشي، ځکه چې د ماشومانو د کیسو یو اساسي هدف هم د هغوی د ژبې پياوړي کول دي.

په دې برخه کې (د ماشومانو لپاره څرنګه کیسه ولیکو؟) کتاب کې ما داسې وړاندیز کړی و چې د لومړۍ او دوهمې دورې ماشوم ته کولی شو چې د هغو کلماتو له کارولو ډډه وکړو چې په هغوی کې ( ث، ذ، ظ، ط، ص، ض، ح، ع) توري وي، ځکه چې د همدې حروفو غږونه په نورو توریو کې لرو او په دې ډول ماشوم د لوستو په وخت ممکن له مشکل سره مخامخ شي. دغه اصل ته په انګلیسي ژبه کې تر ډیره دا ډول پام کوي چې هغه کلمات چې پکې یو شمیر تورې لیکل کیږي او نه لوستل کیږي هغه د لومړیو دورو د ماشومانو په کیسو کې تر وسه وسه نه کاروي. خو دوی د knife په څير کلمه چې په پیل کې یې k نه لوستل کیږي استعمالوي. دې ته بیا دا دلیل راوړي چې د لومړیو دوو دورو ماشومانو ته پکار ده چې هغه شیان وړاندې کړو چې په ژوند کې یې په خپلو سترګو لیدلي وي.

زموږ په ژبه کې یوه ستونزه هم د پټ واول ده، مثلا موږ د (ګُل) په کلمې کې (ضمه) نه لیکو نو دا ډول کلمات ماشومانو ته اسانه نه دي. د همدې لپاره که چیرته د لومړۍ مرحلو ماشوم ته په کیسو کې هغه کلمات غوره کړو چې ښکاره واول پکې لیکل شوي وي هم به د هغه لپاره د کیسو لوستل اسانه شي او هم به ژر سواد زده کړي. د بیلګې په ډول لاندې جمله:

«بابا میوه خوري» په دې جمله کې له هر غلي حرف وروسته لیکلی غږیز توری لرو.

۱۰- پکار ده چې د ماشومانو کیسې خوشاله پای ولري. کیسه داسې ختمه نه شي چې ماشوم خپه شي.

د دغو لس ګامونو تر اخیستو مخکې کره کتونکي پر دې ټینګار کوي چې لیکوال باید ښه فکر وکړي، یاداښتونه واخلي بیا د ماشوم کیسه ولیکي.

« Writing children’s books» کتاب د کیسې تر لیکلو مخکې له لیکواله غواړي چې د کیسې لیکلو لپاره یو شمیر پوښتنو ته مخکې تر مخکې باید ځوابونه پیدا کړي:

د کوم عمر لپاره کیسه لیکئ

لیدلوری مو معلوم کړئ چې د لومړي شخص له خوا یې لیکئ که د دریم

کیسه به څرنګه پیلوئ؟

د کیسې په منځ کې به څه کیږي؟

کیسه به څرنګه پای ته رسوئ؟

پیغام بیانولی شئ؟

د کیسې مکان مو چیرته دی؟ ۲

دغه پورته لارښوونې یو مخ هغو ته ورته دي چې موږ مشرانو ته کیسې لیکو خو مشرانو ته چې کیسې لیکو ښایي مخکې له مخکې همدغو ښکاره شیانو ته پام ونه کړو او د لیکلو په وخت ورته دقیق شو.

خو له لویه سره د ماشومانو کیسې پرته له دې چې د عمر له پلوه په مرحلو ویشل شوې دي له تخنیکي اړخه د مشرانو له کیسو سره یو لړ نور توپیرونه لری:

۱- ماشومان هغه کرکټر ته ډیره توجه کوي چې کیسه د هغه له لیدلورې لیکل شوي وي. که چیرته لیکوال دوه اصلي کرکټرونه په کیسه کې لري نو پکار ده چې یو یې هلک وي حتی که په کیسه کې نیکه یا انا مهمه برخه لري غوره ده چې هلک اصلي کرکټر وي.

۲- که چیرته کیسه د اصلي کرکټر له لید لورې لیکل شوې وي نو د ماشومانو په کیسو کې پکار دي چې په هره پیښه کې همدغه کرکټر ښکاره شي.

۳- ماشوم په کیسه کې تشریحات نه غواړي په کیسه کې صحنه، عمل او مکالمه غواړي چې دغه درې ماشوم ته دا احساس ورپه برخه کوي لکه دی چې په خپله انځور شوې پیښه تجربه کوي، نو د کیسو همهغه مشهوره جمله چې( یو څه ښکاره کوئ مه یې وایاست) باندې عمل پکار دی، دغه اصل د مشرانو په کیسو کې هم شرط ګڼل کیږي. په دې توپیر چې د ماشومانو په کیسو کې دې مسالې ته ډیره توجه پکار ده.

۴- د ماشومانو په کیسو کې له صفتونو، قیدونو او نورو غیرضروري کلماتو څخه تر وسه وسه باید ډډه وشي. دې ته باید پام وشي چې موږ دې ته اړتیا لرو چې ووایو په ټیټ غږ یې وویل، یا یې په جګ غږ وویل یا یې سر وخوځاوه؟

د مشرانو په کیسو کې هم ښه ده چې تر وسه وسه له قید څخه ډډه وکړو خو د ماشومانو په کیسو کې په دې برخه کې ډيره سختي پکار ده .

۵- د مشرانو د کیسو په مکالمو کې ممکنه ده چې څو تنه په یوه وخت خبرې وکړي خو د ماشومانو په مکالمو کې دوه تنه غوره دي چې خبرې وکړي څو له لوستونکي مکالمه ګډه وډه نه شي.

۶- د ماشومانو په کیسو کې پکار دی چې زمان لنډ وي، کیدای شي څو ساعته یوه ورځ یا دوې ورځې وي.

۷- د ماشومانو په کیسو کې تلوسه پکار ده چې په لومړۍ کرښه یا دوهمه کې ښکاره شي. د مشرانو په کیسو کې دا خبره شرط نه ده او د مشرانو په کیسو کې په پټه تلوسه هم کیسه پیلولی شو. له پټې تلوسې مې مطلب دا دی چې عمل ډیر واضح نه وي خو د ماشومانو کیسه ښکاره تلوسه غواړي.

که د ماشومانو د کیسو پاخه لیکوال نه لرو د پرمختللیو ملتونو له تجربو په استفادې کولی شو چې دغه تشه چې اړتیا یې د مشرانو تر کیسو ډیره ده، ډکه شي.      ‍

  • The Guardian Friday 26 September 2008
  • Writing children’s books by Lesley Bolton and lea Wait/ Adams Media Avon, Massachusetts Page 64

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...