له ماشوم سره څنګه چلند وکړو؟/ کابل ادبي بنډار

مطيع الله همدرد –

ماشوم چې د سبا ځوان او د ټولنې د ملا تير ګڼل کيږي، په اړه یې ښاغلي ګل آغا احمدي د کابل ادبي بنډار د ۶۵ مې غونډې ګډونوالو ته په زړه پورې او ارزښت لرونکی پرېزېنټېشن وړاندې کړ.

دا غونډه چې د روان لمريز کال د لړم د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د جمعې په ورځ، قرغې ته نېږدې په غازي محمد جان خان منځني ښوونځي وشوه، د ميکايل له خوا د قران کریم په څو سپېڅلو آیتونو سره پيل شوه. د راپور تر وړاندې کولو او پر هغه تر کره کتنې وروسته ښاغلي احمدي خپل لکچر ته د «ماشوم ادبیات» تر عنوان لاندې داسې دوام ورکړ:

((دا چې د ماشوم د ادبیاتو په هکله خبرې کوو نو باید په دې هم وپوهېږو چې ادبیات څه ته وایي او ارزښت یې څه دی؟ ادب چې د انسان له ښو کړنو سرچينه اخلي او د داسې پوهنو ټولګه ده چې انسان له تېروتنو ژغوري. له همدې امله انسانانو ته ښایي چې ادب د ژوندانه په ټولو برخو کې خپل عمل او تګلاره وګڼي. ))

ښاغلي احمدي ادبیات داسې تعريف کړل: ادبیات د ادب جمع ده او دا کلمه په هغو رازونو دلالت کوي چې د انسان په اخلاقو، اعمالو، لوستلو او نورو طبيعي کړنو کې څرګنديږي او ادبیات د انساني تمدن پټ راز دی. ښه چلند ته هم ادب وایي چې د پوهولو لپاره یوه ښه وسیله ده. ده همدا راز وويل: ادب د علومو هغه بېلګه ده چې په اړه یې په زرګونو تعريفونه او مآخذونه شته دي.

ښاغلي احمدي د ماشومانو د ادبیاتو په اړه یې وویل چې ؛ د ماشومانو ادبیات یوازې شعر او کيسې نه بلکې ټول هغه توکي چې په ماشوم اغېزه کوي او ماشوم ترې زده کړه کوي، لکه: په کورني چاپېریال کې، د مور غېږه، وروڼه، خویندې، ليدونکي څيزونه، راډیو … پکې شاملېږي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د ماشومانو ادبیات د هغو ويناوو او ليکنو ټولګې ته وایي، چې د ټولنې د لویانو لخوا د ماشومانو د ګټې اخيستنې لپاره برابريږي. یا هر هغه څه چې ماشومانو ته د زده کړې په موخه وړاندې کيږي د ماشوم د ادبیاتو په نامه یاديږي. نوموړي همدا رنګه وویل چې؛ د ماشوم ژوند تر ځوانۍ پورې په بېلا بېلو کټګوریو وېشل کيږي، چې باید په هره یوه کې ورسره ډېر پام وشي.

احمدي ماشوم ته د ادبیاتو تر عنوان لاندې هر اړخيزې خبرې وکړې او ویې ویل: د ماشومانو په اند په نړۍ کې هېڅ ډول سرحد، جګړې او ورانۍ نشته. ښاغلي احمدي دا هم وویل چې؛ هنري کړنلارې له هر کس په ځانګړې توګه له ماشوم سره مرسته کوي، چې خپله ټولنه او چاپېریال په ښه توګه وپېژني.

له پرېزېنتېشن وروسته د غونډې وياد خورشیداحمد فطرت مشاعره پيل کړه چې غونډې ته یې ځانګړې ښکلا ور وبښله.
ښاغلی ضیاءالله روښان چې د دې غونډې مشر ږ سټېج ته د غونډې د ارزونې په موخه وبلل شو، ښاغلي روښان په پیل کې ګډونوالو ته یو طنز وړاندې کړ او غونډه یې مثبته وارزوله. ده وویل؛ په غونډه کې ډېر نوښتونه ليدل کيږي او خوښي یې وښوده چې په غونډه کې ماشومانو ته هم ځای ورکړل شوی دی. نوموړي همدا راز ژمنه وکړه چې په راتلونکو غونډو کې به دی هم خپله سوبتیا دوامداره ساتي.

د غونډې مشر مېلمه ښاغلي ډګروال محمد یاسين بیا د ښاغلي ګل آغا احمدي لکچر چې د ماشومانو لپاره یې پکې اړين او له پنده ډک توکي چمتو کړي وو وستایه. ورپسې د راتلونکې غونډې لپاره اجنډا وټاکل شوه چې ښاغلی روښان به خپل شعر کره کتنې ته وړاندې کوي له همدې سره غونډه د لنډې دعايیې په ویلو پای ته ورسېده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...