ماشومان، لیکونه او انځورونه / اناهیتا روهي

ایا په یاد مو دي، چې وروستی ځل مو خپل مور اوپلار ته څه وخت لیک لیکلی و او د لیک محتوا مو څه وه؟ ډېر خلک، لیک د ګرانښت نښه بولي. که څه هم نن سبا برېښنايي لیکونو، کار اسانه کړی دی، چې ټایپول او لوستل یې څه نا څه د زړه تنده ماتوي. خو سره له دې بیا هم د قلمي لیک ځای نه شي نیوای.

د ماشومانو اروا پوهان د لیک لیکل اود انځورونو کښل د ډېرو رواني ستونزو حل ګڼي. دوی وايي هر انسان په زړه کې له یو شي څخه وېره خامخا لري. خو د ماشومانو وېره د لویانو له ویرې سره توپیر لري. لویان تر ډېره بریده په منطق او استدلال له ځانه، وېره لرې کولای شي. او یا یې هم له نورو څخه په پوره مهارت پټولای شي. لېکن ماشومان نه د ویرې د پټولو استعداد لري او نه هم کولای شي، چې له ځان سره استدلال وکړي. د دوی وېره هغه مهال لا پسې ډېرېږي، کله چې په کور کې له فشار سره مخ شي.

هر مور او پلار وايي، چې زما په څېر به بل چا ته خپل اولاد نه وي ګران. زه چې هر څه کوم د دوی لپاره یې کوم. نو که لږ مې وډار کړل او یا مې کومه سزا ورته وټاکله، دا نو پروا نه کوي. لېکن دې ته باید پام وکړو، چې وېره په ماشومانو کې په اسانۍ سره مینه له منځه وړي. وېره د جولا د جال په شان له یوې وړې نقطې راپېلېږي او بیا هر لوري ته غځیږي. په ماشومانو کې په عادي ډول له دوو شیانو وېره ډېره لیدل کېږي. یوه له تیارې او بل له درس.

هغه ماشومان چې له تیارې ویریږي، د اروا پوهانو له نظره که څو څو وارې د ورځې په رڼا کې د شپې او د تیارې تصویرونه انځور کړي، نو خامخا به هغه څه هم پکې انځور کړي، چې دوی ترې وېره لري. هغه مهال په اسانۍ سره کېدای شي، چې له ماشوم سره په غېر مستقم ډول د نوموړي شي په اړه خبرې وشي. ماشوم ته باید د شپې ښکلا وروپېژندل شي. که له ماشومانو سره یو ځای څو وارې په تیاره کې د کور په انګړ یا هم د بام پر سر، د ستورو، سپوږمۍ، او د باد په څپو کې له وریځو څخه جوړ شوي شکلونه وکتل شي نو یقیناً چې د تیارې د وېرې اغېز به کم شي.

همدا ډول د ماشومانو له خوا مور او پلار ته او یا هم د مور او پلار له خوا ماشومانو ته د لیک لیکل ډېر اغېزمن ښودل شوي دي. ځینې وخت په کورنۍ کې د مور او پلار او ماشومانو تر منځ ستونزې وي. مور اوپلار د غوسې او قهر په مرسته غواړي ستونزې اوارې کړي. لېکن د هغې غوسې اثر په ماشومانو کې وېره رامنځ ته کوي. د ماشوم ذهن هومره نه وي پوخ شوی، چې د مور او پلار د غوسه کېدو لاملونه له منځه یوسي. بلکې د دې پر ځای له دوی ګوښه کېږي اوپه ذهن کې یې د دوی د غوسې په وړاندې وېرې ته زمینه مساعدیږي.

اروا پوهان په دې اند دي، که د ماشومانو او کورنیو تر منځ ستونزې وي، نو یو بل ته یې په لیک کې لیکل غوره دي. د لیک د لوستو پر وخت د یو بل د چیغې غږ نه اوریدل کېږي. د یو او بل غوسه نه احساسېږي. لیک انسان فکر کړلو ته اړ باسي. په لیک کې پرته له ویرې د زړه خبره لیکل کېدای شي. لیکل د عقدو د سپړلو لپاره ستن ګڼل کېږي.

داسې هم ویل کېږي، چې د قهر او غوسې پر وخت زړونه له یو بله لرې کېږي نو ځکه انسان په لوړ اواز غږیږي. یا زموږ په اصطلاح، چیغې وهي. مګر د لیک د لوستو پر وخت یوازې د سترګو او د لیک تر منځ اړیکه وي. ذهن ارامه وي. او ډېر ځله لیدل او لوستل تر اوریدو په ذهن ژور اغېز پریباسي. ماشومان هسې هم د لویانو په وړاندې بې جرأته وي. او بیا کله چې دوی په غوسه وي، نو ماشومان به د خپلو ستونزو په اړه له دوی سره څه ډول وغږیږي؟

د ماشومانو له خوا په چت پت کاغذ کې د دوی ګډوډې او نیمې نیمکله کلمې د دوی د ذهن هنداره وبولئ. هغه څه پکې وګورئ او ترې راویباسئ، چې د دوی د ځورسبب ګرځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...