د کوچنیانو ادبیات/ پوهندوی آصف بهاند

«د ماشوم د ادبیاتو کور»

۴

تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

شلمه برخه

په دې پاڼه کې داسې بیلګې هم راغلې دي چې د شعر په ژبه په موزون ډول ریاضي او د راتلونکې ژوند او ټولنې د آبادۍ فکر ماشوم ته ورلیږدوي.

د آغلي رڼا زرمتۍ دا شعر په رښتیا د حساب وړ شعر دی، د انځورونو په ژبه او د شعر په قالب کې ریاضي:«

حساب

راشه ووایو کتاب

په کې زده به کړو حساب

ضرب هم جمع او منفي

تقسیم نه دی اضافی

خبر ومنه زما

چې په درد مو خوري سبا

تکړه پېغلې او ځوانان

بیا به شو انجینران

جوړوو به سړکونه

دنګ برجونه، بېلډنګونه»

رڼا زرمتۍ

دا ځای کلیک کړئ

«د ماشوم د ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې د ایښودل شو موادو یوه ډیره غټه او ښه ځانګړنه دا ده چې ټول قلموال په یوه نظر په راتلونکې ژوند او ټولنې باندې د باور په عقیده لیکنې کوي او نوي نسل ته داسې فکر ورکوي چې هغوی په ډاډ زړه، په راتلونکې باندې په باور سره د نوي ژوند په دایره کې قدم کیږدي او پر مخ ولاړ شي، د کوچني په ژبه او د فکر له دایرې سره سم لیکل ور ته کوي. د ښاغلي عبدالحنان ارمل دغه شعر یې ښه بیلګه ګڼلی شو:«

خبرې

مورې! خبرې کوو

پلاره! پوښتنې کوو

نوروز به کله راځي؟

ګلدوز به کله راځي؟

لورې! نوروز راغلی

زویه! ګلدوز راغلی

ګلدوز بیګا ته راځي

نوروز سبا ته راځي

مور ماشومان خبروي

پلار باغوانان خبروي

موږ ښوونځي ته ورځو

موږ پسرلي ته ورځو

زویه خبره واورئ

لورې سندره واورئ

ښوونځی بیا پیلېږي

پسرلی بیا پیلېږي

لورې ښکلا دې غواړم

زویه هوسا دې غواړم

تاسې ښکلا یاست زموږ

تاسي بقا یاست زموږ

پلاره دعا به کوې

مورې دعا به کوې

سیل د سپرلي ته لاړو

موږ ښوونځي ته لاړو

عبدالحنان ارمل

دا ځای کلیک کړئ

د ماشوم د ادبیاتو کور» مسولینو کله کله داسې څه هم خپاره کړي دي چې ښوونکو ته د لارښود حیثیت لرلای شي. دا یې ډیره ښه او عملي او علمي بیلګه ده. وګورئ:«

ریاضي او د ماشوم ادب

اجمل تورمان

د ښوونځیو د منځنیو ټولګیو د ریاضي د کتابونو د لیکونکو د پام وړ!
تاسې کولای شئ په ریاضي کې عبارتي پوښتنې لږ اوږدې کړئ، داشان چې هم خرما شي هم ثواب، هم کیسه وي او هم د ریاضي د زده کړې په برخه کې مرسته وکړي.
او ماشومانو ته په زړه پورې هم وي.
په یو، دوه لومړیوو کرښو کې خپل هدف مه لټوئ، په ټوله کې یې د ګتې په اړه فکر وکړئ!

مثلاٌ:
جانان او زمری هره ورځ کرکټ کوي.
جانان توپ اچوی او زمری توپ وهنه کوي.
زمری تر جانان دوه کاله مشر دی، جانان اته کلن دی.
څوک وايي زمری څو کلن دی ؟ ( خالي خانه چې بیا یې ماشومان ډکه کړي)
نن دوی دواړو یو اور لوبه وکړه.
یو اور څو توپه وي ؟ ( خالي خانه چې بیا یې ماشومان ډکه کړي)

زمری په لومړي ټوپ کې دوه مندې جوړې کړې.
په دوهم توپ کې څلور.
په دریم توپ کې بیا څلور.
په څلورم توپ کې دوه.
او په پنځم او شپږمو توپونو کې دوه شپږېزې.
اوس له جانان نه حساب ورک دی چې زمري ټولې څو منډې جوړې کړې؟
څوک یې مرسته کوي، زمري په شپږو توپونو څو مندې جوړې کړې دي ؟ ( خالي خانه چې بیا یې ماشومان ډکه کړي)

د تېر درس د تکرار په ډول د ښوونکي پوښتنې:

زمري او جانان کومه لوبه کوله؟
زمری څو کلن او جانان څو کلن و؟
زمری تر جانان څو کاله مشر و؟
زمري او جانان څو اوره لوبه وکړه؟
یو اور څو باله وي؟
زمري په اول توپ څو منډې جوړې کړې؟
زمري څو څلوریزې ووهلې؟
په دوو ورستیو توپونو کې زمري څو څو مندې جوړې کړې؟
زمري په یو اور کې ټولې څو منډې جوړې کړې؟
که زمري په هر توپ شپږ منډې جوړې کړې وي، نو تولې څو مندې کېدې؟
او دې ته ورته نورې بېلګې …»

دا ځای کلیک کړئ

د ماشومانو او کوچنیانو په ژبه او د دوی د فکر د دایرې په اندازه او د چاپیریال د عیني غوښتنو په نظر کې نیولو سره په دې پاڼه کې کله یو نیم داسې وړوکی نثر هم ایښودل شوی دی چې واړه خو لا څه کوې، مشران یې هم ور نه زده کوي. په دې لنډ نثر کې ماشوم ته د کار د فکر ور لیږدول په نظر کې نیول شوي دي، دا ځکه چې په اوسنۍ زمانه کې د یو چا د شخصیت او کار په منځ کې نیغه اړیکه وي ، د هر انسان شخصیت باید د هغه په پوهه او کار پورې اړه ولري ، په کار کولو کې راتلونکی ژوند او نیکمرغي نغښتې ده، بیکاره خلک او بیکاره ټولنه بد مرغه وي او که له همدې کوچنیوالي ماشوم او کوچني ته د کار ارزښت او ښیګڼې وښايو، ډیره به ښه وي. دا یې تر ټولو غوره او ساده عام فهمه بیلګه ده:«

له يو ماشوم مې پوښتنه وکړه چې څوک درباندې ګران دی.
ويل يې چې پلار جان او ورورک مې.
ما ويل ولې درباندې ګران دي ؟
ويل يې ځكه چې دوى دواړه ماته د لوبو لپاره موټرک راوړي.
زه بيا په موټرک کې مې خاورې او اوبه راوړم، کور جوړم او مکتب جوړوم.
د کتابچو دکان جوړوم.
شفاخانه جوړوم.
فکر وکړئ، ماشومانو سره څومره ښې هیىلې دي!

حمید حکیمي»

دا ځای کلیک کړئ

کله کله په دې پاڼه کې اړینې یادونې او یاد داشتونه او مننې هم ایښودل شوي دي، دا بیلګه وګورئ:

«یک یاداشت ضروری:

خانه ادبیات کودک طی چهار سال ګذشته از این آدرس انترنیتی نشرات داشت:
کلیک کړئ
جا دارد که به خاطر مدیریت خوب این صفحه از نویسنده توانا و متخصص ادبیات کودک خانم اناهیتا روهی ابراز سپاس و امتنان کرد.
دوستان میتوانند بعد از این نشرات ما را روی این صفحه فیس بوک دنبال کنند، اما صفحه انترنیتی قبلی ما هم قابل استفاده بوده و علاقمندان میتوانند از مطالب ان مستفید شوند.
سپاس
شورا رهبری»

دا ځای کلیک کړئ

کله کله یې د خپلو غونډو او فعالیتونو ګزارش او خبر هم خپور کړی دی.

یوه بله ډیره په زړه پورې برخه په دې پاڼه کې چې په دې نږدې وختونو کې پیل شوې ، د کوچنیانو د ادبیاتو له ځینو متخصصینو سره، د کوچنیانو پر روان باندې د ادبي ژانرونو د اغیز په باب ده:

«د ماشوم د ادبیاتو کور له استاد شرف الدین عظیمی سره د ماشوم د ادبیاتو اغېزه د ماشوم په روان باندې لړۍ هم پیل کړه. د دې لړۍ لومړی موضوع مو کیسه وټاکله هغه څه چې ورورو یې دود په ختمېدو دی خو اروايي ګټې یې خورا ډېرې دي دا چې کیسه د ماشوم په وده څه اغېز لري.»

دا ځای کلیک کړئ

له استاد شرف الدین عظیمی نه یې د موضوع اړوند د یوې انتریو په ترڅ کې مالومات غوښتی دی چې دا تر ډیرو پورې له مشرانو سره او د دې برخې له هغو قلموالو سره مرسته کوي چې د کوچنیانو له پاره تخلیق کوي.

د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په شلمه د ماشوم د ادبیاتو کور په فیسبوک پاڼه کې دا شعر ایښودل شوی و:

مورې

مورې، مورې، مورې

زما د سترګو تورې

زه د تا بچی یمه

ښکلی ګلالی یمه

سره مې اننګي مورې

شونډې ګلابي مورې

سپینې مې جامي دي

جیب کې مې پیسې دي

پیسی دوکان ته وړمه

وړه سودا کومه

خورته ناوکۍ اخلم

ځانته پې لارۍ اخلم

بیرته رازم کورته

نه ځمه بل لور ته

مینه توتاخیل

دا ځای کلیک کړئ

«د ماشوم د ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې یوه بله ډیره ښه او آموزنده برخه دا ده چې د ماشومانو او کوچنیانو په باب ځینو مشاهیرو خبرې را اخستل کیږي او په دې آدرس کې د لوستونکو له پاره ایښودل کیږي. دا کار که له یوې خو د ټولو خلکو پام د ماشوم خواته اړول وي، چې باید د ماشوم او نوي نسل روزلو ته پام وشي، له بلې خوا ماشوم ته شخصیت ورکول کیږي او دا ورته ویل کیږي چې دوی څومره مهم دي. دا لاندې وړوکې جمله یې ډیره ښه نمونه کیدای شي چې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه نیټه په دې پاڼه کې ایښودل شوې وه:

Play with kids,they are your biggest

(greatest)teachers.

باکودکان بازي کن، آنان بزرگترين معلمان توهستند.

له ماشومانوسره لوبې وکړه، هغوی دې تر ټولو ښه ښوونکي دي.

شريل ريحار سون

مترجم: فرشته هاشمی

زما هیله دا ده چې «د ماشوم د ادبیاتو کور» بنسټ فعالین ستړي نه شي، د خپلو هڅو لمن نوره هم وغوړوي او د افغان ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل په روزلو کې خپلې هڅې نورې هم کړندۍ کړي.

د شلمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...