د کوچنیانو ادبیات/ پوهندوی آصف بهاند

«د ماشوم د ادبیاتو کور»

۳

تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

نولسمه برخه

د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په لسمه نیټه د «د ماشوم د ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې یو مطلب خپور شو، په هغه کې راغلي چې د ماشوم د ادبیاتو کور مشر اجمل تورمان د حکومت پر لوړ پوړو مقاماتو د کوچنیانو د ادبیاتو د عامیدو او درسي نصاب ته یې د داخلیدو او رسمي کیدو په موخه د یوې تلویزیوني خپرونې له لارې داسې غږ کړی دی:

«نن سهار د افغانستان له ملي تلویزیون سره په هیواد کې د ماشومانو د ادبیاتو د اوسني وضیعت او د ماشومانو د ادبیاتو د کور د فعالیتونو په اړه د کور د مسوول ښاغلي اجمل تورمان د خبرو مهم ټکي:

«د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ په وزیر غږ کوم چې لطفاً د ماشومانو ادبیاتو او رسنیزو فعالیتونو ته پاملرنه وکړئ.

د افغانستان د لوړ زده کړو په وزیرې غږ کوم چې لطفاً د ټولو پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو د ادبیاتو د پوهنځیو په تدریسي نصاب کې د ماشوم ادبیات شامل کړئ.

او د افغانستان د پوهنې په وزیر غږ کوم چې لطفاً د لومړنیو ښوونځیو په کتابونو کې د ماشوم ادبیاتو ته توجه وکړي او ماشومانو ته د ښوونځي د کتابونو تر څنګ مرستندویه تعلیمي کتابونه هم چاپ او په دوی یې وویشئ»

دا ځای کلیک کړئ

یوه دولتي موسسه چې پخوا یې د کوچنیانو ادبیاتو ته د کار کولو رسمي مکلفیت درلود، د افغانستان د لیکوالو ټولنه کې د کوچنیانو ادبیات څانګه وه. په همدې اړوند مې له تورمان صاحب نه مالومات وغوښت:

بیا سلامونه، بیا کلامونه او بیا سوالونه:ماته په ورغوي کي فالونه په سلګیو سول
تاته دا بې لمره پټ په شپو کي اسمان څه واييستاڅخه اوږده سوه په پانوس کي د لمبې کیسه
واوره له محفل څخه راغلي رندان څه واييدا به اوس پخپله د بلاله څخه وپوښتو
نن پر نړېدلو منبرونو اذان څه وايينور به په رحمان کي د فالونوڅرک ته نه ګورو
شرنګ د زولنو کي لېونی غني خان څه وايي

پرېږدئ مرور نصیب دي خپله لار تڼاکي کړي
موږ به منصوري چیغي وهو چي جانان څه وايي

موږ خو د ظالم د عُمرشپې لنډي بللي وې
ګورو به ملګرو چي قاضي د زمان څه وايي

نن چي جهاني د څپو غېږ ته ورغلی یې
تاته پټ په غوږ کي خوځېدلی توپان څه وايي.

د ۲۰۱۵ د اکټوبر لسمه،
کابل، وزیر اکبر خان مېنه

په شپیتمه لسیزه کې د افغانستان د لیکوالو ټولنې په چوکاټ کې د «کوچنیانو ادبیاتو څانګه» موجوده وه او فعالیت یې کاوه، اوس شته که نه؟

که وي څه یې کړي دي؟

آیا ماشومانو او کوچنیانو ته د پاملرنې، روزنې او د هغوی ادبیاتو ته د پام کولو بله کومه موسسه، بنسټ یا ټولنه شته که نه؟

که دې مرسته وکړه ډیره مننه، که و نه توانیدې، د دې کرښو له لوستلو نه هم مننه.

بیرته ښاغلي ترمان په ځواب کې را ته ولیکل:

«اصلاً د لیکوالو اتحادیه چې ړنګه شوې، بیا نه ده جوړه شوې.

مصور خپرندوی بنسټ په دې برخه کې کار کړی او ویل کېږي چې هرات ادبی انجمن هم، خو د هرات ادبي انجمن کارونه ما په خپلو سترګو نه دي لیدلی.»

څنګه چې د زغم او نورو همکارانو «mashomrozana» فیسبوک پاڼه وروسته له ډیر کار او زیار نه د کورنیو، ماشومانو او کوچنیانو د روزنې، پالنې او ادبیاتو له پاره په یوه لوی او معتبر آدرس باندې بدله شوه، دغسې زما هیله ده چې «د ماشوم کور» بنسټ هم د ماشومانو او کوچنیانو ته د پام کولو او د دوی د ادبیاتو د څیړنې، تخلیق او ژباړې له پاره په یوه لوی او ډاډمن آدرس بدل شي.

که د ګوډ و مات دولت کړنو او پروګرامونو ته په تمه او لاس تر زنې کینو، هیڅ هم نه ور نه جوړیږي. دې ځوانانو چې د نورو قلموالو په څیر د کوچنیانو د روزنې او ادبیاتو د پیژندنې او ودې له پاره مټې بډ وهلي دي، زه خپله ډیر ور ته هیله من یم او د مرستې د وعدې تر څنګه ډاډ ورکوم چې کار یې خامخا نتیجه ورکوي او که موږ ټول د دولت په تمه کینو، نو خامخا لکه دا دومره کلونه له یآس سره مخ کیږو او د یاس او نا امیدۍ دغه حالت که د یوې لنډۍ قالب ته ور واچول شي، نو داسې به وي:

چې له دولت نه پوره نه شوه

کوچنی ماشومه موږ په خپله دې ساتونه

او دا دی دا ساتنه او پالنه پیل شوې ده او «د ماشوم د ادبیاتو کور» په نوې زمانه کې، د نوې میډیا په دایره کې، زموږ د نوي متعهد نسل نوې تجربې دي چې د زړه په وینو او خپلو مادي امکاناتو یې چلوي او د راتلونکي ژوند د نوې ارابې (ماشومان، کوچنیان) د پیاوړې کولو او پر مخ بیولو له پاره، په اساسي ډول کار کوي.

زما هیله دا ده چې دا هڅې او دا تجربې د تیرو نسلونو او فرهنګیانو د مثبتو تجربو په رڼا کې د نوي تمدن له کاروان سره موازي پر مخ ولاړې شي او نورې هم پسې غني او عملي شي.

زما د دغو ټولو خبرو اساسي موخه دا ده چې: موږ باید له ځان نه وروسته، له اوسني مفهوم سره سم یو باسواده، چیز فهمه، په نویو علومو پوه، له نوي عصر سره پخلا او له نوې تکنالوژۍ سره څنګ په څنګ تلونکی نسل پریږدو، نه داسې نسل چې فکراً په زر کاله پخوا زمانه کې ژوند وکړي او فزیکي ژوند یې په اوسنۍ زمانه کې وي او د مغزو د فعالیت پر ځای یې د معدې فعالیت ډیر وي.

څنګه چې مخکې هم و ویل شول «د ماشوم د ادبیاتو کور» ډیره لږه موده کیږي چې په مخکتاب کې يې ځانته پاڼه جوړه کړې ده او په همدې لږه موده کې یې هڅې او فعالیتونه د پاملرنې وړ دي.

په یاده پاڼه کې له نیکه مرغه په دواړو ژبو(دري، پښتو) باندې د کوچنیانو له پاره شعرونه، کیسې او مطالب خپریږي. زه په دې مقاله کې یوازې په پښتو ژبه باندې پر خپرو شوو مطالبو باندې غږیږم، ځان ته حق نه ورکوم چې په دري ژبه باندې پر خپرو شو مطالبو څه و وایم او دا کار پریږدم د دې برخې داسې یوه څیړونکي ته چې په همدې برخه کې صلاحیت او د کار مخینه ولري.

په فیسبوک کې «د ماشوم د ادبیاتو کور» په پاڼه کې په پښتو ژبه باندې له پیل نه(۲۰۱۵/۰۹/۱۰) تر نن(۲۰۱۵/۱۰/۳۰) پورې د دغو ښاغلو او آغلو مطالب خپاره شوي دي:

اجمل تورمان، عبدالحمید حکیمي، وړانګه ننګیال، عبدالحنان آرمل، رڼا زرمتۍ، پروانه لطیفي، علینه توتاخیل، نګینه اتمانزۍ، مینه توتاخیل، ولوله کوچۍ، روزالدین غورځنګ، پوهیالی محبوب شاه محبوب، اسما سادات، فخریه نړیواله.

او څنګه چې لیدل کیږي، د دې قلموالو شمیر ورځ تر بلې په ډیریدو دی او زما هیله دا ده چې هر قلموال د خپلې ټولنې له پیژندلو او خپلو ماشومو او کوچنیو لوستونکو او مخاطبینو ته په کتو سره، هغوی درک کړي، د هغوی روان او جهان وپیژني او بیا د زمان له غوښتنو او پوښتنو سره سم ورته قلم وچلوي.

د دغو یادو قلموالو مطالب تر هغه ځایه چې ما لوستي او له نظره مې تیر کړي دي، د کوچنیانو د روان او غوښتنو سره سم، په غور او دقت سره لیکل شوي دي. بیا یې هم په تکرار سره وایم چې دغه مطالب یوازې هغو ماشومانو او کوچنیانو ته رسیدلای شي، چې کمپیوتر، انترنت او فیسبوک ته لاسرسی لري، ډیره سلنه کوچنیان چې له یادو شیانو نه محروم دي، هغوی ته باید د دې موادو چاپي بڼه آماده او لاس کې ورکړل شي او دا کار په لږ دقت او زحمت سره ممکن هم دی.

اوس چې د «دماشوم د ادبیاتو کور» د کار پیل دی، په ښه بڼه پیل شوی دی او که همداسې روان وي، زه یې وینم چې د لیکوالو او شاعرانو شمیر هم ورځ تر بلې په زیاتیدو دی او د محتوا له پلوه هم تر یوې اندازې د قناعت وړ دی. «د ماشوم د ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې د خپرو شو مطالبو څو بیلګې دا دي:

ستوری

اجمل تورمان

بهرام سبق ښه زده کړی و.

ښوونکي ورته په مخ ستوری رسم کړو.

بهرام ډېر خوشاله شو.

کورته چې راغی د کوټې پرده يې کش کړه.

کوټه تياره شوه، بهرام لاس له مخ لرې کړ او ويې ويل:

مورجانې زما مخ رڼا کوي؟

مور يې وويل:

هو، زما د ښايسته زوی مخ خود رڼا کوي.

بهرام وويل:

نه مور جانې! زما په مخ ښوونکې ستوری رسم کړو دا ستوری رڼا کوي؟

مور يې پرده بېرته کش کړه، په خندا يې بهرام ته وويل:

زوی جانه دا خو په قلم جوړ شوی ستوری دی دا کله رڼا کوي؟

بهرام خپه شو. ويل: نو ښوونکي دا ستوری څله رسم کړ؟

مور يې ورته وويل:

تا سبق ښه زده کړی و.

ستا په پوهه ستاسې ټولګی رڼا دی، ته د خپل ټولګي ستوری يې، او ښوونکې ځکه ستا په مخ دا

ستوری رسم کړ. بهرام خوشحاله شو او له ځان سره لګيا شو: اې، بي، سي، ډي »سي, ډي…

(دا ځای کلیک کړئ)

«د ماشوم د ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې داسې ترانې هم ایښودل شوي چې له یوې خوا ماشوم ته د ښیرازۍ او پسرلي زیری ورکوي او له بلې خوا د تورو په زدکړه کې مهم رول لوبوي.

څنګه به له څو تورو نه یوه کلمه جوړه شي او بیا له څو کلمو نه یوه جمله. زما په نظر چې دا ترانه په کورونو کې او په وړکتونونو کې د هغو ماشومانو له پاره ډیره اړینه ده چې د لومړي ټولګي له پیل نه مخکې د لومړي ټولګي په مقدماتي برخه کې میندې پلرونه او یا په وړکتون کې ښوونکي کوچنیان لومړي ټولګي ته د تللو له پاره آماده کوي. دا هم د اجمل تورمان ترانه:«

باران ، د ماشومانو لپاره ترانه

اجمل تورمان

ب ، ب ، ب ، الف ، الف ، الف

ر، ر، ر، الف ، الف ، الف

ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران

ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران

***

باران ميده ، ميده ، ميده

په غرونو اوري ښايسته

باران ميده ، ميده ، ميده

په غرونو اوري ښايسته

ب ، ب ، ب ، الف ، الف ، الف

ر، ر، ر، الف ، الف ، الف

ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران

ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران

***

ښكلي باران د پسرلي

زړونو ته راوړه خوشحالي

ښكلي باران د پسرلي

زړونو ته راوړه خوشحالي

ب ، ب ، ب ، الف ، الف ، الف

ر، ر، ر، الف ، الف ، الف

ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران

ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران

***

بارانه سيند درنه خپه

وركړه سلام څپه، څپه

ب ، ب ، ب ، الف ، الف ، الف

ر، ر، ر، الف ، الف ، الف

ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران

ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران»

دا ځای کلیک کړئ

خو د تاسف ځای دا دی چې زموږ د ټولنې جوړښت دومره نا متوازنه دی چې همدا لومړي ټولګي ته تر تګ نه مخکې مقدماتي ټولګی د ټولنې ډیره لږه سلنه خلک پیژني او تطبیقوي یې او د ټولنې اکثریت یې لا پیژني نه او که یې پیژني بیا یې د عملي کولو شرایط د بیلابیلو دلایلو له مخې نه وي آماده، خو پخوا له دې چې ټولنه د جګړې په مرض اخته شي، په دودیزه بڼه موجود و، یا په کور کې د کورنۍ د مشرانو له خوا او یا هم د کلي په جومات کې، خو اوس په ډیری سیمو کې د جګړې او اقتصادي ستونزو له امله نه مراعاتیږي.

د نولسمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...