څنګه مو اولادونه له کتاب لوستلوسره عادت کړو؟/ ژباړه حمیدالله حمیدي

په تېر کې، چې له اوسني وخت څخه په ځلونو اسانتیاوې کمې وې، کتاب د لویانو او کوچنیانو لپاره د وخت تېرولو تر ټولو ښه وسیله وه؛ خو دغه کچې د بېلا بېلو کسانو په منځ کې توپیر درلود، نویو ځوانانو به د مینې داستانونه لوستل، مشرانو به نوي کتابونه اخیستل او یا به یې هم له نورو خپلوانو د امانت په ډول راوړل، خو په ټوله کې د کتاب لوستل، د اوسني وخت په پرتله ډیر عام وو. اوس مهال نوې تکنالوژۍ، فلمونو، سریالونو، د کمپیوټر څخه ډیرې ګټه اخیستل، او یا هم په ټولنیزو شبکو کې زیات بوختېدل د دې لامل شوي، چې د کتاب لوستل او مطالعه کول کمه رنګه شي. هغه کسان، چې د پوهنتون محصلین دي او موخه یې یوازې د زدکړې کول دی هغوی هم ډېر کله له د خپل سمېستر له معلومو کتابونو پرته آزاده مطالعه نه کوي. په داسې حال کې، چې آزاده مطالعه د معلووماتو په زیاتولو کې په بې ساري ډول مرسته کوي او په هره برخه کې یې د معلوماتو زېرمه زیاتیږي. دا هم مه هېروی، چې کتاب د انسان تر ټولو ښه ملګری دی. د دې لپاره، چې اولادونه مو د کتاب له لوستلو سره روږدي کړئ له لاندې تګلارو څخه ګټه واخلئ:

۱- مخکې له دې، چې لوستل او لیکل زده کړي کیسې ورته ولولئ:

د اولادونو لپاره مو خوږې او په زړه پورې لنډې کیسې غوره کړئ او د ویده کېدو په وخت کې یې ورته و وایئ، د کیسو لپاره ورته داسې کتابونه وټاکئ، چې ښکلي او زړه راښکونکي انځورونه ولري او له کیسې سره بشپړ تړلي وي، تر څو دوی په اسانۍ سره وکولای شي له کیسې سره اړیکه ورکړي. وخت ورکړئ، چې د کتاب له لومړۍ پاڼې پوره مانا واخلئ وروسته ورته دویمه پاڼه واړوئ. د ماشومانو سن ته په کتو کتابونه غوره کړئ. هماغه یوه کیسه ورته له یو ځل زیاته ولولئ، ماشومان د لویانو په څېر نه دي، چې له یو ځل کیسې لوستلو ستړي شي، بلکي دوی غواړي یوه کیسه بیا بیا ورته ولوستل شي تر څه په یاد یې زده کړي. که مو احساس کړه، چې موشومان مو هغه کتاب ته، چې تاسو یې ورته لولئ، خاص خوند نه ورکوي، مه ناهلي کېږئ، د وخت په تېرېدو سره هغه د کتاب لوستلو له کلتور سره اشنا کیږي.

۲- پرېږدئ، چې ماشومان مو د خپلې خوښې وړ کتاب د ځان لپاره غوره کړي:

ماشومان مو خپلې خوښې ته پرېږدئ، چې د خپل ذوق اړوند کتاب د ځان لپاره غوره کړي، تاسو پرې په زور د کوم خاص کتاب د لوستلو فشار مه اچوئ، کېدای شي هغوی له داسې کتابونو سره مینه ولري، چې انځورونه پکې زیات وي یا هم داسې کتابونه، چې په پرله پسې توګه کیسې ولري او یا هم بل ډول، چې د دوی خوښ وي. تاسو ورته یوازې د دوی د خوښې کتاب رواړئ او د ذوق احترام یې وکړئ، ډاډه اوسئ هغه څه، چې دوی یې د ځان لپاره خپله ټاکي د دې سبب ګرځي، چې له کتاب لوستلو سره مینه پیدا کړي، خو یوه څه ته مو باید پام وي، چې داسې کتاب وي، چې اړوند توکي پکې د دوی له سن سره برابر، ګټور او داسې څه پکې نه وي، چې پر دوی باندې منفي اثر پرې باسي، که یې بیا هم غوښتنه وه، دغه چاره داسې مدریت کړئ، چې ماشوم مو د کتاب له لوستلو زړه توری نه شي او په پایله کې د بل کتاب د اخیستو غوښتنه وکړئ.

۳- اولادونه مو د عامه کتاب خونو غړي کړئ:

ډیر کله ماشومان غواړ، چې یو کتاب یې په خپل نوم وي او دا احساس کړي، چې ګواکي دا کتاب د ده خپل مال دی او ډیره کله له هماغه یوه کتاب سره مصروف وي، خو دا کافي نه ده، کېدای شي له کیسو نور ستړي شوي وي کتاب خونه له دوی سره مرسته کوي، چې د خپلې خوښې هر ډول کتاب پکې ومومي، بې له دې چې پیسې پرې ورکړي. کتاب خونو ته د ماشومانو بېول د دې سبب ګرځي، چې ماشومان له کتاب خونو سره مینه پیداکړي.

۴- ماشومان مو وهڅوئ، چې د کتاب لوستلو په سیالیو کې برخه واخلي:

د کتاب لوستول سیالۍ تر ډیره په ښوونځیو کې تر سره کیږي، خپل ماشومان مو وهڅوئ، چې په دې ډول سیالیو کې برخه واخلي. که مو یوځل ماشوم د کتاب لوستلو په سیالۍ کې د بریالیتوب خوند ولید، هېڅکله به هم په دې ډول سیالیوکې د ګټون چانس له لاسه ورنه کړي او که پکې بریالی نه شو هم تاسو باید خپل ماشوم وهڅوی ترڅو د دویم ځل لپاره پکې برخه واخلي. کله کله تاسو خپله هم ورته وړې ډالۍ واخلۍ تر څو نور هم د کتاب لوستلو ته وهڅیږي.

۵- ماشومان مو تشویق کړي، چې لیکل هم وکړي:

د ماشوم په خټه کې د فکرکولواو کیسې ویلو غوټۍ موجودې وي، تاسو هڅه وکړئ، هغه وغوړوئ، ماشومان مو وهڅوئ، چې کیسه جوړه کړي، هغوی کولای شي په خپله کتابچه کې کیسه ولیکي او انځورونه ورته وباسي، کتابچه چې یې ورته د یوه ارزښت ناک یادګار په توګه وساتئ او دوی ته دا وښیئ، چې لیکل شوي شیان یې تاسو ته ډیر ارزښت لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...