فرهاد دریا د افغان ماشومانو سفیر شو

د ماشوم ملاتړې موسسې سېف دي چلډرن په افغانستان کې له ماشومانو سره د اغېزمنو مرستو لپاره نامتو افغان هنرمن فرهاد دریا په افغانستان کې خپل سفیر ونوماوه.

د دې موسسې ریيسې “انا مریا لاکسن” د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغان ماشومانو پر ناوړه وضعیت خبرې وکړې او له فرهاد دریا سره یې د یوه کال لپاره یو تفاهملیک لاسلیک کړ.

انا مریا لاکسن وویل، د افغانستان په اکثرو سیمو کې یې د اړو او بېوزلو ماشومانو وضعیت څېړلی او د دوی د ملاتړ لپاره هلې ځلې کوي:

مېرمن لاکسن وايي: په ټولو ولایتونو کې چې موږ کار کوو؛ اړخلک په کې د یو پروګرام له لارې معلوموو او د هغو سیمو خلک په کې شاملوو چې ماشومان یې تر نورو زیات مرستو ته ډېر اړ دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ماشومان د دې پرځای چې زده کړې وکړي او سالم وروزل شي؛ په سختو شاقه کارونو بوخت دي.

د دې هېواد په ډېرو سیمو کې لیدل کیږي چې د بې وزلو کورنیو ماشومان موټر مینځي؛ سپیلني دودوي، خښتې اچوي او د پیسو لپاره نورو ته د سوال لاس غځوي.

راپورونه وايي، په دوی کې ډېر داسې ماشومان هم شته چې د ناوړه چاپېریال له امله په ډول – ډول ناروغیو اخته شوي دي.

راپورونه دا هم وايي چې له ځینو ماشومانو څخه د مخدرو موادو په قاچاق او جنګونو کې هم کار اخیستل کیږي.

دا هم ویل کیږي چې د ماشومانو دغه مجبوریتونه کله – کله د دې سبب کیږي چې جنسي تیری پرې هم وشي.

له بلې خوا خوا فرهاد دریا، چې په ۲۰۰۸م کال د ملګرو ملتو د ښه نیت سفیر غوره شوی، وايي، د ماشومانو د ملاتړ او له دوی سره د مرستو په خاطر په کار ده چې د هېواد د فرهنګ یوه برخه بدله شي.

ده وویل هڅې به وکړي چې د افغان ماشومانو د خدمت لامل وګرځي:په افغانستان کې له ماشومانو سره کار کول د هېواد د فرهنګ د یوې څنډې له بدلون سره تړلی.

لویه لاره پرمخکې ده او موږ هڅه کوو چې هغه فرهنګ بدل کړو چې د ماشوم حق په کې نه وي. زه به د ماشوم د ملاتړ د موسسې او خلکو ترمینځ د یو پل حیثیت ولرم.”

ښاغلي دریا له افغان حکومت او نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د یوې هوسا او پرمختللې او له زورزیاتي څخه د پاکې ټولنې په مقصد، د ماشومانو ژوند ته پام وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...