ولي ځیني حیوانات د خوب په وخت دواړه سترګې نه پټوي؟

تاند- ولي ځیني حیوانات لکه سیمساره او تمساح د خوب په وخت یوه سترګه پټوي؟

استرالیايي څېړونکو چې په دې برخه کې څېړنې کړي، وايي چې دې پوښتنې ته یې ځواب موندلی دی.

د دوی په وینا که حیوانات د خوب په مهال دواړه سترګې پټې کړي نو د ښکار کېدو خطر یې زیات دی، خو د سیمسارې په شان حیوانات د دې لپاره د خوب په وخت یوه سترګه نه پټوي چې د ځان دفاع ته چمتو واوسي. کله چې د حیوان یوه سترګه پټه او بله پرانستې وي د مغزو نیمه خوا یې فعاله او نیمه ویده وي. فعاله برخه حیوان له خطره خبروي.

د استرالیا د لاتروب پوهنتون څېړونکو ویلي چې دا ډول خوب یوني هیمسفایر (unihemispheric) نومېږي. تمساح په دې مشهوره ده چې ډېر وخت په یوه سترګه خوب کوي.

پر تمساح سربېره ځیني مرغان، خزندګان او اوبژوي هم د خوب په وخت یوه سترګه رڼه ساتي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...