مرغاوۍ او چنګښه

لیکوال: استاد محبوب شاه محبوب

د ډنډ پر غاړه نازولې کوچنۍ مرغاوۍ له خپلې مور څخه خفه ولاړه وه. مور یې هغه پخلا کوله مګر نازولې مرغاوۍ نه پخلا کېده او ټینګار کوي چې ولې یې ترې چنګښه خلاصه کړه.


د مرغاوۍ نازولي لور نن سهار په ډنډ کې یوه کوچنۍ چنګښه زوروله او هغه یې په خپلې مښوکي زخمې کړې وه. کله یې چې مور پرې خبره شوه، له هغه یې چنګښه خلاصه کړه او په ډېره غوصه یې له ډنډه وویست.


اوس مازیګر دی، مګر لا هم کوچنۍ مرغاوۍ له خپلې موره خفه ده، مور یې هڅه کوله چې له هغې سره خبرې وکړي، مګر کوچنۍ مرغاوۍ ترې مخ اړاوه.


مور یې خپله لور په خپل وزر کې راپټه کړه او ویې ویل: لورې! دا ډنډ یوازې زموږ په برخه نه دی رسیدلی، چنګښان هم حق لري چې لمبا وکړي او باید څوک ونه ځوروو.
کوچنۍ مرغاوۍ وویل:
نو په دې ډنډ کې خو موږ له ټولو غټان یو، چنګښان به موږ ته څه زیان ورسوي؟
موریې ځواب ورکړ:


دا منم چې موږ له ټولو غټ یو، مګر له موږ نه کوچني حیوانات هم د دې حق لري چې په ډنډ کې ولامبي.
کوچنۍ مرغاوۍ بیا هم له موره خفه ده او وايي چې ولې یې چنګښه ترې خلاصه کړې، خو مور یې هغه پخلا کوي او ورته وايي چې که له چا سره یو وار ښه وکړې، له تاسره به د دغو ښو په بدل څو برابره ښه وشي.
څو ورځې وروسته یو ځل بیا کوچنۍ نازولې مرغاوۍ او مور یې هماغه ډنډ ته راغلل. دواړو په ډنډ کې په لمبا پیل وکړ.
کوچنۍ مرغاوۍ وویل:


مورې! د ډنډ اخوا غاړې ته به لاړ شو، ښه سیوری دی.
مور یې ځواب ورکړ:
نه! اخوا نه ځو!
مګر کوچنۍ مرغاوۍ ټینګار کاوه او مور یې مجبوره کړه چې د ډنډ بلې غاړې ته لاړه شي.


د ډنډ بلې غاړې ته یې په حرکت پیل وکړ. د ډنډ اخرې څنډې ته ورسېدل، له څو شېبو مستیانو وروسته لویه مرغاوۍ د ډنډ په غاړه په پرتو خټو کې ونښته. له یوې خوا د ګیدړانو ویره وه چې که راشي نو په اسانۍ سره یې خوړلی شي او بله خوا ویرېدل چې شپه پرې رانه شي.


مرغاوۍ ډېر زورونه وکړل مګر ځان یې خلاص نه کړ. کوچنۍ مرغاوۍ هم له ویرې د خپلې مور خواته نه شوه ورتللی، ځکه که هلته ورشي هغه به هم په خټو کې ونښلي، له همدې امله مور او لور چغې کړې:
مرسته!
مرسته!
مرسته!
د ډنډ په غاړې هېڅ کوم داسې څوک پېدا نه شول چې مرغاوۍ دې له خټو راوباسي، کوچنۍ مرغاوۍ په ژړا پیل وکړ او د خپلې مور د خلاصون لپاره یې چغې شروع کړې:
مور مې خلاصه کړئ!
ګني ګیدړ به یې رانه وخوري
مور مې!
مرسته!
څو شېبې وروسته یوه کوچنۍ چنکښه راپېدا شوه، هغې په ډېره بیړه د مرغاوۍ پښو ته ځان ورساوه. د مرغاوۍ پښې په خټو کې نښتې وې، چنګښې په ډېرې چابکۍ سره په کار شروع وکړ.


د مرغاوۍ له پښو یې ګېرچاپېره خټې لرې کړې او د هغې پښې یې رالوڅې کړې، له یوې شېبې خوارۍ او زور وروسته مرغاوۍ له خټو راووته.


کوچنۍ نازولې مرغاوۍ چې د چنګښې همت او مرسته وکتله، زر یې پر سر ښکل کړه او مننه یې ترې وکړه. دا هماغه چنګښه وه، چې څو ورځې وړاندې کوچنۍ مرغاوۍ ځورولې او زخمي کړې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...