د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

پوهندوی آصف بهاند

«د ماشوم د ادبیاتو کور»

۱

۱۷مه برخه

د کوچنیانو د ادبیاتو د مقالو(د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت) په دې برخه کې، «د ماشوم د ادبیاتو کور» ته رسیدلي یو او لږ به په دې کور کې دمه شو، له کوربنو سره به آشنا شو او وبه ګورو چې د دې کور خاوندانو د ماشومانو او کوچنیانو له پاره څه کړي او نقد څه لري.

د کوچنیانو د ادبیاتو د مقالو د همدې سلسلې په دولسمه برخه کې مې ویلي و:

«په فیسبوک کې ماشومانو او کوچنیانو ته پاملرنه:

مخکې له دې چې زه خپل بحث ته ور ننوزم، د دې خبرې سپینول غواړم چې په مخکتاب کې مې د عامو خلکو له لوري د خپلو ماشومانو د زیږدلو زیري، د بل چا د ماشومانو او کوچنیانو په ښه یا بدو یادول، عکس کیښودل او نازول د بحث وړ موضوع نه ده، بلکې د مخکتاب په پاڼو کې مې اصلي هدف هغه پاڼې دي چې په عام ډول د ماشومانو او کوچنیانو د روزنې، پالنې او د دوی ادبیاتو له پاره کار کوي.

په دې کې شک نه شته چې د دولت د درې ګونو قواوو(مقننه، اجراییه، قضایه) تر څنګ، میډیا په ټوله نړۍ کې د څلورم ځواک په صفت خپل رول ثابت کړی دی. په نویو نظریاتو کې دا هم ویل شوي دي چې د دې څلورم ځواک څو سر کښه بچي)ټولنیزې رسنۍ( د پنځم ځواک دعوا کړې ده. یوه ورځ مې د خپلې خوښې وړ او خپل اعتبار وړ رسنۍ سره اړولې چې ډ ټولنیزو رسنیو په باب دا کرښې په مخه راغلې:

«…اوس د دغه څلورو قواو تر څنګ پنځمه قوه هم خپل سر را ښکاره کړ، هغه ټولنیزې شبکې دي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو اشخاص له مختلفو عقایدو او افکارو سره یو ځای شوي دي او خپل د خوښې وړ څه پکې خپروي او ډیر ژر تقریبا کله کله له رسنیو مخکې د نړی له پیښو څخه خبریږي دا ټولنیزې شبکې چې ډیره وتلې او اغیزمنه یې فیسبوک ویب پاڼه ده چې له ډیر ښه تسهیالتو څخه برخمنه ده او مشترکین یې کوالی شي خپل د خوښې وړ څه پکې خپاره کړي. ددې ټولنیزو شبکو فلسفې ته که فکر وشي نو ډیر د نړیوال کیدو پر لور ورنیږدې کیدو ته یو ستر ګام دی او د نړۍ په یوه کلي بدلیدل ورځ تر بلې په دې ډول تحولاتو سره محسوسیږي …»

   http://rohi.af/fullstory.php?id=32292

د میډیا د پاسنیو سرکښو بچیانو په ډله کې یو هم مخکتاب یا فیسبوک نومیږي. د دې ټولنیزې رسنۍ پر مخ ځینو قلموالو د نورو مسایلو تر څنګه کوچنیان هم نه دي هیر کړي، یوه پاڼه یې ورته جوړه کړې ده چې» یو ماشوم یوه نړۍ نومیږي.»

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_kochnian12.pdf

په مخکتاب کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره دا پاڼه(یو ماشوم یوه نړۍ) دومره موثره وه چې په پایله کې یې همدا فیسبوک پاڼه په یوې داسې ویبپاڼې باندې بدله شوه چې د ماشومانو د پالنې، روزنې او د کوچنیانو د ادبیاتو په یوه لوی آدرس باندې بدله شوه چې نوم یې دي:«پل»(pal.taand.com). د «پل» د زیږیدو په خوشالۍ باندې مې په هماغه وخت کې یوه ځانګړې مقاله ولیکله:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_pal.pdf

ما لا پخوا د ماشوم روزنې د فیسبوک پاڼې له پاره لیکلي وو:« په مخکتاب کې د «یو ماشوم، یوه نړۍ» په نامه پاڼه کې د دې پاڼې د چلوونکو او همکارانو له خوا چې د ماشومانو او دهغوی د میندې پلرونو او نورو مشرانو د لارښوونې له پاره څه ایښودل کیږي، دا یوازې د ښار محدود چاپیریال سره رانغاړي. موږ باید په کلو او بانډو کې د افغانستان اکثریت کوچنیان، د هغو ژوند او د هغو له پاره لارښوونې، سواد، ښوونځی او د هغوی ادبیات او راتلونکی ژوند هیر نه کړو.»

خپل هماغه پخوانی خپور کړی نظر اوس بیا د «د ماشوم د ادبیاتو کور» له پاره هم په تکرار او ټینګار سره راوړم چې د ماشوم د ادبیاتو کور کارونه او فعالیتونو ته زه ډیر خوشبینه یم او که په همدې بڼه دوام وکړي، ښه راتلونکې به یې په مخ کې وي، خو د مسولینو باید دې ټکي ته پام وي چې د دوی په پاڼه(د ماشوم د ادبیاتو کور) کې خپریدونکي مواد به څومره او څنګه تر هغو ماشومانو او کوچنیانو پورې ورسول شي چې هغوی یا عصري میډیا(تلویزیون، کمپیوتر او انترنت) یا نه پیژني او یا لاس رسی نه ورته لري. زما وړاندیز خو دا دی چې خپل ډیری فعالیتونه او لاس ته راوړنې دې د اوس له پاره په لیکنۍ او چاپي بڼه تر دوی پورې ورسوي.

« د ماشوم د ادبیاتو کور» فرهنګي بنسټ د اوسني دولت د اړوندو ادارو له خوا منظور او په رسمیت پیژندل شوی فرهنګي بنسټ دی، چې د ۱۳۸۹ کال د حمل په یو ویشتمه نیټه یې د تاسیس مکتوب صادر شوی دی. هغه رسمي اسناد چې ما لیدلي دي، په هغو کې په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معین ښاغلي سید عمر سلطاني په امضا لیکل شوي چې دا بنسټ د ۱۳۸۹ کال د حمل له یویشتمې(۲۱) نیټې نه د فعالیت حق لري. دا یې هم د مکتوب متن:

2زما د معلوماتو له مخې، د ماشوم د ادبیاتو کور بنسټ ایښودونکی اجمل تورمان دی. کله چې یې د فیسبوک پاڼې له لارې له ځینو فعالیتونو څخه خبر شوم، نو راته موضوع ځکه جالبه او په زړه پورې شوه چې عملآ همدا اوس د کوچنیانو د ادبیاتو په باب زما څیړنیز کار روان دی او هر چیرې چې په دې باب له مازې یو کتاب، یو شخص چې په دې باب یې څه تخلیقي یا تحقیقي کار کړی وي، کومه خپرونه(اخبار، مجله، رادیو تلویزیون او …) او یا د ټولنیزې میډیا په نور برخو کې کوم څرک وګورم، نو سمدلاسه یې د کوچنیانو ادبیاتو د غوړیدو، ښې پيژندنې او نوي نسل د روزلو په موخه معرفي کوم، خپل نظر او وړاندیزونه ور سره یو ځای کوم، ستونزې یې په نښه کوم، د حل لارې یې ښیم او بیا یې خپروم.

د همدې دلیل له مخې مې هوډ وکړ چې «د ماشوم د ادبیاتو کور» فرهنګي بنسټ باندې هم یو څه ولیکم، نو مې تر ټولو مخکې، د کره او لومړي لاس موادو د تر لاسه کولو په موخه، د دې کور د بنسټ ایښودونکي اجمل تور مان مرسته و غوښته او دا پوښتنې مې ور ته مخکې کیښودې:

سلامونه او درناوی!

زه غواړم «د ماشوم د ادبیاتو کور» باندې یوه څیړنیزه مقاله ولیکم. که زحمت نه کیږي د دغو لاندې پوښتنو په ځواب کې مرسته را سره وکړه:

ــ «د ماشوم د ادبیاتو کور» ټولنه؟ یا نهاد؟ څه وخت، د چا له خوا او د کوم هدف په خاطر جوړ شوی؟

ــ «د ماشوم د ادبیاتو کور» فیسبوک پاڼه څه وخت پرانستل شوې؟

او ستا خپله یوه لنډکۍ بیوګرافي مې هم په کار ده.

ښاغلي تور مان هم لطف وکړ او دغه مالومات یې زما په ادرس را ولیږه:

«استاد سلام!

د ماشوم د ادبیاتو کور په ۱۳۹۴ لمریز کال کې جوړ شو. د کور مسوول اجمل تورمان دی او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د فعالیت رسمي اجازه لیک لري.

هدف یې د ماشوم ادبیاتو ته کار کول، هم د لویانو له خوا ماشومانو ته او هم له ماشومانو نه ماشومانو ته.

تر اوسه یې د خپلو اونیزو غونډو تر څنګ چې هر چهارشنبه د کابل په عامه کتابتون کې جوړېږي درې لويې غوڼدې هم جوړې کړي، په کابل کې د روزنتون د ماشومانو لپاره د رسامۍ او مقاله لیکنې کانکور، د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه ماشومانو ته د کیسه لیکنې کانکور او عامه کتابتون ته د هنر د ورځې په مناسبت د ماشوم د ادبیاتو د څو تنو مشهور لیکوالو د تصویرونو ډالۍ.

پخوا د ماشوم د ادبیاتو کور په بلاګفا کې د ماشومانو لپاره خپرونې درلودي :

http://mashom.blogfa.com/

او کابو له یوې میاشتې راهیسې په فیس بوک کې په دې نوم ( خانه ادبیات کودک، د ماشوم د ادبیاتو کور) خپرونې لري.»

خو اوس په بلاګفا کې څه نه خپروي. کله چې ما ښاغلی تورمان وپوښته چې پلاګفا کې مو اوس خپرونې شته که نه؟ ښاغلي تورمان په څواب کې داسې را ته ولیکل:

«استاد سلام !

نه په فيس بوک کې د پاڼې تر جوړولو وروسته په بلاګفا کې نشرات نه لرو. په دې پاڼه(په فیسبوک کې د ماشوم د ادبیاتو کور پاڼه) کې مونږ ماشومانو ته کيسې، شعرونه د خپلو اونيزو او ځانګړو غونډو راپورونه او نور مطالب خپروو.»

ښاغلی تورمان له ډیرې مودې نه د کوچنیانو په باب فکر کړی او کوي یې عملآ یې کار ورته کړی او عملا یې تخلیق ور ته کړی دی او د «د ماشوم د ادبیاتو کور» فرهنګي بنسټ په جوړولو او عملاً په کې کار کولو سره یې د کوچنیانو د ادبیاتو ته د پاملرنې، ودې او د نوي نسل د روزلو لوی مسولیت ته اوږه ورکړې ده.

د ۱۷ مې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...