له نورو سره د ماشومانو پرتله کول څه پايلې لري ؟

ژباړه: ساحل منګل

دماشومانو پرتله کول له نورو دوستانو ،همزولو،او حتی له خپل ورور او خور سره دهغوی دخوی په بدلولو کې مرسته نه کوي ،بلکې برعکس دهغوی پر کړنو منفي اثر بر يباسي .

پرتله کول دهغوی په خپل نفس باندې اعتماد کموي او ددې لامل کيږي ،چې د حقارت احساس وکړي .ددې با وجود ډير والدين کله ،چې وګوري ماشومان ېې دنورو په پرتله ښه ندي هميشه ېې د نورو ماشومانو سره پرتله کوي .ددې غلطې کړنې دپرېښودلو لپاره کافي ده ،چې دا په خپله ومنی ،چې ستاسې ماشوم ازاد دی دژوند لاره په خپله ځان ته ټاکي او ټاکلی ېې هم شي .

ځينې ددوی څخه دغه اصل له هغې ورځې څخه جدي نيسې له کومې ورځې ،چې دماشوم د ښو او بدو بيل والی پيليږي .دغه ډول ماشوم نشي کولای ستاسې ټولې غوښتنې ومني ،لکه څنګه ،چې تاسو په خپله دخپل مور اوپلار غوښتنې ندي منلې نو ځکه بايد تاسې په دې ډول کړنو سره دخپلو ماشومانو روزنې ته زيان ونه رسوی.

لاندې يو شمير مهمو دلايلو ته اشاره کوو ،چې تاسو ته به دروښايي چې دنورو سره ماشومانو پرتله کول ښه کار ندی او کومې بدې پايلې به له ځان سره ولري .

پرتله کول د ماشومانو د غوسې لامل کيږي

په مستقيم ډول دماشومانو پرتله کول دماشومانو دعصبي کيدو لامل ګرځي .کله ،چې ورته ووايي ،چې (پلانی ) له تاڅخه ډير ښه ده او ته دهغه ځای ته نشې رسېدلی نو نه يوازې ،چې له تا سره ېې کينه پيدا کيږي بلکې هغه څوک ،چې دی دې ورسره پرتله کړی وي هغه کس سره ېې هم کينه پيداکيږی اګر که هغه کس دده ورور هم وي .

پرتله کول د ځان غوښتنې لامل کيږي .

دغه مقايسه هم هماغه ډول دی .دابه ډيره ښه لاره وي ،چې ماشومان مو په مثبته طريقه له نورو سره پرتله نکړی.دامو خوښه ده ،چې بچيان مو داسې لوی شي ،چي تصور وکړی ددوی څخه ښه سړي نور څوک نشته.؟دبچيانو ستاينه ډير ښه کار دی مګر بايد تر څارنې لاندې وي او په دوامدار ډول هغوی ته ونه ويل شي،چې له نورو څخه ډير ټيټ ېې لا ډير لوړ ېې يعنی په خپله اندازه بايد وپوهول شي.

که غواړی ،چې هغوی ځان غوښتونکي او کبرجن لوی شي نو ددوی په حق کې مو هيڅ لطف ندی کړی،له نورو سره دماشومانو پرتله کول له ځانه يو منفي تصوير ورکول دي .مور کيدل او پلار کيدل يوه سيالي نده او لا زمه نده ،چې نورو والدينو ته دا پرېږدی ،چې ماشومان ېې دنورو په پرتله څنګه لوی شوي دي .

پرتله کول په ماشومانو کې د دروغ ويلو لامل کيږي

له ماشومانو څخه له حده ز ياته توقع او له دوستانو سره ېې پرتله بيلابيل منفي احساسات منځ ته راوړي ،چې ددې ډلې څخه ېې دروغ ويل مهم منفي عمل دی .هغه مور اوپلار ،چې له خپلو ماشومانو له حده زيات اسعتداد غواړي او پر هغه باندې فشار راوړي ددې لامل کيږي ،چې هغه دروغو ويلو ته مجبور کړي .مور او پلار بايد ته دې متوجه شي ،چې د خپلو ماشومانو پرتله کول له نورو ماشومانو سره بېخې غلط کار دی ، دماشوم دځانځانۍ لامل کيږي او دوی دپرتلې د ويرې څځه تيښته کوي ،چې اصلا دا له مور او پلار څخه تېښته ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...