حکايت/ ژباړه: جمال عبدالله افغاني

د المان په فولکلور (ولسي ادب) کې يوه کيسه ذکر شوې په لاندي ډول يې را نقل کوي.

يو سړی سهار له خوبه پاڅيده ويې ليدل چې تبرګی يې ورک شوی.

شک يې وکړ چې کيدای شې ګاونډي ترينه غلا کړی وي. د دې لپاره يې ټوله ورځ خپل ګاونډی د نظر لاندی ساته، متوجه شو چې ګاونډی يې په غلا کې مهارت لري.

د يو غل پشان په لاره تګ کوي, د غل پشان غواړي يو څه پټ کړي . . . . .

بالاخره دومره يې شک زيات شو چې شک يې په يقين بدل شو.

تصميم يې ونيو چې کور ته لاړ شي کالي بدل کړي او قاضي ته د شکايت کولو لپاره ولاړ شې.

مګر کله چې کور ته داخل شو خپل تبر(تبرګی) يې پيدا کړ.

ښځي يې هغه په يو سم ځای کې ايښي وه.

سړی بيا له کوره بهر را ووت او خپل همسايه يې يو ځل بيا د نظر لاندي ونيو.

متوجه شو چې هغه د يو سم سړي په شان په لاره تګ کوي, خبري کوي او ښه عمل کوي.

همېشه بايد دا ټکي په نظر کې ونيسو:

موږ انسانان په هر حالت کې هغه څه ګورو چې موږ ور سره مينه کو, او ښه مو راځې په هغه شکل يې وګورو.

ژباړه

جمال عبدالله افغاني

1 comment

  1. Nasratullah Nasrat Reply

    ډیره په زړه پورې لیکنه ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...