څرنګه په ماشوم کې پر ځان باور پیدا کولای شو؟

لیکنه: سارا هینري

ژباړه: محب الله زغم

په ماشوم کې پر ځان باور پیدا کول، لوی او ستونزمن مسوولیت دی. کله چې ماشوم خپل ارزښت درک کړي او پر ځان باور پیدا کړي، دا به د هغه د راتلونکي ژوند بنسټ شي او دی به وشي کولای چې نوي کارونه پخپله وکړي.

پر ځان باور هله پیدا کېږي چې څوک باور ولري چې وجود یې ارزښتمن دی، پر چا ګران دی او توانمند دی.

د میندو پلرونو موخه باید دا وي چې ځان مطمین کړي چې اولاد یې د ودې په بهیر کې ویاړلی او پر ځان ډاډه شي او پر ځان باور پیدا کړي چې د ژوند د ننګونو د قابو کولو وړتیا لري.

دلته به لس داسې اسانې لارې درته وښودل شي چې په اولادونو کې مو پر ځان باور پیدا کولای شي:

بې شرطه مینه وکړئ:

د ماشوم پر ځان باور داسې مینه ناکو خبرو سره غوړېږي چې بې شرطه وي: «پر ما ګران/ ګرانه یې، دا مهمه نه ده چې څرنګه یې او څوک یې.» ماشوم ته دا ګټور دي چې ته یې هماغسې ومنې چې دی، بې له دې چې د وړتیاوو، ستونزو، ځواک او شخصیت خبره یې په منځ کې وي. ماشوم په غېږ کې ونیسئ، ښکل یې کړئ، پر اوږه یې وتپوئ او د دې خبرې کړل مه هېروئ چې «راباندې ګران/ ګرانه یې.»

کله چې مجبور یئ د ماشوم ناسم چلند سم کړئ، دا ورته واضحه کړئ چې د هغه ناسم چلند نه منئ، نه پخپله هغه. مثلاً د دې پر ځای چې ووایئ: «ته ډېر شوخ یې. ته ولې نه سمېږې؟» ورته ووایئ: «ګوره! په کوټه کې توپ بازي مه کوه. توپ بازي د باندې کېږي.»

خبرو ته یې پام وکړئ:

د ماشوم د خبرو اورېدو ته وخت بېل کړئ. د ماشوم خبرو ته چې غوږ ونیسئ، دی پوهېږي چې درته مهم او ارزښتمن دی.

دا کار به مو ډېر وخت ونه نیسي. همدا کفایت کوي چې یو څو شېبې خپل موبایل څنګ ته کېږدئ او د هغه پوښتنه ځواب کړئ. سترګو ته یې وګورئ چې هغه مطمین شي تاسې واقعاً ورته غوږ نیولای دی. کله چې وخت مو کم دی، ماشوم وپوهوئ، مثلاً ورته ووایئ: «ښه نو، ته راته ټوله کیسه وکړه چې د فوټبال په تمرین کې څه پېښ شول چې بیا زه پخلنځي ته ځم، غرمې ته دیګ پخوم.»

حدود وروپېژنئ:

د ماشوم لپاره مو ځینې منطقي او ثابت قوانین وضع کړئ. مثلاً، که ورته وایئ چې د بایسکل ځغلولو پر مهال باید محافظتي خولۍ په سر کړي، بیا یې مه پرېږدئ چې بې خولۍ پر بایسکل سپور شي.

کله چې ماشوم وپوهېږي چې په کورنۍ کې ځینې قوانین د کاڼي کرښې دي، بیا د خوندیتوب احساس کوي. هغه به ژر ستاسو له تمې سره سم واوسي. ماشوم ته واضحه کړئ چې تاسې ورباندې باور لرئ او ورنه تمه لرئ چې سم کارونه به کوي.

ګټورو ریسکونو ته یې وهڅوئ:

ماشوم دې ته وهڅوئ چې نوي شیان تجربه کړي مثلاً نوي خواړه وڅکي، نوی ملګری پيدا کړي، یا د ټیرونو والا دړې باندې سپرلۍ وکړي. هغه فعالیتونه چې همکاري غواړي، نه سیالي او رقابت، لکه په خپله خوښه په کارونو کې برخه اخیستل، د ټولګي پاکول او داسې نور لا ګټور دي. سر له دې چې د نویو شیانو په تجربه کولو کې د ناکامۍ خطر وي خو د خطر له منلو پرته لږې بریاوې د چا په برخه کېږي.

نو ماشومان پرېږدئ چې خوندي تجربې وکړي. مثلاً کله چې د یوې سختې کلمې په لوستلو کې بند دی، که ته ورته ووایې چې: «زه به یې درته ولولم.» دا به د هغه پر ځان باور کمزوری کړي او په بل پورې تړلتیا به یې زیاته کړي. باید له ماشوم سره مرسته او له نویو ستونزو سره د هغه د مجادلې تر منځ انډول وساتئ.

پرېږدئ چې تېروتنې وکړي:

د نویو تجربو ازمویلو کې د تېروتنو خبره خامخا وي. دغه تېروتنې د ماشوم د روزنې لپاره ارزښتنمې دي. نو که فرضاً ستاسو ماشوم ناوخته پاڅېدلی او د مکتب موټر ورنه تللی دی، تاسې یې وهڅوئ چې پر دلیل یې فکر وکړي چې ولې داسې وشول او بل ځل باید څه وکړي. دې سره به یې پر ځان باور زیانمن نه شي او دا به زده کړي چې کله کله تېروتنې هم روا وي.

کله چې تاسې پخپله تېروتنه کوئ، ماشوم نه یې مه پټوئ بلکې خپله تېروتنه ومنئ او ماشوم ته ووایاست چې ما دا تېروتنه ځکه وکړه چې … دې سره ماشوم هم خپلې ستونزې او نیمګړتیاوې مني.

مثبت کارونه یې ولمانځئ:

هر څوک په هڅولو خوشحالېږي نو هڅه وکړئ چې هره ورځ د ماشوم ښه کارونه پیدا کړئ. مثلاً پلار ته یې ووایاست: «نن جاوید خپل ټول کارونه سم کړي دي.» ماشوم د مور په دې خبرې او د پلار په ستاینه خوشحالېږي. البته بهتره به دا وي چې د کُلې خبرې پر ځای خاص مورد یاد شي مثلاً د دې پر ځای چې ماشوم ته ووایاست: «آفرین، کارونه دې سم دي.» باید ورته ووایاست: «مننه چې دسترخوان دې هوار کړ.» دې سره په هغه کې پر ځان باور پیاوړی کېږي، د همکارۍ حس په کې پیدا کېږي او پوهېږي چې دی دقیقاً د کوم کار په خاطر ستایل شوی دی.

ښه ورته غوږ ونیسئ:

کله چې ماشوم مو غواړي څه ووایي، کار مو پرېږدئ او ورته غوږ شئ. هغه باید پوه شي چې غوښتنې، احساسات، او فکرونه یې مهم دي. ماشوم سره مرسته وکړئ چې خپلو احساساتو ته نومونه ورکړي. مثلاً ورته ووایاست: «پوهېږم چې ته خپه یې ځکه چې توپ دې ورک شوی دی.» د ماشوم د احساساتو په منلو سره تاسې ورته ښیئ چې خبرې او احساس یې درته ارزښتمن دي. که تاسې هم ورسره خپل احساسات شریک کړئ، مثلاً: «زه ستا د نیا په خاطر اندېښمن یم ځکه چې هغه ډېره ناروغه ده.»، ماشوم به هم په ډاډه زړه خپل احساس درته بیان کړي.

له مقایسې او پرتلنې ډډه وکړئ:

«ولې ته د خپل ورور په شان نه یې؟» یا «ته ولې د ملالۍ په شان ښه نجلۍ نه یې؟»، داسې خبرې یوازې په ماشوم کې د شرم، حسادت او رقابت حسونه پيدا کوي. ان مثبته مقایسه هم مضره ده، مثلاً: «ته بهترینه شاګرده یې.» ځکه چې له دې تصور سره ژوند کول به ورته ستونزمن وي. که ماشوم ته دا احساس ورکړئ چې هغه درباندې ګران دی، هماغسې چې دی، نو دې سره به هغه خپل ارزښت لا ښه درک کړي.

ماشوم سره همدردي وکړئ او ناسم باورونه یې سم کړئ:

کله چې ماشوم په دې خپه دی چې ولې د بل په شان نه دی او کله چې ځان له بل سره پرتله کوي، مثلاً وايي: «ولې زه هم د نجیب په شان په فوټبال کې تکړه نه یم؟» ورسره همدردي وکړئ او د هغه غښتلی اړخ یاد کړئ، مثلاً: «سمه ده چې نجیب په فوټبال کې تکړه دی خو ته هم په منډو کې تېز یې.»

کله چې ماشوم د ځان په اړه منفي فکر کوي او د ځان پر وړتیا شک کوي، مثلاً وايي: «ریاضي مه نه ده زده، زه ټنبل شاګرد یم.» دې وخت کې ورسره مرسته وکړئ چې واقع بینانه فکر وکړي. ورته ووایاست: «ته ښه شاګرد یې، یوازې په ریاضي کې یو څه ستونزه لرې. راځه چې په ګډه ورباندې کار وکړو او وګورو چې څه کولای شو.» دې سره به ماشوم وپوهېږي چې موږ ټول په ځینو شیانو کې تکړه یو او په ځینو که کمزوري.

ماشوم وهڅوئ:

هر ماشوم د خپلو خواخوږو له خوا داسې ملاتړ ته اړتیا لري چې ورته ووایي: «زه درباندې باور لرم. زه ستا هڅې وینم. همداسې اوسه.» هڅونه یوازې د ستایلو مانا نه لري بلکې د ماشوم د هڅو قدروونه ده. نو که ماشوم د ریاضي د یوه سوال د حل کولو لپاره خواري کوي، ورته ووایه: «ته ډېره خواري کوي او حل ته یې نږدې یې.» دا به نه وایې چې: «داسې نه کېږي، راکړه چې زه یې درته حل کړم.»

د ستایلو او هڅولو تر منځ توپیر دی. په ستایلو شخص ستایل کېږي خو په هڅونه کې د هغه کار. د دې پرځای چې ماشوم ته ووایې: «درباندې ویاړم.» ورته ووایه: «افرین، بریالی شوې.»

د ستایلو په وجه به ماشوم داسې فکر کوي چې هغه یوازې هغه مهال «ښه» دی چې کار یې بشپړ سم وي. خو، هڅونه یې په دې پوهوي چې هڅه یې ارزښتمنه ده. دا جمله: «ما ولېدې چې په فوټبال کې دې ډېره خواري وکړه.» تر دې جملې ډېره ګټوره ده چې: «ته د خپل ټیم بهترین لوبغاړی یې.»

د ماشوم ډېر ستایل په هغه کې پر ځان باور ته زیان رسوي ځکه چې هغه به په هر کار کې پر ځان ډېر فشار راوړي او د خپلو کارونو د تایید لپاره به بل ته اړتیا ولري. ماشوم وپوهوئ چې مهمه دا ده چې څوک دې هڅه وکړي او یو کار سره ته ورسوي. نو ستاینه به په دقت سره کاروئ او هڅونه په خلاص مټ.

1 comment

  1. عابد علمي Reply

    مننه ډاکتر صاحب، الله تعالی مو خوشحاله او بریالی لره. ډيره په زړه پورې او مهمه ژباړه مو کړې وه، ډېر څه ترې زده کیږي، امید دی چې دغې لړۍ ته ادامه ورکړې.
    عابد علمي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...