د سمندر وړه ښاپیرۍ/ لیکوال: هانس کریستین اندرسن

ژباړن: آصف بهاند

Den lille havfrue

شپږمه او وروستۍ برخه

وړوکې ښاپیرۍ د دې خبرو په اوریدو سره خپل سر وښوراوه او وې خندل. هغې شهزاده له نورو نه ښه پیژانده. شهزاده هغې ته ویلي وو:«زه باید ولاړ شم، زه باید یوه ښکلې شهزادګۍ و وینم. دا مې د پلار او مور غوښتنه ده، خو په دې ټینګار نه کوي چې زه دې هغه د خپلې میرمنې په نامه دلته راولم. دا نه شم کولای چې هغه را ته ګرانه وي! هغه د تا په شان د معبد لور نه ده. که مې کومه ورځ وغوښتل چې د ژوند ملګري ځان ته وټاکم، هغه به ته یې، زما له غږیدونکو سترګو سره ګُنګ لار کې موندلیه ماشومه!»

بیا یې د وړې ښاپیرۍ سره خوله ښکل کړه او خپل لاس یې د هغې په اوږدو ویښتانو کې خښ کړ او خپل سر یې د هغې زړه ته نږدې، پر ټټر ورته کیښود، داسې چې جلککۍ یې د انساني نیکمرغۍ او تل پاتې روح ته د رسیدو خیالونو ته ورسوله.

کله چې د ګاونډ بادشاه هیواد ته د سفر پر لاره کې دواړه د شاندارې کښتۍ په غولي کې کیناستل، شهزاده جلککۍ ته و ویل:«زما بې ژبې ماشومه، ته له سمندره نه ډاریږې!»

شهزاده له ښاپیرۍ سره د توفان په باب، د سمندر په باب، تر اوبو لاندې د عجیبو کبانو په باب او د هغو شیانو په باب چې لامبوزنو تر اوبو لاندې لیدلي وو، وغږید. وړې ښاپیرۍ د شهزاده خبرو ته غوږ ونیو او وې خندل، ځکه هغې تر اوبو لاندې نړۍ تر نورو ټولو ښه پیژانده.

په هغې سپوږمیزې شپې کې، پرته له یو ماڼو نه چې د کشتۍ د خوځولو له ماشین سره ولاړ و، نور ټول ویده وو، وړه ښاپیرۍ د کشتۍ د کټارې په اړخ کې کیناسته، د رڼو اوبو منځ ته یې په چُرتي ډول کتل او د پلار د مانۍ د لیدلو خیال یې په زړه کې تیر شو، داسې چې هلته پاس یې نیا د سپینو زرو تاج پر سر ولاړه ده او لاندې باندې اوبو ته ګوري. بیا یې خویندې د اوبو مخ ته راغلې او په خواشینۍ سره یې هغې ته وکتل او خپل سپین لاسونه یې په نا امیدۍ د هغې خوا ته ور وغځول. وړې ښاپیرۍ هم لاس وښوراوه او ورته موسکۍ شوه. هغې غوښتل خپلو خویندو ته و وايي چې هر څه ښه تیریږي، خو په همدې شیبه کې د کشتۍ یوه وړوکی خدمتګار راغی، د ښاپیرۍ خویندې تر اوبو لاندې شوې او وړوکی خدمتګار داسې و انګیرله چې ګنې د اوبو پر مخ سپن والی د اوبو د سر ځک و که څنګه.

یوه ورځ وروسته د دوی کشتۍ د ګاونډي هیواد ښکلي ښار ته په داسې حال کې و رسیده چې سرتیري د خپلو ځلنده نیزو پر سر باندې بیرغونه په لاس او د تیار سئ په حال ولاړ وو، د کلیسا ګانو زنګونه کړنګیدل او د برجونو پر سر سُرنیونه پو کړای شول. هره ورځ به پر له پسې میلمستیاوې، جشنونه او د ګډا محفلونه جوړیدل، خو شهزادګۍ هلته نه وه، هغې په مقدس معبد کې زدکړه کوله، چیرې چې هغې ته سلطنتي فضایل او ښیګڼې ور ښودل کیدل. او په پای کې راغله.

وړه ښاپیرۍ یې د ښکلا لیدلو ته لیواله وه. کله چې یې ولیدله، اړ شوه و وايي چې پخوا یې داسې ښکلې نجلۍ کله نه وه لیدلې. د شهزادګۍ وجود ډیر پوست او ښکلی و او تر اوږدو بڼو لاندې یې، یوه جوړه شنې(آبي) وفا داره سترګې موسکۍ وې.

شهزاده د شهزادګۍ په لیدو سره و ویل:

«دا ته یې! دا ته وې، کله چې زه د سمندر پر څنډه نیم ځانه پروت وم، نو و دې ژغورلم؟!»

ناوې، چې له شرم نه تکه سره ګرځیدلې وه، په غیږ کې یې ونیوله او وړې ښاپیرۍ ته یې و ویل:

«اوه، اوس زه ډیر نیکمرغه یم. هغه څه چې اوس ما ته راپیښ دي، هیڅ کله مې یې فکر هم نه شوای کړای او ورته امید واره نه وم، ته به زما په نیکمرغۍ خوشاله شې، ځکه چې زه پوهیږم چې زه له نورو نه پر تا باندې ګران یم.»

وړې ښاپیرۍ د شهزاده لاس ښکل کړ او داسې یې ګڼله چې د ماتې(شکست) په حال کې ده. هغه پوهیده چې د شهزاده له واده نه یوه ورځ وروسته به یې مرګ را ورسیږي او د سمندر په ځګ به بدله شي.

د کلیسا زنګونه وکړنګیدل، سواره جارچیان په واټونو کې روان او د شهزاده د نامزدۍ خبر یې خلکو ته رساوه. په ټولو تاخچو کې یې، د سپینو زرو په قیمتي لوښو کې خوشبویه ډیوې ولګولې، کشیشان ښکته پورته تلل او په هوا کې یې خوشبویه عطرونه شیندل. ناوې او زوم لاس په لاس روان او لوی کشیش(اسقف) هغوی ته د خیر دعا کوله. وړوکې ښاپیرۍ په وریښمینو جامو او ګاڼو سمبال، د ناوې د کمیس شاتنۍ برخه ور سره نیولې وه، خو نه یې غوږنو د موسیقي غږ اوریده او نه یې سترګو مقدس مراسم لیدل. هغې د خپل ژوند د وروستۍ شپې او ټولو هغو شیانو په باب فکر کاوه چې په دې دنیا کې یې له لاسه ورکړي وو.

ناوې او زوم هماغه شپه د شهزاده په کشتۍ کې سپاره شول، ټوپونه وغړمبیدل او بیرغونه جګ کړای شول. د کشتي په غولي کې یوه بخملي کیږدۍ چې طلا هم په کې کارول شوې وه، ودرول شوه. په هغې سړه او آرامه شپه کې ناوې او زوم باید پر ډیرو پستو بالښتونو ویده شوي وای.

باد په جګو کړای شوو باد بانونو کې سره تاو را تاو شو او کشتۍ د راڼه سمندر پر مخ، ورو روانه شوه.

کله چې د لمر لویدو وخت شو او هوا تیاره شوه، رنګین څراغونه بل کړای شول، ماڼو ګان د کشتۍ په غولي کې په ګډا شول. وړې ښاپیرۍ ته هغه ورځ ور په زړه شوه چې دې د لومړي ځل له پاره سر له اوبو را هسک کړی و او د خوښۍ همداسې یو مجلس یې لیدلی و. هغه په ګډا تاو شوه او په نخرو سره یې د توتکۍ په شان وزرونه داسې خلاص کړل، لکه څوک چې ور پسې وي. ټولو د خوښۍ غږونه وایستل او لاسونه یې ور ته وپړکول. هغه هیڅکله داسې ښکلې نه وه ګډیدلې. حالت یې داسې و، لکه تیرې چړې یې چې په پښو کې ننوزي، خو هغه ځکه نه ورباندې پوهیدله چې په زړه کې پر ځای شوی درد، له ټولو دردونو نه لوی او ژور و. د سمندر وړه ښاپیرۍ پوهیده چې دا به هغه وروستۍ شپه وي، چې دا شهزاده ګوري، پرته له دې چې شهزاده ور باندې پوه شي یا فکر وکړي، د سمندر ښاپیرۍ خپل ښکلی غږ له لاسه ورکړ، خپل کور او کلی یې پریښود، هره ورځ بې پایه رنځ او خپګان ور په برخه شوی و.

دا وروستۍ شپه وه چې د سمندر ښاپیرۍ او شهزاده یوه هوا تنفس کوله، دا وروستۍ شپه وه چې دې کولای شول ژور سمندر او د آسمان ستورو ته وګوري. بې خیالونو او پرته له کوم فکره یوه اوږده شپه یې په مخ کې وه، ځکه چې دې کوم انساني روح نه درلود او نه وه توانیدلې چې هغه تر لاسه کړي.

د کشتۍ په غولي کې تر نیمو شپو پورې د خوښیو او خوندونو محفل روان و او د وړې ښاپیرۍ زړه، سره له دې چې د مرګ د ویر کوربه و، وګډیده او وې خندل. بیا شهزاده خپله ناوې ښکل کړه او نجلککۍ هم د هغه تور ښکلي ویښتان ونازول او مټې تر مټې ، پرتمینې کیږدۍ ته ننوتل.

په کښتۍ کې کراره کراري شوه. یوازې د کشتۍ ماڼو، د کشتۍ له جِلب سره ولاړ و. وړې ښاپیرۍ خپل سپین مړوندونه د کشتۍ پر کټارې ایښي وو او د سپیده داغ په تمه یې د ختیځ پر لوري کتل. هغه پوهیده چې د لمر لومړنۍ وړانګې به یې و وژني. هماغه شیبه کې یې ولیدل چې خویندو یې له سمندر نه سرونه را وایستل، هغوی هم رنګ الوتې او وارخطا وې. باد نور د هغوی ښکلي او اوږدو ویښتان نه شوای لوبولای، ځکه چې د هغوی ویښتان غوڅ کړای شوي وو. خویندو و ویل:

«موږ خپل ویښتان د سمندر سحر ګرې ته ورکړل، څو هغه له تا سره دا مرسته وکړي چې ته نن شپه مړه نه شې! دا هغه چاړه ده چې زړې سحر ګرې موږ ته راکړې. وګوره چې څومره تیره ده، مخکې له دې چې لمر را وخیژي، ته باید دا چاړه د شهزاده په زړه کې ور ننباسې، ګله چې د هغه توده وینه ستا په پښو باندې در تويې شي، پښې به دې بیرته د ماهي په لکۍ بدلې شي او بیرته به د سمندر ښاپیرۍ در نه جوړه شي. مخکې له دې چې مړه شې او د سمندر د مالګینو اوبو په ځک بدله شې، وبه کړای شې چې د اوبو په تل کې له موږ سره درې سوه کاله خپل ژوند وغځوې. بیړه وکړه! مخکې له دې چې لمر را وخیژي، یا ته یا شهزاده یو باید ومري، بیړه وکړه. زړه نیا مو ډیره غمجنه ده، هماغسې چې د سمندر د سحر ګرې بیاتي زموږ ویښتان غوڅ کړل، دې هم خپل سپین ویښتان بایلودل. شهزاده و وژنه او زموږ خوا ته بیرته را وګرځه، بیړه وکړه! ګوره! آیا ته په آسمان کې هغه سره پټاره نه ګورې؟ څو شیبې وروسته لمر را خیژي او ته به ومرې!»

خویندو یې یو عجیب آه ویست او د څپو په منځ کې ښکته لاړې.

وړې ښاپیرۍ د خیمې ارغواني پرده یوې خوا ته کړه او وې لیدل چې ښکلې ناوې خپل سر د شهزاده پر سینه باندې ایښی دی او غلې ویده ده. وړه ښاپیرۍ ور ټیټه شوه او د شهزاده تندی یې ښکل کړ، بیا را وګرځیده او د آسمان لوري ته یې وکتل، هغې خوا ته چې روښنايي پسې ډیریده. وړه ښاپیرۍ د تیرې چړې خوا ته ورغله او بیا یې شهزاده ته وکتل چې په خوب کې وښورید او د ناوې نوم یې په ژبه راوړ، شهزادګۍ په خپلو خوبونو او خیالونو کې ډوبه وه. کله چې وړې ښاپیرۍ د چړې لاستی کیښکوده، وریږدیده او چاړه یې د سمندر منځ ته و غورځوله، هلته چې چاړه وغورځول شوه، څپې سرې شوې او داسې وې لکه د وینو څاڅکي. وړې ښاپیرۍ یو ځل بیا په تتو سترګو شهزاده ته وکتل او ځان یې له کښتۍ نه سمندر ته و غورځاوه او داسې یې و انګیرله چې وجود یې په ځګ بدلیږي.

لمر د ختیځ له لوري سر له سمندر نه را جګ کړ. تودې او پستې وړانګې یې د سړو او مړو ځګونو د پاسه خپرې شوې، خو وړې ښاپیرۍ ته د مړینې احساس نه و پیدا شوی. هغې ځلیدونکی لمر او په سلوګونو نور ښکلي ژوي ولیدل چې د دې د سر د پاسه الوتل. هغې کولای شول چې د الوتونکو ژوو له منځ نه د کښتۍ سپین باد بانونه او په آسمان کې سره اوره و ویني. د هغوی غږ د یوې میلودي په شان و، داسې مقدس او سپیڅلی چې د هیڅ ډول انساني غوږونو هغه نه شو اوریدلای او د هیڅ یوه انسان سترګو د هغه بڼه لیدلای نه شوه. هغوی پرته له وزرونو کولای شول په هوا کې و ښوري. د سمندر ښاپیرۍ ښه وکتل او وې لیدل چې دا هم د مځکې نه د پاس برخې د هغو عالي او مکرمو موجوداتو په څیر داسې توان لري چې کولای شي ښه پاس ولاړه شي.

وړې ښاپیرۍ له ځان سره و ویل:«زه چیرې یم؟»

د دې غږ هم لکه د لوړې دنیا د نورو موجوداتو په څیر داسې ښکلی، مقدس او پاک و چې د مځکنۍ موسیقي هیڅ ډول دستګاه هغه نه شوای منعکس کولای.

د پاس دنیا مکرمو موجوداتو ښاپیرۍ ته داسې و ویل:

«د هوا له نجونو سره.»

او بیا یې پسې داسې و ویل:

«د سمندر ښاپیرۍ تل پاتې روح نه لري او هیڅ کله یې لرلای هم نه شي، خو په هغه صورت کې یې لرلای شي چې انساني مینه تر لاسه کړي! د تل پاتې ژوند د تر لاسه کولو بخت په نورو پورې تړلی دی. د آسمان نجونې هم تلپاتې روح نه لري، خو کولای شي د یوه ښه کار په تر سره کولو سره هغه تر لاسه کړي. موږ تودو سیمو ته الوزو، هغو ځایونو ته چې تباه کوونکې توده هوا خلک وژني. موږ به هلته ساړه بادونه وچلوو، موږ به په هوا کې د ګلانو خوشبویه وږمه خپره کړو، تازه او ژوند بښوونکې هوا به هلته خپره کړو. که درې سوه کاله په مینې ښه کارونه تر سره کړو، بیا نو کولای شو تل پاتې روح تر لاسه کړو او په انساني نیکمرغیو کې د برخو خاوند شو. تا خوارکوټې ښاپیرۍ، زموږ په شان، د زړه له کومې دغه هڅه کړې ده، تا ډیر رنځ ګاللی او زغم دې کړی دی، تر څو د آسمان د ارواحو منځ ته رسیدلې یې او اوس کولای شې چې د درې سوو کالونو په اوږدو کې، د ښو کارونو په کولو سره تلپاتې روح و مومې.»

وړې ښاپیرۍ خپل راڼه مړوندونه د خدای په لورې ور جګ کړل او د لومړي ځل له پاره یې احساس کړه چې له سترګو نه یې اوښکې تویږي. بیا له کښتۍ نه غږ را ته. هغې لیدل چې شهزاده او ناوې یې، په دې پسې ګرځي او په خواشینۍ سره د اوبو را وتونکو ځګونو ته ګوري، داسې چې هغوی انګیرله چې وړې ښاپیرۍ ځان د سیند په څپو کې ډوب کړی دی. وړه ښاپیرۍ پرته له دې چې ولیدل شي، د ناوې تندی ښکل کړ او شهزاده ته یې وخندل او د هوا له نورو نجونو سره، د ښکلو تیریدونکو وریځو منځ ته ور ننوته.

وړې ښاپیرۍ و ویل:

«د درې سوو کلونو په اوږدو کې به د خدای وطن ته ور ننوزو.»

د پاس دنیا له مکرمو موجوداتو نه یوه داسې و ویل:

«کیدای شي ژر به هلته اوسو. موږ پرته له دې چې ولیدل شوو، په هغو کورونو کې خوځیدونکي یو چې هلته ماشومان ژوند کوي او هره ورځ چې موږ داسې یو ښه ماشوم پیدا کوو چې خپلې میندې او پلرونه خوشالوي او د هغوی د مینې وړ وي، خدای یو کال زموږ د آزموینې له مودې نه را کموي. ماشوم نه پوهیـږي چې موږ کله کوټې ته ور ننوزو او کله چې موږ په خوښۍ سره هغوی ته خاندو، له هغو درې سوو کلونو نه یو کال را کمیږي، خو که په کوم کور کې کوم بد او جنجالي ماشوم وي، باید له غم نه اوښکې تويې کړو او هر څاڅکی اوښکه زموږ د آزموینې موده یوه ورځ اوږدوي.»

پای

منبع:

H.C.Andersen Eventyr,1,fra s.145-192,Odnsa,Denmark,1994.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...