د سمندر وړه ښاپیرۍ/ ژباړن: آصف بهاند

د سمندر وړه ښاپیرۍ/

(Den lille havfrue)

پنځمه برخه

سحر ګرې و ویل:«ښکلی وجود دې، ښایسته تګ دې او غږیدونکې سترګې دې. په دې شیانو سره کولای شې انساني زړونه تر لاسه کړې. آیا تا خپله زړه ورتیا له لاسه ورکړې؟ وړه ژبه دې را وباسه! زه به هغه د شربت د بیې په توګه در نه غوڅه کړم، تر څو ته دا قوي معجزه ګر شربت تر لاسه کړې!»

وړې ښاپیرۍ ورو و ویل:«سمه ده، ودې شي.»

زړې سحر ګرې یو دیګی راوړ چې معجزه ګر شربت په کې وخوټوي او وې ویل:«پاکوالی ښه شی دی!» او دیګی یې په سره تاو او غوټه شویو مار ماهیانو باندې پاک کړ. بیا یې په سینه کې ځان زخمي کړ تر څو یې تور بخونه وینه په دیګي کې تويې شي. کوم تپ چې له دیګي نه جګ شو، داسې عجیب شکلونه یې را منځ ته کړل چې په لیدلو يې انسان ډاریده. زړې سحر ګرې هره شیبه کوم شی دیګي ته ور اچول. په دیګي کې له خوټیدونکو شیانو نه داسې غږ تر غوږه کیده، لکه د تمساح چغې. په پای کې چې شربت چمتو شو، داسې و لکه رڼې اوبه!

زړې سحر ګرې و ویل:«واخله!»

او په بدل کې یې د وړې ښاپیرۍ ژبه غوڅه کړه. هغه نوره ګونکۍ وه، داسې چې نه یې خبرې کولای شوې او نه یې سندرې ویلی شوې.

سحر ګرې و ویل:«زما د ځنګله په منځ کې د بیرته تګ په وخت کې که کومې بلا یا کوم څه هڅه وکړي چې تا ونیسي، تا ته در کړي شربت څخه چې یوازې یو څاڅکی پرې وڅڅوي، د هغوی مټې او ګوتې به ټوټه ټوټه شي!»

خو وړه ښاپیرۍ هیڅ کار ته اړ نه شوه، بلا ته ورته ټولو موجوداتو، د هغې په لاس کې ستورو ته ورته ځلیدونکی شربت په لیدلو به، په ډار سره لرې کیدل او وړه ښاپیرۍ له ځنګله، خټو، چیکړو او مرګونو څپو یا ګرداو څخه را تیریدله.

نور نو وړې ښاپیرۍ کولای شول چې د پلار ماڼۍ و ویني. د ګډا د ستر تالار مشعلونه مړه او ټول ویده شوي وو. وړې ښاپیرۍ غوښتل چې د تل له پاره کورنۍ پریږدي، هغه اوس ګونګۍ شوې وه، د دې توان یې په ځان کې نه لیده چې په هغوی پسې ورشي، زړه یې له ډیر ویر نه په ماتیدو و. نو په غلا او په لمبلو د بڼ لوري ته ورغله او د ټولو خویندو له بڼونو نه یې یو یو ګل را ټول کړ، بیا یې په خپلو ګوتو سره په زرګونو مچکې د پلار د ماڼۍ په لوري ولیږلې او د شنو اوبو له منځ نه په لمبا لمبا د اوبو مخې ته جګه شوه.

لمر لا نه و را ختلی چې د شهزاده ماڼۍ ته ورسیده. په مرمرینو زینو پاس وختله. سپوږمۍ په ځانګړې ښکلا سره ځلیده. وړې ښاپیرۍ تیز او تند شربت نه غوړپ وکړ او داسې چې یوه تیره توره یې د وړوکي وجود له منځ نه تیریږي. وړه ښاپیرۍ له ډیر درد نه، د مړي په څیر پر مځکه اوږده وغځیده.

کله چې د لمر وړانګې پر سمندر وغوړیدې، وړه ښاپیرۍ په سد شوه او په ټول وجود کې یې د سوځونکي درد احساس یې وکړ. خو ځوان شهزاده یې په مخ کې ولاړ و او د سکرو په شان خپلې تورې سترګې یې ورباندې ګنډلې وې. ښاپیرۍ د خپل بدن لاندنۍ برخې ته وکتل او وې لیدل چې لکۍ نه لري او د لکۍ په ځای دوې ښکلې سپینې پونډۍ دي چې هره جلۍ یې لري، خو هغه لوڅه وه او خپل لوڅ بدن یې په خپلو اوږدو ویښتانو سره پټ کړ.

شهزاده و پوښتله چې دا څوک ده او څنګه دلته راغلې ده. خو هغې په خواشینۍ او مینې سره خپلې شنې(آبي) سترګې ور واړولې او نه یې شوای کولای وغږیږي. شهزاده له لاسه ونیوله او مانۍ ته یې بوتله او هماغسې چې د سمندر سحر ګرې ویلي و، هر پل به یې چې جګاوه، داسې و لکه پر ستنو یا تیرو چړو چې روانه وي، خو وړې ښاپیرۍ په خوښۍ سره دا رنځ او درد ګاله او شاهزاده سره لاس په لاس روانه وه. شهزاده او نورو ټولو چې هغه ولیده، حیران پاتې شول چې څنګه هغه داسې چټکه تللای شي.

په ماڼۍ کې یې له چیت(ګلداره ټوټه) او وریښمو نه جوړې شوې جامې ور واغوستې. هغه په ماڼۍ کې تر ټولو ښکلې، خو کونګۍ وه. نه یې خبرې کولای شوې او نه غږیدای شوه. په وریښمینو جامو او ګاڼو باندې سمبال، ښکلې مینځې را وړاندې شوې، د شهزاده او د هغه د مور پلار له پاره یې سندرې و ویلې او یو له بل نه یې ښې و ویلې، شهزاده لاسونه ور ته وپړکول او هغوی ته موسکی شو. د شهزاده دې کار وړوکې ښاپیرۍ خواشینې کړه ځکه هغه په دې پوهیده چې یو وخت دې په خپله له هغوی نه ښې سندرې ویلې. ښاپیرۍ له ځان سره سوچ وکړ:«آه، که شهزاده پوهیدی چې ما خپل غږ له ده سره د یو ځای پاتې کیدو په خاطر له لاسه ورکړی دی!»

بیا مینځوو نجونو له شانداره موزیک سره په ځانګړي ښایست نڅا وکړه. د دوی په لیدلو سره وړې ښاپیرۍ خپل وړوکي سپین مړوندونه و غوړول او د پښو د ګوتو پر څوکو ودریده او ورو یې پر غولي باندې حرکت وکړ، وګډیده، داسې ګډا یې وکړه چې تر دې وخته هیڅ څوک هغسې نه و ګډیدلي. د ګډا له هر یو حرکت سره یې ښکلا نوره هم ځلیدله او سترګو یې د مینځو له غږ نه هم له زړونو سره ښې او کاري خبرې وکړې.

ټولو خوند واخست، په تیره بیا شهزاده چې هغه یې لاره کې موندلی ماشوم ګاڼه. د ګډا په شیبه کې، کله چې د وړې ښاپیرۍ پښې له غولي سره نښتې، داسې یې انګیرله چې په تیرو چړو باندې ګرځي، خو دا بیا وګډیده او نوره هم پسې وګډیده. شهزاده و ویل چې وړه ښاپیرۍ تل له ده سره پاتې شي او هغې ته اجازه ورکړل شوه چې د شهزاده کوټې ته مخامخ پر وریښمین بالښت باندې ویده شي.

شهزاده سپارښت وکړ چې هغې ته د نارینوو په شان کالي وګنډل شي، څو وړه ښاپیرۍ وکړای شي د آس سورلۍ په وخت کې له هغه سره و اوسي. هغوی د معطرو ځنګلونو په منځ کې د آس په سورلۍ وګرځیدل، چیرې چې شنو څانګو به د دوی اوږې نازولې او وړوکو مرغانو به د تازه پاڼو په منځ کې سندرې ویلې. وړوکې ښاپیرۍ له شهزاده سره په لوړو غرونو باندې وختله، سره له دې چې د وړوکې ښاپیرۍ له پښو نه وینې څڅیدې او نورو هم ولیدې، خو هغه له خندا ډکه خوله په شهزاده پسې روانه وه. هغوی دومره لوړ وختل چې اوره یې تر خپلو پښو لاندې داسې خوځنده ولیدل، لکه د مرغانو مهاجرې ډلې چې نورو وطنو ته د الوت په حال کې وي.

د شپې مهال د شهزاده په ماڼۍ کې کله چې ټول ویده وو، وړه ښاپیرۍ له سورورو مرمرینو زینو نه د سمندر پر لوري په دې نیت ولاړه چې خپلې خوارکوټې درد لرونکې پښې په اوبو کې لږ څه سړې کړي. بیا یې تر اوبو لاندې خپلو خویندو په باب فکر وکړ.

یوه شپه د ښاپیرۍ خویندو غمجنې سندرې ویلې مړوندونه یې یو بل ته ورکړي وو او د اوبو مخې ته را وختلې. وړه ښاپیرۍ د هغو خوا ته ورغله، هغوی خپل خور وپیژاندله او ور ته یې و ویل چې د دې تګ ټولې خویندې څومره غمجنې کړې دي. وروسته له هغه به ټولې خویندې هره شپه د ښاپیرۍ لیدلو ته راتلې او یوه شپه وړې ښاپیرۍ هلته لرې خپله نیا هم ولیدله چې کلونه کلونه یې سر له اوبو نه و را ایستلی، او هلته یې پلار د سمندرونو بادشاه تاج پر سر لیدل کیده، هغوی خپلې غیږې ښاپیرۍ ته پرانستې، خو لکه د هغې د خویندو په شان یې د سمندر څنډې ته، د را تګ زړه نه ښه کاوه.

شهزاده ورځ تر بلې ښاپرۍ ته ګرانیده، خو هغه ته وړه ښاپیرۍ داسې ایسیده لکه خپل اولاد سره چې څوک مینه کوي او هیڅ کله یې دا زړه کې نه و تیر کړي چې هغه به خپله ملکه کړي. وړه ښابیري باید د هغې ښځه شوې وای، پرته له هغه وړې ښاپیرۍ نه شوای کولای تل پاتې روح پیدا کړي او د شهزاده واده په سبا به د اوبو د مخ په ځګ باندې بدله شوې وای.

کله به چې شهزاده وړوکې ښاپیرۍ په خپلو مټو کې ونیوله او تندی به یې ور ته ښکلاوه، د ښاپیرۍ په سترګو کې دا خبره ځلیدله:«آیا له نورو نه زه ډیره درته ګرانه نه یم؟»

«ولې نه! ته ما ته ډیره ګرانه یې، ستا زړه تر ټولو مهربانه دی. تا ځان ما ته ځانګړی کړی دی او ته هغې جلۍ ته ورته یې چې ما یو وار لیدلې او بیا به یې کله ونه وینم. زه په هغې ماتې شوې بیړۍ کې سپور وم چې څپو څنډې ته را وایستله، چیرې چې یوازینی مقدس معبد و. هلته ډیرو نجونو خدمت کاوه، له هغو نه یوې تر ټولو ځوانې زه د سمنر په څنډه کې پیدا کړم او زه یې وژغورلم او هغه ما یوازې دوه ځلې ولیدله، هغه په دې نړۍ کې یوازینۍ جلۍ ده چې پر ما به ګرانه وي او ته هغې ته ورته یې، ته زما په ذهن کې د هغې د تصویر ځایناستې یې، هغه د مقدس معبد وه، او له نیکه مرغه ته د هغې پر ځای ما ته را لیږل شوې یې او موږ به هیڅ کله یو له بل نه جدا نه شو.»

وړې ښاپیرۍ له ځان سره و ویل:«افسوس چې دی نه پوهیږي، دا زه وم چې دی مې ژغورلی دی، هغه مې له سمندر نه ځنګله بوته، چیرې چې عبادت ځای و، دی مې هلته پریښود او خپله د سمندر د ځګونو شا ته پټه شوم، تر څو خلک راغلل او دی یې وموند. زه هغه جلۍ پیژنم چې له ما نه هم ورته ګرانه ده!»

د سمندر ښاپیرۍ د زړه له تل نه یو آه ویست، هغې نه شوای کولای وژاړي او له ځان سره یې فکر وکړ:«هغه و ویل چې هغه نجلۍ د مقدس عبادتځي ده او هیڅکله به دنیا ته بیرته را نه شي او هغوی به بیا هیڅکله سره و نه ګوري؛ خو زه هره ورځ ور سره یم، هغه هره ورځ ګورم، د هغه څارنه او ساتنه کوم، هغه را ته ګران دی او خپل ټول ژوند مې هغه ته وقف کړی دی!»

خلکو ویل:«ځوان شهزاده باید اوس واده وکړي، هغه هم د ګاونډي هیواد د بادشاه له ښکلې لور سره او د همدې له پاره هغه د یوې شاندارې مجهزې کشتۍ په برابرولو لګیا دی. خلک وايي چې شهزاده غواړي د ګاونډي هیواد نه لیدنه وکړي او د لیدنې اصلي موخه د ګاونډي هیواد د بادشاه د لور لیدل دي، هغه په دې سفر کې ډیر خلک له ځان سره بیايي.»

د پنځمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...