د یتیمو ماشومانو روزنه/ آرش ننګیال

که پرمخ تللي هېوادونه د ماشومانو د روزنې او پالنې د ارواپوهنې په کتابونو کې د یتیمو ماشومانو لپاره یوه څپرکي ته ځای نه ورکوي هېڅ باک نه لري، ځکه چې هلته مېندې او پلرونه کافي عمر کوي. له طلاق او ټکر پرته ماشومان نه یتیمان کېږي خو موږه افغانان له بده مرغه اړ یو چې د ماشومانو د غوره روزنې او پالنې په کتابونو کې د یتیمو ماشومانو د روزنې او پالنې بحث ور اضافه کړو او له موږه نه پرته څوک یتیم ښه درکولی شي؟ دلته خوداسې کور نشته چې د غم څپې ترې یو یا څو کسه نه وي وړي.

د یتیم د غوره پالنې او روزنې په هکله په ټولو دینونو او مذهبونو کې تاکید شوی دی په تېره د اسلام مقدس دین. قران کریم او حدیثونو کې یتیم ته ځانګړی مقام ورکړی شوی دی او د غوره روزنې او پالنې تاکید کوي. غوره روزونکي ته د جنت زیری ورکوي او د ناوړه سلوک خاوندانو ته د دوزخ زیری.

قران کریم کې فرمايي:

ـ لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آَمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآَتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ

أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ * فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ * وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ……._

حضرت محمد (ص) نه روایت دی( هرڅوک چې یتم وروزي او مشکلات یې ور حل کړي هغه واجب الجنت دی)

بل حدیث کې فرمايي ( زه او د یتیم پالونکی به په جنت کې د یوه لاس د دوو ګوتو په شان سره نږدې یو)

حضرت علي کرم الله وجهه به له یتمانو سره بی کچې مینه کوله، کورته به یې راوستل او په خپل لاس به یې په خوله کې خواړه ورکول او ویل به یې، څو هم د ډوډۍ خوند وڅکي او هم د پلار د لاس او کوتو.

اسلام هغه دین دی چې د یتیمانو په غوره زورنه او پالنه یې ان د ټولنې په خلکو هم تاکید کړی دی. دا ځکه چې د پلار نه شتون د ماشومانو پر شخصیت اغېزه کوي او د بې لارې کېدو لامل یې کېږي، عقد، کرکه، نفرت زده کوي چې راتلونکې کې کورنۍ او ټولنې ته ګواښ جوړېدلی شي او اسلام دا نه غواړي.

یتیم ماشوم تر نورو ماشومانو ډېرې پاملرنې، مینې، مهربانۍ، ملاتړ، اعتماد په نفس، مالي او اقتصادي ملاتړ، د کورنۍ د مشرانو همکارۍ، مهربانۍ، قدر او عزت ته اړیتا لري. په دې کار سره دوه ګټې کوو، دا دنیا او هغه دنیا. ایا جنت ته تر دې لنډه لاره بله شته؟

که څه هم د پلار ځای هېڅوک نه شي نیولی خو لږ تر لږه هغه احتمالي ستونزې چې د پلار له مرګ وروسته بچي ورسره مخ کېږي مهارولی او اغېزه یې کمولی شو.

زموږ ټولنه او ولس د یتیمانو د روزنې او پالنې لپاره غوره انګیزه او غوره ماحول لري، ځکه لومړی دا چې موږ له مرګ وروسته ژوند، حساب کتاب، جنت او دوزخ باندې باور لرو او بله ده چې زموږ د کورنیو شمېر ډیر دی او ګډ ژوند لرو. کاکا، نیکه، ورور ټول کولای شي چې په ډېرې اسانۍ یتیم ته د پلار مینه ورکړي او هغه تشه ډکه کړي چې ماشوم ورسره لاس او ګریوان دی. ځکه له یادو کسانو سره عاطفي پیوند لري. ډېری لمسیان به مو لیدلي وي چې د مور او پلار په پرتله له خپل نیک او کاکا سره ډېره مینه لري.

ماشومان په کورنۍ کې د پلار موجودیت ته اړتیا لري ځکه چې ماشوم الګو یا مثال ته اړتیا لري. تاسو به خپل ماشومان لیدلي وي چې د پلار نکلونه کوي.

یوه ورځ مې انګور خوړل، وړه لور مې راسره کېناسته، لومړی مې یو یو انګور خوړه، هغې هم همداسې کول، ما چې دوه کړل هغې هم دوه دوه دانې انګور خولې ته واچول، ما یوه ګپه جوړه کړه، هغې هم لاس ډک کړ.

هلکان تل غواړي چې د پلار په شان و اوسي یانې د زوی لپاره پلار الګو وي، که پلار هر ډول وي، مهربانه یا تریخ خو کله چې بچی لوی شي، واده وکړي، کورنۍ جوړه کړي، بیانو له خپلې مېرمنې او بچو سره هماغسې سلوک کوي چې څنګه یې پلار و. همدا ډول لور هم د خپل راتلونکي خاوند لپاره هغه معیارونه غوره کوي چې هغې د پلار په وجود کې لیدلي وي.

تره، ورور هرڅوک چې د یتیم مسولیت لري باید چې ماشوم ته ځان غوره الګو یا مثال جوړ کړي، ځکه هغه ورته اړیتا لري، هغه ته داسې زمینه برابره کړئ چې پر تاسو اعتماد وکړي، د زړه خبرې درته وکړي خپلې ستونزې درسره شریکې کړې او عاطفي پیوند درسره جوړ کړي.

ماشومان له خپل پلار نه ټولنیز نزاکتونه او ټولنیز ژوند زده کوي، پلار نه دود دستور، کلتور او فرهنګ زده کوي، پلار دی چې خپل ماشوم ته هویت ورکوي. اوس چې هغه نشته دا ستاسو مسولیت دی چې دا تشه ډکه کړئ او دا د کورنیو د نارینه وو مسولیت دی.

ماشومان د خپل ځان لپاره تل خیالي نړۍ جوړوي، خیالي نړۍ هغه ماشومان جوړلی شي چې پلار یې په کور وي. دا پلار دی چې ماشومانو ته د تخیل زمینه برابروي که پلار نه وي نو د ماشومانو تخیل او هیلو ته سخت زیان رسیږي. باید چې یادو ماشومانو ته د هغوی د راتلونکي ډاډ ورکړئ او هغوی مطمینه کړئ چې ټولې هیلې به یې ورته پوره کوئ. تاسو کولای شې چې د هغوی د ستونزو په حلولو سره د هغوی خیالي نړۍ ودانه کړئ.

د پلار له مرګ سره د ماشوم جرات سخت زیامن کېږي، په خپل ځان اعتماد له لاسه ورکوي، ځان کمروزی او بې کسه احساسوي، ماشومانو ته د مینې، محبت او ملاتړ تر څنګ د کور د ځینو مسولیتونو په سپارلو سره کولای شئ چې په ماشوم کې جرات او په ځان اعتماد بېرته را ژوندی کړئ.

هیڅ ضرور نه ده چې تاسو وخت ناوخته ماشوم ته یې (مړ) پلار یاد کړئ، که ډېر مو یادېږي یاد یې کړئ خو له ځانه سره. هڅه وکړئ چې اوسنی ژوند ورته ښکلی ښکاره کړئ نه پخوانی.

یوه ورځ مې وړوکي ورور له مور نه پوښتنه وکړه چې زه ولې پلار نه لرم؟ زه چا ته پلار ووایم؟

دې خبرې سره مې د مور سترګې له اوښکو ډکې شوې او بیا یې ما ته اشاره وکړه:

ـ ارش دې پلار دی!

د مور دې وینا عجیبه اغیزه راباندې وکړه، له هماغې ورځې وروسته زه د خپلو بچو ترڅنګ د خپلو خوېندو ورونو پلار هم جوړ شوم، اوس چې مې مور او پلار دواړه وفات شوي که زما خوېندو ورونو ته څوک ووايي چې پلار او مور مو وفات شوي بې له درنګه جګړه کوي، خواشیني کېږي او وايي زموږ مور او پلار ژوندي دي. وړوکی ورور مې اوس زلمی شوی دی خو لا هم ماته پلارجان غږ کوي او هر ځل غږ نه یې هم زه خوند اخلم او هم هغه.

12 Oct 2015

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...