سزا ورکول، د ماشوم ځورول که د ماشوم روزل ؟

اناهیتا روهي –

د يوناني فيلسوف تاليس ((Thales)) څخه پوښتنه وشوه، چې د انسان لپاره تر ټولو سخت کار كوم دى؟ تاليس په ځواب کې وويل : (( د خپل ځان پېژندنه !))

ماشوم د پيدايښت له شېبې نه په زده کړه بوخت وي. هغه زده کړې، چې د راتلونکې ژوند بنسټ جوړوي، دا هماغه لومړنۍ زده کړې دي، چې په کورني چاپېريال کې د مور او پلار څخه زده کېږي .او ماشوم دې ته هڅيږي، چې دځان په پېژندلو پيل وکړي. که چېرې د ماشومانو په لومړنيو زده کړوکې له حوصلې، زغم او له ډېرې مينې کار وانخيستل شي نو تر ډېره بريده د دې امکان شته، چې د ماشوم په ذهني روزنه کې کمښت رامنځ ته شي .

زياتره ميندې او پلرونه د خپل اوﻻد د روښانه راتلونکې په موخه، په خپلوکورونو کې ځينې ځانګړي قوانين وضع کوي، او د يوې تېروتنې له کبله ماشوم په ټاکل شوې سزا محکوموي. د انګريزي اديب او ليکوال سمويل جانسن Samuel Johnson په وينا(ماشوم ته سزا ورکول خاموشي رامنځ ته کولای شي، خو قناعت نه شي ورکولای )

بې له شکه، چې د سزا په ورکولو سره به په دې وتوانيږو، چې ماشوم په خپله قبضه کې وساتو خو، په دې سزا سره هغه ته په ځان حاکيمت نه شو ورښودلای. هغه ته د ځان د پېژندلو ﻻره نه شو هوارولی. زموږ په خلکو کې متل دی ، چې وايي : چېرته ډب هلته ادب! دا چې ماشوم له وېرې غلی کېږي دا په دې مانا نه ده، چې ګني زموږ ډب ماشوم ته ادب وروښود. ډب په ماشوم کې چوپتيا رامنځ ته کوي خو، د ترسره شوي عمل څخه يې نه پښيمانه کوي. دا عمل به بيا تکراريږي ، خو په جوته نه په پټه .

د ماشوم ذهن د دې وړتيا نه لري، چې په دې پوه شي چې مور او پلار دده په کوم عمل په غصه شول. او د څه لپاره يې په دې سزا محکوم کړی دی .

تر دې دمخه، چې ماشوم ته په غصه شو او هغه ته سزا ورکړو، دا به غوره وي په دې اړه فکر وکړو، چې ولې په غصه يو؟ ايا همدا زموږ غصه به د ماشومانو د سزا سبب نه ګرځي؟ او که چېرې په دې وتوانيږو، چې ماشوم ته د سزا ورکولو د مخه په خپل ځان کې بدلون راولو نو خامخا به يې پايلې د سزاورکولو له پايلې سره توپير ولري .

هغه څه چې ماشومان يې له سزا ورکولو څخه زده کوي دا دي، چې دوی ګومان کوي هغه څوک چې قدرت لري، دوی د هرڅه ٌحق لري. دا ډول ماشومان، چې د سزا ورکولو له عمله خاموشي او چوپتيا غوره کوي ، ځوانۍ ته په رسيدو سره د ننۍ غوټو (( عقدې)) په راسپړلو پيل کوي . خپل ننی غلی شوی ځواک په وړو ازمويي. که په هغه کې يې خپله بريا وليده نو، بيا د مور اوپلار په ځورولو پيل کوي . او په دې ډول د بدل اخيستو ځواک په خپل وجود کې روزي او پياوړی کوي يې .

هر ماشوم، دورکړل شوې سزا په وړاندې بل ډول عکس العمل ښيي، او دا عمل بيا په هغه اړيکو پورې تړاو لري، چې د ماشوم او د کورنۍ تر منځ وي . ځينې وخت په ماشوم غصه کول او قهريدل روا او جايز وي، خو هغه په دې ډول نه، چې دې دوی احساسات زخمي کړي او د احساس ځواک يې د چوپتيا په زندان کې حبس کړي .

ځينې وخت ميندې او پلرونه شکايت کوي، چې(( زما فلانی ماشوم له نورو ماشومانو سره توپير لري. دا بيخي بل ډول دی که وهم يې ، که سپکوم يې هېڅ تاثير نه لري.))

ماشوم به د پخوا په څېر لوبې کوي، ډوډۍ به خوري، خاندي او ويده کېږي به ، خو دا په دې مانا نه ده چې ګني وهلو او سپکولو به دده په روان او ذهن هېڅ اغېز نه وي پريښودلی؟ ايا دده احساس به د خپلې کورنۍ په وړاندې د پخوا په څېرپاتې وي؟

نه، دا ډول ماشومان په تدريجي ډول له خپلې کورنۍ څخه لرې کېږي. دمور اوپلار په وړاندې بې تفاوته کېږي او له يوې ورځې نه بلې ته يې د مشرانو په وړاندې احترام کميږي .

له ماشوم سره بايد خبرې وشي. هغه وپوهول شي، د سزا ورکولو څخه يې ډډه وشي، مينه ورکړل شي، او دا ورته ثابته شي، چې مور او پلار ورسره مينه لري . د کورنۍ د نورو غړو په څېر دده خبرو ته پام وشي .

که چېرې داسې عمل يې تر سره کړ چې زموږ ذهن يې زغملو ته تيار نه وي بيا هم بايد هڅه وکړو، چې چوپتيا غوره کړو. د مخاطب لوري چوپتياماشوم دې ته هڅوي، چې ځان په دې پوه کړي ، چې ولې مې ځواب تر ﻻسه نه کړ؟ او که بيا دا هم ورته وويل شي، په دې کار ، چې تا نن وکړ ما کولای شول ، چې تاته سزا درکړم ، خو زه غواړم چې ته په دې خبره فکر وکړې، چې ستا په دې عمل بيا هم ما تاته ولې سزا درنکړه ؟ هغه وخت دی، چې ماشوم د قهر او غصې په حال کې په ځان حاکميت زده کوي او د غصې په وړاندې چوپتيا غوره کولی شي . کله چې ماشوم نه وهل کېږي نوهغه وهل څنګه زده کړي ؟ کله چې له ماشوم سره مينه کېږي، نو هغه ولې له بل څخه کرکه وکړي .

همدارنګه په ماشومانو چيغې وهل ماشوم ته وېره پيدا کوي. په لوړ اواز چيغې وهل د احساس ټيټ غږتربتوي اود اوريدلو مخه يې نيسي. که داحساس ټيټ غږ, اوريدلو ته پريښودل شي نو خامخا به دځان په پېژندنه کې اړين رول ولوبوي.

لکه څنګه، چې المانی شاعر فريدريش هيبيل Friedrich Hebbelوايي:  ماشومان خدايي کيسۍ دي، چې حل کول يې سخته خواري غواړي، خو د دوی مينه په دې ارزي چې دا خواري پر ځان ومنو.

راځی چې دا خواري غوره وګڼو او له خپلو ماشومانو سره ډيره مينه وکړو . په مينه يې وپالو او په مينه يې ورزو . او د دوی د ښې او روښانه راتلونکې لپاره ځانونه ښه سر مشق کړو .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...