د سمندر وړه ښاپیرۍ/ ژباړن: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستین اندرسن

(Den lille havfrue)

څلورمه برخه

د سمندر زړې ښاپیرۍ و ویل:«نه! دا کار هغه وخت کیدای شي چې یو نارینه پر تا باندې داسې مین شي چې له مور پلار نه هم ورته ګرانه شې او هغه له خپلې ټولې مینې او احساس سره تا پورې اړوند شي. کله چې هغه تا ته لاس در کوي چې د تل له پاره به تا سره وفا دار پاتې کیږي، کشیش د هغه ښی لاس د تا پر لاس ږدي، هلته دی چې د هغه روح به ستا په تن کې ننوزي او ته به وکولای شې چې د انسانانو په نیکمرغیو کې شریکه شې. هغه کولای شي چې د خپل روح د لرلو تر څنګه تا ته هم روح در وبښي؛ خو هیڅکله به داسې و نه شي. ستا دغه ماهي لکۍ چې موږ ته د سمندر په تل کې ډیره ښکلې ده، د مځکې پر مخ دا ښکلی شی نه دی. د مځکې پر مخ انسانان احساس نه لري. د دې له پاره چې ته ښکلې و ګڼل شې، ته باید دوه بد ترکیبه پايې ولري چې پښې نومیږي!»

وړې ښاپیرۍ آه و ایسته، ټیټه شوه او په خواشینۍ سره یې خپلې لکۍ ته وکتل.

زړې نیا و ویل:«پریږده خوشاله اوسو، د درې سوو کلونو ژوند په اوږدو کې موږ کولای شو د اوبو د څپو په منځ جګ والوزوو او بیا بیرته په اوبو کې ځان وغورځوو. زه ډاډه یم چې دا وخت زموږ له پاره ښایسته ډیر وخت دی. وروسته له هغه به په خپل مړستون کې په نیکمرغۍ سره آرام وکړو. نن شپه په ماڼۍ کې د ګډا محفل لرو.»

داسې شان او شوکت هیڅ کله هم د مځکې پر مخ نه و لیدل شوی. د ګډا د لوی تالار دیوالونه او چت، له ډبلې صافې شیشې نه جوړ شوي وو. د سالون، یو بل ته مخامخ دیوالونو باندې د ګل په شان د صدپو په سلګونو پوښونه ایښودل شوي وو، د چمن په څیر شنې او ښایسته ټوټې را زوړندې شوې وې، له هغو نه لکه له اور نه چې شنې لمبې جګیږي، اوبو ته ورته داسې شنې وړانګې جګیدې چې ټول تالار یې رڼا کاوه او له کړکیو نه د باندې داسې ځلیدې چې سمندر یې هم له رڼا سره ښایسته کیده. شیشه ای دیوالونو ته نږې، بې شمیره لوی او واړه کبان په لمبلو ـ لمبلو روان وو چې ځینو یې ارغواني فلسونه درلودل او د ځینو فلسونه بیا داسې ښکاریدل لکه چې له سپینو او سرو زرو نه جوړ شوي وي.

د ګډا د لوی تالار په منځ کې له اوبو ډکه مسته سوروره ویاله روانه وه چې په هغې کې د سمندر نارینه او ښځې خپلو ښکلو سندرو ته ګډیدل. داسې غږ د نړۍ پر مخ هیڅ انسان نه درلود او د سمندر وړې ښاپیرۍ تر ټولو ښې سندرې ویلې. کله چې هغې خپلې سندرې پای ته ورسولې، ټولو لاسونه ورته وپړقول، ښاپیرۍ پوهیده چې دا په مځکه او سمندر کې د تر ټولو ښه غږ لرونکې ده، ځکه یې یوه شیبه په خپل زړه کې د خوشالۍ احساس وکړ، خو ډیر ژر یې د پاسنۍ نړۍ خیالونه پر ذهن باندې پرده وغوړیدله. هغې نه شول کولای چې ښکلی شهزاده او د هغه په شان د تلپاتې روح د نه درلودلو ویر هیر کړي، نو کله چې ټول د سندرو ویلو او مزو په حال کې وو، پټه د پلار له ماڼۍ نه و وته او په خپل وړوکي بڼ کې غمجنه کیناستله.

هغې واوریدل چې د اوبو له منځ نه د سُرنی غږ راځي. وړې ښاپیرۍ له ځان سره و ویل:«اوس چې شهزاده د اوبو پر مخ په سفر روان وي، هغه څوک چې ما ته له مور پلار نه ډیر ګران دی، هغه څوک چې هر کله زما په ذهن او فکر کې وي، غواړم د خپل ژوند نیکمرغي مې هغه ته وسپارم. زه به هر څه وکړم، تر څو شهزاده او تلپاتې روح تر لاسه کړم!

کله مې چې خویندې د پلار په ماڼۍ کې په ګډا سر وي، ، سره له دې چې تل د سمندر له کوډګرې نه ډاره شوې یم، زه به هغې ته ورشم، ښايي هغه له ما سره مرسته او لار ښوونه را ته وکړي.»

وړه ښاپیرۍ له بڼ نه و وته او د هغه څپاند څرخاو(ګرداب) خوا ته ولاړه چې د هغه شا ته سحر ګرې ژوند کاوه. وړه ښاپیرۍ له دې نه پخوا هیڅکله دې سیمې ته نه وه راغلې. په دې سیمه کې هیڅ ډول ګیاه او ګل وده نه کوله، یوازې د خړو شګو یوه لار تر څپاند څرخاو پورې غځیدلې وه. څرخاو داسې و لکه د لويې ژرندې په څرخونو کې چې اوبه ښکته پورته کیږي، هر څه چې په لاس ور تلل، ځب ـ ځب کول یې او په خپل ژور تل کې یې ننه ایستل. د همدې توپاني، تاوده او څپاند ګرداو په شا کې چې سحر ګرې خپل خوسا ډنډ ګاڼه، د سحر ګرې کور و. وړه ښاپیرۍ باید ور نه تیره شوې وای، څو د کوډ ګرې د اوسیدو سیمې ته رسیدلې وای. بله لار نه وه، د سمندر د زړې کوډ ګرې کور، د خوسا ډنډ شا ته، د عجیب ځنګل په منځ کې و، چیرې چې ونې او بوټي د غټو ډارونکوو جسمونو په څیر چې نیمايي یې د ګیاه او نیمايي یې د څاروي په بڼه و. دې ګیاوو د سل سرو مارانو ډاروونکې بڼه درلوده چې د سمندر له تل نه را شنې شوې وې. دې بوټو جګې سریښناکه څانګې او د چنجیو په څیر پستې ګوتې درلودې. هر بوټی له ریښې تر پاسنۍ برخې پورې د دایمي خوځیدا په حال کې و. د دې ګیاوو ګوتې به چې هر څه ته ورسیدې، کلکې به ور نه تاو شوې او له حرکت نه به یې غورځول.

د وړه ښاپیرۍ زړه له ډاره درزیده او په ډاریدونکې بڼه د همدې ځنګله په وره کې ودریده، لږ پاتې وو چې بیرته وګرځي، خو د شهزاده او د هغه تلپاتې روح په باب یې سوچ وکړ چې دې یې تمه درلوده، بیا زړه وره شوه، خپل اوږده ویښتان یې سره تاو کړل، چوټي یې کړل او له سر نه یې په دې موخې را تاو کړل چې بلا ته ور ته سریښناک بوټي یې له ویښتانو نه را ګیره نه کړي. بیا یې خپل لاسونه کلک په خپل ټټر پورې ونښلول او لکه یو تر ټولو ګړندی کب په اوبو کې ښکته لاړه.

کله کله به بلا ته ورته بد رنګه پستو سریښناکه بوټو خپلې تاویدونکې ګوتې او مټې د هغې خوا ته ور غځولې. وړې ښاپیرۍ لیدل چې بلا ته ورته سریښناکه او پستو بوټو به څنګه خپل ښکار کړي شیان په خپلو پستو مټو سره لکه اوسپنیز بندونه کلک نیولي وو. انسانان چې په سمندر کې مړه شوي او تر اوبو لاندې شوي وو، سپین هډوکي یې د همدې بلا ته ورته ګیاوو په مټو کې بند پاتې وو. د کشتۍ څرخونه او د ماڼو ګانو صندوقچې د ځمکنیو څارویوو له سکلیتونو سره د هغوی په بند کې وو، همداسې یې یوه وړوکې سمندري ښاپیرۍ نیولې او خپک کړې وه. دا منظرې دې ته تر ټولو ډیرې ډارونکې وې. په پای کې د یاد ځنګله په منځ کې له خټو او چیکړو ډک، پراخ ځای ته ورسیده. د خټو په منځ کې غټو او غوښنو مار ماهیانو داسې لوبې کولې، ته وا د خپلو بد رنګه ژړو سپینو نسونو ښودل کوي. د همدې ځای په منځ کې یو کور و چې د ډوبو شوو خلکو له هډوکو نه جوړ شوی و. زړه سحر ګره ناسته وه او یوې چونګښې د هغې له خولې نه داسې څه شی خوړل، لکه انسانان چې له خپلې خولې نه کنري ته خواږه ورکوي، زړې سحر ګرې بد رنګه مار ماهیانو ته، چې خپل واړه چورګوړي یې بلل، اجازه ور کوله چې د هغې په غټې، اسفجي سینې باندې وغځیږي.

د وړې ښاپیرۍ په لیدو سره، سحر ګرې و ویل:«پوهیږم چې څه غواړې، لیونتوب او ساده ګي ده! زما ښکلې شاهزادګۍ، سره له دې هم ته کولای شې خپلې هیلې او غوښتنې ته ورسیږې، خو بد مرغي به در په برخه کړي. غواړې چې له ماهي ډوله لکۍ نه دې خلاصه شې او په بدل کې یې د ونو دوې کندې ولرې څو وکولای شې د انسانانو په څیر ولاړه شې چې شهزاده پر تا باندې مین شي او ته وکولای شې چې هم شهزاده او هم تلپاتې روح تر لاسه کړې!»

سحر ګرې په داسې شریرانه او لوړ غږ وخندل چې په غیږ کې یې ناستې چونګښې او کبان له ډار نه لاندې خټو ته و غورځیدل. سحر ګرې د خندا په څپو کې و ویل:«په سم وخت راغلې یې، سبا ته یې ښه وخت دی، کله چې لمر راخیژي، یو څه به درته وکړم، پرته له دې باید یو کال انتظار وباسې. زه یو شربت در ته جوړوم، سبا سهار، مخکې له دې چې لمر را وخیژي، ته به د سمندر هغې خواته لاړه شې او د سمندر په څنډه کې به کینې او زما جوړ کړی شربت به وڅښې.

وروسته له هغه دې لکۍ په دوو برخو سره بیلیږي چې انسانان ورته ښکلې پونډۍ وايي، خو د درد(خوږ) احساس به وکړې، داسې درد لکه چې تیره توره دې په وجود کې ننوزي. ټول هغه انسانان چې تا و ویني، نو وبه وايي چې ته د انسان تر ټولو هغه ښکلی ماشوم یې چې تر نن پورې چا نه دی لیدلی! ته به داسې ځانګړي ښکلي حرکات ولرې چې هیڅ هنرمند به تا غوندې ښکلي پر لارې باندې تګ و نه شي کړای، خو ته چې هر قدم اوچتوې، داسې به وي لکه پر تیره تیغ چې روانه یې او ښايي وینه دې تويې شي. که دا ټولې ستونزې پر ځان باندې منلی شې، زه کولای شم تا سره مرسته وکړم.»

وړې ښاپیرۍ د شهزاده او تلپاتې روح د تر لاسه کولو په هیله په ریږدیدونکي غږ و ویل:«هو!»

زړې سحر ګرې و ویل:«خو دا په یاد ولره چې که یو ځل د انسان د وجود په څیر بدن پیدا کړې، بیا به هیڅکله هم د سمندر په ښاپیرۍ بدله نه شې! ته به هیڅکله و نه شې کړای چې تر اوبو لاندې خپلو خویندو ته او یا هم د خپل پلار مانۍ ته ور و ګرځې.

که ته د شهزاده په مینه کې بریالۍ نه شې او شهزاده و نه شي کړای چې ستا په خاطر خپل مور پلار هیر او په ټوله مانا پر تا باندې داسې مین شي چې امر وکړي چې کشیش ستاسو لاسونه یو بل ته ور کړي، څو ښځه میړه شئ؛ ته به هیڅکله تلپاتې روح پیدا نه کړې. کله چې هغه له بل چا سره واده شي، په لومړني سهار به ته زړه ماتې شې او وجود به دې د اوبو د مخ په ځګ بدل شي.»

د وړې ښاپیرۍ رنګ نه چې د مړي رنګ جوړ و، وې ویل:«هوکې زه یې غواړم!»

زړې ښځې و ویل:«خو ته مجبوره یې چې ما ته څه راکړې او زه څه لږ شی نه غواړم. د ټولو هغو کسانو په منځ کې چې د سمندر په تل کې ژوند کوي، ته ښکلی غږ لرې. فکر کوم چې ته به دا غږ ځانته د شهزاده د پام د اړولو له پاره وکاروې، خو ته به تر ټولو خپل ښه شی، یعنې خپل غږ ما ته را کړې. زه به په بدل کې تا ته قیمتي شربت در کړم او خپله وینه به هم ور سره ګډه کړم، چې هغه له دوه څنډې تورې نه هم لا تیز او تند کړي!»

وړې ښاپیرۍ و ویل:«که ته زما غږ واخلې، نور به څه را ته پاتې شې؟»

د څلورمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...