د کیشپ زامن/ ژباړن محب الله آرمل

د ماشومانو لپاره لنډه کيسه

د سارا زياته سودا وه ، هغې ددې لپاره اوږده موده اتنظار کړی وو چې د کیشپ د بچيو زيږون وويني او ننداره يې وکړي، خو آخر هغه ورځ را ورسېده ، د پلار يې نيت و چې سارا ساحل ته بوځي ترڅو د کیشپ بچوڼي وويني .

سارا او پلار يې سهار وختي له خوب راپاڅېدل. هوا لا تياره وه، خو دوی لاسي څراغ ورسره واخيست او په کراره د ساحل خواته روان شول. له سارا يې پلار وعده واخيسته چې د کیشپ په بچو به کار نلري، شور ماشور به هم نکوي او يوازې به هغه کار کوي چې پلار يې وايي، دې يې د پلار خبرې ومنلې.

دوی دواړه ساحل ته ورسېدل، د کیشپ د زامنو زيږون ته تر يوه  کمر  پټ شول . له لنډ انتظار وروسته چې د کیشپ بچوڼي له هګيو را ووتل. دغه هر څه د سارا لپاره ډېر بوږ نوونکي وو .

د کیشپ بچی به چې څنګه له هګۍ را ووت پرته له دې چې خپلو نورو وروڼو او خويندو ته انتظار شي د اوبو خواته به تېز روان شو، ورو ورو ټول له هګيو را ووتل او د اوبو لوري ته روان و . سارا او پلار يې چوپ ناست وو، هېڅ خبرې يې نکولې او يوازې د کیشپ د بچيانو تماشه يې کوله.

څو شېبې وروسته يوه عجيبه پېښه وشوه، چې د سارا په نظر ډېره وحشتناکه وه، څو مرغان را پيدا شول، د کیشپ په زامنو يې حمله وکړه او د هغو خوړل او وژل يې پيل کړل. سارا شاوخوا وکتل چې د کیشپانو مور او پلار کله راځي چې کوچني زامن يې له خوړونکو مرغانو خلاص کړي؟ خو هغوي را نغلل.

سارا دغه ټوله صحنه په ژړا او اوښکو تويولو وکتله خو کله چې د کیشپ د بچيانو يوه ډله روغه او سلامته اوبو ته ورسېده سارا له دېرې خوشالۍ چيغه وکړه . سره لدې چې د کیشپ څو زامن مرغانو وخوړل خو بياهم ډېر شمېر اوبو ته جوړ ورسېدل، چې دې موضوع سارا زياته خوشاله کړه .

يادونه :

کورته د راتللو پر وخت د سارا پلار د سارا ژړا ته متوجه شو او هغه ته يې وويل کیشپان پدې ډول نړۍ ته راځي. د کیشپ مور زياتې هګۍ اچوي،  هغه له خاورو او رېګونو لاندې کوي او خپله له هغه ځايه لرې ځي. کله چې د کیشپ بچي له هګيو راووځي بايد پخپله اوبو ته ځان ورسوي، سره له دې چې هغوي په زياته پيمانه دونيا ته راځي ډېر يې مرغان خوري او يو شمېر نور په اوبو کې هم مړه کيږي، ډېر لږ تعداد توانېږي چې د اوږدې مودې لپاره ژوندي و اوسي .

سارا زياته خوشاله وه چې نن شپه يې د کیشپانو په هکله زيات معلومات لاسته رواړل او همدارنګه دې ته هم خوښه وه چې يوه بشپړه کورنۍ لري مور و پلار، خور و ورور يې تل مرسته ورسره کوي او له هماغه لومړي ورځې چې نړۍ ته راغلې ددې ساتونکي وو او دي.

۱۳۹۳ -۱۲- ۱۹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...