د سمندر وړه ښاپیرۍ/ ژباړن: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستیان اندرسن

(Den lille havfrue)

دریمه برخه

لومړی خوشاله شوه او فکر یې وکړ: هغه به د سمندر په تل کې له ما سره پاتې شي، خو نا څاپه ور په یاد شول چې انسانان نه شي کولای په اوبو کې ژوند وکړي، تر هغو چې ځوان شهزاده د پلرونو ماڼۍ ته رسیږي، مړ به شي. ځان سره یې و ویل: نه، هغه باید مړ نه شي،

پرته له دې چې ځان ته د ضرر رسیدو په باب اندیښنه وکړي، د تالندې د غړمبا په شیبه کې د اوبو پر مخ د روانو ماتو شوو تختو له منځه په اوبو کې ښکته لاړه او بیا یې د څپو له منځ نه سر را وایسته. په پای کې یې شهزاده په داسې حالت کې پیدا کړ چې نور یې په توفاني سمندر کې لمبا نه شوای کولای، مټې او پښې یې ستړې او ښکلې سترګې یې تړل شوې وې، که د سمندر ښاپیرۍ نه وای ور رسیدلې، نو مړ شوی به و. وړې ښاپیرۍ د هغه سر د اوبو د پاسه نیولی و او ځان یې څپو ته سپارلی و چې هغوی هرې خوا ته یې وړي، وړي دې.

سهار وختي توفان غلی شوی و، د ماتې شوې کشتۍ یوه ټوټه هم نه لیدل کیده، لمر له سره رنګ سره راختلی و او د اوبو پر مخ ځلیده، د لمر سرو وړانګو د شهزاده خړو غومبورو ته ژوند وباښه، خو سترګې یې هماغسې تړلې وې. وړې ښاپیرۍ د هغه ښایسته اوږد تندی ښکل کړ او په نازولو، نازولو سره یې لامده ویښتان شا ته پورې وهل. هغې فکر وکړ چې شهزاده هغې مجسمې ته ورته دی چې دا یې په خپل واړه بڼ کې لري، بیا یې ښکل کړ او د هغه د ژوندي پاتې کیدو هیله یې وکړه.

وړه ښاپیرۍ اوس له کلکې مځکې سره مخ وه او آبي غرونه چې په څوکو کې یې سپینې واورې داسې ځلیدې، ته وا سپینو قانسانو هلته ځاله جوړه کړې وي، ښکته لوري ته، د سمندر په څنډه کې شین ځنګل و او دا نه پوهیده چې د ځنګله تر وړاندې کومه کلیسا ده که کومه صومعه، هر څه چې و، خو هلته یوه ودانۍ وه.

په بڼ کې د لیمو او مالتې ونې هسکې شوې وې او د بڼ د لوی وره په مخ کې د خُرما جګه ونه ولاړه وه، سمندر کې دلته داسې وړوکی خلیج جوړ و چې ډیر آرام، خو ژور و او په داسې ژورې درې پای ته رسیدلی و چې هلته ښایسته سپینه مینځل شوې شګه پرته وه. وړې ښاپیرۍ په لمبلو سره شهزاده د اوبو څنډې ته یووړ او په پستې شګې باندې یې وغځاوه او هڅه یې وکړه چې سر یې له اوبو لرې او تاوده لمر ته ونیسي.

په هغې لويې سپینې ودانۍ کې زنګونه وکړنګول شول او یوه ډله ځوانې نجونې بڼ ته ننوتې، وړه ښاپیرۍ لږ لرې د هغو تیږو شاته ورغله چې په اوبو کې یې سرونه ښکاریدل، سر او سینه یې په سمندر کې پټ کړل چې وړوکې څیره یې څوک و نه شي لیدلای او څار یې کاوه چې څوک به په خوارکوټي شهزاده پسې راشې.

لږ ځنډ وروسته یوه ځوانه نجلۍ هغې خوا ته راغله، اول داسې ښکاریدله چې ډاره شوې ده، بیا یې نور خلک را خبر کړل. وړې ښاپیرۍ لیدل چې شاهزاده ژوندی دی، سترګې یې خلاصې کړې، شاو خوا ته را ټولو شوو کسانو ته یې وخندل. وړه ښاپیرۍ چې په سمندر کې پټه وه، شهزاده نه پوهیده چې دی هغې ژغورلی دی، ځکه یې موسکا ورته ونه کړه. کله چې نجونو شهزاده لويې سپینې ودانۍ ته بوته، وړه ښاپیرۍ ډیره خواشینې شوه او په لمبا د سمندر تل ته، د خپل پلار ماڼۍ ته ور ستنه شوه.

وړه ښاپیرۍ چې پخوا هم چورتي او آرامه وه، اوس له پخوا نه هم آرامه او چورتي شوه. خویندو یې له دې نه د ابوسر ته د لومړي ځل ختلو د لیدلو شیانو پوښتنه کوله، خو هغې ځواب نه ورکاوه.

څو سهاره او څو مازدیګره هغه ځای ته لاړه، چې شهزاده یې هلته پرې ایښی و. هغې ولیدل چې د بڼ میوې پخې او ټولې شوې، هغې ولیدل چې د لوړو غرونو پر سر واورې ویلې شوې، خو بیا یې شهزاده و نه لید او له پخوا نه غمجنه کور ته ستنه شوه. یوازینۍ خوښي یې په خپل وړوکي بڼ کې د هغې مرمرینې مجسمې څنګ ته کیناستل او د هغې پر سر باندې لاس تیرول و، چې شهزاده ته ور ته وه. هغې نور ګلانو ته پاملرنه نه کوله، ګلانو په خپل سر وده کوله، ټول ځایونه یې پټ کړل، د ګلانو څانګې او پاڼې له ونو را تاو شوې او بڼ بیخي تیاره شو.

نور چې وړې ښاپیرۍ خپل غم ونه شو زغملای، پیښه يې له خپلې یوې خور سره شریکه کړه. ډیر ژر ټولې خویندې د هغې له راز نه خبرې شوې. بل چا ته یې څه و نه ویل، خو دا راز یې یوازې څو تنو هغو سمندري ښاپیریو ته و وایه چې له دوی سره یې نږدې اړیکې درلودې. له همدې دوستانو نه یوې يې شهزاده پیژانده. هغې ښاپیرۍ هم د شهزاده د کلیزې جشن په کشتۍ کې لیدلی و او پوهیده چې شهزاده چیرې دی اوسیمه یې کومه یوه ده.

نورو شهزادګیانو و ویل:«راځه وړې خورې!» لاسونه يې یو د بل پر اوږو ایښي وو، په یوه اوږده کتار کې په لمبلو لمبلو د اوبو سر ته، چیرې چې د شهزاده ماڼۍ وو، سرونه له اوبو را پورته کړل.

د شهزاده مانۍ له ژیړو سوربخونو تیږو او زینې یې له مرمرو نه جوړې شوې وې. د مانۍ په یوه خوا کې زینې تر سمندر پورې غځیدلې وې. د مانۍ زرین ګنبدونه د آسمان په لوري اوچت شوي وو، د مانۍ په شا و خوا کې د ولاړو پایو په منځ کې داسې مرمرینې مجسمې ولاړې وې چې ټولې ژوندۍ ښکاریدې.

د اوږدو روښانه کړکیو د شیشو له منځ نه، سړي کولای شول چې ډیر ښکلي سالونونه و ګوري چې پر دیوالونو باندې یې وریښمینې پردې او د لوړې بیې فرشونه را زوړند وو. ټول دیوالونه په ښکلو او لویو نقاشیو سمبال کړای شوي وو چې لیدل یې خوندور و. د سالون په منځ کې لویه فواره وه چې اوبه یې د شیشه اي ګنبدې تر پاسنۍ برخې پورې جګیدې. د لمر وړانګې له شیشه اي ګنبدې نه په اوبو او شنو بوټو باندې ځلیدې، چې د فوارې په حوض کې را شنه شوي وو.

وړه ښاپیرۍ اوس پوهیده چې شهزاده چیرې ژوند کوي، د همدې له پاره به ډیر ځلې مازدیګر او د شپې له خوا د اوبو مخې ته راتله او دومره به یې د سمندر څنډې کې لمبل چې هیڅ خور یې تر هغه وخته پورې جرآت نه و کړی چې داسې کار وکړي. هغه به تل د مرمرینې صوفې لاندې کانال ته ورتله چې د صوفې سیوری به ورباندې راغلی و. وړه ښاپیرۍ هلته کیناسته او ځوان شهزاده ته به یې کتل چې دې فکر کاوه د سپوږمۍ رڼا ته یوازې ناست دی.

ډیرې شپې يې ځوان شهزاده په خپله شانداره کشتۍ کې ولید چې له موسیقي او رپانده بیرغونو سره په اوبو کې روان وي. هغې د شنو بوټو له منځ نه په غلا سره کتل او که باد ډیر ځنډ ورباندې لګیدلای وای او چا لیدلې وای، نو داسې ښکاریده او اټکل یې کاوه چې دا به یو قانس وي چې وزرونه یې غوړولي دي.

هغې په شپو شپو د کب نیوونکو خبرې اوریدې هغوی د شهزاده په هکله ښې خبرې کولې. وړه ښاپیري خوښه وه چې د اوبو له څپو نه یې له حاله تللی شهزاده ژغورلی دی ، هغې ور په یاد کړه چې څه ډول یې د شهزاده سر پر خپل ټټر باندې کیښود او په څومره مینه یې ښکل کړ، خو شهزاده د ځان د ژغورلو په هکله په څه نه پوهیده او حتی په خپل ذهن کې د سمندر د ښاپیرۍ د یو انځور په باب هم فکر نه شو کولای.

د سمندر د وړې ښاپیرۍ مینه نوره هم له انسانانو سره ډیره شوه او ډیرې هیلې یې په زړه کې و غوړیدې چې سمندر پریږدي او د انسانانو په منځ کې ژوند وکړي. هغې فکر کاوه چې د انسانانو نړۍ د دې له دنیا نه لویه ده. انسانان کولای شي چې له کشتۍ سره د سمندرونو د پاسه وګرځي، لوړو آسمان څکو غرونو ته، چې تر اورو هم جګ دي، وخیژي، د هغوی سیمې ډیرې سترې، له کروندو ډکې او په ځنګلونو پوښلې دي چې تر څو سترګې کار کوي، تر لرو ځایو پورې غځیدلې دي. زړه یې غوښتل په ډیرو شیانو پوه شي، خو خویندو یې نه شو کولای له دې سره ډیرو شته پوښتنو ته ځواب ورکړي، نو یې له زړې نیا نه و پوښتل. نیا به د مځکې مخ ته پاسنۍ نړۍ ویله، او همدا نیا وه چې له نورو نه یې ډیره پاسنۍ نړۍ پیژانده.

وړې ښاپیرۍ نیا و پوښتله:«که انسانان نه ډوبیږي، هغوی کولای شي د تل له پاره ژوندي پاتې شي، آیا زموږ په څیر نه مري؟»
نیا ځواب ورکړ:«هوکې! انسانان هم مري، د هغوی ژوند له موږ نه هم لنډ دی. موږ کولای شو درې سوه کاله ژوند وکړو، کله چې موږ مرو، د سمندر په تل کې په حباب(ځګ) باندې بدلیږو. موږ نه شو کولای آن هغه څوک خښ کړو چې پر موږ ګران وي، موږ تلپاتې روح نه لرو، موږ په بله نړۍ کې ژوند نه لرو. موږ د شنو بوټوغوندې يو، چې یو وار غوڅ شي، بیا به را شنه نه شي!خو انسانان بر عکس تلپاتې روح لري، وروسته له هغه چې د هغوی وجود خاورې شي، ارواح یې روښانه آسمان ته ځي، چیرې چې ځلیدونکي ستوري دي! همداسې چې موږ د اوبو له منځ نه را وزو، څو د انسانانو د اوسیدو ځای و ګورو، انسانان هم یوې نا پیژاندې نړۍ ته ځي، چې موږ یې هیڅکله د لیدلو چانس نه لرو.»

وړې ښاپیرۍ په خواشینۍ سره و ویل:«موږ ولې باید تلپاتې روح و نه لرو؟ زه چمتو یم خپل ټول درې سوه کاله عمر ورکړم او یوازې یوه ورځ انسان اوسم، څو و کولای شم په جنت کې د ځان له پاره یو ځای تر لاسه کړم.»
زړې نیا و ویل:«تا سره نه ښايي چې د دې شیانو په باب اندیښنه وکړې، موږ د مځکې د مخ له انسانانو نه ډیر نیکمرغه او ښه ژوند کوو.»

وړې ښاپیرۍ و ویل:«زه به مړه شم او په ځګ(حباب) به بدله شم او هیڅکله به د څپو غږ وا نه ورم، ښایسته ګلان او ځلیدونکی سور لمر به و نه وینم. داسې څه کولای شم چې تلپاتې روح پیدا کړم؟»
د دریمې برخې پای

1 comment

  1. کلیوال Reply

    ای کاش ! چی انسانان په خپل عظمت پوهیدلی او د خپل تل پاتی روح د ارامۍ په هکله چی یواځی د مینی او محبت په توان سره یی ترلاسه کولای شی څه ناڅه پوهیدلی شوای، نو په یقین سره به د سمندری وړی ښاپیرۍ په څیر دی ته تیار شوی وای چی دټول عمر په عوض کی یوه شیبه مینه واخلی او له خپل پاک او سپیڅلی روح او جسم نه دکرکی ، ویری او بی باوری نا پاکۍ د تل لپاره لری کاندی آی کــــــا ش ! ا ی کـــا ش! ا ی کـــا ش ، ا ی ……….ا ی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...