د سمندر وړه ښاپیرۍ/ ژباړونګی: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستیان اندرسن

Den lille havfrue

دویمه برخه

کال وروسته د دریمې خور وار راغی چې زړه وره وه. هغه په لمبلو لمبلو پاس ولاړه او هغه سورور سین ته ورسیده چې سمندر ته ور توییده. هلته یې شنې تپې ولیدې چې تاک په کې ولاړ وو. د پرتمینو ځنګلونو په منځ کې د کوم شته من سړي ماڼۍ او کورونه ښکاریدل. هغې واوریدل چې ټول مرغان سندرې وايي او لمر دومره تود و چې دا اړ وتله څو ځلې د نه سوځیدو له پاره ځان په اوبو کې غوپه کړي چې خپله توده سوې څیره سړه کړي.

د سمندر ښاپیرۍ په یوه خلیج کې د انسانانو له وړو لوڅو ماشومانوسره مخامخ شوه چې منډې یې وهلې او اوبه یې بادولې. د هغې زړه غوښتل چې له ماشومانو سره لوبې وکړي، خو کله چې ماشومانو هغه ولیده، ډیر وډار شول او وتښتیدل. بیا یو وړوکی حیوان را پیدا شو، دا یو تور سپی و. ښاپیرۍ مخکې له دې کله سپی نه و لیدلی. سپي په جګ غږ او قهر سره هغې ته وغپل او جلۍ دومره وډاره شوه چې په لمبلو بیرته سمندر ته ستنه شوه، خو د ژوند تر پایه پورې یې و نه شو کړای چې پرتمین ځنګلونه، شنې تپې او هغه لغړ خواږه ماشومان چې پرته له لکۍ یې لمبا کوله، هیر کړي.

څلورمه خور د نورو خویند په شان ډیره زړه وره نه، هغه د نا آرامه سمندر په منځ کې و دریده، بیا یې د هغه ځای په باب داسې کیسه وکړه: د دې له نظره ډیر ښکلی ځای و او سړي کولای شول خپله شاو خوا تر لرې لرې ځایونو پورې وګوري. پاس سر پورې یې آسمان داسې ورته ښکاریده لکه یو لوی شیشه اي زنګ. هغه کشتیانې چې دې لیدلې وې ډیرې لرې وې او داسې ورته ښکاره شوې وي لکه سمندري مرغان، دولفینانو په خوند سره ځانونه ورته پاس جګول او سترو ماهیانو له خپلو پزو نه داسې اوبه بادولې ته وا چې په شاو خوا کې یې په سلګونو فوارې دي.

اوس د پنځمې خور وار را ورسید چې کلیزه یې په ژمي کې وه. کله چې هغه د اوبو سر ته وختله، داسې شیان یې ولیدل چې خویندو یې په لومړي ځل نه وو لیدلي. هغې و ویل چې سمندر شین ښکاریده او شاو خوا ته یې په اوبو کې د یخ سترې ټوټې روانې وې. هره ټوټه یې لکه مرغلره داسې وه او لوی والی یې دومره و لکه د کلیسا برجونه چې انسانانو د مځکې پر مخ جوړ کړي وو. د یخ ټو ټو ډیرې عجیبې بڼې درلودې او داسې ځلیدلې لکه الماس. جلککۍ تر ټولو لوی یخ باندې ناسته وه. ټول ماڼوګان د دې په لیدلو ډار شوي وو او له دې نه لرې کیدل. هغه ناسته وه او خپل اوږده ویښتان یې باد ته نیولي وو او ماڼو ګانو له ډار سره، بیا هم ورته کتل.

ماښام آسمان تورو اوریځو پټ کړ، تالنده او بریښنا پیل شوه، د سمندر څپو د یخ ټوټې پر خپلو اوږو وړلې او جګولې، د یخ ټوټې د بریښنا له رڼا نه ځلیدلې، د کشتیانو بادبانونه را ښکته کړل شول او د کشتیو په غوليو کې، د کشتیو پر کار کوونکو باندې وحشت حاکم و، خو وړه سمندري ښاپیرۍ د یخ پر روانه ټوټه غلې ناسته وه او د سمندر د آبي رنګه ماتو ځلیدونکو رڼا ګانو ننداره یې کوله.

هره نجلۍ به چې د لومړي ځل له پاره د اوبو سر ته تله، له ټولو نوو لیدلو شیانو او ښکلاوو نه به یې خوند اخسته، خو اوس چې نجونې غټې شوې وې، هر چیرې یې چې غوښتل، کولای شول ولامبي او ولاړې شي، نور یې څه شي ته ارزښت نه ورکاوه، زړونه یې تنګیدل. وروسته له یو دوو میاشتو نه، له اوبو نه بهر نړۍ خپل کشش او جذبه له لاسه ورکوله او هغوی به ویل چې تر ټولو ښکلی ځای تر سمندر لاندې دی او دا یوازینی ځای دی چې یوه ښاپیرۍ کولای شي ځان په کور کې و ګڼي.

سره له دې هم پنځه واړه خویندې به ډیر ځلې د لمر پریواتو په وخت کې یو بل به یې له لاسه نیولې او په یوه کتار کې به یې سرونه له اوبو نه را ایستل. د دوی غږ ډیر ښکلی و، د انسانو تر غږ هم زړه وړونکی. کله به چې توفان سر را پورته کاوه او کشتیانې به د ماتیدو له خطر سره مخ کیدې، پنځه واړه خویندې به په لمبا لمبا د کشتۍ مخکینۍ برخې ته ورتلې او د سمندر د تل د ښکلا په باب به یې سندرې ویلې. هغوی له ماڼو ګانو نه غوښتل چې و نه ډار شي او د سمندر تل ته ولاړ شي. انسانان د سمندري ښاپیریو د سندرو په مانا نه پوهیدل او داسې یې انګیرله چې دا توفان دی چې سندرې وايي. له بل پلوه ماڼو ګانو هیڅکله د سمندر د لاندنۍ برخې ښکلا نه وه لیدلې، دا په دې چې کله چې کشتۍ ډوبه شي، تر څو چې ماڼو ګان د سمندرونو د بادشاه مانۍ ته رسیږي، ټول مړه وي.

د لمر پریواته په شیبه کې، یو له بل سره مټه په مټه د اوبو مخ ته را وتلې، تر ټولو کشره خور اړ وه چې یوازې تر اوبو لاندې پاتې شي. وړې خور په خواشینۍ سره د خویندو د تګ ننداره کوله او داسې یو حالت به یې و لکه چې زړه یې غواړي وژاړي، خو سمندري ښاپیرۍ اوښکې نه لري، د همدې له پاره ډیر رنځ ګالي.
وړې ښاپیرۍ به هر کله آه ایسته«کاشکې زه پنځه لس کلنه وای! پوهیږم چې باندنۍ نړۍ او هغه انسانان چې هلته کار کوي را باندې ګران به وي!»

او په پای کې د سمندر وړه ښاپیرۍ هم پنځه لس کلنه شوه.

نیا و ویل:«اوس ستا په کارونو کې مداخله نه کوم، هغسې مې دې چې خویندې سینګار کړې، تا به هم سینګار کړم!» بیا زړې ملکې د سپینو سوسن ګلانو یو کړۍ پر سر ورته کیښوده چې هره پاڼه یې د مرغلرو د نیمايي په شان وه. بیا یې اتو سمندري صدپونو ته اجازه ورکړه چې د وړې سمندري ښاپیرۍ پر لکۍ ځانونه ونښلويو تر څو وښودل شي چې هغه یوه شهزادګۍ ده.

خو کله چې یې صدپونه د وړې سمندري ښاپیرۍ پرلکۍ نښولول، هغې و ویل:«خوږیږم!»

زړې نیا و ویل:«انسان اړ وي چې د خپل مقام د ساتلو په خاطر ډیر دردونه وزغمي!»

د وړې سمندري ښاپیرۍ زړه ډیر غوښتل چې ګاڼې او دروند تاج له ځانه لرې کړي، د بڼ سره ګلونه له دې سره ښه لګیدل، خو اوس یې د بدلولو جرآت نه درلود. بیا یې له ټولو سره مخه ښه وکړه او د یوه حباب د سپکوالي او ظرافت په څیر د اوبو په منځ کې پاس خوا ته په لمبا سره ولاړه.

کله چې وړې سمندرې ښاپیرۍ خپل سر له اوبو څخه را وایسته، لمر نوی لویدلی و، خو اوره لا د آسمان په څنډه کې لکه سرو ګلانو او طلا غوندې ځلیدل. په ښکلي آسمان کې ماښامنی راڼه ستوري ځانښودنه کوله. هوا نرمه او تازه وه، سمندر هم آرام و.‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ د اوبو پر مخ یوه کشتۍ ولاړه وه چې د وسپنې درې لوی او درانه چنګکونه یې درلودل. څنګه چې باد نه و، نو له دروو نه یو بادبان خلاص و.

ماڼو ګان د کشتۍ په غولي کې ناست وو. د موسیقۍ غږ او آوازونه اوریدل کیدل او کله چې هوا نوره هم تیاره شوه، په سلګونو واړه رنګه څراغونه ولګیدل، داسې ښکاریده چې د بیلا بیلو هیوادونو بیرغونه په هوا کې په رپیدو دي.

وړه ښاپیرۍ په لمبا سره د کشتۍ د دریڅې په لور ورغله او هر خلې به چې د اوبو حرکت دا پاس بیوله، کولای یې شول له دریڅې نه د کشتۍ منځ و ګوري. د کشتۍ کابین له داسې خلکو ډک و چې ټولو ښایسته کالي اغوستي وو. د هغو په منځ کې تر ټولو ښکلی نارینه یو ځوان تور سترګی شهزادګی و چې ایله شپاړس کلن به و. هغه ورځ د شهزادګی کلیزه وه. د جشن دا ټول مراسم د هغه له پاره جوړ شوي وو. ماڼوګان د کشتۍ په غولي کې ګډیدل او کله چې ځوان شهزاده د هغوی د لیدلو له پاره راغی، د خوشالۍ په سلګونه فشنګونه د آسمان لوري ته وشړل شول. شپه د ورځې په شان روښانه شوه او د سمندر وړه ښاپیرۍ دومره وډاره شوه چې تر اوبو لاندې یې ځان ډوب کړ، خو ډیر ژر یې خپل سر له اوبو نه بیرته را وایسته او آسمان ته یې وکتل.

داسې ښکاریده چې له پاس نه د آسمان ټول ستوري د هغې پر سر را لویږي.

هغې په ټول ژوند کې اور لوبه نه وه لیدلې. اور لوبه روانه وه، فشنګونه ویشتل کیدل اوهر څه په سمندر کې روښانه اوغلي بیا ځلي ښکاریدل. د کشتۍ غولی دومره روښانه و چې خلک او نازک طنابونه هم لیدل کیدای شول. شهزاده څومره ځوان او ښکلی و! په هغې ښکلې شپه کې کله چې موسیقي غږول کیده، ځوان شهزاده خندل او ټولو سره یې لاس ورکاوه.

شپه نا وخته شوه، خو دسمندر وړې ښاپیرۍ نه شوای کولای چې له کشتۍ او ښکلي شهزاده نه سترګې واړوي. رنګارنګ ډیوې مړې شوې او نور هیڅ فشنګ د آسمان په لوري و نه ویشتل شو او د توپ کوم غږ هم نور تر غوږ نه شو، خو د سمندر له تل نه د غورکا غږ راغی، وړه ښاپیرۍ د اوبو پر سر ناسته وه او له اوبو سره تاویده، ښکته پورته تلله او کولای یې شول چې له دریڅې نه دننه ور وګوري. کشتۍ نوره هم پسې ګړندۍ کیده او باد بانونه یې یو په بل پسې خلاص شول او په لرې برخو کې به کله د برښنا پړق شو او وبه ځلیده. کلک توفان را روان و! ماڼوکانو بادبانونه ښکته کړل، لویه کشتۍ د خوځیدونکو سترو څپو په منځ
کې ښکته پورته کیدله او د قهریدلي سمندر پر مخ تاویدله. داسې ښکاریدل چې د اوبو څپې لکه تورو غرونو غوندې ځان جګوي او د کشتۍ د باد بانونو ستنې ماتوي، خو کشتۍ د قانس په څیر د جګو څپو په منځ کې تله او اوبو ته یې اجازه ورکوله چې هغه پورته جګه کړي.

د سمندر د ښاپیرۍ له پاره د داسې یوې کشتۍ لیدل چې دومره چټکه روانه وي، لویه بوختتیا وه، خو دا حالت د ماڼو ګانو له پاره جالب نه و. د کشتۍ د بدن اصلي برخې زګیروی ډوله غږ کاوه. داسې ښکاریدل چې د کشتۍ لويې تختې د څپو تر وارونو لاندې خمیږي.

نا څاپه د کشتۍ د باد بانونو ستن ماته شوه او اوبو ته ولویده. کشتۍ یوه اړخ ته کږه شوه او اوبه یې کوټو ته ننوتې. د سمندر ښاپیرۍ پوهیدله چې کشتۍ له خطر سره مخ ده. هغه اړ وه چې ځان ته پام وکړي، له هغو ماتو شو لویو او وړو تختو او ماتو تیرونو نه ځان لرې وساتي چې د اوبو څپو په حرکت راوستې وې. د یوې شیبې له پاره داسې توفان او تیاره شوه چې هغې نه شوای کولای څه شی وګوري، خو کله چې بریښنا شوه، ټول شیان داسې روښانه شول چې ښاپیرۍ و کولای شول چې په کشتۍ کې ټول وپیژني. هر چا چې هر څه کولای شول، هغه یې کول، په ځوان شهزاده پسې و ګرځیده، خو څنګه چې کشتۍ ماته شوې او دوه نیمه شوې وه، نو ویې لیدل چې شهزاده د سمندر تل ته لویدلی دی.

د دویمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...