د سمندر وړه ښاپیرۍ/ ژباړن: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستین اندرسن

(Den lille havfrue)

لومړۍ برخه

ډیر لرې، د سمندر په زړه کې، چیرې چې اوبه د غنمو د ګلانو له ښکلو بوټو هم ښکلې او شنې دي او له پاکو بلورونو نه رڼې دي او دومره ژورې چې هیڅ لنګر او دروند والی یې غوچوړي ته نه رسیږي، دکلیسا څو برجونه که سر په سر کیښودل شي، ایله د اوبو ژور ځای ته ورسیږي، چیرې چې سمندري ژوندي موجودات ژوند کوي.

داسې یې مه انګیرئ چې د سمندر په تل کې یوازې سپینه پسته شګه پیدا کیږي، نه! د سمندر په تل کې حیرانونکې ونې اوشنیلي وده کوي چې اندامونه او پاڼې یې دومره نازکې دي چې د اوبو تر ټولو ورو خوځیدنه یې ښورولی شي.

ټول لوی او واړه کبان په اوبو کې د شته څانګو په منځ کې په لمبلو لمبلو سره ښوري او روان وي، داسې لکه په هوا کې د مرغانو الوتل. په دغسې یو چاپیریال کې د سمندر ترټولو ژور ځای کې د سمندر د بادشاه ماڼۍ موقعیت لري. د دې ماڼۍ دیوالونه له مرجانو او نوک تیزه کړکۍ یې له کهربا څخه جوړې شوې دي، د ماڼۍ چت له صدپونه نه داسې جوړ شوی چې په دایمي ډول د خلاصیدو او تړل کیدو په حال کې وي. دا چت ډیر ښکلی دی، دا ځکه چې په کې د کارول شوو صدفو په هر پوست کې داسې رڼې مرغلرې کارول شوي دي چې یوازې د یوې ملکې د تاج وړتیا لري.

د سمندرونو واکدار کلونه پخوا خپله میرمن له لاسه ورکړې وه، خو شاهي ماڼۍ یې مور اداره کوله. هغه هوښیاره ښځه وه، خو په خپل اشرافي توب باندې له حده ډیره نازیدله، په خپله لکۍ باندې یې دولس صدپونه ایښي وو، په داسې حال کې چې اشرافیانو کولای شول یوازې شپږ صدپونه په خپله لکۍ پورې ونښلوي. سره له دې هم دستاینې وړ ښځه ځکه وه چې له خپلو وړو لمسیانو، یعنې له وړو شهزادګیانو سره ډیره مینه کوله. دا شهزادګیانې شپږ وړې ښکلې سمندري ښاپیریانې وې، چې کشرۍ یې تر ټولو ښکلې وه. د څیرې رنګ یې د سرو ګلانو پاڼو ته پاتې کیده . او سترګې یې داسې آبي وې، لکه د سمندر د ژورو اوبو شین والی؛ خو هغې هم لکه د سمندر د نورو اوسیدونکو په څیر پښې نه درلودې او د وجود په پای کې یې د کب په شان یوه لکۍ درلوده.

سمندري ښا پیریو اجازه درلوده چې ټوله ورځ د ماڼۍ په هغې سترې خونې کې لوبې وکړي چې پر دیوالونو یې ښکلي ګلان را شنه کیدل. لويې کهربايي کړکۍ به تل خلاصې وې او کبانو به کولای شول ماڼۍ ته داسې تګ راتګ وکړي، لکه د مځکې په آسمان کې چې توتکۍ په مزه دیخوا ـ آخوا او ښکته پورته الوزي. کبان له سمندري ښاپیریو سره څنګ په څنګ ګرځیدل، د هغوی له لاسونو نه یې خواړه خوړل او پریښودلې یې چې په مینه لاس پرې تیر کړي.

له ماڼۍ نه د باندې ستر بڼ و چې هلته سرې اورنۍ او آبي ونې هسکې شوې وې. د دې ونو میوې لکه زر داسې ځلیدې، ګلان يې د اور د لمبو په څیر وو، پاڼې او څانګې یې منظمې ښوریدې.

د سمندر په تل کې ډیرې ښې شګې وې، بل ډول ښکلې ښکاریده. هلته تر اوبو لاندې پر ټولو شیانو د آبي رنګ یوه عجیبه پرده غوړیدلې وه. انسان داسې انګیرله چې د سمندر په تل کې نه، بلکې په هوا کې دی او ورنه لاندې باندې شین آسمان دی. کله به چې سمندر نه ښوریده، لمر به لکه سور ګل داسې و چې رڼا یې شاوخوا ته خپریږي.

هرې یوې وړې شهزادګۍ په بڼ کې ځانته باغچه درلوده، داسې چې په خپله خوښه یې کولای شول هغه وکیني او شنیلی په کې وکري. د هغوی له ډلې نه یوې شهزادګۍ د خپلو ګلانو باغچه د نهنګ په ډول جوړه کړې وه او بلې شهزادګۍ بیا داسې غوښتل چې باغچه یې باید د وړې سمندري ښاپیرۍ غوندې وي، خو تر ټولو ځوانې سمندري ښاپیرۍ خپله باغچه د لمر په شان ګرده جوړه کړې وه او یوازې داسې ګلان کرلي وو چې سره ځلیدل.

تر ټولو وړوکې سمندري ښاپیرۍ عجیبه غلې او له خپلو خیالونو سره اخته جلۍ وه. خویندو به یې خپلې باغچې د ډوبو شوو بیړیو د پاتې شوونو په ډیرو ښکلو شیانو تزینولې(سینګارولې)، خو دې خپله باغچه کې چې څه درلودل یو سرهګلان وو چې د سمندر پر سر د لمر په شان ځلیدل او بل له سپینو تیږو نه تراشلې د یوه وړوکي ښکلي هلک مرمرینه مجسمه، چې د یوې ډوبې شوې بیړۍ له پاتې شوونو نه، د سمندر تل ته رسیدلې وه. وړې سمندري ښاپیرۍ د مجسمې په څنګ کې د سرو ګلانو په شان د مجنون بید ونه کرلې وه. ونې داسې ښه وده کړې وه چې ځوانې څانګې یې له مجسمې نه ښکته زوړندې او د سمندر د تل شګو ته رسیدې او د سمندر په تل کې یې سیوری بل ډول(بنفش ص ۱۹) ښکاریده. سم د ونو د څانګو په شان ښوریدل او دا منظر داسې ښکاریده لکه د ونې دسر څانګې او ریښې یې لوبې سره کوي او یو بل ښکلوي.
وړې شهزادګۍ له هر څه نه ډیر د پاس دنیا په باب د خپلې نیا کیسو ته ډیره لیواله وه. زړه نیا هم اړ وه چې ټول هغه مالومات ورته واوروي چې دا یې د مځکې د مخ د کشتیانو، ښارونو، انسانانو او څارویو په باب لري. وړې ښاپیرۍ فکر کاوه: څومره ښکلې ده چې د مځکې پر مخ ګلان عطر او بوی لري ــ دسمندر په ژورو کې ګلانو هیڅکله بوی نه درلود ــ او ځنګلونه شنه دي او کبان د څانګو په منځ کې لیدل کیږي او کولای شي دومره په لوړ غږ او ښکلي آواز بدلې و وايي چې ښادي بښوونکي شي. زړې نیا الوتونکو ته کبان ویلې، پرته له هغه یط لمسیان هیڅکله نه شوای پوهیدلای چې الوتونکي څه شی دي، ځکه چې هغوی هیڅکله الوتونکي نه وو لیدلي.

نیا هغوی ته ویلي وو:«کله چې پنځه لس کلن شئ، کولای شئ پاس د اوبو مخې ته ولاړ شئ، د سپوږمۍ تر رڼا لاندې د تیږو پر مخ کینئ او لويې کشتۍ چې له هغه ځای نه تیریږي، وګورئ. تاسو به ښارونه او ځنګلونه وګورئ!»

یو کال وروسته یوه خور پنځه لس کلنه شوه. د خویندو په منځ کې دعمر توپیر یو کال و، د همدې له پاره تر ټولو وړې خور باید پوره پنځه کاله انتظار ایستلای وای ، تر څو د سمندر له تل نه د اوبو مخې ته راو وزي او وګوري چې مځکه څه ډول ده. هرې یوې بلې ته وعده ورکړې وه چې کله پاس د اوبو مخې ته له تګ نه بیرته را ستنه شي، د تر ټولو ښو لیدلو شیانو په باب کیسې وکړي ‎، ځکه چې زړه نیا هیڅکله په پوره اندازه نه وه غږیدلې او دوی غوښتل چې په ډیرو شیانو پوه شي.

وړه خور غلې او چُرتي وه، اوږده موده په کار وه چې پاس د اوبو مخې ته ولاړه شي، خو یوې خور هم د دې په اندازه د پاس نړۍ د لیدلو هیله نه درلوده. د سمندرونو وړه ښاپیرۍ به ډیرې شپې د خلاصې کړکۍ خوا ته دریده. هلته به کبانو خپلې لکۍ او وزرونه ښورول او دې به د تورو اوبو له منځه پاس کتل، هغې سپوږمۍ او ستوري لیدل چې د اوبو په تل کې به له تتې رڼا سره ځلیدل، خو د اوبو په منځ کې به تر هغه لوی ښکاریدل چې موږ یې د مځکې پر مخ ګورو. کله به د وریځو په شان یو لوی سیوری تیر شو او هغه پوهیده چې دا یا د کوم نهنګ سیوری دی او یا د کومې مسافر وړونکې کشتۍ سیوری دی چې د دوی پر سر تیریږي. هغوی هیڅکله د دې فکر هم نه شو کولای چې د سمندرونو وړه او ښکلې ښاپیرۍ د سمندر په تل کې ولاړه ده او خپل واړه ښکلي سپین لاسونه د کشتۍ لاندنۍ برخې ور غځوي.

په دې وخت کې تر ټولو مشره خور پنځه لس کلنه شوه او اجازه یې تر لاسه کړه چې د اوبو سر ته وخیژي. کله چې بیرته را ستنه شوه، د ویلو له پاره یې په سلګونو خبرې در لودې، خو تر ټولو ښکلې تجربه یې دا وه چې څنګه د سپوږمۍ تر رڼا لانې د غلي سمندر په څنډه کې د پستو شګو د پاسه اوږده وغځیده او د سمندر له څنډې نه یې د لوی ښار ننداره وکړه. په ښار کې څراغونو د سلګونو ستورو په شان سترګکونه وهل. دا هلته توانیدلې وه چې موسیقي او غږونه واوري او د ګاډیو او انسانانو غږ او ځوږ ته غوږ شي، د کلیسا ګانو برجونه و ویني، د هغوی د زنګونو ټنګهاری واوري او تر ټولو لویه هیله یې ښار ته ننوتل و، چې نه وه تر سره شوې.

اوه! کوچنۍ خور څنګه له اوریدلو سره عادت شوې وه! د سمندرونو وړه ښاپیرۍ به کله چې دشپې له خوا د خلاصې کړکۍ خوا ته ودریده، د تورو اوبو له منځ نه یې پاس وکتل او د ښار او دښار د غږ او ځوږ په باب یې فکر کاوه او بیا یې په ذهن کې وګرځیدل چې دا د کلیسا د زنګونو کړنګیدل اوري.

بل کال دویمې خور اجازه پیدا کړه چې د اوبو سر ته ولاړه شي او هر چیرې یې چې زړه غواړي لامبو و وهي. جلۍ برابر د لمر لویدو شیبه کې له اوبو را و وته، هغې تر ټولو ښکلې منظره ولیده. هغې خپل د سترګو لیدلی حال داسې و وایه: ټول آسمان داسې و لکه طلا او اوره. بلې، هغې نه شوای کولای هغه ښکلا انځور کړي، اوره په بیلابیلو رنګونو د دې د سر له پاسه تیریدل، د قانسانو وحشي ډله لکه سپینه پرده، له اورو هم ګړندۍ، د اوبو پرسر د لمر له مخې تیره شوه.

جلۍ په لمبلو لمبلو د لمر پر خوا وخوځیده، خو لمر ولوید او د سمندر او اورو رنګین ځلیدل یې له ځانه سره یوړل.
د لومړۍ برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...