کاغذي مېوې جوړې کړئ/ محب الله آرمل

خوږو ماشومانو دلته به تاسې د کاغذي مېوو د جوړلو يوه آسانه طريقه زده کړئ، تاسې کولی شي د کاغذي ميوو څخه د خپلو کوټو په ښايسته کولو کې ګټه واخلئ، او يا يې هم د لاسي کار او خپلو پنځونو په توګه درسره وساتئ، خو که چېرته نه توانېدئ چې مېوې جوړې کړئ، نو له مور پلار او يا مشرانو وروڼو يا خويندو نه مرسته وغواړئ .

اړين توکي :

رنګه کاغذونه .

چسپ

بياتي

پرکار

د جوړولو پړاونه

۱ ـ څو تختې کاغذونه سره يو ځای کړئ، پرکار راواخلئ او تر نيم داېرې لږ زياته برخه يې د تصوير په شکل نښانه کړئ، له نښانه کولو وروسته، بياتي ته لاس کړی او نښانه شوی ځای پرې کړئ .

 4

۲ ـ غوڅ شوي کاغذونه پرانيزئ او د عکس په شان يې له يو بل سره چسپ کړئ .

 5

۳ ـ يو شين کاغذ را واخلئ او د نل په ډول يې تاو کړئ يا نل ترې جوړ کړئ، او هغه د سرو کاغذونو په منځنۍ خاليګاه کې و دننه کړئ .

6بيا يې د لاندې انځورونو په شان رنګ کړئ همدا يوه طريقه پکار واچوئ او مڼې، ناک … او نورې مېوې جوړې کړئ دا کار تر خوشي کېناستو او بېځايه بوختياوو ښه دی، دا ډول فعاليتونه ستاسې خلاقيت روزي او تاسې د خلاقيت پر مټ کولی شي پيچلي کارونه هم په آسانه توګه ترسره کړئ او د حل کنجانې يې پيداکړئ.

پام مو وي چې دغه مېوې بيا وساتئ چې په لوينې د ماشومتو خاطرې دريادې کړي .

پای ۱۳۹۴-۶-۲۹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...