ماشومان او کتابونه/ ژباړن : محب الله آرمل

دلته به تاسې ته ځينې داسې رازونه او لارې چارې در په ګوته کړو چې پر مټ يې کولی شئ خپل ژوندي ګلونه (ماشومان) مو مطالعې ته وهڅوئ .

بل به پدې هم خبرې ولرو چې مطالعه يا کتاب لوستل په ماشوم کوم تاثيرات لري او يا ماشوم ته څومره ګټې رسولی شي .

۱ : خپله هم مطالعه وکړئ

مطالعې ته د ماشوم د هڅولو يوه ښه لاره داده چې تاسې هم وخت ناوخت مطالعه وکړئ او دوی ته ځان نمونه کړئ. که ماشومان تاسې ووينې چې کتاب لولئ او خوند تر اخلی، زيات امکان لري چې دوی هم د دغه عادت د لرلو هڅه وکړي او کتاب ته يې لېوالتيا زياته شي .

۲ : ماشوم ته کتاب ډالۍ کړئ

کتاب يوه آزانه او ګټوره ډالۍ ده او سربېره پر ډالۍ هغه څه دي چې هر انسان په ارزښت ورته قايل دی او د اهميت وړ يې بولي، نو ماشومانو ته د دوی د خوښې کتابونه په تېره بيا هغه کتابونه چې زيات انځورونه ولري ډالۍ کړئ، البته انځوريز کتابونه معمولا دهغه ماشومانو لپاره وي چې عمر يې تر شپږو کلونو لوړ نه وي. خو ورسر ورسره مطالعې ته د يوې تفريح بڼه ورکړئ نه د اجبار.

۳ : ماشوم ته کتاب ولولئ

له څه چې موږ خوند اخلو هغه شيان مو د تل لپاره د علاقې وړ ګرځي، که ماشوم له کتاب خوند واخلي نو همېش به د کتاب مينوال پاتې شي خو پدې شرط چې په لومړيو کې کتاب تاسې ورته وولئ او د کتاب په موضوعاتو خبرې ورته وکړئ، که توانېدئ هڅه وکړئ د کتاب محتوا د کيسي په ډول ورته بيان او بتدائي وختونو کې دا ښه ده چې ماشوم ته کيسه يز کتابونه ولولئ ، تر څو د دوی پاملرنه جزب کړای شئ.

ماشوم ته داستاني کتابونه لوستل د دوی په خلاقيت فوق لعاده اغېز لري، خو په هغه لحن او ژبه چې ماشوم يې خوښوي که په سخته او نافهمه طريقه يې ور واوروئ ماشوم زړه توری کيږي او غوږ نه نيسي .

ماشوم ته په ورځ کې يو يا آن څو ځله کتاب ولولئ، لوی ماشومان مو وهڅوي چې مطالعه وکړي او له هغوی سره هم د کتاب په محتوياتو بحث وکړئ .

۴ : تلوېزيون مړ کړئ

چې تلويزيون خاموش وي او شور مشور نه وي، نو ماشومان د يوبلې بوختيا په لټه کې کيږي، پدې وخت کې له موقع استفاده وکړئ او هغوی مطالعې ته وهڅوئ، دغه راز د تلويزيون زيات کتل ماشوم ته زيان هم رسوي او بېلار کوي يې هم .

۵ : ماشومان کتابتون ته بوزئ

هره اونۍ او يا هر مياشت يو ځل ماشومان کتابخانې ته ورولئ ترڅو دوی په خپله هم د خپلې خوښې کتابونه واخلي ، په ياد مو وي چې طنزي او خندونکي کتابونه د ماشومانو زيات خوښيږي .

مطالعې ته د ماشوم د هڅولو يوه بله لار داده چې دوی ته داسې کتابونه هم پيدا کړئ چې هغه سي ډي (CD) ګانو کې ثبت وي .

که ممکنه وه ماشومان د کتاب لوستلو سياليو ته هم بوزئ او په هغه نندارتونو يې را وګرځوي چې د کتاب په اړه جوړيږي، داستاني کتابونه د ماشوم د مطالعې حس تر نور هغو زيات جلبوي نو هڅه وکړئ چې زياتر داستاني کتابونه ورته ومومئ .

دغه شان ماشومانو ته د ځينو فلمونو او کار تونونو ورښودل هم د دې لامل کيږي چې هغوی مطالعې ته وهڅول شي .

له ماشوم سره يو ځای په لوړ غږ کتابونه ولولئ، د کتاب لوستو دغه لاره د ماشوم لپاره ډېره ښه ده ځکه ماشوم ددې ډېر شوقي دی چې په لوړ آواز کتاب ولولي.

نو مطالعې ته د ماشوم هڅول کوم سخت کار ندی، وينې چې پدې برخه کې زياتې لارې چارې موجودې دي، د دوی ذوقونه او سليقې په نظر کې ونيسئ او دهماغه علايقو مطابق کتابونه ورته واخلئ او خپله يې هم وخت ناوخت ولولئ .

د مطالعې اغېزې

پدې برخه کې د درېيو پوهانو ويلز، براسون او بردشاو د څېړنو په هکله درته معلومات وړاندې کوو، نومړو پوهانو د مطالعې په ګټو او اغېزو کار کړی او په انسان يې د مطالعې د اغېزو دا لاندې پنځه تاثيرات يې په ګوته کړي دي.

۱ ـ مطالعه د وسيلې جوړولو يو مهم عامل دی.

په دې معنا چې ژوند له ستونزو ډک دی خو داستونزې پېژندل، د ستونزو له منځه وړل، او د غموونکو پېښو په وړاندې مبارزه کول… د مسائلو حل موندل او نور د مطالعې په مرسته شوني دي او د دغه راز ستونزو د لمنځه وړلو يو لار او وسيله مطالعه ده .

۲ ـ مطالعه د شخصت په سمون کې مهم رول لري .

د شخصيت کليمه بېلا بېلې معناوې او مفاهېم لري، خو د ارواپوهنې له مخې شخصيت فردي توپيرونو ته يا هغه ځانګړونو ته ويل کيږ چې يو کس له نورو بېلوي.

مطالعه شخصيت روزي او هغه معيار ته يې برابروي چې ارواپوهان يې ښه بولي يا مطالعه په فرد هغه تاثيرات غورځوي چې په ټولنه کې مهم بلل کيږي او لرونکی يې يو وېښ او فعال انسان وي، د غه راز مطالعه د يوه کس شخصيت په ټولنه کې خوندي کوي.

۳ ـ په بحث او استدلال د مطالعې اغېزې :

هغه کسان چې مطالعه کوي د هغو په پرتله چې نه يې کوي د پياوړي استدلال او منطق لرونکي وي، مطالعه ستاسې خبروته خوږلښت او جذابيت ورکوي او ستاسې په ذوق او اېډيال ژور تاثيرات پرېباسي، د خبرو فصاحت او رواني، اهميت، مقبوليت او نور په مطالعه پورې تړلي دي .

۴ ـ په ښکلا اغېزه :

تاسې به اورېدلي وي چې وايې: هر ښکلی ښه سړی نه وي بلکې هر ښه سړی ښکلی وي . سوال دادی چې چاته ښه سړی ويلای شو؟ ځواب سخت ندی بس هغه کس چې کتاب لولئ او ښه فکر لري .

بل د مطالعې په مرسته زموږ ذوق روزل کيږي، او د ښکلاپېژندنې تجربه او پوهه مو لوړوي، په تېره بيا د هنر او ادب مطالعه چې کولی شي موږ د ژوند په رازونو، د فلسفې په مفهوم، د عاطفې په پياوړتيا، د احساس په سمون، په فکر عروج، د نورو کسانو په پېژندلو… او د ژوند په نور برخو کې راسره مرسته وکړي .

دغه راز د مطالعې په مرسته کولی شو خپل زاړه او بېکاره افکار پرېږدو، ښه او نوي معلومات لاسته راوړو، د نورو ټولنو له دود او دستور خبرشو، نوي حقايق و پيژنو… او يو داسې شخص و اوسو چې د معلوماتو زېرمه موپراخه وي اود خپلو معلومات په آساس بهتر او کامياب ژوند وکړای شو .

دغه راز کتابونه د ماشوم په ژوند، ذهن، خلاقيت … او نورو غريزو دا لاندې اغېزې هم لري:

۱ ـ د خالق او ټولو ښکارندو (پديدو) په پېژندلو کې له ماشوم سره مرسته کوي.

۲ ـ د ژبې په زدکړه او د مضامينو په يادولو کې د دوی وړتيا زياتوي .

۳ ـ د انسان لويوالی، وړتياوې او ارزښت ور ښيي.

۴ ـ د خپلې قوې د سم مصرف چل ور زدکوي او لټون کونکی يې روږدی کوي .

۵ ـ ماشوم توانا کوي، د وينا او خبرو جرئټ او راز ورښيي، د ليکلو ستعداد يې پياوړی کوي او هنري ذوق يې روزي .

۶ ـ ماشوم له خپلې نړۍ سره په غيرمستقيم ډول آشنا کوي .

۷ ـ په ماشوم کې په خپل ځان د باور يا د عتماد پر نفس روحيه تقويه کوي .

۸ ـ د بېلابېلو کسبونو د زدکړې لار ورته ښيې او له خپلو تجروبو د ګټې اخيستنې کيلي ورکوي .

۹ ـ له سولې سره د ماشوم مينه پيدا کوي او د ملي او کليوالي فرهنګ پېژندنې ته يې وربولي .

۱۰ ـ ماشوم غير له تشد او مجبورته اخلاقي لويوالي ته ورکشکوي .

۱۱- په ماشوم کې ريښتينولي او صميميت روزي او ټولنيزه رحيه يې پياوړې کوي .

۱۲ ـ د ماشوم ذهني او عاطفي اړتياوې پوره کوي او يو سپېڅلی خوند ورڅکي .

۱۳ ـ د خلاقيت او تخيل ځواک يې پياوړی کيږي .

۱۴ ـ د ژوند اصل او فلسفه ورښيي او د اندونو د تربيې کونجي په لاس ورکوي .

پای

۱۳۹۴-۶-۲۸

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...