تخيل او زموږ خيالي بلاوې / محب الله آرمل

انشټين وايي : تخيل تر پوهې مهم دی، ځکه چې موږ لومړی د يوه کار يا يوه څېز څېره او بڼه په خيال کې انځورو او بيا وروسته دا کوشش کوو چې د دغه خيال نقشه يا تصوير په حقيقت بدل کړو.

وايي چې د ټليفون د کشف لامل يو لېونی دی، دغه لېونی چې کله پوليسو ونيوه بېواره چيغې يې وکړې چې پلار ته مې په څو ثانيو کې د پولسيو لخوا زما د نيولکېدو احوال ورکړئ چون دغه کار په څو ورځو کې هم ممکن نه و، نو ساينس پوهان پدې سوچ کې شول چې څنګه کېدای شي داسې وسيله جوړه کړي چې په کم وخت او چټکۍ سره خپله خبره لرې او نږدې کسانو ته يو شان ورسوي .. نو ټليفون جوړ او لا پر مختګ يې اوسنۍ بڼه غوره کړه.

د مخکنيو خبرو په تائيد وايي چې، سقراط په لار روان يو کلال يې وليد ، چې له خټې د منګي په جوړولو ليګاو، سقراط يې نندارې ته تم شو ، چې منګی جوړ او تيار شو ، نو سقراط وويل: منګی د کلال په ذهن کې تيار جوړ و، خو ده دومره وکړل چې خټې ته يې انتقال کړ .

تخيل د ګډو وډو خيالونو ټولګه نده، بلکې د منظمو خيالونو انجسام دی، موږ هغه کس ته مفکر وايو چې تفکر ولري او تفکر د فکرونو يو منظم شکل دی .

تخيل لدې اړخه هم زيات مهم دی چې موږ يې په مرسته ناليدلې صحنې وينو، يا هغه صحنې چې لا پېښې شوې ندي په ذهن کې انځورو پدې هکله استاد غضنفر ليکي : (( د جنايتکارو په اړه ويل شوي دي چې دوی د کمزوري تخيل څښتنان دي، که دوی پياوړی تخيل لرلای د خپلو قربانيانو د درد او غم تصور به له جنايته لاس په سر کړي وو . ))

د تخيل په مرسته انسان د هغه څه د لرلو تصور هم کوي چې نه يې لري، مثلا که يو کس د موټر د لرلو شوقي وي خو وس يې نه وي چې ويې پېری (وايې خلي) دی په خيال کې دا کار کولی شي، په تخيلي ډول پيس مومي او تر ګردو ښکلی موټر پيري، دغه ډول خيال هم تر ممکن حده د روحۍ ګډوډۍ مخه نيسي .

که تخيل ناسم وکارول شي څه بدي لري ؟ هو . مثلا يو سړی په خيال کې ډېر بد بد کارونه کوي کوي … او آخر ځان ورته بد ښکار کيږي د خودکشۍ تصميم نسي .

يا داسې يو خيال ورسره وي چې د نورو لخوا ظلم ورسره کيږي او دی په خيال د هغوی د مخنيوي لپاره له بېلا بېلو لارو چارو چې له تشدده ډکي دي کار اخلي .

موږ په لنډيو کې اورو چې:

په اندېښنو مې ځان باچا کړ

چې سر مې پورته کړ ملنګ د دونيا ومه

د دې چارې د مخنيوي يوه لار داده چې که کله هم تاسې داسې خيالونو پسې اخستۍ چې له تشدده ډک وو نو کوشش کوئ چې ژر، ژر د خپل خيال موضوع بدله کړئ . مثلا که مو له يو کس سره له تشدده ډکه پېښه په خيال کې انځورېدله هڅه وکړي چې پر ځای يې يو خوشالونکی خيال پلو ووهئ .

په انسانانو کې تخيلي بېماران هم شته او دې دغه کسانو ناروغي د ( اوټېزم ) په نوم ياديږي، په اوټېزم ناروغۍ مبتلا کسان که خوشاله وو نو فکر کوي چې ټوله دونيا خوشاله ده ، او که خپه وو، نو ګرده نړۍ خپه ورمعلوميږي . چې دا يوه ناممکنه پېښه ده. داسې نشي کېدای چې يو کس د خوشاله وي نو په نوره نړۍ کې دې هېڅ غم او اندېښنه نه وي . دغسې بېمار ځکه يووستوی نظر لري چې تخيل يې له کاره لوېدلی، دی د بل غم نشي درک کولی او که خپله خپه وي دا نه محسوسوي چې په نړۍ خوشالي هم شته .

پدې ناروغۍ ( اوټېزم) روږدي کسان اکثره وخت د جنايتونو مرتکب کيږي، او زندانونه تر ډېره د همداسې کسانو لپاره جوړ دي، هغوی چې د اصلاح قابليت لري ممکن آزاد شي او هغه چې له اوټېزم نارغۍ يې خلاصون نه وي پايله عمري قيد او يا هم عدام وي .

تخيل په ماشوم توب کې زيات پياوړی او د روشد په حال کې وې خو له لويدو سره ورو ورو صدمه ويني، تاسې به ماشومان ليدلي وي چې په لرګي سپاره شي بيا وايي په آس سپور يم، يا يې منډه اخستي وي لاس تاو را تاو کوي لکه د موټر په جلب چې ناست وي دوی ټول دغه کارونه د تخيل په مرسته کوي .

زه چې خپلو ماشومتوب ته ستون شم له تخيلي پېښو ډکې صنحې زياتې وينم. د يو ماشوم ورور مې له بل ماشوم سره چې دده همزولی وو په مردکيو جنګ شو، دوی دواړو يو بل ته منګولې واچولې او بلاخره دغه ماشوم چې زما له ورور سره ېې جګړه وتښتېد او مردکي يې يوړل، ورور مې له شانه پسې چيغې کړې : چې آسمان ته وخېژې هم نه د پرېږدم . آسمان ته ختل يوه تخيلي خبره وه مګر اوس دغه کار تر يوه حده ممکن شو الوتکي او سپوږمکۍ جوړې شوې، خلک مريخ ته وختل.

ښه داده چې د ماشوم تخيل ښه وروزل شي، او ضرر ونه ويني هغه ميندې چې اولادونه په بلاو ډاروي ښه نکوي، دوی به تاسې ليدلې وي چې ماشوم ته د ژړا په وخت وايي چوف شه چې بلا د خوري . دغه وجه ده چې بلاوې زموږ په اذهانو کې اوسي، که څه هم بلا بې جسمه ده او ظاهري وجود نلري يا په پنځو حواسو نه لمس کيږي خو په تخيل لمس کېدای شي.

بلا ګانې يا بلاوې له وړکتوبه موږ د بدو او ډارونکو څېرو په توګه پېژنو او زموږ په شعور او لا شعور کې يې ځالې کړې دي .

کله چې ويده شو او لاشعور مو ويښ نو له بلاوو سره لاس او ګرېوان شو. بلا که څه هم واحد شکل نلري خو اکثره وخت موږ نور موجوداتو ته د بلا خطاب کړی، مثلا وايو پلانی بلا سړی دی، پلاني ښځه تر بلا هم بتره ده، د شپې مو که کله په څه نا آشناشي نظر وليګي وايو دا څه بلا ده… او مار هم د بلا يو شکل دی کله چې چا وژلي وي وايي مار نه و بلا وه بلاوه، چې لږ لويه بڼه يې ښار بولو…د مار تر عنوان لاندې ليکنه کې استاد غضنفر وايي (( که څه هم د مارانو اکثره ډولونه زهرجن ندي او که څه هم په اوسنۍ زمانه کې موږ اکثرو د مار خطر ندی احساس کړی خو ماران په خوبونو کې وينو او چې ويې وژنو خوشاليږو. داسې ولې ده ؟ په لا شعور کې مو ولې ماران اوسي؟ ددې پوښتنې يو ځواب دادی چې پخوانی انسان د مار له لاسه په ويښه او خوب کې نارامه و د پخوانۍ زمانې بې وسه بنيادم د غره د سمڅې په خوله کې يوې لويي ډبرې د لوی ځناور له شره خوندي کولای شو خو مار له هرې چولې او هر چاکه سمڅې ته ورننوتی شو . له مارانو لرغونې وېره زموږ په لاشعور کې ژوندۍ ده او چې شعور مو خوب يوسي د لاشعور ماران له خپل لرغوني خوبه راويښ شي …))

دغه راز اکثره پښتانه خپلو مېرمنو ته هم بلا وې وايي. زموږ يو کليوال چې خپله مېرمن ورغواړي نو پسې چيغې کړي : بلا ، و بلا … د پښتو تکړه او نوميالي شاعر دروېش دوراني هم بلا ‌‌ډېره ياده کړې ده دی وايي

يوه بلا چې ځي زموږ له کوره

وايي زه لاړمه اوس بله راځي

پدې بيت کې بلا خبرې کوي او د بلې په راتلو مو ګواښي ، خو پدې لاندې بيت کې ويده ده :

زه چې تر تا پورې درتلم رقيب ونه ليدمه

په دغه لار کې بلا وه مګر بيداره نه وه

نو بلا هغه خيالي تصور دی چې زموږ په شعور او لاشعور کې يې له وړکتوبه ځان ځای کړی، موږ کابو هر يو د ټولنې لخوا د بلا په وسيله ډارول شوي يو او زموږ روح و روان ته يې صدمه پېښه کړې ده چې، اوس تر بلا بله خطرناکه څېره نه وينو يا د بلا سياله نشته چې د بل د وېرولو په موخه يې وکاورو. ښه خو داده چې د ډار دا وسيله هم زړه وبولو او خپل اولادونه ونه وېرو او روح و روان يې زيان من نکړو

۱۳۹۴-۴-۱۵

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...