ماشوم او خلاقيت (دويمه برخه) / ژباړن : محب الله آرمل

خلاقيت يو قابليت دی چې هر انسان يې لرونکی دی، مګر روزنې ته اړتيا لري تر څو خپله اصلي بڼه غوره کړي او خلاق انسان هغه دی چې پلټونکی او پنځوونکی ذهن ولري، په يوبل ډول : خلاقيت ، د بريدونو او سرحدونو لرې کول، په متفاوت ډول فکر کول، د يوه نوي شي پنځول ( خلق ) کول، د نا اړونده شيانو بدلول په نوو بڼو او د ژوند په چاروکې کې شيانو او پديدو ته له يوې نوې زاويې کتل دي.نو پايله دا ده چې خلاقيت د فرد د راتلونکي ذهني او فکري پنځونې دي چې د بديعي او نوو پديدو په توليد پای مومي، خلاقيت يو اوږد مهاله بشپړېدونکی خاصيت لري او د منطق او واقعيت سره يې سر و کار دی چې پرمختګ يې د ټولنې په ګټه دی.

کورنۍ لومړنی ځای دی چې د ماشوم په خلاقيت روزنه کې زيات مهم ګڼل کيږي کورنۍ د ماشوم په خلاقيت روزنه او غوړېدنه کې بنسټيز رول لري. دا چې ماشوم د خلاقيت حساس پړاونه په کور تېروي، نو يو مناسب کورنی چاپېريال، د ماشوم پالنې د اصولو په رڼا کې د هغه خلاقيت روزنې ته زياته پاملرنه پکې اړيڼه ده.

کليګان اروا پوهـ ( ۱۹۷۱ م مړ ) پدې باور دی چې د ماشوم د خلاقيت په ظهور کې د ماشوم روزنې اصول مهمه برخه لري، د ماشوم روزنې لارې چارې، انظباط او د مينې د اظهار طريقي هره يوه په خپل ځای د ماشومانو په خلاقيت اغېزې لري.

په اصل کې د والدينو مداخېله د ماشومانو په فعاليتونو کې هم د دوی په خلاقيت روزنه کې مهم رول لري. کورنۍ بايد د تل لپاره ماشومانو ته فرصتونه ورکړي، ځينې سوالونه ترې وکړي، د چاپيريال په پيژندنه کې د دوی حس را وپاروي او هېڅکله يې تحديد نکړي.

د ماشوم د خلاقيت روزنې پيل له کوره کيږي، نو خپلو ماشومانو ته مناسبه آزادي ورکړئ او د يوه شخص په توګه يې محترم وبولئ، له عاطفي اړخه هم تر مناسبې کچې ځان ور نېږدې کړئ او د دوی په وړاندې په اخلاقي ارزښتونو ټينګار وکړئ.

کورنۍ چاپيريال پداسې ډول تنضيم کړئ چې د کور د هر غړي په خوله موسکا وليدل شي او له يو بل سره په مينه چلند وکړي، تاسې او ماشومان مو هڅه وکړئ چې ورځنۍ چارې او کارونه د نويو او تازه معيارونو او اصولو پر مټ مخکې بوزئ، په منظم او اخلاقي رفتار ماشوم لا و هڅوئ، د لوبو سامانونه ورته و مومئ او پدې ډول يې تخيل پياوړی کړئ، د ماشوم خيالانونه يا حتا خيال پلونه بد مه بولئ او پدې ډول يې هم د خلاقيت ساحه مه محدوئ.

څېړنې ښيي چې که والدين غواړي ماشوم يې لا خلاق وي نو اړينه ده چې په خپل منځ کې لازمه هماهنګي ولري.

موږ که لږ ځير شو په ماشومانو کې د خلاقيت ځانګړنې هغه وخت چې دوی په لوبو بوخت وي ليدلی شو، خلاقيت د لوبو يو مهم عامل دی، کله چې ماشوم په لوبو بوخت وي ورته ځير شی خلاق ماشومان د لوبو له بېلابېلو وسايلو په متفاوت ډول ګټه اخلي او پدې ډول د کاميابۍ چانس زياتوي.

هغه ماشومان چې تخيل يې کمزوری وي د لوبو د ګټلو کم امکان په لاس ورځي، دغه ډول ماشومان اکثره د هغو ماشومانو قومانده مني چې د پياوړي تخيل څښتنان وي، خلاق ماشومان په لوبو کې د نوښت قدرت لري او چانسونه کله هم نه مس کوي .

د خلاق ماشوم ځينې ځانګړنې

۱ ـ خلاق ماشوم ډېره کله په تلوار خبرې کوي. او د پېښو په تمصيل کې دقيق وي چې جزيات په سم ډول مخاطب يا اورېدونکي ته ولېږدوي .
۲ ـ په غوږ نيونه ، مشاهېده او د کار په انجامولو کې دقيق وي .
۳ ـ شور مشور زيات کوي او ډېرې بدني بوختياوې لري .
۴ ـ خبرې په پوره غور او سوچ کوي، ځکه نه غواړي خبرې يې رد شي.
۵ ـ د بېلا بېلو سرچينو د موندلو په لټ کي وي .
۶ ـ له نورو سره د خبرو کولو او اړيکو نيولو وړتيا لري .
۸ ـ په لوبو او د ژوند په ورځينو چارو کې نوښتګر وي .
۹ ـ خلاق ماشوم په خبرو کې بې پروايي کوي .
۱۰ ـ عجيب او غريب سوالونه کوي .
د ماشوم انګېزې او خلاقيت ته په کورني کې هغه وخت زيان رسي چې دا لاندې صحنې وويني او يا رامنځ ته شي .
۱ ـ د والدينو بې حده زيات ټينګار د ماشومانوپه هوښ، عقل او حافظه .
۲ ـ د ماشومانو تر منځ ناسمې سيالۍ جوړول.
۳ ـ د ماشوم پر جنسيت نيوکه يا افراطي تاکيد.
۴ ـ په کور کې وچ قوانين رامنځ ته کول او د ماشوم لاس او پښ تړل .
۵ ـ د ماشوم په کړنو مسلسلې نيوکې .
۶ ـ د ماشوم د خيال او تخيل بې قدري .
۷ ـ د ماشوم د باطني علاقو نه پېژندل او د هغوی د علاقو په وړاندې بې پروايي .
۸ ـ په ماشوم د لويانو رولونه تحميلول .
د ماشوم د خلاقيت روزنې لپاره بايد له لاندې لارو چارو ګټه واخستل شي :
۱ـ ماشوم بايد هېڅ کله تحديد نشي. کله چې ماشوم حقارت ووينې کله به هم د خلاقيت په فکر کې نشي .
۲ ـ د ماشوم د خلاقيت روزنې لپاره يو منظم چاپيريال برابرول .
۳ ـ ماشوم ته بايد امکانات او وسايل په واک کې ورکړل شي تر څو دی وکولی شي په مرسته يې خپل تخيل پياوړی کړي . لکه د موسيقي، نقاشي، انځورګري آلې او داسې نور…
۴ ـ ماشوم په خلاق کار تشويقول، خو دومره هم نه چې په ځان کې ورک شي او د غورور احساس ورپيدا شي .
۵ ـ د ماشوم له زياتو ارزولو هم ډډه کول پکار دي .
۶ ـ تاسې د لويانو په توګه خلاق کارونه وکړئ او ماشومانو ته اجازه ورکړئ چې ستاسې له خلاقيت الهام وا خلي .
۷ ـ په خپل کور کې د زدکړو له بېلوبېلو لارو چارو کار واخلئ .
۸ ـ د نورو خلاقيت او خلاق کار ته اهميت ورکړئ .
۹ـ پر جنسيتي توپيرونو له نيوکو او افراطي ټينګار هم په کلکه ډډه وکړي لکه مثلا هلک د په لوځکه ستاتيري نکوي يا د دنجونو په سامان لوبې نکوي . او يا لکه نر دې هېڅ نه ژاړي که نجونې ژاړي خير ځکه چې نجوني دي . د دوی عواطفو او احساساتو ته پام پکار دی .
۱۰ ـ که په کورنۍ کې ستونزې شتون لري له همدې ستونزو د ګټې اخستو لارې و مومۍ او کله هم د ماشوم په وړاندې تشدد مه کوئ.
۱۱ ـ ماشوم ته د خپلو احساساتو د اظهارولو وخت او اجازه ورکړئ .
۱۲ ـ پام مو وي چې استعداد د خلاقيت يوه وړوکۍ برخه ده نو په استعدادونو تمرين کول او د هغوی نظم او ترتيب هم په خلاقيت ښه تاثيرات لري.
۱۳ ـ خپل ماشوم ته فکري آزادي ورکړئ، که ماشوم عجيب او غريب فعاليتونه کول مه يې وهئ او دغه راز خپل ماشوم د نورو په وړاندې پنځګر معرفي کړئ.
۱۴ ـ له خپل ماشوم سره خوښ او مهربانه چلند وکړئ .
۱۳۹۴-۴-۳۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...