ادم سمیټ څوک وه/ محمد انور افغان

ادم سمیټ د ۱۷۲۳ مېلادي کال د جون میاشتي په ۵ نېټه پیدا او د ۱۷۹۰ مېلادي کال د جولای په ۱۷ نېټه ومړ، نوموړي سکاټلنډي فیلسوف ته د سیاسي اقتصاد مخکښ او د مډرن اقتصادي علم د پلار لقب ورکړل شوی دی.

ادم سمیټ د پانګوالي (سرمایه داري) نظام له اصلي نظر ورکوونکو څخه ګڼل کیږي. سمیټ د اقتصاد په اړه خپل نظریات په خپل کتاب (نړیواله شتمنۍ) کې په تفصیل تشریح کړي دي.

د ادم سمیټ پلار وکیل وه چې د سکاټلنډ د فایف سیمې په کیرکالدي کلي کې اوسېده، د نوموړي د پیدایښت کره نېټه نه ده معلومه، خو د ده د نوم اېښودنې مراسم د ۱۷۲۳ مېلادي کال د جون میاشتي په ۵ نېټه په کیرکالدي سیمه کې تر سره شول ، د سمیټ پلار د ده تر پیدایښت شپږ میاشتي وروسته ومړ ، سمیټ په څلور کلنۍ کې د کولیانو د یوې ډلې له خوا وتښتول شو ، خو ډېر ژر بیرته د خپلو خپلوانو په هلو ځلو را خلاص او له خپلې مور سره یو ځای شو .

سمیټ په ۱۵ کلنۍ کې د ګلاسګو پوهنتون ته شامل شو ، د اخلاقو او ټولنیزي فلسفې لوستلو هوډ یي وکړ ، دلته یي د اخلاقو فلسفه له فرانسیس هاچستون څخه پیل کړه ، د هاچستون په اړه سمیټ وایي ( دا هغه کس ده چي باید هیڅکله هیر نه شي ) په ۱۷۴۰ میلادي کال یي د ګلاسګو پوهنتون د ځانګړي بورس له لاري د اکسفورډ پوهنتون د بالیول کالج ته لاره وموندله ، او په ۱۷۴۶ مېلادي کال کې له هغه ځایه خلاص شو ، په ۱۷۵۱ ميلادي کال کې یي بیا له لیکوال ، پېژاند او با نفوذه سکاټلنډي فیلسوف ډیویډ هیوم سره وپېژندل ، په سکاټلنډ کې تر نورو روڼ اندو د دغو دواړو تر منځ عقیدتي لید لوری او شخصي نژدې والی ډېر وه ، په همدغه کال سمیټ په ګلاسګو پوهنتون کې د منطق د ښوونیزي دورې د استادۍ چوکۍ لاس ته راوړه ، او په راتلونکې کال کې یي په نوموړي پوهنتون کې د منطق د زده کړې تدریس پیل کړ .

د سمیټ د ( اخلاقي عواطفو د نظریې کتاب ) چي په کال ۱۷۶۲ ميلادي کې خپور شو ، دغه کتاب نوموړی د خپل وخت د نظریه ورکوونکو په سر کې راوست ، په همدغه کال کې د ګلاسګو پوهنتون سمیټ ته د قوانینو (D LL, ) په نامه ډوکټورا ورکړه ، خو په راتلونکې کال کې بیا سمیټ د خپل تحصیلي کال په وجه له خپلې استادي څخه استعغا وکړه ، څو وکولای شي سکاټ د چارلز ټاون شند ( زوی ویلي ) ته خصوصي هنري زده کړه ورکړي ( چارلز ټاون شند د ۱۷۶۶ميلادي کال له اګیسټه بیا د ۱۷۶۷ کال تر سپټامبر پوري د سکاټلنډ د خزانې مشر وه ) ، سمیټ دا ومنله چي د زده کوونکو فیس یا پیسې بیرته ورکړي خو زده کوونکو ونه منله .

د ګلاسګو ښار د مطالعې ، څېړنې او د سکاټلنډ د روڼ اندو غوره مرکز شمېرل کېده ، سمیټ د څه مودې لپاره پاریس ته لاړ هلته یي له فرانسوا کنه سره ولیدل ، فرانسوا کنه یو پېژانده څېړونکی او د اقتصادي فیزیوکراسۍ مکتب بنسټ اېښودنکی بلل کیږي ، دوۍ دواړو له یو بل سره خبري اترې وکړې ، د هغه زمانې موجوده عقایدو ته په کتو چي د شتمنۍ ( ثروت ) سرچینه یي طلا او نقره بلله ، خو فرانسوا کنه ځمکه د شتمنۍ یوازینۍ سرچینه بلله او په دې باور وه چي شتمنۍ له تولید څخه سرچینه اخلي ، هغه یوازې کروندګره طبقه د شتمنۍ واقعي مولدین بلل ، خو سميټ د فرانسوا کنه او فیزیوکراتانو له دې نظریې سره موافق نه وه ، سمیټ چي سکاټلنډ ته بیرته را وګرځېدو ( د ملت د شتمنۍ (ثروت ) او ماهیت د لاملونو ارزونې ) په نامه کتاب یي په ۱۷۷۶ میلادي کال کې خپور کړ.

په پای کې هغه د سکاټلنډ په ګمرک کې لوپوړی مامور او د ګلاسګو پوهنتون مشر شو .

1 comment

  1. الهو به وایو Reply

    سلام او علیکم په تاسو.
    د لیکوال لیکنه ډېره ښه ده مګر په یو دوه ځایونو کې یې تېروتنه کړې ده، هغه د لیکنې په عنوان کې چې لیکلي یې دي چې ادم سمېت څوک وه!؟ دا یې باید لیکل وای چې څوک و؟
    ځکه د نر لپاره باید د نر سیغه او ضمیر وکارول شي، بله دا ویب پاڼه د ماشومانو د زده کړې لپاره ځانګړې ده، نو باید چې په لیکنه کې هرڅه سم او یوه معمولي تېروتنه هم ونه شي،.
    په درناوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...