له ماشومانو زده کړئ/ ارش ننګیال

یو ماشوم په لاره روان و چې پینځه روپۍ یې پیدا کړې، ماشوم سخت خوشاله شو، له دې پېښې وروسته ماشوم د پېسو د پیدا کولو لپاره تل ځمکې ته کتل، ماشوم له دې عادت سره بوډا او مړ شو، شاید په ټول عمر یې لس زره افغانۍ نه وي پیدا کړي خو هغه ډير څه یې له لاسه هم ورکړل چې بیه یې نه ټاکل کېږي.
ټولنه لکه ښوونځي که څوک یوازې ځمکې ته نه، خپل شاوخوا ته نظر وکړي نو د زده کړې لپاره ډير څه پکې څه شته.
ایا ماشوم ته مو پام کړی؟
ژوند کول باید له ماشوم نه زده کړل شي، په ډېرو برخو کې ماشومان تر لویانو د ښه ژوند کولو په لارو چارو ښه پوهيږي او باید ترې زده کړه هم وشي.
ـ په حال زمانه کې ژوند کول هغه لار ده چې د نړۍ ډېری پوهان پرې اعتقاد لري او د ښه ژوند تېرولو لپاره یې نورو ته هم وړاندیز کوي، دا له اندېښنو نه د خلاصو غوره لاره هم ده.
که موږ د خپل تېر ژوند په هکله لپې لپې اوښکې تویې کړو څه به مو لاسته راشئ؟ او راتلونکی هم نامالوم دی نو اندېښنه د څه لپاره؟
 غټان ډيری وخت حال زمانه د تېر او راتلونکي قرباني کوي حال دا چې راتلونکی په حال زمانې پورې اړه لري، که نن مو ښه وه  نو راتلونکی به مو هم ښه وي.
ماشومانو ته هغه شيبه مهمه ده چې پکې ژوند کوي، د لوبو قیمتي سامانونو پسې (پلاس او پیچکش) راخلي او دړې وړې یې کړي، هغه د سبا کیسه کې نه دی، هغه ته پوښتنه پیدا شوې چې دا موټر ولې حرکت کوي؟ د موټرک منځ کې څه دي؟ هغه ته همدا شيبه تر هرڅه ارزښت لري او همدا یې ژوند دی. د غټانو لپاره همدومره کفایت کوي چې له تېر نه عبرت واخلي او د راتلونکي لپاره پلان جوړ کړي چې دا حال زمانه کې کېږي نه په تېر او راتلونکي کې.
ـ ماشومان تېر پسې نه ګرځي، یو له بل سره جنګ کوي، د یو بل سره ماتوي، د یو بل د لوبو توکي ماتوي، یو بل پسې ډبرې راپورته کوي، ډبرې یې په لاسونو کې وي چې بېرته پخلا شي. ان څو شېبې مخکې هم هېروي، دې پسې نه ګرځي چې سر یې چا مات ګړی دی، هماغه سره په لوبو بوخت وي چې لاس او سر یې ورته مات کړی دی. تېرېدنه ستر والی دی او زموږ مسلمانانو لپاره امر هم دی.
ـ ماشوم راتلونکې پسې نه ګرځي. د خولې مړۍ بل سره شریکوي، دې پسې نه ګرځي چې وروسته به یې وخوري. هر ځای کې یې چې ماشوم پیدا کړ، ملګرتیا او لوبې ورسره پیلوي، خپله شيبه ښه تېروي. نه وايي چې دی لار وی دی، ملګرتیا ته څه اړتیا، شاید بیا یې ونه وینم.
ـ ماشوم چې کله په ګرځېدو راځي تاسو ورته د زده کړې په نظر وګورئ، شاید دا یو نظر ستاسو په ژوند کې ستر بدلون راولي او ژوند مو له اندېښنو پاک شي. هره ورځ په سلګونه ځله په ځمکه لوېږې، ژوبلېږي، لاس او پښې یې ماتېږي خو دوی هېڅ کله نه مایوسه کېږي، لوېږې او پورته کېږي. دا د ژوندانه د پرمختګ لپاره لوی درس دی، باید زده یې کړو.
ـ بخښنه، ماشومان زړه کې کېنه نه ساتي، کینه ساتل انسان ته روغتیايي ستونزې پیدا کوي، ذهن کې یې زندان وي او دی هم د خپل ذهن په زندان کې ژوند کوي، بښنه غوره انساني کړنه ده او موږ مسلمانانو ته  په بښنې تاکید شوی دی. ماشومان په بښنې کې هېڅ ځنډ نه کوي. بښنه کې انسانیت، مینه او سړیتوب دی، بښنه هوسايي ده.
ـ هېرول ـ په ژوند کې لوړې ژورې، ښې او بدې راځي، ځینې خبرې باید انسان په ډبرو ولیکې او ځینې باید د سیند غاړې په شګو ولیکل شي. که غواړو چې خوښ او نیکمرغه ژوند ولررئ باید ځینې خبرې یا ځینې حادثې هېرې کړو. ګڼې ژوند مو ترېخېږي. د راتلونکي په هکله روغ فکرونه پلانونه جوړولی شي.
ـ قناعت . ماشومان په کم شي خوشاليږي، ځینې ماشومانې به مو لیدلې وي چې یوه جوړه بنګړي یې هرڅه وي، یا هم سره لاسونو او نکریزو ته څومره خوشالي کوي. ډېر غوښتل یا هم یا هم په لږو قناعت نه کول ژوند ته اندېښنې راولي. که هره ورځ د هماغې ورځې لپاره ژوند وکړو ژوند به مو له اندېښنو پاک وي.
په درنښت
آرش ننګیال
۲۰/۰۷/۲۰۱۵
کابل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...