د ماشومانو د کيسو جوړښت او په هغې کې د فانتزۍ اړتيا

اناهیتا روهي-

تر څو چې د هرې ورځې په رڼا کې خپلوماشومانو ته رڼا ورونه ښيو، نو د ډېرو هغو خلکو په څېر به يوه ورځ دوی هم ووايي، چې وايي: (( دا ژوند څه مانا؟)) او دا جمله په هغه وخت کې ويل کېږي، چې په ژوند کې يوه ټاکلي موخه نه وي. کله چې انسان په خپلو کړو وړو شکمن اوسي، نو همدا خپل شک يې د هڅواو موخو ته درسيدو خنډ ګرځي.

که چېرې د نړۍ نامتواو مخکښو شخصيتونو ژوند ليکونه مطالعه کړو نو دا به ووايو، چې دوی خو هم د څو شېبو په ترڅ کې تر دې ځايه نه دي رارسيدلي. او نه هم دکومې معصومې موسکا په بدل کې، چا د دوی نومونه د تاريخ په پاڼو کې ليکلي دي. دوی هم ستونزې ګاللې دي. د ځان لپاره يې موخې ټاکلي دي. او د وخت ناخوالوته يې ددې اجازه نه ده ورکړې، چې د دوی پرېکړې بدلې کړي .

اوس راځو دې موضوع ته چې ايا د شخصيت جوړول، د ژوند په مانا پوهېدل او په ژوند کې د موخې درلودلو لپاره کوم خاص عمراو وخت په پام کې نيول شوی دی؟

يوازې به د (( نه)) په ځواب سره بسنه نه کوو. د شخصيت جوړول، د ژوند په مانا پوهېدل او په ژوند کې د موخو درلودل، دا درې واړه په يو بل کې سره نغښتي دي. او دا درې واړه له ماشومتوبه د تخيل په څېر په ذهن کې روزل کېږي.

تل مو دا خبره کړې ده چې دماشومانو په سالمه ذهني روزنه کې د کيسو لوستل او اورول ډېر مهم دي.. ماشوم د پيدايښت له وخته په زده کړه بوخت وي. او هره ورځ نوي نوي شيان زده کوي. دوی په تېزۍ سره ډېر څه له چاپيرياله راټولوي. که هغه حقيقي وي او که مجازي، دوی ته دواړه يو شان ښکاري. د ماشومانو ذهن د لويانو د ذهن په پرتله ډېر کمزوری وي نو ځکه دوی د لويانو په څېر،راټول شوي حقيقي او مجازي عناصر د منطق او استدلال په ذريعه بېرته له يو بل څخه نه شي بېلولی .

دا د عناصرو راغونډونه د دوی په ذهن کې خاليګاه جوړوي، چې موږ دارامنځ ته شوې خاليګاوې د تخيل (( فانتزي )) په مرسته بېرته ډکولی شو.

ډېر ځله د ماشومانو پالونکي دا ټکی رامخ ته کوي، چې ماشوم بايد هر څه په حقيقي ډول زده کړي.ځکه دا نه ده مالومه، چې ماشوم له دومره تخيل وروسته په عادي ډول حقيقي نړۍ ته راستنيږي او کنه؟

او هغه څه چې موږ يې فانتزي يا تخيل ګڼو، څرګنده ده، چې حقيقت نه دي.او هغه څه چې رښتيا نه وي دې هغې ويل ماشومانو ته ګټه نه رسوي.

خو، موږدلته داسې وايو، هغه څه چې شته هغه په رښتيا دي د هغې شتون احساسو. د فزيکي جوړښت له مخې هغه وينو لکه کور، کوټه ، دروازه ، ژوي او داسې نور، خو ځينې داسې شيان هم شته چې موږ يې نه وينو ، يا زموږ له سترګو پنا دي ، نو دا په دې مانا نه ده ، چې د هغې شتون رښتيانه دی او هغه څه چې موږ يې نه وينو نو هغه رښتيا نه دي .

موږ په خپل ذهن کې دهرانځور د جوړولو او بل ته د انتقالولو وړتيا لرو موږ هر هغه څه چې شتون لري او رښتيا دي او هر هغه څه چې زموږ له سترګو پنا دي او يا يې موږ شتون په رښتيا نه ګڼو ، دواړه په واقعيي ډول د انځور په توګه، په ليدنېز ډول او حتی د احساس اوعاطفې په بڼه مخاطب ته انتقالولی او ښودلی شو، چې دا ټول له تخيل او فانتزۍ سره نيغ په نېغه تړاو لري .

اوس راځو دې ته، چې د ماشوم د ذهن د سالمې روزنې لپاره دا فانتزي له کومه کوو؟ چيرته يې ځايوو ؟ او په څه ډول يې د ماشوم ذهن ته رسوو ؟

دې درې واړو پوښتنو ته يوازې يو ځواب کافي ګڼلی شو او هغه دی ((کيسې)).د کيسو په مرسته کولای شو ماشوم ته هر ډول حقيقي او مجازي تصوير وروپېژنو. دا چې موږ کيسه د(( و نه ويو پاچا و . او يا د اووه غرونو تر شا د اووه سمندرونو نه اخوا ، د اووه تورو ځنګلونو تر څټ)) او داسې نور….ددا ډول کيسې پيل د ماشوم ذهن دې ته چمتو کوي چې هغه په دې وپوهېږي، چې دا حقيقت نه مجاز دی ، يوازې يو تخيل دی.

ماشوم د کيسو په اوږدو کې د کيسې په تخيلي نړۍ کې ډوبيږي، ځان په هماغه سيمه کې ويني اوکېدای شي د څو شېبو لپاره به ځان تر ټولو ښکلې شهزادګۍ او يا غښتلی شهزادګی هم وګڼي، خو کله چې مور ورته غږ کوي چې راشه او دا کار وکړه، نو هماغه شېبه دهغې په ذهن کې د تخيل لپاره د پای ټکی ايښودل کېږي او ماشوم خپلې حقيقي نړۍ ته بېرته راستنيږي.

د ماشومانو کيسې ((په تېره بيا کلاسيکې کيسې )) په عمومي ډول داسې جوړښت لري، چې ماشوم د کيسې په اوږدو کې د تخيل په نړۍ کې ډوبوي او څومره چې کيسه پايلې ته نږدې کېږي په هماغه کچه ماشوم بېرته حقيقي نړۍ ته رابولي. هغه هم په دې ډول چې د کيسې اتل په خپل صداقت، ريښتيوالۍ او هڅې سره خپلې موخې ته رسېږي. د جادو او سحر نړۍ له منځه وړي او اغېزه يې ختميږي او د کيسې اتل خپل ژوند په عادي توګه له هر ډول سحر او جادو څخه لرې، پيلوي او پر مخ يې بيايي.

هغه څه چې ماشوم يې د کيسې په اوږدو کې زده کوي هغه تخيل(( فانتزي )) دی چې ماشوم ورته اړتيا لري خو دغه تخيل يوازې په موقتي ډول د ماشوم په ذهن کې پاتې کېږي. خو اغېزه يې دا ده چې د ماشوم ذهن د يوې روښانې موخې درلودلو ته هڅيږي. د کيسې د اتل کړه وړه ورته په زړه پورې کېږي او دې ته چمتو کېږي چې د خپل وجود د ننه يو اتل کټ مټ ، هماغه دکيسې د اتل په شان وروزي.

فريدريش شيلرFriedrich Schiller ).( ليکلي دي چې (( په حقيقت کې دماشومتوب د وخت په کيسو کې هغه ژوره مانا پرته ده چې د ژونداوږدوالی يې موږ ته رازده کوي)) .

Charles Dickens چارلس ديکنز د سره دستمال نجلۍ (( Rotkäppchen)) دکيسې په هکله ليکي ((دسره دستمال نجلۍ زما لومړنۍ مينه وه. زه په دې پوهېدم که چېرې ما له هغې سره واده کړی وای نو زه به ډېر نيکمرغه وای)). سره له دې چې دی په خپله په دې پوهېده، چې د(( دسره دستمال نجلۍ)) شتون يو تخيل دی اويوازې په کيسه کې يو تخيلي کرکټر دی. سره له دې چې ده په نړيواله سطحه شهرت درلود خو  بيا هم د مليونونو ماشومانو په څېر د کيسو لېوال و. ده ويلي دي: يوازې کيسې وې چې په خپل ژور جوړښت او د بېلابېلو پېښواو تخيلونو په درلودلو سره   يې زه تر دې ځايه راورسولم.

نو ويلی شو چې که د ماشومانو کيسې ټولې په تخيل راوڅرخي بيا هم ماشوم د تل لپاره د خيال په نړۍ کې نه ښکېل کېږي او بي له کومې ستونزې خپلې حقيقي نړۍ ته راستنيږي . خو د کيسو په لوستلو، اورولو او د ډېرو مثبتو پيغامونو په درلودلو سره کولای شو ماشومانو ته د دې احساس ورکړو چې دوی په خپل ځان کې يو اتل وروزي، له ماشومتوبه خپلې موخې وټاکي او هغې ته په رسېدو کې هڅې وکړي او په پای کې د يو غوره شخصيت په جوړولو سره ځان په خپله ټولنه کې بشپړ احساس کړي.

ماخذونه: ((ماشومان کيسو ته اړتيا لري )) له کتاب او د الماني ژبې ويکپيډيا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...